رسیدن به آسمایی: 11.2007 .19 ؛ تاریخ نشر در آسمایی :11.2007 .19

محمدآصف ننگ، پکتيکا

 

د پاکستان د سياسي رکود پيل

پر افغانستان او سيمې يې منفي اغيزې!

دويمه برخه (٢)

 

 

له افغانستان سره لوړې ژورې

د طالبانو له سقوط وروسته په لومړنيو دوو کلونو کې د ډېرو هيوادونو په څېر پاکستان هم د افغانستان نوي حکومت ته د دوستۍ او مرستې لاس ور اوږد کړ. په پيل کې يې د توکيو په کنفرانس کې د ١٠٠ ميليون ډالرو مرسته، بيا يې د برلين په کنفرانس کې د ٢٠ ميليون ډالرو مرسته، چې يو څو ملي بسونه او د کرنې د مشينرۍ په شكل مصرف شوي او بيا يې په ٢٠٠٥ کال کې د لندن په کنفرانس کې د ١٠٠ ميليون ډالرو د مرستو ژمنه وکړه، چې تر دې مهاله د طورخم جلال آباد سړک، د رحمان بابا ليسه او څه نورې وړې لويې پروژې پرې ورغول شوي. خو له دې ټولو سره سره د پاکستان او افغانستان ترمينځ تبليغاتي وضعه د مرموزو کړيو لخوا کړکيچنه وساتل شوه. د ٢٠٠٦ کال په پيل کې د تبليغاتي بريدونو لمن دومره پراخه شوه چې آن د نړيوالو دوستانو پر اړيکو او سياستونو يې اغيز وشينده، پايله يې دا شوه چې امريکا د سيمې د موثر او بارسوخه هيواد په عنوان، مجبوره شوه په مينځ کې د مينځگړې په عنوان مداخله وکړي. د امريكا د دفاع وزير، د سنا د مجلس مشرې، د باندنيو چارو وزارت، راتلونكې ولسمشرۍ ته كانديد، او د جورج واشنگتن د پوهنتون ګزارش، په مجموعي توگه پاكستان د القاعدې او طالبانو په مرستې پړ وباله.

د ۱۳۸۵ كال په پاى كې د افغانستان ولسمشر په كندهار كې تر ټولو تنده، گيله منه او بريدواره وينا وكړه، د پاكستان په وړاندې د ولسمشر دا وينا دومره پر درده وه چې پخپله يې په وينا كې وژل او وي ويل ((موږ له هرې خوا قربانۍ كيږو، القاعده مو عمراني پروژې او د سر سړي وژنې، پاكستان تروريستان راته روزي او بچي مو وژنې او خارجيان مو په بمباريو كې كلې ورانوي او ولس مو وژنې...)) ديته ورته ويناوي او په گڼو نورو مواردو كې د پاكستان د لاسوهنې ډېر داسې دلايل وموندل شول چې پاكستان په افغانستان كې تخريبكاره مداخله جاري ساتلې، دا ټول باعث شول چې پاكستان د افغانستان په وړاندې خپل دريځ بدل كړي.

د ۲۰۰۶ كال د نومبر په ۲۷ نېټې د ملگرو ملتونو د کلنۍ غونډې په حاشيې کې د پاكستان او افغانستان ولسمشرانو په هغه ميلمستيا كې ونډه واخيسته چې د جورج بوش لخوا په نيويارك كې جوړه شوې وه. په همدې ناستې كې د دواړو هيوادونو ترمينځ د امن گډې جرگې طرحه وړاندې شوه. كه څه هم په ظاهره پاكستان له دې طرحې سره هوكړه وكړه خو په زړه كې پرې چندان خوشحاله نه و.

د افغانستان له لورې د قوس په لومړۍ نيټې د گډې جرگې لپاره ۲۱ كسيز كميسيون د پيرسيداحمدگيلانى په مشرۍ جوړ شو، داسې كميسيون چې تر ډېره حده يې كارونه او فعاليتونه د دې كميسيون د دارالانشاء د رئيس، فاروق وردك او د هغه د ځوان ټيم لخوا پر مخ بيول كيدى.

