رسیدن به آسمایی: 11.2007 .07 ؛ تاریخ نشر در آسمایی :11.2007 .12

 

حامد عبيدي

په يو شمېرولايتونو کې د پوهنې ستونځې نه دي هوارې شوي

 

د يو شمير ولايتونو اوسيدونکي په ولايتونو او ولسواليو  کې د ښونځيو او مسلکي ښوونکو د کموالي او د تدريسي موادو د نشتوالي څخه انديښمن دي.  د دوى په وينا په ځينو ولسواليو کې د ښوونځيو لپاره تعمبرونه نشته او زده کوونکي د خيمو او ونو لاندې زده کرې کوي.

٣٩ کلن شاولي د پروان ولايت د تتمدرې د ولسوالۍ اوسيدونکى وايي د پروان ولايت په ولسواليو کې د ښوونځيو د کمښت له امله په ښوونځيو کې څلور تا يمه لوست ورکول کېږي چې دا کار خپله ستوونځې زياتوي . د ده په وينا د درسي ساعتونو معيار ٤٥ څلويښت دقيقې دي خو دا مهال د ښوونڅيو د څو تايمه کولو له امله ٣٠ دقيقې زده کوونکو ته لوست ورکول کېږي چې  چی له همدی امله ښوونکي تدريسي پلان نشيي عملي کولى . نوموړي په  کلیو کې د ښوونڅيو د نشتوالي څخه انديښنه وښودله او ويويل چې دا مهال د پروان ولايت په يوشمير  کلیو کې زده کوونکي د خيمو لاندې په زده کرې بوښت دي .

د بوهنې وزارت چارواکې دغه ستونزه نه ردوي او وايي چې د په هغه ښوونځيو کې چې د زده کوونکو شمېر دېر دى او په خونو کې نه ځايږي د اړتيا له مخې مو ورته خيمې لګولي دي تر څو د زده کرې د بهير څخه بې برخې پاتې نشي او هڅه کوو چې د هر څه له مخه دغه ستونزه هواره کړو.

شاولي د پوهنې وزارت په چارواکو باندې نيوکه وکړه او ويويل د پو هنې وزارت چارواکو څو ځلي د ښوونځيو د جو ړولو وعدې د خلکو سره کړي دي او د سيمې خلکو خپلې زراعتي ځمکې يي د ښوونځيو د ودانيو له پاره د وزارت په واک کې ورکړي خو د چارواکو له خوا کوم اقدام نه دى شوى.

شاولي يوازينى کس نه دى چى د ورته شکايت لري ٢٢ کلن عبيدالرحمن د لوګر ولايت اوسيدونکى وايي چې د لوګر ولايت په مختلفو ليسو کې زده کوونکي د درسي مواده او مسلکي ښوونکو د نشتوالي سره مخامخ دي.  د همدارنګه وويل چی د لوګر ولايت وګړي په خاصه توګه نجونې د زده کرې سره ديره مينه لري؛ خو په ځينو ولسواليو کې لکه ازره او خروار کې د ښوونځيو د نشتوالي څخه ددغو ولسواليو زده کوونکي د زده کري د بهير څخه ورسته پاتې دي. نوموړي د پوهنې وزارت د چارواکو څځه غوښتنه وکړه چې دلايتو نو ته د ې دېره پاملرنه وکري او مسلکي ښوونکې دې ولايتو نو ته واستوي تر څو د زده کوونکو د ښې روزنې لپاره يوه سالمه فضا برابره شي.

