له طالبانو سره د پاکستان د ملاتړ پټ معلومات په ډاګه شول


يکشنبه, 08.19.2007 منبع در تاند ویپانه


د امريکا د جورج واشنگټن پوهنتون د ملي امنيت د ارشيف په غوښتنې د امريکا د استخباراتي ادارو هغه معلومات خپاره شوي چې له ١٩٩٤ کال څخه تر ٢٠٠٠ کال پورې راټول شوي دي.

په دغو معلوماتو کې راغلي دى چې پاکستان له طالبانو سره مخکې له دې چې هغوى واک ته ورسيږي مرسته کوله، خو پاکستاني چارواکي دا خبره ردوي. د نويو خپرو شويو استخباراتي معلوماتو په اړه اسوشيټيډ پريس خبري اژانس يو مفصل راپور خپور کړى چې انځورګرژباړلى دى :



نويو خپرو شويو استخباراتي معلوماتو د امريکايي چارواکو د هغو انديښنو ژوروالى څرګند کړى دى چې ګواکئ پاکستان په امريکا کې د سپتمبر د يولسمې نيټې تر پيښو دمخه په افغانستان کې د طالبانو له رژيم سره د پيسو، وسلو، او حتى عسکرو مرسته کوله.

د اسوشيټيډ پريس خبري اژانس دراپورله مخې نوي خپاره شوي استخباراتي معلومات داهم څرګندوي چې پاکستان د واشنگټن ددې غوښتنې په ځواب کې چې پر طالبانو دې فشار واچوي څو اسامه بن لادن دوى ته وسپاري له زړه هڅې نه دي کړي د دې اژانس په وينا د پاکستان ددې کار په ځواب کې حتى يوه جګپوړي امريکايي مقام ويلي دي چې پاکستان دې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته راوکاږل شي.

نوي خپاره شوي استخباراتي معلومات د مطبوعاتو دازادۍ له قانون سره سم د جورج واشنگټن پوهنتون د ملي امنيت د ارشيف په غوښتنه په ويبپاڼه کې خپاره شوي دي.

په دې سايټ کې په دې اړه جزئيات خپاره شوي چې د امريکا استخباراتو له طالبانو سره مخکې له دې چې هغوى قدرت ته ورسيږي د پاکستان د اړيکو په اړه معلومات لرل. د اسوشيټيډ پريس خبري اژانس د راپور له مخې په هغو سندونو او ليکونو کې چې امريکايي چارواکو يو بل ته استولي دي ډيرى يي مهرولاک او محرمانه دي خو ديپلوماتيکو اصولو ته پکې پام نه دى شوى خو په دې خبرې ډير ټينګار شوى چې دې ليکونو ته عام خلک لاس رسي پيدا نکړي.

په هغو ٣٥ ليکونو او سندونو کې چې له ١٩٩٤ ميلادى کال څخه تر ٢٠٠٠ کال پورې تبادله شوي دي يو يي ډير مهم معلومات لري په دې معلوماتو کې يو شمير هغه نومونه دي چې د ليک په ډيرو ځايونو کې په نښه شوي دي.

په دې سندونو کې راغلي دي چې امريکايي چارواکي باوري وو چې د ١٩٩٤ ميلادى کال په لومړيو کې د پاکستان استخباراتو له طالبانو سره ډيرې ژورې اړيکې درلودې او د کندهار په نيولو کې يي مهم رول درلود.

د اسوشيټيډ پريس خبري اژانس په وينا د کندهار نيونه د طالبانو له پاره مهم برى و ځکه چې له هغه وروسته طالبان وتوانيدل چې د ١٩٩٦ م.کال په سپتمبر کې کابل ونيسي او وروسته خپل واک د افغانستان نورو سيمو ته او تقريبا په ټول افغانستان کې پراخ کړى.

