محمود نظری

‎طنز څه شی دی ؟

 دوېمه برخه

د طنز ځاګړتياوي له نورو خندا لرونکو ليکنو نه :

طنز: د يو کس   د بدی او کمبودی يا د ټولنې ناورينونه ، ناتارونه، بدي ورځي او بدمرغی په ګوته کول دی. يعنی  د ټولنې د سمون لپاره په عيبونوباندی ملنډی وهل دهغو رټنه اود هغو نه کرکه ده  . طنز د هجو وده کوونکی  بڼه ده  د هجو سره د هغه توپير دا دی  چي د هجو سوچه والی او جوته ونه په طنز کی نشته  د طنز هدف د يوې ټولنيزي، سياسي او اخلاقي پېښې غټول دی  تر څو اوريدونکي هغه ته ځير شی.

ښه او هنرمندانه طنز کولای شي  اوريدونکۍ د يوې شيبې لپاره هک پک کړی  او مسايل د هغه پړيکړی ته پريږدی چي په معمول ډول ډير ساده مالوميږی.

د بيلګی په ټوګه دلته د م. نظری يو لنډ طنز ليکو:

مديراڅک په منډه منډه د غونډې کوتې ته ځان ورساوه هغه سوچ کاوه چي پرې ناوخته شوي به  وي...

نو د دروازې له چولې نه يې دننه وکتل، د رييس لاس يې د کوم شی په رايه اخېستنه کي پورته وليد، نو د ده لاس هم هلته په دهليز کي اتومات پورته شو، او تر ټک ټک وروسته د غونډې کوتې ته ننوت او د نورو غړو په مينځ کي چي د هغو هم ښي لاسونه جګ وه کېناست. د ده وروسته مدير نواب ،مدير زمری ،مدير جعفر او پريګله ټايپسته چي د هغو هم ښي لاسونه پورته وه يو د بل پسې د غونډې کوتې ته راننوتل ،رييس د دی کړني په ليدو لږ سور واوښت ، موسکۍ شو او ويې ويل:

وبښی !

زما په تخر کي يوه مدار دانه راختلې ده او نه شوی کولای لاس ټيټ کړم ،خير په هر ډول لکه چي د غونډې غړي پوره دی نو غونډه رسماً پيل وم.

د صوفيه طنزيه کيسو نه چې فلسفی ذوق لری يو مثال د الهی نامه نه را نقل وو:

يو ليونی نيشاپور ته تللی وو په لاره کي يې يوه دغو اوو ډ‌که دښته وليده.

ويي پوښتل: دا د چا دی ؟

ويي ويل: د عميد نيشاپوری دی .

د هغه ځای نه تير شو يوه صحرا يي ډکه له آسانو وليده.

ويي پوښښتل: دا آسان د چا دی؟

ځواب يي ورکړ : دا د عميد نيشاپور ي دی.

بيا يو ځای کي يې ډيري رمې وليدې. ويې پوښتل: دا رمې د چا دی ؟

ځواب يې و رکړ: دا د عميد نيشاپوری دی.

چی ښار ته راغی ډير مريان يې وليدل.

ويي پوښتل:

دا مريان د چا دی ؟

ورته وويل شول: دا د عميد دی

د ښار په منځ کي يې يو ښه غټ مجلل سرای وليد

ويي پوښتل: دا سرای د چا دی ؟

ويي ويل. دا د عميد نيشاپوری...

ليوني خپل زړه او څيري څيري لونګۍ له سره پورته او د آسمان خواته يې وغورځوله او ويی ويل: دا هم عميد نيشاپوری ته ورکړه! هغه ته چی ټوله شيان دی ورکړی.

دا چی طنز خندا لری خو هره خندا لرونکی ليکنه طنز نه دی يا به ټوکه وی يا هجو يا هزل...

دا طنز ته ورته اصطلاحات په عمومی ډول داسی تعريف کيږی

هجو: يعنی په ځانی ډول د عيبونو او نقصونو رټنه او د هغو نه کرکه ده

په هجو کي د يو چا يا يو ې ډلې عيبونه په نثر او نظم کي بيان کيږی چي کله ښکنځل او توندي خبري هم ورسره وی.

