رسیدن به آسمایی: 01.10.2007 ؛ تاریخ نشر در آسمایی :01.10.2007

محمد آصف ننگ، پکتيکا

 

طالبان ولى له خبرو تښتې؟

«آشنا چې په وعده دې اعتبار وکړم کنه؟»

سره له دې چې په تيرو دوو مياشتو کې په رسمي او معلن ډول تر١٠ځلې زيات د دولت د لوړو مقامونو، آن د ولسمشر لخوا د سولې د ټېنگښت په هيله له طالبانو او حزب اسلامى (حکمتيار) څخه غوښتنه وشوه چې د خبرو په بهير کي راگډ او افغانستان له نورې بربادۍ وژغوري. پدې کې شک نشته چې د افغان ولسمشر لخوا د خبرو او مذاکراتو لپاره هاند او هڅه د ده د صاف زړه او وطندوستۍ يوه د قدر وړ بېلگه ده. افغان ولسمشر ډېر هغه څه درک کولى شي چې کيداى شي عام افغانان يې په مشکله درک کوي. دا چې افغانستان له کومو چلنجونو سره لاس او گريوان دى، دا چې د افغانستان په اړه د سمي د هيوادونو له لورې څنگه ارادې پالل کيږي او دا چې زموږ دوستان په لوړه کچه، کومو فريقونو او فرکسيونونو ته ترجيح ورکوي او آيا پدې ترجيح کې د افغانستان خير هم مطرح دى او که ...؟!

ښايي د يوه عام افغان له فهم او درک څخه ليري وي چې پوه شي، د افغانستان د سرنوشت بهرني (منشيان) ډېر کله پر هغو مصلحتونو چرت نه خرابوي چې واقعاً افغان ولس ورته اړتيا لري. دا هم سمه ده چې په روان کړکيچ کې د افغان انسان په اړه او د افغان او افغانستان د نجات په اړه د بهرنيو خواخوږو لست ډېر اوږد نه دى، هغه بهرنيان چې ځان د اسلام ټېکه داران بولي او هغه بهرنيان چې ځان د بشريت منجيان بولى، دواړه په يوه داسې مملکت کې په رزم اخته دي چې د دې خاوري له ارزښتونو سره هومره مينه قطعاً نلري څومره چې د دوى خپل مفادات هغوى ته درانه او ارزښتمن دي.

دا چې په سيمې کې د افغانستان گاونډيان څومره د افغانستان په اړه نيکه يا شومه اراده لري او خداى مکړه که چېرې يو ځل بيا افغانستان د دوى د قماري لوبو محور وگرځي نو په هغه صورت کې به موږ بيا په کوم کوم غولې د ذلت ژوند کوو؟ او آيا څوک به بيا د خپل کړي جهاد يا خپل کړي فساد د توجيه لپاره، څومره د خلکو د قناعت وړ ځواب ورکوي، دا معلومه نه ده. اما دا جداً معلومه ده چې که د افغانستان وضعه د نن په څېر دوام ومومي او پکې فوق العاده گۍ رانشي نو زموږ را روان سبا د نن تر کميو، د نن تر کړکيچونو او د نن تر لاسته راوړنو، په مراتبو تور تصوير لري. داسې تصوير چې پکې د وينو رنگونه ډېر دي، د خوف او خطر زنگونه پکې ډېر دي او د نن تر موجوده فاصلو او انفصالونو په مراتبو د سبانۍ وضعې د منفي دوام محصول خراب دى.

که څه هم تشاوم او بد فالي ښه نه ده، خو زموږ د بې خرده سياستونو، زموږ د لنډ فکر، زموږ د انقلابي دريځونو ثمره همدا نن هم د ولس لپاره د مقايسې وړ ده، ښايي د دې مقايسي په ارقامو کې زموږ تحليل غلط راووځي خو دا تحليل که بد هم دى خو همدا نن يې ويل ضرور دي.

ولي د خبرو او مذاکراتو اړتيا؟

پدې کې دواړه طرفونه شک نلري چې د جگړو له تداوم څخه هغه هدف نشي تر لاسه کولى چې دوى يې په لته دي.

