___________________________________________________________________________________________

هغه لیکنی چی په آزاد تریبون کی خپریږی کم تر کم داسی ټکی لری چی موږ اصولاْ ورسره موافق نه یو خو د وینا د آزادی په درنښت یی خپروو. لاندنی مطلب زمونږ په نظر ښه وو چی در ملی ترانی د تصویب نه په خوا نشر شوی وای؛ دویم  دا چی حتمی نه ده چی د پښتون نوم دی هرو مرو  په سر کی راشی بلکی که نورو منلی چی ترانه دی په پښتو وی ښه به وی چی پښتانه هم نور افغان ورونه ځان غوندی برابر وطنوال و افغانان و ګڼی او درناوی یی وکړی. دریم دا چی  په هر قام کې ښه او بد شته او دو څو تنو په خاطر  نه ښایی چی یو قام ته اهانت وشی. او په آخر سر کی ملی سرود او یا ملی ترانه اوس تصویب شوی او باید یی ومنو- دا یو دیر ګران او هان ناشونی کار دی چی د یو ملت ټول وګړی پر هر مطلب سل فیصده سره توافق ولری. او په پای کی موږ ته هم هر هغه څوک افغان دی چی ځان افغان ګڼی او افغانستان خپل وطن ګڼی .

 ____________________________________________________________________________________________

 

د بخښونکی او مهربان لوی څښتن په نامه

افغان ملی ترانه

ليک: انور شاهين خانخېل

ملی سندره ، سرود يا ترانه په حقيقت کې د يو هېواد، قام او ملت د ملی ارزښتونو، د هغه هېواد د اوسېدونکو د يو والی ، خپلواکۍاو په خاصه توګه د عقائدو ترجمانی کوی. نو بس هم په دغه نظر مې د افغانستان ملی ترانه ښه په غور ولوسته او هم مې واورېده. په مجموعی توګه د ترانې ليکوال سطحی خو يو ښه کوشش کړی دی او پکاردی چې ستائېنه يې وشی. خو خبره دا ده چې يو عام انسان په بنيادی توګه عاجز او کمزوری دی او کامليت ته رسېدل ګران کار دی نو ځکه پکار دی چې عام انسانان د دا ډول کارونه په سلا او مشورې سره ترسره شی اود يو بل د نظرونو احترام وشی.

نو بس له دې امله چې زۀ بنده هم ځان يو افغان ګڼم او په لر او بر افغان کې د څه فرق قائل نه يم د دې ملی ترانې په هکله د خپل نظر څرګندونه کوم او هغو ټکو يا کميو ته اشاره کوم چې د ترانې له ليکوال او شاعر نه کېدې شی د خپلو مجبوريو يا عقائدو په وجه پاتې وی.او يا ترې هېرې شوی وی

وړومبی ټکی چې ورته اشاره کول غواړم هغه د هېواد خپلواکی ده او دا ټولې دنيا منلې ده چې افغان ملت هيڅکله د يو طاقت تېری او قبضه نه ده زغملې چې په دې موضوع باندې دوستانو او دښمنانو زيات هر څه ليکلی دی او تفصيل ته يې اړتيا نشته نو اوس دا کتل پکار دی چې ايا له ښاغلی ليکوال او شاعر نه دا موضوع هېره شوې ده او که څنګه؟

دويم ټکی د پښتون کلمه ده چې هغه د ټولو قومونو په سر کې راوستل پکار وو خو دلته کې يې بلوڅ په سر کې راوستی دی او دا په داسې حال کې دی چې له بلې خوا په ګاونډی هېوادونو کې هم د بلوڅو ځينې ترهه ګرې ډلې جوړې کړې شوی دی او له هغوی نه ناوړه او ناروا او د ترهه ګرۍ کارونه اخېستل کيږی نو دې خبرې ته هم لږه پاملرنه پکار ده.

دريم ټکی د انګرېز سامراج په لاس د افغان ملت د وېش او تقسيم دی چې دغه بېلتون ختمول د لر او بر افغان ملت دنده ده ځکه چې د لر او بر افغان په خپل مېنځ کې د هيڅ بېلتون او جدائی قاېل نه دی او له همېشه راهسې يو دی او يو به وی نو له دې امله د لر افغان شعار په ترانه کې نه دی هېرول پکار.

څلورم او مهم ټکی د هېواد نظام دی چې هغه ټولو ته پته ده چې بې د اسلام له مبېن دين نه بل څه نه شی کېدې که هر څو د امريکې په مشرۍ د نړۍ استکباری قوتونه په اسلامی هيوادونو په تېره بيا تر کنټرول لاندې هېوادنو کې د اسلام د بدنامولو او د سېکولر ازم د خپرولو کوشش کوی خو په مقابل کې يې صحيح محمدی (ص) او د هرې زمانې د مسائلو د حل جوګه اسلام هم په تېزۍ سره د دغو افکارو په مخ نيوی سره مخ په ترقۍ روان دی چې په دې

او ډېر زر په ټولو جوړ کړې شويو نظامونو باندې غلبته پېدا کونکی دی نو په دې ترانه کې د افغان ملت نظام ته هيڅ اشاره نه ده شوې او ملت يې د نظام له لوری بې برخليکه پرېښی دی.

نو دلته به له ليکوال او شاعر صېب نه ډېر په معذرت سره دا پوښتنه وکړم چې که دا ترانه دې په افغانستان کې د امريکې په مشرۍ د پرديو ځواکونو د شتون تر وخته پورې موقتی جوړه کړې وی نو بيا خېر دی او که نه دائمی او تل پاتې کېدونکی کار دې کړی وی نو بيا پکار دی چې پوخ کار وکړې او پخې خبرې وليکې او په دې هکله دې له هيڅ چا نه سترګه و نه سوزی او د خپل افغان ملت په صحيح معنو کې ترجمانی وکړې.

په هر حال غواړم چې له ښاغلی ليکوال او شاعر نه يو ځل بيا په معذرت او بخښنې سره په دې ترانه کې لږ د اصلاح کوشش وکړم نو په دغې جذبې سره مې په اصلاحی شکل کې دغه ترانه وليکله. او ورزيات کړی څيزونو لاندې مې پکې کرښه راښکلې ده.

له نورو قدرمنو افغانانو او د افغان ملت درد لرونکو وروڼو خوېندو نه هم خواست کوم چې په دې هکله دې هغوی هم خپله دينی او ملی دنده او فريضه تر سره کړی.

افغان ملی ترانه

دا وطن افغانستان دی دا عزت د هر افغان دی کور د سولې کور د تورې هر بچی يې قهرمان دی خپلواکی به تل ساتو مونږ ځان د هر يو پرې قربان دی بېلتون نشته دی په منځ کې لر او بر بس يو افغان دی دا وطن د ټولو کور دی د پښتون د هزاراؤ د تــــــاجــــــکو د ازبــــــکو د بلوڅو تـــرکمنو ورسره عرب، ګجر دی، پامېريان، نورستانيان دي براهوی دي قزلباش دی هم ايماق هم پشه يان دي دا هېواد به تل ځليږی لکه لمر په شنۀ اسمان په سينه کې د اسيا به لکه زړۀ وی جاوېدان دلته نوم به تل ژوندی وي د مومن د مسلمان يو نظام به د اسلام وی سر بلند به يې وی نښان نوم د حق مو دی رهبر

وايو الله اکبر، وايو الله اکبر

په درناوی

انور شاهين خانخېل

پېښور (پښتونخوا)

برېښناليک: shaheen_khankhel@hotmail.com