هجو او طنز په لويديځ کي تقريباً سر يو دی .

دلته د عبيد زاکانی يو هجو ذکر وو:

دهقانی د ر اصفهان په خانه خواجه بهاوالدين صاحب ديوان رفت با خواجه سرا گفت: که با خواجه بگو که خدا بيرون نشسته است او با تو کاری دارد

با خواجه بگفت به احضار او اشارت کرد چون درآمد پرسيد: که تو خدايي؟ گفت: آری. گفت :چگونه؟

گفت: حال آنکه پيش دهخداو باغ خدا و خانه خدا بودم، نواب تو، ده ، باغ و خانه از من بستدند. خدا ماند

هزل:د ساتيري او خوشالي لپاره په محدوده او خصوصی سطحه رکيکه شوخی ته وايي او د جد ضد ده

د بيلګی په ټوګه:

ښځه: ډاکتر صايب کله چی زه رومی وخورم زما شونډان پړسيږی

ډاکتر:دا هيڅ عجبه نه ده زه چي کله شونډان وخورم رومی مي پړسيږی.

ټوکه: ټوکه په پراخه او عمومی سطحه معتدله شوخي ، ساتيري ته وايي، چې د هزل وده کوونکی ډول دی. يا په بل عبارت طنز دټولنيز غرض له مخی هجو ده او ټوکه هغه هزل دی چي عمومی اړخ ولری.

کاشفی سبزواری په بديع الافکار فی صنايع الاشعار کی مطايبه چی ټوکه ده داسي تعريفوی:

مطايبه يو معتدل هزل دی.

لکه:

مور : په ښوونځۍ کي دی نن څه زده کړه؟

زوی:يا سبا بيا ورځم.

د دی تعريفونو نه ښکاري هجو او طنز نېښ او هزل او ټوکه ساتيری ده

د هزل او ټوکې خندا خوږه او د هجو او طنز خندا ترخه ده.

شوخي او ټوکې د« فرويد» په قول يوازی د خندا او تفريح لپاره دی بل خاص هدف نه لری نو دا ډول شوخی ته بی ضرره ټوکه«هرملس ويت »وايي او هغه ټوکه چی طعنه او تيری ولری هغه ته« تندينسی ويت» وايي.

د ټوکو نه يوازی په کلامی طنز کي کار اخېستل کيږی او په نمايش او فيلم کی که د اکټور سر او وضع خندا لرونکي وی هغه ته بيا «هيمور» وايی ، يوبل ډول خندالرونکي بيان ته حاضر ځوابی «ريپارتی» ده چی زموږ په ادبياتو کي پوه خلکو د پاچاهانو او غټانو ته به ځواب کي داسی ټکی کارولی دی او موضوع يې رټلی ده چې کله کله يې ځان او بل څوک له مړينی په بچ کړی دی.

کاريکلماتور د دوو کلمو کاريکا تور او کلمه نه جوړ شوی دی چی لنډي مګر حکيمانه خبرو ته وايي:

پرويز شاپور وايي: سوراخ موش روزنه اميد ګربه است.

خينی نقل قولونه « کوتيشن »هم خندا لری دی لکه :

سر لوړی سړی هغه دی چي د ميرمني له مصرفه ډيري پيسې وګټي او سر لوړې ميرمن هغه ده چی داسی ميړه پيدا کړی ---- لينا ترنر

پخی خبری« توست»:

لکه:

نوکر و امر ته : هغه څوک وختی دی چی ته ناوخته راشی اوهغه څوک ناوخته دی چی ته وختی راشی ---

نېښداره خبری« هيپيګرام»:لکه:

عسکر په سوله کی لکه په دوبی کي د بخاری نل دی ---- اوسکار ويلد

په الفاظو لوبی کول «پون»: لکه:

يودرې پښې سپی بار ته ورغی او ويي ويل : زه د هغه چا پسې ګرځم چي زما پښه يې را ماته کړی ده.

