رسیدن به آسمایی: 03.10.2007 ؛ تاریخ نشر در آسمایی :03.10.2007

حامد عبیدي

له کابل څخه یو ګزارش

نوي جوړ شوي سرکونه د ویجاړیدو په حال کي دي

د فوايد عامې وزارت چارواکي وايي په تېرو څو کلونو کې یې په ټول هیواد کې نږدې درې زره کيلو متره سرکونه  قير شوي دي؛ خو پر دغو سرکونو سفر کوونکي افغانان وايي چی  په ټیټ معیار جوړ شوي سرکونه ویجاړ شوي او یا هم د ویجاړیدو په حال کې دي.

عیني شاهدان وايي، اکثره دغه سرکونه په داسې حال کې کنډ او کپر شوي چې د جوړیدو راهیسې یې د ګوتو په شمیر میاشتې تیریږي.

د کابل-پروان سرک چې په همدې وروستیو کې رغول شوی، خو پر دغه سرک سفر کوونکي  وايي په ډيرو ځايونو کې سرک کښینستلی او لمنځه تللو په حال کې دی.

٢٥ کلن فريد چې پر همدغه سرک موټر چلوي، وايي د سرک په جوړولو کې کارول شوي ټول مواد بې کيفيته، تر دې چې که هوا توده شي د عادي موټرو ټيرونه پر سرک ژور چاپونه پریږدي.

دا یوازنی سرک نه دی، چې په همدې وروستیو کې جوړ شوی او اوس د لمنځته تللو په حال کې دی. د کابل-ننګرهار سرک هم چې د رغولو کار یې څه باندې یو کال وړاندې بشپړ شو، خو اوس یې زیاتره برخې ستختې زیانمنې شوي دي.  پر دغه سرک موټر چلوونکی ٢٣ کلن احمد جميل د ننګرهار ولايت اوسيدونکى وايي چې که څه هم په تیر یوه کال کې دغه سرک څو ځله ورغول شو خو اوس یې هم زیاتره برخې ويجاړې دي.

جميل وايي: که چېرې دولت دغو سرکونو ته پاملرنه ونه کړي، په يوه کال کې به ټول سرکونه بيا ويجاړ شي.

د فوايد عامې وزارت چارواکي هم د هیواد د نویو رغول شویو سرکونو ویجاړیدونکی حالت نه ردوي. وزارت د دې کار د لامل په اړه وايي چې زیاتره دغه سرکونه د داسې شخصي شرکتونو لخوا جوړ شوي چې په کار کې یې تخنيکي او فني ستونځې وې.

د فوايد عامې وزارت چارواکي وايي، د سرکونو د رغولو دغه پروژې د جمهوري رياست د پلان له مخې په داسې حال کې خصوصي کمپنيو ته ورکول شوي وو چې د دوی وزارت په جريان کې نه وو. د دغه چارواکي زیاتوي، چې کله  د فوايد عامې وزارت انجنيران ساحو ته ولاړل متوجه شول چې د شخصي کمپنیو په کار کې فني او انجنيري ستونځې شته او کار په سمه توکه سر ته نه رسیږي.

د فواید عامې وزارت د حفظ او مراقبت د رياست فني مرستيال انجنير محمد اکرم جلال زاده وويل، له هغه وروسته د جمهوري رياست د یوه جلا فرمان لمخې د فوايد عامې وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د ټولو شخصي کمپنيو کارونه وڅاري.

جلال زاده وايي، دا حکم هغه وخت صادر شو چې د اکثره کمپنيو کار بشپړ شوى وو. دی زیاتوي، ټول نوي سرکونه د ٨٠ ټن وزن له پاره جوړ شوي دي خو دا مهال د ٥٠ ټنو ظرفيت هم نه لري.

چارواکي وايي د نویو رغول شویو سرکونو د ګړندۍ ویجاړېدنې بل ستر لامل پر دغو سرکونو له ظرفیت لوړ وزن لرونکو بار وړونکو موټرو تګ راتګ دی چې د ايران، پاکستان او نورو بندرونو څخه هيواد ته راځي. چارواکي وايي، که څه هم د سرکونو اعظمي ظرفیت یوازې ٥٠ ټنه دی، خو پر سرکونو تلونکي او راتلونکي ځینې موټر له ٨٠ ټنو څخه زیات وزن باروي.

د فوايد عامې چارواکي وايي، د دغه ستونزې د مخنيوي لپاره يي اوس پر لویو لارو د کمپیوټري تلو د نصبولو کار پیل کړی دی.

د دغه وزارت د حفظ او مراقبت د تخنیکي مرستیال په وینا، د کابل په دروازو او مهمو سرکونو کې به د روان کال تر پایه دغه کمپیوټري تلې ولګول شي او په دې توګه به د هغو بار وړونکو موټرو مخنیوی وکړي چې د سرک له ظرفیت پورته وزن باروي.

د ښاغلي جلال زاده د معلوماتو له مخې، د دغه ډیجیټل کمپيوټري تلو په مټ به دوی وتوانیږي چې د موټرو د اکسلونو د شمیر په تناسب هغوی ته د وزن بارولو اجازه ورکړي. دی وایي، که چېرې يو موټر دوه اکسله ولري ٢٠ ټنه او که درې اکسله ولري ٣٠ ټنه، که څلور اکسله ولري ٤٠ تنه او که پنځه اکسله ولري د ٥٠ وزن بارولو اجازه لري چې ورستى معيار يي هم پنځوس ټنه منل شوى دى. که چېرې د يو پنځه اکسله موتر بار له ٥٠ ټنو څخه ډېر وي د مربوطه موظفينو له خوا یې اضافي مال تخليه او جريمه ترې اخيستل کېږي.

د نوموړ ي په وينا د دې کار په عملي کیدلو سره به د سرکونو د خرابيدو څخه مخنيوى وشي.