رسیدن به آسمایی: 11.2007 .19 ؛ تاریخ نشر در آسمایی :11.2007 .19
دستگېر خروټی
روزنه، زده کړه او فرهنگ
په تېرو ليکنو کي د فرهنگ په هکله او له فرهنگ سره د انسان، انديښنې، پرمختگ، سیاست او دين په هکله لنډې څرگندونې شوې. په دې ليکنه کي غواړم د فرهنگ، زده کړې او ژبې په هکله يو څه وړاندې کړم. يوې خبرې ته د ويونکو پام راړول په کار دی چي زه په خپلو ليکنو کي هېڅکله هم د حقيقت وړونکی او د حقيقت د مالک رول نه تر سره کوم، بلکې د ما رول په بشپړه توگه يو پلټونکی رول دی، کوم چي په هېڅ وجه د حقيقت بشپړ تصوېر هم نشي ورکولاي. همدارنگه زه په دې لاره کي د مطلقيت په ځای په نسبيت او همشينی بدلون تکيه کوم. ژوند او د ژوند دوام په بدلونونو کي لټوم. زه ټولنېزو ستونزو ته په يو ځل او د هميشه له پاره په قطعې ځواب ورکولو باور نه لرم. ټولنېزې چارې او ستونزې په هميشنی بدلون کي دي او په بشپړه توگه نسبې ځانگړتياوې لرې.
په تېرو ليکنو کي د فرهنگ، انسان او انديښنې تر منځ په اړيکو او يو په بل د هغوې په تاثيراتو خبرې وشوې. انسان د خپلو اندیښنو او فکرونه په لارښوونه او د کار کولو په مټ فرهنگ ايجادوې او فرهنگ بيا په خپل وار سره په انسان د هغه په انديښنو او فکرونو ايجاد کونکی تاثير لرې. فکرونه او انديښنې د ژبې په کارولو سره پيل کېږې. موږ په هميشنې توگه غواړو خپلې انديښنې او خپل فکرونه نورو ته ورسو، موږ د نورو د پوهولو هڅه کوو، موږ کلېمې او مفهومونه جوړو او موږ خبرې کوو، او دا کار د ژبې په
وسیله تر سره کېږې. ژبه د انسانانو د اندیښنو او فکرونو د څرگندولو او بيانولو وسيله ده. ژبه د انسانانو تر منځ د اړيکو او تفاهم وسيله ده. همدارنگه ژبه نه يوازي د يوې ټولنې د فرهنگ جوړښت اساسي برخه ده، بلکې هويت جوړونکې هم ده. ژبه يوه نسبې ځانگړتيا لرې او له انسان سره يوځای نه پیدا کېږې، ژبه کسبې دی او له کورنۍ او ټولنېز چاپیريال څخه تر لاسه کېږې. که زه ځنگلی واي نو ژبه به نه درلوده. دژبې په کار کي د بيولوژې په ځای تولنېزې اړيکې دي چي ټاکونکی او جوړونکی رول تر سره کوي.
ژبه په فرهنگ او فرهنگ په ژبه تاثير لرې. د بيلگې په توگه يو استبدادي فرهنگ او چاپېريال کي ژبه د انسان د خپلواکو انديښنو او فکرونود بيان کولو په ځای د معلومو او تکرارې کلمو د بيان کولو پوسيله بدلېږې. د مفهومونو ځای جوړې شويو او تکرارې کليشو ته ورکول کېږې. کله چي په افغانستان کي د خلک دموکراتيک گوند واکمن شو په تېره بيا گونديانو دنده درلوده په تکرارې توگه معلومې کلمې، معلوم عبارتونه او معلوم شعارونه په تکرار بيان او ووايې. د طالبانو په غورځنگ کي په پراخه توگه ژبه تکرارې او کليشه اي ځانگړتياوي لرې. دا ډول يو حالت نه يوازي د انديښنو او فکرونو خپلواکې له منځه وړې، بلکې ژبه د نويو انديښنو او نويو فکرونو په ځای د معلومو حکمونو د تکرار او د بيان کولو په پوسیله بدلېږې. هغه څه وويل کېږې، هغه څه ليکل کېږې او هغه څه بيان او څرگندېږې چي واکمن او يا هم واکمن فرهنگ يې غواړې. په طبعي توگه د واکمنو هغه عبارتونه، شعارونه او کليشې خوښېږې چي د دوي د گټو او د دوې د فکرونو بيان کونکي دي. واکمن دخپل واک او امتياذونو د ساتلو په منظور هڅه کوي د ژوند په ټولو برخو کي او له دي جملې د ژبې، روزنې او زده کړې په برخو کي د " يو شان کولو" تگلارې مخ ته بوزې. د پښتو ژبه په پراخه توگه د کليشي کيدو او د نويو مفهومونو د نه ايجاد او نه ودې له گواښ سره مخامخ دی.