د نويو استخباراتي معلوماتو په ځواب کې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې تسنيم اسلم د پاکستان پر پخواني دريځ يوځل بيا ټينګار وکړ او ويي ويل چې پاکستان هيڅ کله د طالبانو ملاتړ نه دى کړى. نوموړې دا خبره هم رد کړه چې ګواکي پاکستان د واشنګټن د هغې غوښتنې په ځواب کې چې له خپل نفوذ څخه دې په ګټې د اسامه بن لادن په نيولو کې له زړه هڅې نه دي کړي.

بله خوا اسوشيټيډ پريس اژانس وايي په ١٩٩٦ م. کال کې امريکايي چارواکي دې نتيجې ته ورسيدل چې د پاکستان استخباراتي اداره تر هغې اندازې له طالبانو سره زياته ښکيل وه څومره يي چې يې امريکا ته په اړه ويل.

د اکتوبر په ٢٢ نيټه واشنگټن ته په استول شوي ليک کې راغلي دي چې د پاکستان استخباراتي اداره له طالبانو سره د خوراکي موادو او تيلو مرسته کوي او د مهماتو کاروان له پاکستان څخه د شپې له خوا حرکت وکړ څو له طالبانو سره د پاکستان له حقيقي ملاتړه پرده پورته نشي.

له دې ليک څخه دوه اوونۍ وروسته نيټې يو بل ليک چې واشنگټن ته استول شوى وايي چې د پاکستان يو شمير مليشه په افغانستان کې په قومندو، کنترول، روزونو او د اړتيا په صورت کې په جګړو کې دخيل دي.

د اسوشيټيډ پريس خبري اژانس په وينا دا هغه مليشه وو چې له خټې پښتانه وو او له طالبانو سره يې توپير نه کيده.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت ويانده تسنيم اسلم دا ادعاوى ردوي او وايي چې دا ټول بي بنسټه دي. د نوموړې په ژبه د پاکستان ځواکونه هيڅ کله په افغانستان کې ښکيل نه وو. دغه راز تسنيم اسلم وايي دا هغه وخت و چې هرچا د طالبانو ملاتړ کاوه ځکه چې هرچا فکر کاوه چې دوي به په افغانستان کې سوله او ثبات ټينګ او افغانان به يو موټى کړي.

د نوموړې په ژبه له همدې امله و چې پاکستان د طالبانو حکومت په رسميت وپيژنده او وروسته سعودى عربستان او عربي اماراتو هم د طالبانو د حکومت په رسميت پيژندلو اعلان وکړ.

اژانس وړاندې وايي اسامه بن لادن په سوډان کې د ديپلوماتيکو فشارونو له امله مخکې له دې چې طالبان قدرت ته ورسيږي افغانستان ته لاړ او په افغانستان کې يي د تروريستانو د روزنې کمپونه پرانستل. هغه سيمه ييز قومندانان چې اسامه بن لادن ته يي اجازه ورکړې وه وروسته له شمالي ائتلاف سره يوځاى شول او په ٢٠٠١ م.کال کې يي د امريکا په مرسته د طالبانو حکومت نسکور کړ.

د اسوشيټيډ پريس خبري اژانس په وينا حامد کرزي د هغو کسانو له ډلې څخه و چې په لومړيو کې يي د طالبانو ملاتړ کاوه او طالبانو له حامد کرزي څخه غوښتنه کړې وه چې په ملګرو ملتونو کې ددوى استازى شي خو کله چې حامد کرزي د طالبانو په سخت دريځې پوه شو واشنگټن د هغه ملاتړ وکړ چې په افغانستان کې جمهور رئيس شي او تراوسه هم په همدې مقام پاتي دى.

د ١٩٩٩ م. کال د مارچ په مياشت کې د جنوبي اسيا لپاره د واشنگټن يوه جګپوړي ديپلومات کارل. ايف.اينډرفورت د هغه وخت د امريکا دبهرنيو چارو وزيرې مادلين البرائټ ته د هغو بدبينيو په اړه ليکلي وو چې په افغانستان کې يي د امنيت مخه نيولې وه.

