وکيل سوله مل

هم دين او هم دنيا
 


مولوي سيد كريم چې څنګه دريشي وويستله ، په بيړه بيا كټ ته پورته شو ترڅو يې د الوتكې د اوږده سفر ستړيا ليرې او د څه شېبې لپاره يې سترګې سره ورشي، د شپې لس بجې وې چې د سر څړيكو او درد له درانه خوبه راكېناوه ، ګروپ يې ولګاوه ، بيا بيت الخلا ته لاړ او چې بېرته راوګرځېد دستي يې يخچال پرانېست ، ترڅو څه وڅكي ، ځكه په سرخوږۍ سربېره يې حلق هم له تندې ښه پوره وچ شوى و .

د يخچال له پرانېستلو سره سم يې عجيبه فكرونو زړه ته لار وكړه .

- دلته خو داسې بوتلې دي چې هېچرې مې نه دي تر سترګو شوي ځېنې به ضرور د ستړيا او سردردۍ وي .

بيا يې په ورو يو كوچنى د "ودكا" د شرابو بوتل راواخېست :

- دا به هرومرو څه دارو وي ، دلته خوشې شيان نه ږدي ، زه خو سردردۍ مړ كړم.

خو بېرته په زړه كې ور وګرځېدل :

- دا كافران ډېر ټګان دي ، هسې نه چې چېرته شراب مراب نه وي ، د كلونو عبادت به په اوبو لاهو كړم .

مولوي د شرابو بوتل سترګو ته ښه رانژدې كړ :

- د شرابو رنګ لكه چې سپين وي !!

د ودكا بوتل يې بېرته كېښود ، سترګې يې د ويسكي په بوتل ولګېدې :

- دا راته شربت ښكاري ، خو خداى دې وكړي چې دارو وي ، هسې تشه كولا مولا نه وي .

په ورو يې د بوتل سر پرانېست ، خو زور يې پرې ونه رسېد . بوتل يې په زمكه كېښود ، سترګې يې په بل بوتل ( كنياكو ) ولګېدې ، له ځانه سره يې كړل :

- خداى مې دې غاړه نه بندوي ، دا بوتل راته روغ ښكاري .

بيا په ټول زور سره د بوتل په پرانېستلو شو :

د مخه تر دې چې له بوتله لږ څه ګيلاس ته راوځنځوي ، بوتل يې سپږمو ته نږدې كړ .

- دا خو د يوناني شربت غوندې بوي كا .

لږ چُرتي شو :

- شى خو معمولى شربت نه دى ، هر شى چې دى ، يا شراب دي او يا دوا ؟

بيا ور په زړه شول :

- وايې دا د كافر زامن ځېنو دواګانو ته هم شراب وراچوي هلته چې د اسلام هېواد دى ، څومره به مو په ناخبرۍ كې څكلي وي ، دلته چې د كفارو ملك دى خداى دې راته عفوه وكړي .

خو بيا يې سترګو ته هغه بل بوتل \"ويسكي\" چې لا يې په يخچال كې بېرته نه و اېښى ، ودرېد :

- ته راځه دا هم بوي كړه .

مولوي د كنياكو بوتل په خورا احتياط بېرته يخچال ته كړ او د \"ويسكي\" په خلاصولو شو ، د بوتل سر په سختۍ خلاص شو . هغه يې هم سپږمو ته ور وړ او چې ورته بوي يې سپږمې وتخڼولې خورا حيران شو :

- عجيبه دا خو ټول يو شان دي .

ژر يې لومړنى د \"ودكا\" بوتل ته لاس ورتير كړ او په بيړه يي سر ور پرانېست . هغه يې هم ژر وازمايه ، دا ځل يې حيرانتيا نوره هم زياته شوه او څه غلى شان له ځانه سره وبوږنېد :

- دا خو ولاكه بل شى وي تو لعنت په شيطان .

مولوي په شړك سرخلاصى بوتل بېرته يخچال ته ورتير كړ . ناهيلى او اندېښمن بېرته په كټ كې وغځېد ، خو لږه شېبه تېره نه وه چې بېرته له ځايه راپاڅېد . دا ځل يې په زړه تلوېزيون ور وورېد :

- ته راځه ، دا د خنځير شى چالان كړه ، چې په دنيا كې څه خبرې دي .

د تلوېزيون په روښانه كېدو اتومات CNN چالا شو . د دې كانال په خبري سروېس كې د جورج بوش په باب مطلب ويل كېده . مولوي په قهر له ځانه سره وويل :

- دا بلا خو په هر كانال كې لربر كېږي. په پېښور كې، په كابل كې، په دوبۍ كې، هر چېرې رنګ يې ورك كړه .

دستي يې بل كانال ونيو ، دا د الجزيرې خبري كانال و ، په هغه كې بيا د بن لادن څېره لره بره كېده او هرومرو د هغه په اړه كوم مطلب خپرېده، مولوي ته د هغه ليدو هم خوند ورنه كړ .

