زرين انځور




ډول د كلي سندر بول



اختر گل د ډول غږ نور هم لوړ او گرم كړ. د ځوانانو څڼې او لاسونه د ډول دغه هر غږ ته داسې تاويدل، راتاويدل ، لكه چې كوم سندريز توپان جوړ شوى وي او د دغه توپان هره څپه ، ځوانان لكه ځوانې لښتې او څانگې يوې بلې خوا ته اړوي رااوړي. د اخترگل د ډول په غږ كې ، لكه څه جادو چې پروت وي. د هغه د ډول غږ، د كلي د نيكمرغۍ نخښه وه. ډول د خندا څپه وه. ډول د ښادۍ بهير و . ډول واده و. ډول د ځوانانو بنډار و. ډول مينه وه. له ډوله پرته ، كلى مړ پړ ښكارېده . له ډول پرته دا كلى هديره وه، او د ډول په غږ كې بيا كلى و، مست او ځوان كلى. بى ډوله ، كلى خوار او غمجن ښكارېده او د ډول له غږ سره بى پروا او ځواكمن. د ډول له غږه پرته ، كلى ، د كلى ژوند په مرگ كې حساب و او له ډول سره بيا كلى ژوندى و. د كلي په كوڅو كې چې به د ډول غږ خپور شو ، نو لكه د كلي په كوڅو كې ، د كلى په رگونو كې چې وينه چلېدلې وي. د كلي په فضا كې چې به د ډول هنگامې خپرې شوې، نو لكه د كلي فضاگانې چې گلورينې شوې وي. كلى به مست شو. دكلي كوڅې به مستې شوې ، د كلي ويالې به مستې شوې ، د كلى غرونه به مست شول، د كلى ماشومان او ځوانان به مست شول او د كلي د پيغلو په رنگونو كې به هم وينه وچلېدله.
تر هغه چې به د ډول غږ اورېده شو، د كلې پېغلې به هم ژوندۍ وى، مستې به وې ، او چې د ډول غږ به ودرېد، نو لكه له ټولو چې ساوې وتلې وي. د ډول غږ ، د كلي بوډاگان هم مستولى شول. هغوى ته ىې تېرې مستۍ وريا دولى شوې او لكه چې د ډول د غږ هره څپه چې ورته د خاطرې يوه يوه پاڼه وراړوي او ورته ژوندۍ كوي يې ، ورته يې مستوي.

ډول دكلي سنديرز تاريخ و. ډول د كلي سندربول كتاب و. ډول د كلي سندره وه. ډول د كلي د هنگامو ښكلا وه . ډول د لونگو بوى و ، د لونگو ځونډى و. ډول د كلي سندره وه. ډول د كلي سندريزه افسانه وه. ډول د مينې خوږه شپه وه. ډول د كلي د پټو مينو وركه كيسه وه. ډول د ببريو گلان وو. ډول د كلى د نښترو ونه وه. ډول اختر و.
اخترگل ماما او ډول ىې، يو له بله نه سره جلا كېدل. اخترگل ماما او ډول، لكه ورونه داسې وو، او يا ښاىي لكه پلار او زوى داسې وو او يا خو له دې هم يو څه وراخواته، لكه يو مين او يوه ميينه. دوى دواړه داسې يو له بل سره يو ځاى وو، داسې يو په بل كې سره ورك وو، چې حتى د كلي خلك هم نه پوهېدل چې اختر گل ورته د ډول له خاطره گران دى او كه ډول د اخترگل له كبله؟

اخترگل ماما د كلي د مستۍ او ښادۍ نخښه وه، د هغه د ډول غږ چې به واوريدى شو ، نو د كلي هر څه به بدل شول، لكه چې د كلي غرونه هم دغه غږ و نه اوري او ورته خوځيږي. د غرونو پر سر د نښترو د ونو نڅا به د ډول د همدغه غږ له خاطره وو. د كلي د ويالو سندريز غږ د اخترگل ماما د سندريزو لاسونو د خوځيدنگ بركت و.
