رسیدن به آسمایی: 17.10.2007 ؛ تاریخ نشر در آسمایی :17.10.2007

محمدآصف ننگ، پکتيکا

 

په هرات کې د ايکو کلنۍ (١٧مه) غونډه

په بين المنطقوي تجارت کې د افغانستان رول

لومړى برخه (١)

که څه هم د بين المللي منابعو د احصايى له مخې، د ٢٠٠٥ کال تر پاى پورې د افغانستان اقتصادي وضعه ښه نه وه ښودل شوي. د روغتيا په ډگر کې د روغتيايي خدماتو کچه تر يوه حده ټېټ وه، په منځۍ کچه د سړي د سر عايد دهيواد د ٧٥% وگړو لپاره تر ١٠٠ ډالرو ټېټه وه، د صادراتو گراف د وارداتو په مقايسې په مراتبو ښکته و، پدې معنا چې په تيرو پنځو کلونو کې د افغانستان صادرات تر ٣ ميليون ډالرو نه دى لوړ شوى، باقي چې څومره سوداگري شوي –په حدود د دوه نيم ميليارد ډالرو- پر وارداتي تجارت بنا وه، له همدې سره د هيواد ملي صنايعو منفي وده وکړه، د امنيتي گواښمن حالت، بروکراسي او برېښنا د نه موجوديت له کبله ډېرو صنعتگرو له صنعتي پانگوني څخه لاس اخيستى، د پانگي د فرار راپورونه هم تر يوه حده درج شوي، همدا اوس هم چې څومره افغان پانگوال په متحده عربي اماراتو او پاکستان کې دي، د هر يوه شمېر او پانگه د افغانستان په نسبت زياته ده، د فقر، بيکارۍ او بى وزلې په وړاندې د دولت له لورې مشخصه زيربنايي ستراتيژۍ نشته، د هيواد ملي ميزانيه تر ډېره حده په نړيوالو مرستو ولاړه ده، د کانونو د کشف او استخراج په برخه کې د حساب وړ پرمختگ نه دى راغلى اوس هم ډېر جامد او مايع کانونه د زورواکو ټوپکمارو ډلو په ولگه کې دي په همدې توګه د گمرکاتو د عوايدو ډېره برخه د يو شمېر جهادي واليانو او قوماندانانو په لاس کې ده، د نړيوالې پانگوني، توريزم، او تر ټولو مهمه دا چې د ترانزيتونو له کبله افغانستان هيڅ پرمختگ ونکړ. له ترکمنستان څخه د نفت او غاز د نلليکي کار چې د ژمنو او تخميناتو له مخې بايد د ٢٠٠٧ کال تر پايه پېل شوى واى، لا تر اوسه پورې يې د احصایي او برآوردونو کار په نيمه کې پاتې دي، د بيا رغاوني او اداري اصلاحاتو په ميدان کې سمون ډېر سست روان دى، که چېرې د بيارغاوني، عدالت او سالمې ادارې په لور کوټلې گامونه اخيستل شوي واى نو ملي او بين المللي پانگوال به يې په هيواد کې دېره کيدو او تم کيدو ته هڅولې واى.

پدې لړ کې ډېر غوره کارونه هم شوي، د پاريس په کلپ کې د روسي لخوا افغانستان ته د څه د پاسه يوولس ميلياردو ډالرو پورونه وبښل شول، که څه د شوروي اتحاد د دغو پورونو حقوقي اعتبار نه د افغانستان حکومت او نه هم نړيوالو منلى، خو په لوى لاس د روس لخوا د دې پور بښل، يو ښه پرمختگ دى، په تيرو پنځو کلونو کې د افغانستان حلقوي سړکونه ورغول شول، د دولت جوړونې په برخه کې د اساسي قانون جوړيدل، چې د قانونمندى لومړى بنياد دى، او د سياسي بيارغاوني په برخه کې د دولت د دري گونو قواوو تکميليدل، د سيمه ايزه او نړيوالو سياسي اقتصادي اړيکو پراخيدل، د بشري قوانين او نړيوالو معاهداتو د منلو په ډگر او په نړيوالو (عنقريب د تجارت نړيوال سازمان، د اسلامي هيوادنو سازمان، ملگري ملتونه) او سيمه ايزه سازمانونو (ايکو، سارک او احتمالاً په شانگهاى) کې د افغانستان گډون په شکلي او ارزشي لحاظ د قدر وړ پرمختگونه دي، د تعليم او معارف په ډگر کې د هيواد ١٤ رسمي او غير رسمي پوهنتونونه فعال شوي څه د پاسه شپژ ميليون ماشومان او ځوانان د زده کړو مرکزونو ته ور توى شوي، د کرنسى د اعتبار له پلوه ((افغانۍ)) د پيسو د تبادلې په ټولو صرافيو کې خپل اعتبار موندلى په همدې توگه د بيان د آزادى او رسنيو په ډگر کې خورا پرمختگ شوى. د افغانستان په څېر غريب هيواد لپاره او په دغسې جگړيز او کړکيچنو حالاتو کې دغه پرمختگونه ډېر غنيمت دي، کيداى شي هغه د چا خبره چې په مفته د نړيوالو لخوا دومره مرستي کيداى شي د ځينو مصلحتونو له مخې وي، خو موږ د مفت خواره مستفيدينو په څېر په هر حال کې د دې مرستو او منتونو مديون يو.