طالبانو او ملگرو يې بايد دا ولس درک کړي وي، د ولس غوښتنې، د ولس د ايمان کچه، د ولس مجبوريتونه، د ولس توانمندى، اقتصاد او... طالبان بايد پوه شوي وي چې د دوى هغه آيډيال نظام چې دوى يې خوبونه ويني، که راهم شي نو څوک به د زړه له کومې ايمان پرې رانوړي. ولس ښه ولس دى خو چې د لومړيتوبونو له مخې ورسره تعامل وشي، د ولس خېټه وږې ده، د دوى تعليم کم دى، ستونزې يې پريمانه دي، دوى له جگړو او زور څخه ستومانه دي، دوى له منفي او ناخرد انديشه سياستونو او دسيسو څخه بيزار شوي. دوى په زړه کې په سلهاوو گيلې او شکوي لري، ډېرې گيلې يې له دولت او هغو جنگيالو څخه دي چې د دولت تر سيورې لاندې يې مصونيت موندلى، دوى په داخل کې د فساد او ستم اصلي لامل دي او له هغو جنگيالو څخه چې په هره ساه کې د ولس د ايمان نرخ او گراف معلوموي! خو باور لرم چې د ولس د ايمان او زغم کچه په مراتبو د جنگياليانو تر ايمان لوړه ده.

ځکه خو وايو چې ولس په دې نننۍ ورځ کې قطعاً د طالب د هغه متاع خريدار نه دى چې ده له بهرنيو مدرسو له ځان سره راوړي او په وچ زور يې د خلکو پر غاړو اچوي. طالبان بايد پوه وي چې، که دا د نن فرصت يې له لاسه ووځي بيا به تر وروستي ټس پورې د دوى مرگ او د ولس مرگ جاري وي.

سوال دا دى چې آيا خبري او پخلاينه غلط کار دى؟ آيا د خلکو، د مذهب، وطن او نړۍ خير يواځي په جگړو کې دى؟ آيا د طالب شرايط او غوښتنې له عقل سره اړخ لگوي؟ او آيا د طالبانو غوښتنې د طرفينو د معقولو غوښتنو په وړاندې مانع موجود ده؟

ښايي له طالب سره دا ويره موجود وي چې کيداى شي د دولت له لوري د خبرو په وړانديز کې نيک نيت نه وي! خو تر کومه چې د يوه دولتي چارواکي په توگه زه معلومات لرم، د خبرو په وړانديز کې دولت پرته د جگړو له درولو او ختمولو بل هيڅ هدف نلري، دولت ديته هم تيار دى چې د مخالفينو ډېرې اصولي او انساني غوښتنې ورسره ومني، آن که دغه غوښتنې د ديموکراسۍ د ځينو برخو په له لاسه ورکولو هم تمامي شي. لنډه دا چې د خبرو اړتيا واقعي اړتيا ده د دولت لپاره د سولې راوستل تر ټولو ستر آرمان دى او د دې آرمان په وړاندې په هره کچه مخالفين شته. دغه مخالفين په داخل د نظام کې هم کم نه دى او د افغانستان له پلو د باندې او په بهرنيو حلقو کې هم شته.

په تيرو شپژو کلونو کې د جگړو تداوم وښودله چې د جگړو له تداوم سره دغه لړۍ لا پسې اوږديږي او د دې وجوهات هم معلوم دي، د سيمې د گاونډو هيوادونو ذاتي اراده له هغه موج سره په پټه مرسته کوي، کوم موج چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له شتون څخه ويره لري. په سيمې کې د وسلو، سرتيرو او شعارونو موندل ډېر درون کار نه دى، دلته په هره بيه هر ډول فتوا موندل کيداى شي. دلته که يو طرف ته فتوا صادروي نو بل طرف يې (عنوانونه) جوړولى شي، د ترهگر عنوان، د باغي او ياغي عنوان د شر اچونکي عنوان او... کيداى شي د ملا په مختصره فتوا يو څوک کافر شي همداسي دا هم ممکنه ده چې په يوه مازي بهاني پر يو چا د مخرب او شرير لقب وټومبل شي. خو دا دواړه دلته شته، هم متهم شوي ترهگر، هم واقعي ترهگر او هم ستر ترهگر! خو که سوله ونشي نو دا افغانستان به د همدې گروپونو د برد او باخت، د تخت او تاز او د شومو اهدافو د پلې کيدو ډگر پاتي شي.