د امن گډه جرگه

د امن گډې جرگې لومړنۍ ناسته د كابل ښار د لويى جرگې په خيمه كې د دريو ورځو لپاره (۱۸-۲۱ زمرى ۱۳۸۶) د افغانستان د ٣٠٠ استازو او د پاكستان د څه د پاسه دوه سوه تنو په گډون، د شوكت عزيز او شيرپاو په مشرۍ ترسره شوه چې د توقع برخلاف، د جرگې په وروستۍ ورځ د هغه هيواد جمهور رئيس پرويز مشرف هم پكې گډون وكړ.

د افغانستان ولسمشر په جرگې كې په ډاگه وويل چې ترهگر خو افغانان نه دي، او چې افغانان نه دي نو څوك دي، او له كومه ځايه راځي؟ په حقيقت كې دا هغه پوښتنه وه چې افغان ولس يې له مودو راهيسې پوښتې، دا څوك دي چې د دې هيواد د وگړو سكون او راحت يې ترينه لوټلى؟ آيا داسې څوك په دنيا كې شته چې خپل كور په خپل لاس ورانوي؟

همدې پوښتنې ته په ځواب سره، د پاكستان ولسمشر پرويز مشرف وويل چې دا ترهگر دي او دوى بې هويته خلك دي. دوى نه افغانان دي او نه هم پاكستانيان، دوى د افغانستان او پاكستان گډ دښمنان دي، ځكه چې دواړه هيوادونه يې له شر څخه سوزي.

په گډې جرگې كې د ټولو ويناوالو فرياد، غوښتنې او وړانديزونه مشابه ول، داسې وړانديزونه او غوښتنې چې د دواړو هيوادونو وگړې يې نژدې كيدو ته رابلل. د پښتونخوا ملي غورځنگ څو مشرانو په ډاگه وويل چې د پاكستان او افغانستان په قبايلي او پښتنې سيمو كې ترهگرو ډلو ته ځكه د فعاليت چانس مهيا دى چې دا سيمې د خپلو دولتونو او نړيوالې ټولنې له دوه گونې چلند سره مواجه دي، دوى هم د دولتونو او هم د نړيوالې ټولنې له عمراني پروژو څخه محرومي پاتې دي او هم يو ډول تپل شوي، غير ارادي او مکروه جگړې پرې تحميل شوي.

كه څه هم د جرگې غوښتنې ډېرې پرځاى، انساني او گټورې وي، خو وكتل شي چې د پاكستان حكومت، چې تر ډېره حده پكې پنجابي پوځيان قدرت لري او د كابل حكومت چې په مطبوعاتي ډگر كې يې تر ډېره حده د مغرضو، متعصبو، وطن دښمنو او اجنبي كړيو نفوذ غزيدلى، آيا ديته ليوال دي چې د جرگې پريكړې عملي شي؟ ځينې كړۍ په كابل كې فكر كوي چې دا جرگه داسې جرگه وه چې تر ډېره حده يې د پښتونخوا د دواړو غاړو مشران سره نژدې كړل. د دوى په آند په تيرو ۱۰۰ كلونو كې دا لومړى ځل و چې په دومره غټه كچه پښتانه مشران په يوه غولې سره كښيناستل او د خپلو ستونزو په اړه يې خبرې وكړي، او خپلو حكومتونو ته يې په ډاگه وويل چې د جگړو له څو عمده عواملو څخه يو څو داسې عوامل دي چې په سبب يې په افغانستان او سيمې كې جگړه روانه ساتل شوي، په نړيواله كچه د يوه واحد قوم په خلاف دومره ستره جگړه جاري ساتل او د پولې په دواړو غاړو كې د دوى په وړاندې د ترهگرو او مخدره موادو د قاچاق وړونكو په عنوان د جگړو لړۍ، او په همدې توگه د يوه لوى قوم په توگه دهغوى ژبې او وگړو ته اندك ونډه وركول، په نړيوالې ميډيا کې هغوى خشن، ظالم، ناپوه، له ترقۍ لريي او په ټولنيز لحاظ ورسره د متهم او ملامت قوم په سترگه كتل او... دا ټول د دې باعث شوي چې دغه قوم په دواړو هيوادونو کې د مركزي حكومتونو او بهرنيو ځواكونو پخلاف له كركې ډك دريځ ورخپل كړي.