٢٥ کلن احمد شاه د وردګو ولايت اوسيدونکى هم د ورتو ستونزو ځخه سرتکوي او وايي چې د وردګو په ولايت کې پوهنې ته هيڅ کومه پاملرنه نه ده شوې او هماغه پخواني حالت کې پاتې ده.
د پوهنې وزارت چا رواکي په ولايتونوکې شته ستونځې مني او وايي چې په روان کال کې به دغه ستونخې هوارې شې. 
د پوهنې وزارت وياند ظهور افغان وايي چی په روان کال کې ٥٠ مليونه ډالره د نړيوال بانګ او ٦٠ مليونه ډالره د کانادا هيواد له خوا د پو هنې وزارت سره مرستې شوې دي ، چې د دغو مرستو څخه به د ښوونځيو د جوړولو ، د کتابونو په چاپولو او د مسلکي ښوونکو د روزنې په برخه کې به ګته واخيستل شي. نوموړي همدارنکه وويل چې سږ کال د پوهنې وزارت لپاره د ٥٠ ښوونځيوبوديجه و رکړ شوې ده خو د مرستنديو هيوادونو په ملاتړ او سره مونږ وتوانيده چې په هر ولايت کې د ٣٠ ښوونځيو د جوړولو مرستې لاس ته راوړو ، اوس دا د هر ولايت دنده ده چې مونږ ته دې د ښوونځيو د جوړولو لپاره ځايونه په ګوته کړي.  ظهور افغان زياته کړه چی د دې کار د پلي کولو لپاره مونږ د ولايتونو د واليانو، د محلي شوراګانو د استازو او د پوهنې د ریيسانو سره خبرې کړي دي چې په هغه سيمو کې چې د ښوونيځو د ودانيو لپاره اړتيا شته مونږ ته دې په ګو ته کړي. نوموړي همدارنګه وويل تير کال په ټول هيواد کې ١٦٠٠ ښوونځي جوړ شوي دي او په روان کال کې به ١٥٠٠نور ښوونځي هم جوړ شي.  ښاغلي ظهور افغان همدارنګه زياته کړه په ټول هيواد کې شاو خوا ٨٠٠٠ ښوونځي شته چې د دې جملې څخه په تيرو د وو کلونو کې ٣٨٧ ښوونځي د فعاليت څخه پاتې شوي دي او ٢٥٢ ښوونځي د دولت د مخالفينو لخوا سوزول شوي او همدارنګه ١٤٥ ښوونکي ،زده کوونکي او د پوهنې مديران شهيدان شوي دي.

په دې ورستيو کې په ځينو ولايتونو کې دجګړو او د امنيت د نشتوالي له امله يو شمېر ښوونځي تړل شوي دي . د پوهنې وزارت وياند په ولايتونو کې د ښوونځيو د تړلو په هکله وويل چی په هغه سيمو کې چې جګړه روانه ده او امنيت نشته د ويرې له لاسه ښوونځي تړل شوي دي. دى وايي :جګړه او د امنيت نشتوالۍ يوازې پر پوهنې  اغېزه نه لري بلکې د ژوندانه په تولو اړخونو بده اغېزه لري.

احمد شاه په وردګو ولايت کې د نا امنيو په هکله وويل په دې ورستيو کړکېچونواو بد امنيو کې يو شمېر ښوونځي تړل شوي دي. نوموړي زياته کړه کله چې متقابله جګړه په ملکي سيمه کې د دولت او مخالفينو تو منځ کېږي نو طبیعي خبره ده چې ښوونځي تړل کېږي.

عبيدالرحمن هم په لوګر ولايت کې د ورته ستونزو يادونه کوي او وايي که چېرې دولت د سولې د تينګښت له پاره هڅې ونکړي نو د لوګر ولايت په ځينو ولسواليو کې به زده کوونکې د زده کرې څخه بې برښې شي. نوموړي همدارنګه وويل دوه مياشتې وړاندې دوه نجونې د ښوونځي په لاره کې د نامعلومو کسانو لخوا شهيدانې شوې.

 ظهور افغان په ځينو ولايتونو کې د نا امنيو په هکله وايي چی دا د امنيتي ارګانونو دنده ده چې په نا امنو سيمو کې دې امنيت راوړي ، تر څو د تړل شويو ښوونځيو دروازې د زده کوونکو په مخ خلاص شي.  ظهور افغان زياته کړه چی تر کوم ځايه پورې چې د پوهنې وزارت پورې اړه لري مونږ خپلې هڅې کړي دي ؛ د سيمو د سپين ږيرو او محلي قومندانانو سره مو خبرې کري دي او په دې توانيدلې يو چې يووازې په هلمند ولايت کې ٣٨ تړل شوي ښوونځي بېرته خلاص کړو او دا هڅې مو دوام لري تر  څو ټول تړل شوی ښوونځي بېرته د زده کوونکو په مخ خلاصی شي .