پير محمد کاروان

څو شعرنه

 
   

 

مورې


مورې مورې تږی يم په لپه کې اوبه راکړه
زړه دې رانه وړی دی بې زړه يمه لږ زړه راکړه

بيا درته ماشوم شومه نکريزې مې په لاس کېږده
خوله زما ترخه ده هله يو موټی خواږه راکړه

ما د ژوند په لوبه کې ګرېوان تر لمن وشلاوه
تار په ستن کې واچوه تڼۍ د ګرېوانه راکړه

غره ته يم راغلی چې د غم په لوی زړه وژاړم
ډنډ مې د زړه ډب دی د رڼو اوښکو وياله راکړه

سرته مې زنګون کېږده ويښتو کې مې وهه ګوتې
خوب نه راځي، خوب راوله، خوب کې الوته راکړه

 


اوس به زه د شپې پر خطرناکو لارو نه درومم
اوس به زه د ورځې په کاواکو لارو نه درومم

اوس خو مورې ستا د دوعاګانو زغرې نه لرم
اوس خو زه شکست يم د بري سندرې نه لرم

اوس هغه ستا زړه جوړونکې مسکا نه وينم
ړنګ يمه زه ړنګ يمه په سترګو چې تا نه وينم

ته لاړې او غم دې په خدای ډېره بربادي وکړه
ته راشه په زړه کې مې له سره آبادي وکړه

تورې توتکۍ راشي خو ستا خبرې نه راوړي
ژاړي راته سپينې د خندا خبرې نه راوړي

چا ويل چې زړه مې په پنجو کې د عقاب کېږده
اوس نو تو رپټکي کې مې د صبر سور ګلاب کېږده

ته خو په ارام يې خو زه ډېر ډېر نا ارامه يم
وامې خله پرېوتی لکه تور ببری له بامه يم

صبر د پاک ربه راته وغواړه چې ژوند وکړم
بيا د خپل زړګي د مات کودي سره پيوند وکړم

ګوندې وي چې تا هم په وګمو کې راژوندی کړمه
يا لکه بلبل دې په نغمو کې راژوندی کړمه

صبر کوه ستا د قبر درګې به رالويې شي
زه به يې قلم کړمه نغمې به ترې راتويې شي

بيا به زه ماشوم شم په زانګو کې به جوټې وهم
ستا د الله هو په ازانګو کې به جوټې وهم

ته به راته ټولې د رڼا خبرې بيا وکړې
زما په يتيم سر به لکه سيوری د هما وکړې

ستا د دوعاګانو پر زنګون به مې سر ايښی وي
تېغ به مې د صبر د بېلتون پر ځيګر ايښی وي

زه به ستا د خيال او د رويا تر څنګه ناست يمه
داسې به خوشال يم لکه ستا تر څنګه ناست يمه

بيا به زه له سره له ژوندون سره ځواني وکړم
بيا به د ګلابو د نرګسو باغواني وکړم

 

غزل

د زړګي پر تخت مې کښېنه ښکليه راشه
زه سلام درته کوم ته مې بادشاه شه

د بڼو اغزو مې پرخه درته راوړه
خادمانو ته دې ګويه په خندا شه

په پردو چړو مې زړه ټوټی ټوټی دی
مينې راشه پر زخمونو يې دوا شه

د سبا باده غوټۍ په زړه زخمي ده
پټ په غوږ کې ورته ووايه چې راشه

خدايه کبر کړې زوال د يزيديانو
وينه وچه په دوهمه کربلا شه

د يتيم ژړا خو عرشه پورې لاړه
د وطن مورې لاس جګ کړه په دوعا شه

مجنونان به تر څو ګرځي سرګردانه
آزادۍ له خندا شنه شه شاليلا شه

د سپرلو قاصده وشينده ګلونه
د فردوس منظرې جوړه په صحرا شه

د وطن چمن مې لو لپه لمبه شو
خدايه ورکه د باروتو اژدها شه

اوږدې شپې مې په ژوندون باندې خوريږي
د سبا ګرېوان کې لمره په ځلا شه

ارمانونه مې په خاورو کې پراته دي
په مزار يې ياره راشه مسيحا شه

يه په زړه ظالمه عشقه خبر نه يې
مهجور عشق وو زاره چاودی شو پخلا شه

په وطن چې د وحدت نارې خورې شي
دا بلا د ځان ځانۍ تالا والا شه

چې ښکلا ته دې جهان ګوته په خوله شي
بيا سينګار وکړه او ناوې د ايشيا شه

بيا کاروان مې که د ژوند په مرګي لوټ شي
خير دی يو ځل خو په ژوند ياره زما شه

غزل

نه چې څاروان يې راته وخوري پر کاروان ويرېږم
خدايه ايمان مې سلامت کړې پر ايمان ويرېږم

غره راته وې د راز په ژبه چې سور اور به واخلم
نن چې مننوکی د شيطان شو له انسان ويرېږم

نه چې د شاتو د مچۍ په شان ترې توري ولاړ شي
قربان قربان يې شم په خدای ۚ چې په قران ويرېږم

دا جادوګر ماران په ذهن کې هم ځالې کوي
هم له لستوڼي خطر شته هم له ګرېوان ويرېږم

د ماديت ونو شين باغ د ژوندانه نيولی
په زغرده وايم د ډبرو له باران ويرېږم

په مخ کې پروت راته زخمي راته رنځور د مودو
د طبيب سترګې زهرجنې له درمان ويرېږم

پردي لاسونه راته ډګ له ګړنګونو ښکاري
خبره داده چې پر خپل افغانستان ويرېږم