رسیدن به آسمایی: 11.2007 .07 ؛ تاریخ نشر در آسمایی :11.2007 .12

شهير عبيدي
کابل

د کرنې وزارت په فارم کې د پارلمان نوې ودانۍ جوړېږي

د پارلمان نوې ودانۍ د هندوستان دولت د ٧٠ مليونو ډالرو په مالي لګښت سره کابل ښار لويديځ دارالامان سيمه کې جوړيږي.

د نوي ودانۍ په پلان کې د ولسي جرکې او مشرانو جرګې تالارونه او د نوي عصر په تکنالوژۍ سمبال نور ملحقات ،اجرايوي بلاکونه ،کتابتون ،خدماتي او تخنيکي ودانۍ، جومات ،د وکيلانو د هستوګنځيو ساحې، پارکينګونه ،شنه ځايونه ،داخلي سرکونه او داسې نور خدمات شامل دي

د پارلمان د نوې ودانۍ د کار د پيل په اړه د ښاري پراختيا وزارت معين واېي د هندي مقاماتو د وعدو له مخې ويلی شو چې د دغې پروژې کار به د ١٣٨٦لمريز کال کې پيل شي.

د پارلمان نوې ودانۍ د کرنې او مالدارې وزارت په څيرنيز فارم کې چې په دارالامان سيمه کې موقعت لر ي جوړيږي دغه څيرنيز فارم په ١٣٤٢ کال کې جوړ شوې دى او کرنيزه ساحه يې١٥٠ جريبه ځمکه ده

دغه فارم د جوړیدو څخه تر اوسه پورې د درې لسيزو جګړو سره سره بيا هم فعال پاتې شوى او څيړنيز فعاليتونه په کې جريان لري. په دغه فارم کې د کرنې او مالدارې وزارت علمي څيړنې تر سره کيږي د دغه وزارت د څيړنو رياست د مرستيال ښاغلي سيد نور الدين حريق په وينا په روان کال کې دغه څيړنيز فارم کې ٤٠ څيړنې تر سره شوي دي چې مثبتې پايلې درلودې.

د ښاښلي حريق په اڼد څيړنيز فارمونه د کرنې او مالدارې وزارت بڼست جوړوي  او پر ته له څيړنو څخه نشو کولاې چې کرنيز کچه پورته يوسو ؛ په داسې حال کې چې د ښاري پراختيا وزارت د تفصيلي پلان سره سم په دغه څيړنيز فارم کې چې کرنيز ساحه يې ١٥٠ جريبه ځمکه ده د پار لمان نوې ودانۍ جوړيږي.

د پارلمان په نوې ودانۍ کې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د تالارونو او نورو ملحقاتو تر څنګ د وکيلانو له پاره د هستو ګنې ساحې هم په پام کې نيول شوي دي.

په دې هکله د پارلمان لومړي مرستيال محمد عارف نورزي د کابل اونيزې سره په مرکې کې وويل : «د پارلمان په نوې ودانۍ کې د وکيلانو د هستوګنۍ لپاره هم ځايونه په نظر کې نيول شوي دي . چې د هرې دورې وکيلان به پدغو هستو ګن ځايو کې ژوند وکړي».

د کرنې او مالدارې وزارت چارواکې وايي د دارالامان څيړنيز فارم يو نړيوال فارم دى که چيرې دغه فارم له منځه لاړ شي د کرنې او مالدارې وزارت لپاره يو لوى زيان دى

د نوموړي وزارت سلاکار داکتر عبدالقهار ثميل په وينا د دارالامان څيړنيز فارم په ډيره اوږده موده کې جوړ شوى او دا به ډير ستونزمن وي د کرنې وزارت لپاره چې داسې يو بل فارم په کابل کې جوړ کړي . نوموړى وايي په لسو کالونو کې هم نشو کولاى چې داسې يو بل فارم جور کړو.  د نوموړي په وينا يو کال مخکې د خاورې پوهنې لابراتوار د جاپان په مالي مرسته په دغه فارم کې جوړ شوى دى چې ٣٠٠٠٠٠ ډالره وړباندې لګيدلي دي.  ښاغلي ثميل وويل د خاورې پوهنې ټول څيړنې په همدې لابراتوار کې چی په عصري وسايلو سمبال تر سره کيږي.  نوموړي زياته کړه د وزارت ټول څيړنې د دارلامان په فارم کې تر سره کيږي. په تيرو دريو کلونو کې ٨٠ ډوله غنم په دغه فارم کې کرل شوي دي چې د دغو له جملې څخه درې ډولى ښه غنم ثابت شول چې په نږدې ورزو کې به يې دهقانانو ته توزیع کړو.

د دارالامان فارم په ١٣٤٢ لمريز کال کې جوړ شوى دى چې کرنيزه ساحه يې ١٥٠ جريبه ځمکه ده چې اوس مهال په کې د پارلمان نوې ودانۍ جوړيږي.