په گڼو څېړنو کې دي نتيجې ته رسيدلى وم، چې په افغانستان کې تر هغو پورې دايمي سوکالې، پرمختگ، سياسي او اقتصادي استقلاليت او ثبات نشي راتلى تر څو پورې چې افغانستان د سيمې د هيوادونو او د نړيوالې ټولنې لپاره د خپل موجوديت گټورتوب او مفيديت ثابته نکړي.

افغانستان کولى شي په بين المنطقوي تجارت کې ډېر مهم، بلکې د سيمې تر ډېرو هيوادونو مهم رول ولوبوي. که چېرې افغانستان له اوسنيو جگړيزه حالاتو او د پرديو ((غازيانو او د نجات پرښتو)) له مقدسو لوبو څخه راووځي او په يوه سياسي جادو او هنر سره دغه پردي لوبغاړي په دواړوو خواوو کې ديته متقاعد کې چې د ښېرازه، سمسور او په خپلو پښو ولاړ افغانستان گټه په مراتبو د دوى لپاره تر دې اوسني کړکيچن حالت نه غوره ده، نو هغه وخت به مو د خير تهداب ايښى وي.

پدې مبحث کې غواړم څو مهم وړانديزونه په داسې حال کې وړاندې کړم چې د ايکو (١٧مه) کلنۍ غونډه د هرات په لرغوني ښار کې جوړيږي.

د ايکو په اوسنۍ غونډه چې په هرات کې جوړيږي او همدا نن يې لومړۍ ورځ ده، په مقدماتي توگه د غړو هيوادونو لخوا پتېل شوي چې په هرات کې به د ((ايکو پارک)) په نامه يو تفريحي پارک جوړوي، چې کور دې ودان وي، خو کاش چې دوى پوهيداى چې په اوسنيو شرايطو کې افغانانو تر پارک، پوهنتون او فابريکې ته ډېره اړتيا درلوده، کاش کې چې يو ستر بين المنطقوي سړک يې بنسټ کړى وى.

په هر حال د ايکو ژمنو د افغانستان لپاره، آن د عضويت له کال (١٩٩٢ نومبر) څخه تر اوسه چندان عملي بڼه نه ده نيولې، د ايکو په اتمې غونډې کې (٢٠٠٤، ١٣٨٤) چې په دوشنبه کې شوي وه، د غړو هيوادونو لخوا ((د افغانستان د بيارغاوني)) صندوق په نامه د پنځه ميليون ډالرو يوه بسپنه راټوله کړه چې د کانونو، سوداگرۍ، ترانسپورت، امنيت او د کوکنارو د نه کښت لپاره بايد لگيدلې واى خو د دې مرستو د لگښت او تطبيق په اړه بيا څه نه دي اوريدل شوي. تيرکال ١٣٨٥ ( دلړم ١٨) د ايکو يوه لږ شانتې مختصره غونډه د کابل ښار په سرينا هوټل کې ترسره شوه چې څه د پاسه ٢٠٠ کورنيو او بهرنيو ميلمنو پکې گډون درلود، دا د ايکو نهمه غونډه وه، په پام کې ده چې د ايکو په سښنۍ غونډې کې به د ايکو نوبتي رياست له آذربيجان څخه افغانستان ته ورکړل شي.

خداى دې وکړي چې د رياست له سمبالښت سره يوه داسې افغان د دې رياست په غاړه واخلې چې وکولى شي د ايکو په اجنداوو او پلانونو کې د افغانستان بيا رغاونه په اولويت کې راوستل شي، ځکه چې د ايکو د ټولو لسو غړو (ايران، پاکستان، ترکيه، تاجکستان، اوزبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغزستان، افغانستان) تر ټولو فقير، ويجاړ او ضعيف هيواد، افغانستان دى، نو لازمه ده چې د پرمختگ او عروج په سير کې غړي هيوادونه وکولى شي چې افغانستان د سيال کيدو او برابرۍ کچې ته راوړ کړي، دا هغه لازمي شرط دى چې په يوه اقتصادي سازمان کې لازم بلل کيږي.