که څه هم په افغانستان کې، په تيرو شپژو كلونو كې، د دولت له لوري، د سولې د تحكيم د كميسيون ترڅنگ، دوه لويي پروژې چې په غټ لاس پكې د جمهور رئيس كرزى او د ده د نژدې وطندوستو ملگرو ټيم شامل و، د هيواد د نجات لپاره مطرح شوې. يوه طرحه د ((امن گډه جرگه)) او بله د ((ملي پخلاينې)) وه چې په لومړنۍ طرحې كې دولت وكولى شو ښې لاسته راوړنې د افغانستان او پاكستان د اړيكو په ډگر كې ترلاسه كړي، د امن له گډې جرگې وروسته د دواړو هيوادونو ترمينځ تبليغاتي واټن او تريخوالى کم شو، د تجارتي تسهيلاتو او د امنيتي همکاريو په ډګر کې د پام وړ بدلون رامينځته شو. خو په افغانستان کې ملي پخلاينې ته د طالبانو او مخالفو وسله والو ډلو لخوا مثبت ځواب ورنکړل شو. کيداى شي د طالبانو د منفي دريځ ترشا د هغو هيوادونو لاس وي چې، په افغانستان کې د بهرنيو قواوو شتون د خپلو هيوادونو لپاره گواښ بولي، کيداى شي نور عوامل هم وي!!

پدې دواړو ډگرونو کې ((د امن د گډې جرگې او ملې پخلاينې)) گڼ شمېر چلنجونه او خنډونه موجود و. په کابل کې ځينې معلوم الحاله کړيو غوښتل د گډې جرگې برنامه ناکامه کړي، دې کړيو له پخوا څخه زيار ايستى چې د افغانستان او پاکستان ترمينځ نه ماتيدونکي ديوالونه او نه پخلا کيدونکي اړيکي ايجاد کړي، ځکه يې د جرگې د تياريانو په درشل کې له مختلفو سياسي او ميډيايي کانالونو څخه زيار ويست چې گډه جرگه له سره دايره نشي او که دايريږي نو له ناکاميو او ناخوالو سره يوځاى دايره شي. دغو کړيو د جرگې د دارالانشاء د فعالو غړو لپاره توطئي جوړې کړې، تر فشار او غيرقانوني څارنې لاندې يې ونيول او غوښتل يې د نظام له مشروع ادارو څخه د نامشروع افرادو په واسطه نا مشروع فعاليتونه ترسره کړي، خو پدې شوم هدف او نيرنگونو کې پاتې راغلل، دغو کړيو ونشو کولى چې د جرگې د جوړونکو ارادې او زيار له تعلل سره مخامخ کړي، دوى په ظاهره د پاکستان په خلاف نارې سورې وهي، خو دريځونه يې داسې دي چې افغانانو او افغانستان ته تاوان رسوي او پاکستان او پنجاب ته گټه!!

د ملي پخلاينې طرحه:

په همدې توگه ويلى شو، چې همدا منحوسې کړۍ اوس هم زيار باسي چې د ملي پخلاينې پروژه ناکامه شي، ځکه چې دوى د ملي پخلاينې په تحقق سره پوهيږي چې له يوې خوا يې مکروه ونډه، ناجايز کاروبار اوپه نظام کې يې موجوده صلاحيتونو او اربابي کميږي او له بلې خوا کله چې د پخلاينې په نتيجه کې جگړې ختميږي او د قانون تنفيذ ته مخه خلاصيږي په هغه صورت کې دوى د عدالت او محاسبې له منگولو سره مخامخ کيږي او د جنگي جنايتونو، نشنلستي عزايمو او د پرديو د نوکري دوسې يې افشاء کيږي.

