ارواښاد استاد روهي

په خپله خاوره كې خاورو ته وسپارل شو

 

د هېواد نامتو لېكوال، ادبپوه، څېړونكى او كره كتونكى كانديد اكاډميسين سرمحقق ارواښاد استاد محمدصديق روهي تابوت، چې د المان په مونشن په ښار كې امانت خاورو ته سپارل شوى ؤ، د روان دوه زره شپږ عيسوي كال، د مې مياشتې په اتلسمه نيټه، د پنج شنبې په ورځ، د سهار په اوو بجو د كابل هوايي ډګر ته راورسيد.

د هېواد د بېلابېلو سيمو ليكوالان، شاعران، ژورنالستان، د علومو اكاډمۍ غړي، د كابل پوهنتون استادان، د ولسي جرګې وكيلان، د ټولنيزو چارو وزير نورمحمد قرقين او يو شمېر نور مينه وال او عقيدتمندان يې هركلي ته ولاړ وو.

په هوايي ډګر كې د لنډو مراسمو پرمهال سرمحقق عبدالله بختاني خدمتګار، رهنورد زرياب، نصرالله حافظ، استاد حبيب الله رفيع او ځينونو نورو د ارواښاد روهي د فن او شخصيت په اړه لنډې ويناوې وكړې او د ده د تابوت لېږد يې د هېواد يوه ملي اړتيا وبلله او د نوموړي له كورنۍ او هغو ټولو نه يې، چې په دې لړ كې يې مرستې كړي، مننې وكړې.

له دغو مراسمو وروسته د سلګونو خلكو او لسګونو موټرونو په بدرګه د ارواښاد روهي تابوت د پكتيا پر لور روان كړل شو.

په پكتيا ولايت كې پر استاد حكيم تڼيوال او نورو لوړ پوړو دولتي چارواكو سربېره، د پكتيا ادبي ټولنې غړو، د سحر سپورټي ټولنې لوبغاړو او سلګونه عام پكتياوال، چې لېكل شوي شعارونه يې هم په لاسونو كې وو، د استاد روهي د جسد راوړو هركلي ته راوتلي وو.

د پكتيا په ميلمستون كې د ارواښاد تابوت، د لنډ وخت له پاره كېښودل شو، لنډ مراسم پرې وشول او د پكتيا ادبي ټولنې له خوا د ګلونو هغه شال پرې وغوړول شو، چې د همده مرحوم له پاره جوړ شوى ؤ.

استاد حكيم تڼيوال او ډاكټر عبدالهادي حماس، د ارواښاد استاد روهي د ژوند او هنر په اړه لنډې خبرې وكړې، ميلمنو او كاروانوالو د استاد تڼيوال له خوا په تياره شوې ميلمستيا كې له ګډون وروسته، له هغه كاروان سره يو ځاى، چې له خوسته ورغلى ؤ، د خوست پر لور وكوچاوه.

له ګردېز، تر خوسته په ټوله لاره ځاى ځاى د ښوونځيو زده كوونكي، قومي مشران او ځايي دولتي چارواكي، د ارواښاد استاد روهي د تابوت رالېږدولو په احترام ولاړ وو او په لاسو كې نېولي ګلونه يې د هغه پر تابوت شيندل.

خوست والي معراج الدين پټان او ورسره د موټرونو ګڼ كاروان د خوست ولايت اړوند دوه مندو ولسوالۍ پورې د استقبال له پاره ورغلي وو او له كابله د رارسيدونكي كاروان سره يو ځاى بېرته د ارواښاد استاد روهي پلارني كلي پر لور راغلل.

مازديګر مهال د ارواښاد تابوت كلي (سموات) ته راورسيد، دلته زرګونه خلك، سلګونه موټر استقبال ته ولاړ وو.

خاورو ته د ده له سپارلو وړاندې او وروسته مراسم روان وو او د ولسمشر پيغام او خپله وينا خوست والي معراج الدين پټان ولوست، ژوندليك يې د كابل پوهنتون استاد محمداسماعيل يون ولوست، د ژوند او فن په اړه يې بريالي باجوړي، ميراحمد ګربز، رهنورد زرياب، د خوست پوهنتون ريس فيض محمدفياض، ډاكټر عثمان، شريف ځدراڼ او ځينو نورو خبرې وكړې.

درې شپېته كلن استاد روهي، چې د ژبو او ادبياتو او ښوونه اوروزنه كې يې تخصص لاره، په همدې برخو كې ګڼې ليكنې او چاپ او ناچاپ اثار لري، ارواښاد لس كاله وړاندې په جرمني كې وفات او همالته امانت خارو ته سپارل شوى ؤ، او اوس د خوست مېشتو فرهنګيانو په غوښتنه او د ده خپلې كورنۍ، همزولو او خواخوږو په همكارۍ خپلې خاورې ته ولېږدول شو.

په خوست كې يوه مشهوره ليسه او د خوست پوهنتون د غونډو نوى تالار د ارواښاد روهي په نوم نومول شوي او ځينو دوستانو يې د ناچاپو اثارو د چاپ ژمنې هم كړي دي. اروا يې ښاده !