که چېرې طالبان د ناممکنو او غير عملي شرطونو په وضع کولو له خبرو په شاکيږي نو دا به په لومړي قدم کې په ولس کې د وى په وړاندې کرکه پراخه کړي او په بل قدم کې به د دوى وابسته گۍ مزي هم په ډاگه کړي.

که چېرې د بى اعتمادى خبره وي، نو يقيناً چې اعتماد خو له سره موجود نه دى که اعتماد وايى نو بيا خو به جگړه نه وه او چې جگړه وي نو اعتماد خو راتلاى نشي. پدې خاطر چې مثبتې خبري پيل شي د دريمگړو شتون ضروري دى، د خبرو پيل ضروري دى او چې خبري وشي او تفاهم وشي نو بيا به فاصلې راکمې شي.

د بهرنيو ځواکونو شتون

د بهرنيو سوله ساتو ځواکونو د شتون په اړه تصميم نيول د محض احساساتو او اټکلونو له مخې نه کيږي، ځکه چې دا يوه ملي موضوع ده. پدې اړه مذاکره کونکي له يوه لبه تصميم نشي نيولى، نه د دولت اړخ او نه هم مقابل طرف. په لومړي سر کې دا کار يوه لوى ملي ريفرنډم ته ضرورت لري. په دوهم قدم کې د افغانستان هر اړخيزه اقتصادي، سياسي، نظامي شرايط، واقعيتونه، توانمندۍ، د انارشۍ د کلونو تاريخ، د سيمې واقعيتونه او په ټوله کې د نړيوالو شرايط کتنه او پدې اړه بايد يو بين المللي اطمينان موجود وي. په افغانستان کې هيڅوک په بهرنيو ځواکونو مين نه دي او نه هم څوک د دوى پر مذهب دي. پدې اړه تصميم نيول د ٢٥ ميليونو انسانونو په سرنوشت پورې مخامخ تړلې موضوع ده. د دې خبرې او داسې پريکړې لپاره نه خو شرايط مساعد دي او که وي هم پدې اړه د تصميم اړخونه يواځي د مذاکراتو اطراف نه دي. طبيعي ده چې که خداى غوښتې و يوه ورځ به شرايط ديته مساعديږي چې افغانان او نړيوال يوه گډ قناعت ته سره رسيږي او بيا به په ډېرې انساني طريقي سره موږ د خپلو بهرنيو ځواکونو په ځاى خپل کور په خپله ساتو، خو دا ټول هغه وخت ممکن دي چې په کور کې دننه تفاهم او آشتي راغلې وي.

دم مهال په افغانستان کې د اقتصاد چرخ، د بيارغاونې بهير او د سياسي نظام بقا د بهرنيو دوستانو په مرستو متکي دى، که دا مرستي نه واى نو نن به دغه موجوده انکشاف او بيارغاونه هم نه وه، نن که د مدرن ژوند دومره مظاهر موجود دي نو دا ټول د نړيوالو مرستو له برکته دي او که جگړه نه واى نو يقيناً چې د بيارغاوني او عمران چارې به په ډېر اوچت حد کې واى. د بهرنيو ځواکونو شتون او نه شتون يواځې په يوه اطمينان پورې تړلې دي او هغه اطمينان دا دى چې _که ترهگريزه بريدونه له دې ځايه صادر نشي_ نو بيا څوک دلته د چا د وينو تږي نه دي. بايد يو تفاهم رامينځته شي، چې تفاهم نه وي، ډېر داسې واقعيتونه شته چې په ډاگه يې څوک ويلاى نشي.

لنډه دا چې له خبرو تېښته او په خبرو کې چل ول که د هر لورې له خوا وي، د ولس په خير نه دى. که د افغانانو لپاره واقعي سولې، پرمختگ، سکون او انساني ژوند غوښتنه له هر لوري سره مطرح او مهمه وي، هغوى به د قضې د حل لپاره خبرو ته غاړه ږدي او چې له خبرو تښتې هغوى د افغانستان دوستان نه بلکې د دې خاوري دوښمنان دي.