محمود نظري

طنز څه شی دی؟

لومړۍ برخه :

په لویدیز ادبیاتو کي طنز لیکنه د یونانی شاعرانو ارکیلو کوس او هیپوناکس نه پیل کیږی . یونانی شاعر اریسفان او رومی کلاسیک طنزلیکوونکي او شاعران جوونال او هوراس یې د طنز د ادبیاتو مشخص استازی دی .

همداسي په فرانسه کي مولیر په خپل وخت کي طنزی کمیدی لیکلی ده د هغه لږ وروسته ولتر ، بوالورد په همدی کړنلاری کمیدی اثار لیکلي دی .

د اولسمي پیړی په وروستیواود اتلسمي پیړی پیل د انګلستان د طنز طلایی دور بلل کیږی، سوبفت ،ویوبدر ، درایدن، جوزف ادیسون او هنی فیلدینګ په نثٍر او شعرکی د هغه دوران مشهور طنز لیکوونکی دی .

د جورج اورول انګریز مشهور لیکوال د« ژوو کلا» او د الدوس هاکسلی رومان د« د ښکلی نړی» دهغه وخت دوه مشهور طنزی رومانه دی .

هغه وخت دختیز لیکوالو د ټولنی مسایلو ته ډیر لږ پام درلود او لږو لیکوالو انتقادی دید درلود او که به چا همداسي کوم شی ولیکی نو د مقاماتو لخوا به مجازات کیدی او همدا علت دی چي په دی بر خه کي ډیر لږ آثار شته.

یوازی ځینو شاعرانو هجو او هزل او ټوکې لیکلي دی نه ژور ټولنیز طنزونه.

وروسته وروسته بیا طنر لیکوونکی شاعران لکه خیام نیشاپوری چي رباعیات یې د ترخه طنز محتوا لری، حافظ چي طنزونه بیا فلسفی طنزونه دی او په ډیرو مواردو کی یې دټولنی مفاسیدو ته هم پام کړی،دډیرومتصوفو شاعرانو په اثارو کي هم ځای ځای د طنز توکی لیدل کیږی.

خو عبید زاکانی فارسی طنز لیکوونکی ډیر نثری او شعری طنزونه د ټولنی د عرف او عاداتو، عیبونو او مفاسیدو په همله لیکلی دی د بېلګی په توګه د هغه د موږک او پیشومنظومه ،سل پنده او د دلکشاه رساله د پام وړ دی.

لومړی په ختیزوادبیاتو کی طنز د لنډ شعر یانثر په ډول رواج درلود او کله چې د داستان او رومان لیکل رواج وموندل د اوږو طنزونو لیکنه هم پيل شوه.

د ځینو افغانی شاعرانو په شعرو کي د طنز توکی لیدل کیږی خو د نثر په هکله په شپتمه لسیزه کی یوازی څه بهرنی طنزونه د د جلال نورانی له خوا په دری ژباړل شوی وروسته وروسته بیاځنی طنزلیکونکی لکه جلال نورانی ،منان ملګری ، میرزاعلم حمیدی ، ، واحد نظری ، هارون یوسفی ، کاتب پاڅون .صدیق رهپور ،هژبرشینواری ، رازق فانی ،دستګیر نایل، فاروق عطایی ،بلقیس مکیز، وحید صمدزی ،عمر ننګیار، محمود نظری ، بصیرپاکزاد او نورو څو تنو افغانی طنزلیکونکو افغانی طنزونه د عرف او عاداتو او بیروکراسی د غندنی او رټنی په پار لیکلی دی چی تر اوسه یې لیکل دوام لری.

د طنز تعریف:

ګوګول وایي« طنز د نا مرئی اوښکو په منځ کی خندا ده » .

طنز پوهان وایي : هره چرخېدونکی دوړه دوړه ده خو هره دوړه چرخېدونکی دوړه نه ده .یا په بل عبارت هر طنز خندا لری خوهره خندالرونکی لیکنه طنز نه دی.

پوهاند جاوید وایی: د طنزمبنا شوخی او خندا ده خو خندا یې د شوخی او خوشالی خندا نه ده.دا خندا جدی ترخه او دردونکی ده.

ابوقاسم صادقی وایی : زما په برداشت طنز یعنی انتقاد کول پرحاکمانو، ظالمانو ، واکدارانو او قدرتمندانو دی چي د اوریدونکی زړه پری یخ او د ظالمانو د غوسی او ځوریدو سبب وګرځی .