اخترگل ماما ته به د ډول په دغو هنگامو كې لښتۍ ترور هم ور ياده شوه ، د اخترگل ماما كډه. لښتۍ ترور لا اتلس كاله پخوا مړه وه، خو په دغو اتلسوكلونو كې چې به كله هم د كلي فضا د ډول د غږ هنگامو ونيوله ، هغه ته به خپله لښتۍ ورياده شوله. هغه چې ژوندۍ وه، نو د كلي ښادۍ ، د كلي ودونه ، نور هم گرم او ښكلي وو. د هغې داريال او جمبې به د كلي ښځينه مجلسونه دومره ښكلى او مست كړل چې تا به ويل هغه دى په افسانو كې ښاپېرۍ گډيږي ، خو اتلس كاله كېدل چې لښتۍ ترور نوره له كلي تللې وه. د كلي له ښادىو وركه شوې وه ، خو د اختر گل ماما د ډول غږ به د هغې يادونه هم ورسره ژوندي كړل او د هغې يادونه به يې بيا د كلي په كوڅو او كورونو كې په منډه كړل . د اخترگل ماما وچو تورو لاسونو به د ډول هنگامې شيبه په شيبه داسې خپرولې او خوږولې چې تا به ويل ، لاسونه نه دي ، جادوگرې لښتې دي. هغه اوس د ښه ډېر عمر و خو لاسونه يې د ډول په وهلو نه ستړي كيدل. ټوله شپه چې به يې هم ، ډول وواهه، د ستړيا څه نخښې نښانې به نه په كې ښكاريدلې ، هماغسې به ولاړ و او هماغسې به يې د ډول دغږ هنگامې خپرولې.
د اخترگل ماما د ډول د مزيو او پړيو يوې او بلې خوا ته ، د لونگو ښكلي ځونډي راځوړند وو . دلونگو د غو ځونډيو به شااو خوا ته ټوله فضا د لونگو له عطرونو ډكه كړې وه او د لونگو دغه ټول ځونډي د لښتۍ ترور د لاس نخښې نښانې وې. هغه ته به د ډول له هر غږ سره د لونگو يوه يوه خوږه څپه وررسېدله او د لونگو په دغه بوى كې به يې د لښتۍ بوى لټاوهء . د لونگو بوى هغه ته د لښتۍ بوى وررساوه او د دهء به پوره تسلى پرې كېدهء.
نن پوره ډېره موده وروسته دې كلي ته ښادي راغلې وه. ټول كلى د ډول غږ ته غوږ غوږ و. د كلي غرونو هم د اخترگل ماما د ډول غږ ته غوږ ايښى و. د كلي د ونو پاڼې رپېدلې هم نه ، لكه چې خپلې ټولې نڅاوې يې همدغه غږ ته ساتلې وې. د كلي ځوانانو او بوډاگانو هم ، هرهر چا ځان له كاره ژر ژر وزگاراوهء چې د ډول لومړني غږ ته ځانونه ورورسوي. د كلي ماشومان لامخكې له مخكې د ښادى د كلا شا او خوا ته راټول شوي وو او ټول د ډول غږ ته په تمه وو. د كلي پيغلو به هم د كورونو له بامونو په پټه سرونه راجگول او يو څه انتظار يې لاره.
مازيگر مهال و چې د اخترگل ماما د ډول غږ اوچت شو ، لكه په ټول كلي كې چې سا غړېدلې وي. لكه چې ټول كلي ته دې د مينې او خوښۍ بلنه وركړې وي. كلي وخوځېد. د كلي ماشومان، ځوانان او بوډاگان ، پيغلې او سړې ټول وخوځېدل. لكه چې دغه ښادي د ټول كلي سره شريكه وي. پاس پر غرونو د نښترو ونې په نڅا شوې او لاندې پر زمكه د زلمو اتڼ د كلي فضا مسته او له ولولو ډكه كړه. د اخترگل ماما د ډول غږ ښكلا خپرولې او د ډول د لونگو د ځونډيو بوى هرې خوا ته خپريدهء. دكلي ځوانان په اتڼونو كې سيالۍ سره كولې او يوه ډله به يې له بلې زياته مسته او گرمه وه. د اخترگل ماما لاسونو هم نن جادوگرې نخرې كولې. نن ىې د ډول په غږ كې خوند او مستي نوره هم زياته شوې وه او ښايي دا به له دې امله وه چې كلي ډېره موده ښادي نه وه ليدلې او د كلي واړه او زاړه هر يو ټولې ښادۍ ته ، يوې خوښۍ ته ، يوې مستې او لېونۍ شيبې ته تږي ناست وو او دغه ښادي پرې څه ډيره موده وروسته خداى همدغه اوس لورولې وه.
شپه چې څومره پخېدله ، اتڼونه همدومره پخېدل. نن لكه چې د ټول كلي د خوښۍ د اټنونو سيالي وي. هرچا او د ځوانانو هرې ډلې هڅه كوله چې اتڼيز ښايست د ولولو دغه سيالي وگټي. پيغلې هم د بامونو سرونو ته ختلې وې او د دغو ولولو د مستۍ نندارې يې كولې.
