رسیدن به آسمایی: 17.10.2007 ؛ تاریخ نشر در آسمایی :18.10.2007

محمدآصف ننگ، پکتيکا
 

په هرات کې د ايکو کلنۍ (١٧مه) غونډه

په بين المنطقوي تجارت کې د افغانستان رول

دويمه برخه (2)

د اقتصادي همکاريو سازمان (ايکو)- (ECO:Economic Cooperation Organization )- دغه سازمان چې لس غړي (ايران، پاکستان، ترکيه، تاجکستان، اوزبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغزستان، افغانستان) لري په کال ١٩٨٥ (١٣٦٤) کې د ايران، ترکې او پاکستان لخوا د سيمه ييزي اقتصادي پراختيا، د سوداگريزه اړيکو ارتقا او د غړو هيوادونو د انکشافي پلانونو شريک کول يې عمده موخې وي، اوو کاله وروسته (١٩٩٢کې) افغانستان هم د دې سازمان غړى شو، په داسې حال کې چې په کابل کې د استاد رباني حکومت و او هيواد د کورنيو جگړو په کشمکش کې راگير و. د ايکو غړو په سياسي ملحوظاتو ونه غوښتل د همدې کلونو په ترڅ کې له افغانستان څخه مخ واړوي، خو جداً د رباني د حکومت له غير قانوني چاپيدونکو بانکنوټونو، چې په د روسې په اقمارو کې چاپېدلې د دغه سازمان لپاره د منلو وړ نه و، ځکه چې همدې ناقانونه چاپيدونکو پيسو که له يوې خوا په افغانستان کې د رباني د جنگياليانو د تمويل چارې په کورنيو تنظيمي جگړو کې پر مخ بيوه، نو له بلې خوا يې د افغانستان اقتصادي حيثيت په ملي او بين المللي کچه له سخت گواښ سره مخامخ کړى و.
د غړو هيوادو لپاره په ايکو د افغانستان گډون ځکه مهم و، چې هغه مهال د ترکمنستان د نفت او گاز د انتقال لپاره د غرب تنده په دومره لوړ حد کې وه چې دسيمې هيوادونو خپلې گټې په افغانستان کې ليدلې، خو متاسفانه چې دغه اقتصادي لوبي د وخت په تيريدو سره دومره سياسي شوي چې د ايکو د غړو اميدونه يې د افغانستان په تمام عياره جگړو کې دلدل کړي.
اوس چې د هيواد وضعيت د اقتصادي پراختيا لپاره ډېر مساعد دى او عملاً نړيواله ټولنه د افغانستان په څنگ کې ولاړه ده او د دې ټولو تر څنگ د سيمې هيوادونو د جگړيز افغانستان زيانونه څټلې، ډېر اميد دى چې د ايکو له پراخيدونکي رول سره به د دې سازمان د غړو تر مينځ گډه همکارى خپل مثبت ثمر راوړي.
پدې کې شک نشته چې د ايکو غړي د کمزورو هيوادونو يوه مجموعه ده چې د کړيو ژمنو او تعهداتو په وړاندې اوچت گامونه نشي اوچتولى، خو له دې ټولو سره سره دا سازمان پلان لري چې تر کال ٢٠١٥ پورې به ((د آزادې سوداگرۍ سيمه)) ايجاد او پدې ترتيب به د غړو ترمينځ د راکړې ورکړې په وړاندې گمرکي محصول ختم او ياهم تر ټولو نازل حد ته راښکته شي.
جالبه دا ده چې افغانستان په داسې حال کې د ايکو د غړو د کلنۍ غونډې کوربه توب کوي چې پخپله د دې سازمان له غړو نه، مشخصه پلاني غوښتنه او انتظار نلري. هغه مرسته چې د ايکو غړي يې د افغانستان لپاره کولى شي هم چندان واضح نه دي خو که چېرې د ايکو غړي هيوادونه وغواړي نو کولى شي چې د افغانستان په ډېرو برخو کې مرسته او پانگونه وکړي په خاصه توگه د کانونو د استخراج او د دې کانونو په صنعتي استفادې کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
په افغانستان کې په لس گونو کانونه شته چې د رسمي احصاييو له مخې يې ظرفيت په ميليونونو، بلکې بيلونونو ټنو ته رسيږي چې مشهور معادن يې د مثال په توگه دغه لاندې دي:
د حاجيگک معدن په باميان کې، د مس عينک معدن په لوګر کې، د زمرد معدن په پنجشير کې، د بروچ معدن په نورستان کې، د ګاز حوزي د هيواد په ختيځ کې، د سرب معدن په غورکې، د بيرات معدن په غوربند کې، د سيماب معدن په غور کې، د د کاڼو د سکرومعدن د هرات په سبزک کې، د کاڼو د سکرو معدن د بغلان آش پشته کې، د کاڼو د سکرو معدن د سمنگان په دره صوف کې، په جبل سراج کي د چراټ سمنټ، د څرخي پل سمنټ، دهرات سمنټ، دهرات سپين ګچ، د فلورايت معدن په ارزګان کې، د مالگي معدن په هرات اوتخار کې، دلاجورد معدن په بدخشان کې، د رخام د کاڼو معدن په هلمند کې، دمرمر د کاڼو معدن په هلمند کې، دکرکر د کاڼو د سکرو معدن په بغلان کې، د د کاڼو د سکرو معدن د هرات په مسجد چوبي کې، د کاڼو د سکرو معدن د هرات په شپاشک کې، د اوسپني معدن په بدخشان کې، د مس شيدايي معدن په هرات کې، د مس کندالان معدن په زابل کې
د مس معدن په کابل کې، د جست معدن په غور کې، د سرب اوجست معدن په قندهار کې، د المونيم معادن په زابل کې، د موليدين معدن په زابل، بغلان اولوګرکې، د قلعي معدن په هرات اوفراه کې، د بريل معدن په کنر کې، د ليتم معدن په کنر کې، د تنتال فيوبي معدن په نورستان کې، د طلا معدن په غزني کې، د طلا معدن په بدخشان کې، د طلا معدن په تخار کې، د سلفر معدن د بلخ د البرز په غره کې، د تلک معدن په ننګرهار کې، د مالگې معدن په اندخوي، فارياب او دولت آباد کې، د ياقوت معدن په ننګرهار کې، د طلا معدن د قندهار په خاکريز کې، د شاه مقصود معدن په ماهيپر کې، د ګروميت معدن د خوست په ولايت کې، د رخام کاڼه په هلمند کې او... (انيس، احمد سعيدى، د تلې ٢٤ مه، ١٣٨٦) پدې توگه په لس گونو نور کانونه او تر ځمکې لاندې با ارزښته زېرمې زموږ په هيواد کې موجودې دي.
د سياسي جغرافيا له پلوه افغانستان په داسې يوې خطې کې پروت دى چې د منځنۍ او جنوبي آسيا لپاره فوق العاده ارزښت لري. په تيرو ليکنو کې مې دې ټکې ته اشاره کړې وه چې د يوريشيا او سنترال ايشياي هيوادونو لپاره، هندي سمندر گې ته يواځنې لنډه لار پر افغانستان تيريږي، د چين لپاره د عربي نفتي دريابونو ځمکنۍ آسانه لار پر افغانستان تيريږي، يواځي نفتي لار نه بلکې د چين لپاره له منځنۍ آسيا، پاکستان، عربي نړۍ او ايران سره د سوداگرۍ مخامخ لار پر افغانستان باندې تيريږي. د منځنۍ آسيا د انکشافي ماستر پلان تر ټولو لوى خوب هندي سمندرگې ته د افغانستان او پاکستان له لارې د ترانزيتي لين موندل دي او دا هغه وخت ممکن دى چې د دې هيوادونو له لورې پر افغانستان باندې ترانزيتي لاره جوړه شي.
په مجموع کې افغانستان يوه ښه مارکيټ دى، داسې مارکيټ چې هم د ډېرو هيوادونو توکې پکې ويلې کيداى شي او هم کولى شي په آرزانه نرخ بې شمېره خام صنعتي، زراعتي توکې خپلو سيالو گاونډيانو ته ورکړي. د کار په مارکيټ کې افغانان د ارزانه کاري مټو خاوند دى، دلته د هرې اقتصادي پروژې له پرانيستل کيدو سره د جگړو يوه جبهه کميداى شي خو که چېرې د نړۍ او سيمې د هيوادونو لپاره دا مهمه وي.
کيداى شي د ايکو په غونډې کې د افغانستان د امنيت موضوع هم مطرح شي، خو په ياد بايد ولرو چې امنيت له اقتصادي انکشاف، سوداگرۍ او پراخو مثبتو اړيکو سره اړه لري. مهمه دا ده چې د ايکو هر غړى بايد پدې باور ولري چې د افغانستان مرکزي حکومت په هره بڼه چې وي، د متفرقه ډلو تر حمايي، د دوى لپاره مثمر او غوره ده.