- ته خو په غضب شې ، دنيا ته دې اور واچاوه ، په شرمو دې ټول عالم اسلام وشرماوه .

ژر يې بيا بل كانال كړ . دا د MTV د موسيقۍ ځانګړى كانال و ، په خپرونه كې مادونا په نيمه بربنډه حال كې له نڅا سره يوځاى سندره ويله . د مولوي سترګې چې څنګه د هغې په راښكاره شوو تيونو ولګېدې ، ژر يې سترګې واړولې .

- خدايه ! پرده مې وكړې !

په بيړه يې دا كانال هم واړاوه ، بل كانال د فرانسې و چې يو رومانتيك هنري فلم يې خپراوه ، مولوي يوه شېبه ورته ځير و ، خو دقيقه لا نه وه تېره چې د فلم د اتلانو غېږه په غېږ كېدل او د يوه بل بربنډول بيا په مولوي پيريان راوستل . ناببره يې غلې شان چېغه كړه :

- دا څه حال دى !؟ دا خو له يوې مخې بې لارې كانالونه دي خداى دې معافي راته وكړي .

له ځانه سره يې وويل :

- يو بل كانال چالانوم ، كه هغه هم بې لارې و ، بس ځان هسې نه ګنهګاروم ، بېدېږم .

بل كانال د بربنډو فلمونو سوداګريز كانال و . مولوي لكه مچۍ يې چې وچيچي چېغه كړه او په قهر له ځايه راولاړ شو :

- خدايه له غضبه دې امان غواړم لعنت دې په شيطان وي دا څه نخرې دي؟ ژر په بړستن ورننوت او لكه بېرېدلى چې وي په روښانه ګروپ كې يې د خوب تابيا وكړه ، خو د يخچال شربتونو او د تلوېزيوني خپرونو چرتونو ترې خوب داسې وړى و چې په ګرانۍ يې بېرته رانيولى شو . په دې سربېره يې د سر د درد كړيكې هم ګړۍ په ګړۍ زياتېدې . پوره درې څلور ګړۍ يې ځان اړخ په اړخ واړاوه را واړاوه ، خو خوب يې له سترګو تښتېدلى و ، د ليوني په څېر له ځانه سره په خبرو راغى !

- خداى دې راته معافي وكړي ، هرڅه چې وي څكم يې ، كه شراب هم وي ، كفر ته خو څه پرې نه خېژم ، له دې مې ډېر لوى ګناهونه كړي .

ژر يخچال ته ورغى او په ورو يې پرانېست .

- بس اول د همدغه سپين بوتل مزه ګورم .

په ورو يې د \"ودكا\" له بوتله ګيلاس ته شراب راوځنځول ، د ودكا څكلو يې مرۍ ترخه غوندې كړه ، ويې ويل :

- ولاكه بل شى وي !؟

بيا يې ورو تلوېزيون هم پسې ولګاوه .

- دا د ايټاليا كوم كانال و چې دوه جوړه ميينان پكې بربنډ او يو د بل په رودلو بوخت وو ، ملا څو ځلې سترګې پټې ، خو تلوېزيون يې ګل نه كړ ، يوازې همدومره يې وويل :

- خدايه ! معافي ، معافي ، توبه ، توبه ! ستا ګنهكار بنده يم .

بيا نو د ملا سترګې له تلوېزيونه ليرې نه شوې او چې د ودكا اثر يې ماغزه لږ څه ګرم كړل ، په ورو يې وويل :

- ايله چې دا سرخوږى مې ودرېد .

دا ځل يې بيا په زړه كې څه وګرځېدل .

- راځه دا ځل د دې بل بوتل خوند وګوره .

دستي يې ويسكي په سر را واړاوه .

- دا خو هم هماغسې خوند كه .

او چې لږه شېبه تېره شوه ، نو د ملا له خولې غيرارادي ووتل :

- ولا چې تبه مې وشلېده ، دا ځل دا بل ګورم ، چې څه را كې پاتې وي ، ګوندې هغه يې جارو كړي .

خو د مخه تر دې چې مولوي كنياكو ته لاس كړي ، لكه پوهېدلى چي وي ، نشه كېږي ، څه صبر يې وكړ او ښه پوره شېبه د فلم عشقي صحنو له ځانه سره بوت .

- او الهي ! د قدرتونو دې جار شم ، په قلم دې رسمه كړې ، په ليدو يې سړي مړېږي نه .

او چې څو صحنې يې پرله پسې وليدې ، بيا يې بل كانال واړاوه .

دا ځل د پاپ مشهوره سندرغاړې شكريه سندره بلله چې تر ډېره نيمه بربنډه وه ، په مولوي دا ښه ولګېده ، زر يې له ځانه سره كړل :

- واه ! قربان خو دې شم ، ته اودرېږه چې زما دا چرتونه لږ نور هم جوړ شي .