شپه پخېدله ، شپه مستيدله. اتڼونه له نويو ولولو سره يو ځاى كيدل او د اختر گل ماما د ډول غږ نور هم مستېده. لكه چې ډول له خپلې سىنې، له خپله گوگله، خپله ټوله مستي راباسله لكه چې اخترگل ماما د خپلو لاسونو ټول سندريز جادو ختموي او لكه چې ځوانان د خپلو لاسونو او څڼو د ولولو ټول توپانونه همدغه اوس راپاڅوي.
كلى مستيده ، كلۍ په ښادۍ كې وركېده. كلى د ډول د غږ هنگامو د خپل ښايست په غيږ كې لاهو كاوهء او د خوښيو د افسانو خوا ته يې له ځانه سره وړلو. كلى نن په افسانه كې ډوب و. كلى نن خپله افسانه و.
اتڼونه نور هم مستېدل. شپه نوره هم پخېده. ځوانان د اتڼ په ولولو كې نور هم پسې ډوبېدل او د اخترگل ماما د ډول غږ، خپلې جادوگرې هنگامې نورې هم مستولې چې يوناڅاپه څه گڼه گوڼه شوه. چيغې شوې. ډزې شوې. د ډول غږ ودرېد. د ځوانانو ولولې يوناڅاپه مړې شوې. دكلي مستۍ په همدغه يوه شيبه كې وركې شوې. له ډزو سره سم دوړې شوې او پر اسونو سپره ډله د ښادى كلا ته راورسېدله. ټول په خاورو او ورړو كې پټ وو. ټولو تورې جامې اغوستې وې او اوږدې ږيرې يې په غىږو كې ورته پرتې وې ، له ټولو سره ټوپكې وې او پرله پسې ډزې يې كولې ، كلي ته يو ځل لكه بلاوې، لكه ديوان چې راغلي وي ، ماشومانو منډې كړې. زلمو او بوداگانو چيغې كړې. د پيغلو او ښځو غږونو د كلي د بامونو پر سرونو انگازې جوړې كړې. د ښادۍ په كلا كې ټولو يوې او بلې خوا ته منډې كړې. څوك وتښېدل او څوك په كلا كې بند پاتې شول. لږه شيبه وروسته ډزې ودريدې او د دغې سپرې ډلې يو تن د ښادى په كلا كې پاتې كسانو ته ورمخه كړه:
ـــ ټول غوږ غوږ شئ. زموږ مشر ، زموږ امير تاسو ته څه ضروري خبرې كوي!
يو څه د خلكو مخې ته وروړاندې شو او خپل غږ يې نور هم لوړ كړ:
ـــ خو له هر څه مخكې دې هغه د ډول وهونكى رامخې ته شي.
هيچا غږ ونكړ. اخترگل ماما نه و. هغه تښتېدلى او ډول ترې پاتې شوى و. هرې خوا ته چوپه چوپتيا شوه. د سپرو د ډلې مشر، چې ږيره يې له هغو نورو زياته اوږده وه ، يو څه رادمخه شو او په كركجن او كبرجن غږ يې وويل:
ـــ ټول زما دا خبرې واورئ! دلته نور د ډول وهل منع دي. دلته نور څوك اتڼ نه شي كولاى. دلته نور څوك خوښۍ او ښادۍ نه شي كولاى!
دلته نور ډول بندي دى. اتڼونه بند دي. خندا بندۍ ده. ښادي بندۍ ده، خو پر ژړا او وير هيڅ بنديز نشته. دلته نور د ماتم او ښادۍ توپير نشته!
دا خبرې چیرې هم له ياده مه باسئ ، كنه انجام به مو ډېر عبرتناك وي!
او له دې خبرې سره سم وړاندې لاړ. د اختر گل ماما ډول يې راواخيست او بيايې ټولو ته په لوړ غږ وويل:
ــ نن شپه به دغه ډول په زندان كې تېروي. سبا به د خپلو اعمالو جزا ويني. سبا سهار به د كلي هغه لوى ميدان ته راټول شئ!
له دې خبرې سره سم بيا د ټوپكو ډزې شوې. د سپرو اسونو دوړې جوړې كړې او په لږه شيبه كې دغه ډله له سترگو پناه شوه.
سبا ته ، گهيځ د وخته ، د كلي خلك له كورونو څخه رابهر شول او د كلي لوى ډاگ ته راغونډ كړراى شول. د سپرو هماغه ډله رارسيدلې وه. ډول ىې له ځانه سره راوړى و. د ډلې مشر وويل:
ــ دا دى دغه ډول ، دغه د فساد نخښه ، به خپله سزا وينى!
دوه تنو ، ډول راواخيست. په وچه ولاړه ونه پورې يې راځوړند كړ او يو ناڅاپه ډزې شوې. د ډول د لونگو د ځونډيو بوى د باروتو په بوى كې ورك شو.
او چې خلكو كتل نو د كلي ډول، د كلي سندربول سورى سورى و.