رسیدن به آسمایی: 11.2007 .07 ؛ تاریخ نشر در آسمایی :11.2007 .07

محمدآصف ننگ، پکتيکا

د پاکستان د سياسي رکود پيل
پر افغانستان او سيمې يې منفي اغيزې!

لومړۍ برخه (١)

تصویر:Major ethnic groups of Pakistan in 1980.jpgد پاکستان د سياسي وضعيت په اړه يوه مقوله دا ده چې، دا هيواد د يوې سپېڅلې وعدې (د مسلمانانو کور) په عنوان د انگريزانو په مرسته له هندوستان څخه د انگريزى استعمار په خلاف د مبارزې له برکته آزاد او (١٤ اگست١٩٤٧) رابېل شو. له پنجاب پرته، د پاکستان اصلي هويتي خاوره ډېره کمه ده، د پلوجستان يوه غټه برخه خاوره د انگريزانو له خوا د ناصرالدين شاه قاجار په سلطنت کې (د گلداسميت د تړون له مخې) له ايران او افغانستان څخه را بېله شوه، د کشمېر او مظفرآباد جنت نظيره سيمې د پښتنو په مټ له هند څخه مستقله کړاى شوې، په همدې توگه د ديورند لاين بره او کوزه سيمه (پښتونخوا) له افغانستان څخه د يوه موقتي نيرنگي ((تپل شوي تړون)) له مخې ور سره ملحق وگرځول شوي. په کال ١٩٧١ کې د پاکستان شرقي ايالتونه (بنگلاديش) د پنجابي نظاميانو د تعصب او غلطو سياستونو له مخې په داسې حال کې بېلې شوې چې د پاکستان د جمهوري رياست انتخابات يې په لوى اکثريت سره گټلې وې.

له هند څخه د مسلمانانو د بېلتون مبارزه تر ډېره حده د پاکستان په نابالغه سياسي زعامت پورې اړه درلوده، د محمدعلى جناح او گاندې مزل له يوه ستيج څخه پيل شو، خو د پاکستان له تجزيې سره، د هند د نيم وچې عظيم مسلم اکثريت په دريو ټوټو وويشل شو (په هند کې د اقليت په نوم، په بنگال او پاکستان کې د دوو تجريه شويو متفرقه ټوټو په حيث) ښايي انگريزان پوهيدل او غوره يې گڼله چې هندي مسلمانان په دې توگه تجزيه شي تر څو په لوى هند کې يې اکثريتي تجمع او وحدت سره وپاشل شي او په نهايت کې يې تر موثريت، زيانمن توب ډېر وي.
که څه هم پاکستان د نړۍ د ډېرو وگړو لرونکى (١٥٨ ميليون، ٢٠٠٥) هيواد دى. پدې معنا چې له چين او هند وروسته پاکستان د نړۍ د نفوس لرونکو هيوادونو په شپژم کتار کې راځي، خو دغه هيواد د آزادۍ له شيبو راهيسي تر نن پورې له ډېرو سترو کورنيو او بهرنيو لانجو سره لاس او گريوان دى، د کنترول پولې پر سر له هند سره، د کشمېر په موضوع کې، د ديورند په موضوع کې له افغانستان او د بلوچستان په موضوع له ايران او پخپله له بلوچانو سره، په سند کې له بهريانو (هندي مهاجرو) سره او په همدې توگه د کور گوندې له تراکم، د شيعه او سني، کودتايي حکومتونو، په اقتصادي او ادارې لحاظ له پراخ او مزمن اداري فساد سره لاس گريوان دى.
تر سپتمبر (١١) وروسته له ترهگرو سره د جگړې په پلمه دغه هيواد د اسلامي اورپکو له ډېرې تندې بدۍ سره نښتى، داسې بدۍ چې لمن يې له غرونو څخه د ښارونو پر لور را خوځيدلې ده. اوس چې په شمالي او جنوبي وزيرستان، واڼه، ملاکنډ ايجنسۍ، خيبر ايجنسى، باجوړ ايجنسى، مهمند ايجنسى او سوات کې کومه وضعه (طالبانيزشن) حاکمه شوي، د پاکستان مهم او وروستۍ قدرت (پوځ) يې له سخت غوبل سره مخامخ کړى.
په تيرو دريو لسيزو کې د پاکستان د منفي سياستونو له امله افغانستان ډېر لوى قيمت ورکړ، داسې لوبې وشوې چې د افغانستان په شمول يې د ټولې نړۍ آن پخپله د پاکستان امنيت او مشروعيت له سوال سره مخامخ کړى.