منوچهر آذری بیا وایي: طنز د ژوند هینداره ده او ژوند بیله طنز ښکلا نه لری .

پوهاند زیار وایی :طنز لومړی بی واکه موسکا او خدا راولی او بیا وروسته وروسته هغه موسکا او خندا په خواخوږی او ژړا وربدلوی دا د طنزونو هغه کوډګری او جادوګری ده چي نور ادبی ځېلونه یې په ټول ښکلاییږ، ننداریږ او سندریز پرداز او راکښون سره سیالی نه شوای کولای.

طنز په لغت کی مسخره کول او طعنه وهلو ته وایي ، په اصطلاح کي طنز هغه نثر یا شعر دی چي حماقت، ضعیف اخلاقی اوټولنیز فساد او اشتباهات باندی ملنډي وهی و په غیر مستقیم هغه بیانوی.

ادب پوهان وایي :طنز لیکونکی د روح ډاکتر دی چي دنده یې د دوه مخی، غرور او حرص د ناروغیو جرړی ایستل اود هغه له منځه وړل دی.

د طنز لیکونکی قلم د جراحی چاړه ده چی د ټولنی مردار دانې عملیات وی .

داکتر سامویل جانسن انګریزی ادیب وایي: طنز هغه شعر دی چي حماقت او فساد انتقاد وی .

درایدن انګریزی شاعراو منقد بیا وایي: د طنز هدف د فساد له منځ وړل دی.

طنز (ستایر) کلمه په لغوی معنا هغه لوښی دی چی د ډول ډول میوو نه ډک وی .

طنزلیکوونکي د ټولني هغه ناتارونو، ناورینونو، بدی ورځی ،غوسی او درد چي دروانی عقدو سبب ګرځي په ټوله هغه هنرمندی چی یې لری دتسلی کېدواو د احساساتو اوطغیانونه د ارامیدو سبب کیږی.

جامی په مثنوی هفت رنګ کي وایی:

جدبودپا به سفر فرسودن هزل یک لحظه به راه آسودن

طنز د خاصو ټولینږو شرایطو کي هغه وخت چي بدمرغی، ناورینونه ، تزویر او ریا پر محیط غالبه شی ډیر مهم رول لوبوی.تر څو ریا کاران خلکو ته وښیی .

دلته یو څو شعر ونه چي د طنز د وی یا لغت په کي راغلی د بیلګی په ټوګه ترې یادونه کوو.

محمدبن علی الطهوری سمرقندی وایي:

من در غم توچو ابرمی گریم وتو بر من سر طنزچو گل میخندی

انوری وایي:

په طعنه گفت که عهدو وفای عاشق بین

په طنز گفت که مهر ووفای دوست نگر

سنایی وایي:

ای خنده زنان بوس تو برتنک شکر بر

وی طنزکنان نوش توبرنگ گهر بر

مدعی گفت به لیلی به طنز

روکه بوسی چابک و موزون نه ای

لیلی ازین حال بخندبد و گفت

با تو چه گویم که تو مجنون نه ای

 

:

 

دویمه برخه:

د طنز ځاګرتیاوی له نورو لیکونو نه :

اوس داڅلور اصطلاحوی هجو طنز ، هزل او ټوکه په عمومی ډول داسی تعریف کیږی

طنز: د یو کس د بدی او کمبودی یاد ټولنی ناورینونه ، ناتارونه، بدی ورځی او بدمرغی په ګوته کول یعنی د ټولنیر غرض په منظورپه عیبونه باندی ملنډی وهل او هغه تنبیه او تحقیرول دی . طنز د هجو تکامل یافته شکل دی د هجو سره د هغه توپیر دا دی چی د هجو سوچه والی او جوته ونه په طنز کی نشته د طنز هدف د یوی ټولنیز سیاسی او اخلاقی پیښی غټول دی تر څو اوریدونکی هغه ته ځیر شی.

ښه او هنرمندانه طنز کولای شی اوریدونکی د یوی شیبی لپاره هک پک کړی او مسایل د هغه پړیکړی ته پریږدی چی په معمول ډول ډیر ساده مالومیږی. د بیلګی په ټوګه :

مدیراڅک په منډه منډه د غونډی کوتې ته ځان ورساوه هغه سوچ کاوه چي پری ناوخته شوی به و