د كنياكو بوتل يې په ګيلاس كې راوځنځاوه ، درېيم ګيلاس مولوي ورو پسې واخېست ، نور ترې هر څه هېر شول چې چېرې دى او څه كوي ، په بيړه د تلوېزيون د كانالونو په اړولو سر شو .

له ځانه يې وپوښتل :

- هغه لعنتي كانال څه شو ؟ هغه بربنډ ؟

او چې څو كانالونه يې تيرو بير كړل ، نو ناببره يې له خولې چېغه ووتله !

- بس دا دى پيدا شو !

دا ځل يې د وروستي ځل لپاره له ويسكي غړپونه وكړل او په لږه شېبه كې په يوه ساه په لنډو وقفو كې د شرابو وړې بوتلې چې ايله څو ګرامه وو ، وڅكلې ، خو وايي چې د لمدو خټو لږې اوبه بانه وي ، مولوي نور په خود كې نه و . په خپل كټ وغځېد او د مستۍ او خندا په عالم كې يې تر سهاره د بربنډو فلمونو نندارې ته شپه سبا كړه .

سهار وختي چې د ده نور ملګري او د سيمينار برخه وال له خوبه راپاڅېدل ، د ملا ايله نوې سترګې سره ورغلې او په درانه خوب ويده شو ، خو په تلوېزيون كې بربنډ فلمونه لا هماغسې د تلوېزيون په پردې لربر كېدل .

د هوټل په رستوران كې له مولوي پرته د سيمينار ټول برخه وال حاضر وو ، او لږه شېبه په نهو بجو ټول بايد له دغه ځايه د سيمينار د جوړېدو ځاى ته لېږدېدلى واى . د مولوي غيابت ټولو ته سودا ورواچوله ، يو تن له نورو وپوښتل :

- ملا صاحب ، څنګه نه ښكاري ؟

بل تن چې په الوتكه كې د ملا ترڅنګ ناست و ، ځواب وركړ :

- ملا لږ څه ناسازه ښكارېده ، هسې نه چې د شپې بې خوبه او اوس خوب پرې غلبه كړي وي .

وړانديز وشو چې مېلمه پال يې بايد پوښتنې ته ورشي چې څه بل څه پرې نه وي شوي ؟

مېلمه پال په دې خبره دستي له ځايه ولټېد او نېغ د ملا كوټې ته ورغى .

په ورو يې د ملا د خونې دروازه ووهله ، خو هېڅ ځواب ورنه كړل شو ، بيا يې په زوره دروازه ووهله ، خو بيا يې هم هېڅ وانه ورېدل . دا ځل يې د دروازې تر شا ورو ورغږ كړ :

- مولوي صاحب !

د مولوي په اورېدو ملا په ورو وټوخېده او ځواب يې وركړ :

- درځم . سر مه لږ څه دروند دى .

مولوى ژر كالي واغوستل ، په بيړه يې پرانېستي بوتلونه واړول او تش يې باطله دانۍ ته كړل ، ترڅو چې مولوي ځان جوړاوه بيا د سيمينار ټول برخه وال له هوټله په وتلو شول .

د سيمينار ګډونوال يو يو له دروازې وت چې ناببره د هوټل له ادارې غږ شو :

- د 320 خونې ښاغلى دې حساب تصفيه كړي .

- د 320 په اورېدو د ملا رنګ زيړ شو .

دستي يې ورغبرګه كړه :

- زه يم ، د څه شي حسابي ، له مېلمه چا حسابي غوښتې ؟

له مديريته په بيړه ځواب وركړ شو :

- د څښاك او فلم 300 ډالره .

د دې رقم په اورېدو مېلمه پال ژباړن حيران غوندې شو ، ژر يې وپوښتل :

- مولوي صاحب ! دا څه وايي ، څنګه شراب خو به دې نه وي . مولوي ژيړ او سور شو ، خو بله چاره نه وه اعتراف يې وكړ .

- نوم يې مه اخله ، بس په خولې برغولى كېږده ، چې څوك درنه ګوره خبر نه شي ، د الله شرمنده ښه يم ، نه د اولس .

او بيا يې په حيرانۍ وپوښتل :

- دا نو دومره ګران دي ؟

مېلمه پال ورغبرګه كړه :

مولوي صاحب ! سل ډالره د بربنډ فلم دي ، دلته هر څه په پيسو دي .

ملا چې فكر يې كاوه ، هېڅوك ترې خبر نه دي ، نور هم له شرمه غړي سست شول، ناڅاپه يې له خولې ووتل :

- هم دين او هم دنيا خداى دې له دې حاله مسلمان ساتي .

بيا يې ورو د پطالنه جيپ ته لاس كړ ، درې سل ګوني ډالري نوټونه يې ترې راكښل او په تلوار موټر ته په سيمينار كې د ګډون په موخه پورته شو .