سياسي جگړې په فکري جگړو څنگه بدلې شوې؟
هسې د ټولنيزو علومو له مخې د هرې اقتصادي، سياسي او تخنيکي ستونزي علاج ناممکن او مستحيل کار نه دى، خو د يوې مفکورې وژنه په هيڅ ډول په نظامي زور او پيسو ممکن نه دى. که چېرې د پرويز مشرف خبره سمه وي چې طالباني مفکوره (طالبانيزيشن) او (بن لادنيزم) د پاکستاني ولس او ځوانانو په مغزو کې مخ په پراختيا ده، نو په دې آسانۍ سره يې معالجه ممکنه نه ده.
ځينې واقعيتونه داسې دي که د سياسي ملحوظ په بنا يې ويل تاوان هم لري، خو بايد وويل شي. په تيرو دريو لسيزو کې له افغانستان سره د پاکستان دريځ که له يوه پلوه د انقلابي غورځنگونو د حمايي او رشد لپاره گټور واقع شوى، نو له بل پلوه د همدې سياستونو په نتيجه کې افغانستان ډېره زياته صدمه ليدلې، داسې صدمه چې په پاى کې يې دغه انقلابي غورځنگونه په باغي او مهار نه کيدونکو غورځنگونو بدل شوي.
پاکستان د افغانستان په جگړو کې د دوو ميليون ککريو خونړي انقلاب نظاره کړه، د دې انقلاب په تداوم کې يې د غرب او امريکا ډېره لويه توجه او مرسته ترلاسه کړه، په سيمه کې يې خپل قوي موقعيت، تکراجي او د افغانستان د سرنوشت مهمې دوسې په خپل گروت کې نيولې وي. داسې دوسيې چې غرب پرته له پاکستان د سيمې بل هيڅ هيواد ته نشواى ورکولى. پاکستان په ډېر مهارت سره وکولى شو په تيرو دريو لسيزو کې د افغانستان گاونډ هيوادونه له غرب څخه په فاصلې کې وساتې. ښايي اوس هم له هغو کلونو سره پاکستان ډېره فاصله نه وي نيولې، چې معمولي ډگروالانو به يې زموږ د مهمو رهبرانو آب او دانه ټاکله! د دې ټولو تر څنگ د طالبانو په دور کې د پاکستان استيلا غوښتونکى حرص يوه خاصه او بېله مرحله وه چې پکې اکثريت افغانانو دومره مايوس او ناهيلې شول چې د دې اميد يې نه درلود چې نور به يې خپل وطن، ښادمن وطن شي. پدې کلونو کې ډېرو وطندوستو افغانانو خپل ملکيتونه د هيڅ په بيه خرڅ کړل او په ډېره بيه يې ځان بهرنيو هيوادونو ته ورسول. په پاکستان کې د افغان مهاجرينو تر ټولو ذليل او غلام کلونه همدا کلونه وو.
نن چې همدا طالبانيزيشن د پاکستان پر غولې ويړ شوى، نو لويه ملامتي بېرته دوى ته راجع کيږي. د دوى (طالبانو او پاکستان) بې رحمه او غير انساني سياستونو په ټولو ميدانونو کې افغانانو ته صدمه ورسوله، په ټولنيز لحاظ يې له شرمه ډک سرنوشت سره مخامخ کړي، په اقتصادي لحاظ يې له پراخ فقر، په سياسي لحاظ يې د اسلامي غورځنگونو د رسوايې او شکست زمينه مساعده کړه او په مجموع کې يې د کمونيستي امپراطورۍ راڅملونکى عظيم انقلاب داسې خوار او صغير کړ چې اوس د يوې وړې ټولگۍ بهرنيانو خيرات ته په سوال ولاړ دى او جالبه دا چې د همدې عظيم انقلاب ته يې هيڅ فاتح ور په برخه نکړ.
دا خو د پرون او روانو سياستونو يوه پاڼه ده، چې په اختصار سره مو وويله، کنې د ((سرحدي جيلونو)) ډېرې داسې کيسې شته چې زموږ پتنو پيغلو به پکې د يوه ((تور بابو)) هوس ته سر کوزاوه او دومره څوک نه و چې له پت څخه يې دفاع وکړي، حتى د طالبانو په هغه نايابه تند امارت کې چې د اسلام مستحبات يې هم پر خلکو فرض کړي و، خو د خپلو پتنو پېغلو په اړه يې له دې ((بابوانو)) څخه هيڅ هم نه پوښتل.
زړه مې باور لري چې طالباني مفکوره، قطعاً له عزيز اسلام سره تړاوو نه لري او نه يې درلودله. چېرته دا عظيم او سعادت بښوونکى دين او چېرته هغه دوزخي فرمانونه چې د چړيانو له لوري د اسلامي خلافت او اسلامي امارت د تحکيم په مبارک نيت پلې کيدل؟!!
اوس هم چې د دې مفکورې زور په خپله د استاد له کوره اوزي نو که د وجدان محاسبه په سياست کې نه وي، نو د سياسي محاسبې له مخې دې د پاکستان سياسيون او تصميم نيوونکي سوچ او تامل وکړي چې آيا د تيرو دريو لسيزو هوس او سياست يې د افغانانو په حق کې څه پايلې درلودلې، چې اوس به يې د دوى لپاره په پاکستان کې ولري؟
آيا په شمالي، جنوبي وزيرستان، سوات او څو سرحدي ايجنسيوکې راپاڅيدونکې بلاوي چې په اصل کې د افغانستان د غمخوني لپاره تيارې شوي وي، اوس به دوى پخپله ترينه چرته پناه يو وړل شي، آيا دوى يې مهار کولى شي، آيا د دوى وگړو ته يې ((سوچه گروه)) او سرحد نه منونکى امارت نيکمرغي ورکولى شي؟

نوربيا....