نوموړى په استولي ليک کې ليکلى وو چې طالبان د متحده ايالاتو سخت دښمنان دي او له افغانستان څخه يي د نړۍ يو منفور هيواد جوړ کړى دى.

په هغو انديښنو کې چې د طالبانو په اړه هغه مهال څرګندې شوې وې د اپيمو په توليد کې د طالبانو د رول په اړه، له بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه او د بن لادن د ساتنې په هکله انديښنې شاملې وې. اژانس ليکى دا هغه وخت و چې په ١٩٩٨ م. کال کې په تانزانيا او کينيا کې د امريکا په سفارت کې د چادونو له امله چې څه باندې دوه سوه کسان پکې مړه شول د اسامه بن لادن پر سر د امريکا له خوا انعام ايښودل شوى و. اينډرفورت په خپل ليک کې ليکلي دى چې پاکستان زمونږ د غوښتنې په ځواب کې خپل ټول نفوذ نه وکارولي چې پرطالبانو فشار واچوي څو اسامه بن لادن مونږته وسپاري. مونږ بايد له پاکستان څخه وغواړو چې زمونږ له غوښتنې سره سم له مونږ سره په افغانستان کې هدف ته په رسيدو کې مرسته وکړي او په افغانستان کې د پاکستان له خوښې سره برابر يو حکومت جوړ شي.

اينډرفورت ليکلي که پاکستان داسې نه کوي نو په هغه صورت کې بايد پاکستان د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته راجع کړاى شي او بيا به پوځي اقدام هم يو له احتمالاتو څخه وي. نوموړى دغه راز په ليک کې دا هم ليکلي چې که پاکستان په همدې ډول په خپل دريځ ولاړ وي نو په هغه صورت کې بايد مونږ د امنيت شورا د ملاتړ غوښتنه وکړو او دا يقيني کړو چې پاکستان او يو شمير نور لوبغاړي له بهر څخه د طالبانو ملاتړ کوي.

بله خوا د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت ويانده تسنيم اسلم وايي دا خبره چې ګواکي پاکستان د اسامه بن لادن د نيولو په برخه کې له خپل نفوذ څخه کار نه دى اخيستى بي بنسټه ده. مونږ خپل کوښښ وکړ. زه فکر کوم چې د امريکا استخباراتي ادارو په دې برخه کې مبالغه کړې ده.

د اسوشيټيډ پريس خبري اژانس په وينا په افريقا کې د امريکا پر سفارتونو له بمي حملو وروسته د اسامه بن لادن پرسردپنځو مليونو ډالرو انعام ايښودل شوى و. په ١٩٩٩ م. کال کې د امريکا ولسمشر رئيس بيل کلنټن د پاکستان له صدر اعظم نواز شريف سره وليدل او له دې ليدنې کتنې وروسته نواز شريف په دې اړه خبرې پيل کړي چې که طالبان اسامه بن لادن له افغانستان څخه ونه باسي پاکستان به له دوى څخه ملاتړ ونکړي. اژانس ليکي د اسامه بن لادن د نيولو په اړه د واشنگټن او اسلام اباد ترمينځ همکاري هغه وخت ختمه شوه چې جنرال پرويز مشرف د ١٩٩٩م.کال په اکتوبر کې کودتا وکړه او قدرت ته ورسيد. خو مشرف په امريکا کې د سپتمبر د يولسمې نيټې له پيښو وروسته يو سخته پاليسې غوره کړه له طالبانو څخه يي لا ملاتړه لاس واخيست او د افغانستان په جګړې کې د امريکا ملګرى شو.

اسوشيټيډ پريس خبري اژانس وايي په دې جګړه کې مشرف د امريکا لوجستکى ملاتړ او په قبايلي سيمو کې يي پوځي اقدامات وکړل. خو د امريکا په مشرۍ په جګړې کې اسامه بن لادن او د طالبانو مشران وتښتيدل او اوس تيره مياشت د امريکا استخباراتي ادارو خبردارى ورکړ چې القاعده شبکه د افغانستان له پولې سره نيژدي بيا يو موټې کيږي.