ځکه نو د دې کړيو لخوا د ولسمشر د ملي پخلاينې د هڅو په وړاندې د منفي تبليغاتو سلسله دومره پراخه شوه چې آن د بهرنيو دوستانو پر دريځ يې تاثير وغورځاوه. هغوى يې ديته اړ کړل چې ديوه چټک غبرگون په نيولو سره د افغان ولسمشر په مخکې ودريريږي. د بهرنيو سوله ساتو ځواکونو يو تن مشر وويل چې افغان ولسمشر نشي کولى چې د ملي پخلاينې په لمن کې ټول واړه او پاخه مشران راغونډ او هغوى په پخلاينې کې راگډ کړي!! په حقيقت کې دغه ډول دريځ نيول که له يوې خوا د افغانستان د ملي او قانوني حاکميت په وړاندې په ملي او بين المللي کچه سوالونه راپورته کړل، نو له بلې خوا په غټه پيمانه د دې باعث شوه چې زموږ سياسي او نظامي ځواکونه مايوس او ستومانه شي. يقين لرم چې يوکال وروسته، چې تر هغه مهال به ډېرې معصومي او ملامتې وينې توى شي، بيا به هم همداسې طرحې ته رجوع کيږي. او هغه مهال به د دې طرحې په وړاندې مخالف ځواکونه تر دې زيات امتياز او غوښتنې غواړي. کيداى شي له عوامو سره دا سوال پيدا شي، چې ولي د اوسنيو مخالفو ځواکونو د رهبرانو په وړاندې داسې دريځ نه نيول کيږي؟ آيا هغه عفوه او مصالحه چې جنگ پرې ختميږي او د سولې په راوستو کې مرسته کوي، د هغې په وړاندې ولس مخالفت کولى شي؟ ښايي خلک داهم وپوښتې، که چېرې د جنگي جرايمو خبره وي، نو دم گړۍ په کابل کې ډېرې داسې څېرې شته چې د يوې لسيزې لپاره يې د کورنيو جگړو، برباديو، عامه وژنو او جنايتونو چارې پر مخ بيولې خو هغوى نن د محاکمې پر ځاى د لازياتو امتيازاتو خاوندان دي؟! که چېرې د دوى لپاره عفوه او امتياز د امنيت لپاره د توجيه وړ وي، نو ولې د نورو لپاره د توجيه وړ نه ده؟

بيرته راځو پاکستان ته، پاکستان هم د افغانستان په څېر د ملي پخلاينې څو طرحې پلې کړې، لومړۍ يې په ٢٠٠٥ کې د وزيرستان د سولې د تړون تر چتر لاندې چې پکې د يو کال لپاره له اورپکو سره اوربند قايم شو، بيا د مهمند ايجنسۍ، خيبر ايجنسۍ او بيا د پېښور تړون چې له مخې د پاکستان حکومت له مخالفو اروپکو سره د جگړو بنديز وکړ. اوس د اکتوبر په مياشت کې د ملي پخلايني او عفوي يو تړون اعلام شو، د دې تړون له مخې د پاکستان د ټولو سياسي رهبرانو لپاره د هغوى محکوم به، جرمونه او اتهامات وبښل شول، د همدې تړون له مخې د نواز شريف او بې نظير بوټو په اړه د اختلاس او خيانت دوسيې وتړل شوي او بيرته يې په خپل هيواد کې د سياسي فعاليتونو مجوز وموند. سره له دې چې په پاکستان کې پوځي حکومت دى اما دوى د خپلو ملي گټو لپاره د دې پوتانشيل او ظرفيت لري چې ټولې سياسي او مدني کړۍ په يوه خوله سره راغونډې کړي.

نور بيا...