شعارونه « بومپر ستيکر»: لکه:

د سپی نه مه ډاريږه ! د هغه دخاوند سره پامکوه.

کميدی ډيکشنری: لکه

ماشوم: د يوی خوا ډير غالمغالی او د بله خوا نه د مسوليت احساس نه کوی

 

ولې څوک هزل يا هجو ليکي :

لومړی: بايد وويل شي چي هجوګر ځانی کرکه ، نفرت اوله شره ډکه ساتيری را منيځ ته کوی او خپله بيا د موضوع نه انکار کوی او ادعا کوی دا کار دټولنې دخير اوسعادت لپاره کوی .

دوېم: هغوی غواړی جنايت رسوا کړی او حماقت مسخره کړی تر څو د فساد جرړی له بيخه وباسی لکه سنايی چي وايي:

«زما هزل هزل نه دی ښوونه ده» او عبيد زاکانی بيا وايی: « هزل خوار مه ګڼه او په ټيټه سترګه مه ورته ګوره د هجو ګر ژبه د ټولنی تباهکاران پو ه هوی او ويده د غفلت له خوبه راويښوي»

دريمه انګيزه يې ښکلايږ بيان دی چې اوريدونکي د هغه نه خوند اخلی ځکه د ويوونکی قوی سوچ چی تل د اوريدونکی نه څو ګامه مخکی وی ، اوريدونکو ته د مينې او کرکې يوه ګدوله القا کوی.

دريمه برخه:

طنز څه ډول ليکل کيږی

د طنز ډولونه:

نظامي وايي: د محاورت په مجلس کي بايد ښه ګفتار ولری اود معاشرت په مجلس کي ښه رفتار

په عمومي ډول ادبي طنزونه دوه ډوله دی:

1- کلامی طنز

2- موقعتی طنز

1- کلامی طنز: په دی ډول طنز کي ليکوونکی د خندالرونکو پېښو يا عباراتو له بی ځايه کولوڅخه طنز پنځوی کله کله هم بياد زړو کيسو او دنورو اثارو نه ګته اخلی او د يو ادبی سپک په تقليد يا پېښو سره کلامی طنز پنځوی او په غير مستقمه ټوګه خپل هدف اوريدونکو ته رسوی او خپله بياځان نا ګاره اچوي، ليکوونکی بيله د ي چي د هغه موضوع په پلوی خبر ي و کړی د هغه ښه وايي حال ان دا چي د هغه مقصد د هغه سپکول او بد ويل دی. چی دا ډول طنز اوس ډير رواج لری

2 - مومقعتی طنز:موقعتی طنز د دوو پديدو تر مينځ تضاد يا اتفاقی بې تناسبی ته وايي.

لکه يو هلک په ټولګۍ کي ښوونکي ته غوږ نه وی نيولۍ خو ښوونکۍ ناببره د هغه نه يوه پوښتنه کوی . هلک وارخطا کيږی او د بل شی ځواب ورکوی او ټوله هلکان پر خاندی.

دا ډول طنز په داستانو او لطيفو کی ډير رواج لری او ژور تاثير شندی چې ډير خلاقانه او هنرمندانه په نظر راځی او کله هم ويوونکي اړ باسی چوپ شی لږ سوچ وکړی تر څو موضوع په مغزو کی حلاجی او بيا پر وخاندی. چی دا خندا لزوماً د خوشالی خندا نه ده

ادبی منتقدانو طنز په دوو ډولو رسمی يا مستقيم او غير رسمی ويشلی دی

مستقيم طنز: په مستقيم طنز کي لومړی ويوونکۍ طنز ليکوونکۍ« زه» دی چي نيغ په نيغه د لوستوونکی سره خبری وکوی او يا د بل چاپه وسيله چی په اثر کی مطرح دی چی اصطلاً ورته حريف (ادورسرس) وايي خبری کوی

په ادبياتو کي دغير مستقيم طنز دوه ډوله اثار مشهوردی چی د هغو نومونه د رومی مشهور طنز ليکوونکو هوراس او جوونال نه اخېستل شوی دی.

د هوراس په طنز کي ويوونکۍ مودب او زيرک دی چی ډير د ساتيرۍ او خوشالۍ سبب ګرځی، ژبه يې نرمه او ملايمه ده ،کله پر ځان هم مسخری او ملنډی وهی .

او د جونال په طنزونو کی ويوونکۍ د اخلاقو يو جدی ښوونکۍ دی د ژبې سبک يې سپک او موقر دی د هغه په نظر مفاسيد او خطاوي ډيري جدی او د بََښنی وړ نه دی ، طنزونه يې ترخه او عصبی دی چی د تحقير او ځوريدو سبب ګرځی

.په غير مستقيو طنزو کی د اثر اتلان پرخپل ځان او خپلو عقايدو ملنډی وهی او کله هم خپل تفسيرونه او جريانات ډير مسخره کوونکي ښيی د هغو نه يو ډول دمينيپوس طنز دی چي د يونانی فيلسوف د نوم «منيپس» نه اخېستل شوی دی

يونانی «واروو» هم په همدی کړنلاری ليکنه کوله په دی کړنلاری کي د ډول ډول فکری او فلسفی محلو استازی چی ګپاو او فخر پلورونکی دی راځی، چی په خپلو بحثونو کی د نورو روڼاندو عقايد او نظريات په خپلو ګټو انتقادوی او ملنډی پرې وهی .

«نورتروب فرای» په خپل کتاب د « دادبی نقد تشريح» کي دې ډول طنز ونه ته د «وارونی طنزونو» وايی.

د طنز قالب: طنز د يو خاطری، ليک يا داستان په ډول ليکل کيږی دا خاطرې او داستانونه معمولاً واقعيت نه لری دا د ليکوونکی لخوا طرح کيږی يا شايد هم همداسی يو کار شوی وی خو ليکوونکی هغه ته ښاخ او پاڼې ورکوی.

طنزکه د يوی خاطرې نقل وی نو ويوونکۍ يې خپله طنز لېکوونکۍ او يا هم يو خيالی کس دی چي ليکوونکۍ يې خپل واقعی اتل را پيژنی. هغه طنزونه چی د داستان په ډول وی دوه يا څو خيالی اتلان لری چی په ځانګړی نومونو اصلی نقشونه لوبوی او خپله ليکوونکۍ خپل نوم د طنزليکوونکي به نوم را پيژنی ممکن د هغه چا نوم چی اتل ته ورکړ شوی دی د هغه د پاموړ سړی سره ورته والۍ ولری چي اورېدونکي يې له ورايه پوهيږی چي د طنز ليکوونکی مقصد څوک دی

دطنزژبه: د طنز ژبه بايد تر حد امکانه ساده او د ويلو ژبه وی که د داستان اتل عامی او بی سواده وی د طنز ژبه بايد د هغه له خصوصياتو سره متناسب وی او عاميانه خبری وکړی به هرداستان او خاطره کي خبري بايد د اتلانو د ټولنيږی او علمی ساختار سره هماهنګی ولری ان ممکنه ده د يو بی ادب سړی له خولی بدی خبری راووځي د ليکوونکي مقصد دا نه دی چي بدي خبري کوی ولې په دی وسيله د ويونکو پام ځان ته را اړوی

اخذلېکونه:

1- تعريف طنز و انواع انهاـ دبيرستان فرهنګ

2- اشنايی به انواع ادبی طنز—ګزارش مهر

3- هدف طنز اصلاح فساد است—عفت کاظمی

4- انجمن قند فارسی- نشر شهاب تهران

5- ترس از مميزی مانع از ساخت طنز ها ي قوی ميشود- داوودموثقی-

6- ديګه چطور هستی- واحد نظری

7- طنزسياه_ کورت وانی گات جونيو_ کتاب گهواره

8- انسانی سرکس_محمود نظري

9- جوک ــ موموت بوک- رابينسون

10- بهرنۍ خندنۍ ټوکې --محمود نظري

پای