محمدصفر خواريکښ ٢٠٠٦ کال دجولای١٤ دنمارک

دزهرشيندلو الوتکې شته

خوداوبوشيندلونه!!!

ولی دکوکناروکروندې پراخېږي

اوځنګلونه موسوزول کېږي؟؟؟

څوورځې مخکې مود ډله ييزو رسنېو له لارې واورېدل چې،له بده مرغه زموږ دګران هېواد په ختيځ ولايتونو کې دکونړ،نورستان او لغمان ځنګلونواوراخيستی اولا سوزېږي .

په دغه اړوند دافغانستان دکرهڼې له وزير سره دBBC خبريال له مرکې وپوهېدم چې دکونړدځنګلونو اور داورښت له امله مړ شو،خودلغمان له ځنکلونونه لااوس هم داورلمبې جګېږي(دمرکې په مهال). ښاغلي وزېر داهم وويل چې: موږ داوروژلو(داوبو شيندلو )الوتکې نه لرواوکله چې مو په افغانستان کې له ميشتو بهرنيو پوځيانو(دامريکاپه کلانترۍ ناتوپوځ)نه مرسته وغوښته،هغوۍ هم مرسته ونه کړه او ويې ويل چې اوروژونکې الوتکې نه لري . هو،دوۍ يې بايد هم ونه لري ،ځکه چې دوۍ دخپلو«ملي ګټو» په لړ کې له دومره ليرې پرتولويو وچو څخه افغانستان ته داور وژلو له پاره نه دي راغلي،بلکې ددوۍ دنده برعکس ده نو بايد هم په خپل تشکيل کې اوروژونکې الوتکې ونه لري . «له بهرامه ښادي حرامه ده » .

خوماته سملاسي راپه ياد شوچې يووخت خوامريکايي الوتکو زموږ په هېوادکې په شنو پټيو زهر شيندل_البته په ښکاره کې« دکوکنارو دکروندو دله مينځه وړلو»!!؟؟ له پاره_ هو، امريکايي پوځ زهر شيندونکې الوتکې لري خو اوبه شيندونکې نه .

پوښتنه پيداکيږي ،دکوکنارو په کروندو چې زهر شيندل شوي ،او په ميليونونو ډالره له مخدره توکو سره دمبارزې په نامه دافغانستان اسلامي دولت ته ورکول شوي دي ،نودکوکنارو بوټي خوبه اوس په دغه هېوادکې ددرملو له پاره هم نه پيداکېږي،که څنګه ؟

خوحقيقت زموږ دهيلو او خوش باوريو خلاف راښيي چې دکوکنارو کرکيله نه يوازې داچې له مينځه نه ده تللې اويا لږتر لږه کمښت په کښې نه دی راغلی،بلکې«دبې وسلې کولو،بيارغونې اوديموکراسۍ»!!! په دغه پرتمينه دوره کې دملګرو ملتودپرمختيايي صندوق _انکتاد_دڅېړنې له مخې دترياکو په توليد کې په ٢٠٠٢کال کې د١ ٢٠٠ کال په پرتله(دطالبانوله واکمنۍوروسته)په سلو کې٥ ٧ ٦ زياتوالی راغلی دی .

داکوم بې ﻻمله زياتوالی نه دی،داله ترياکونه لاس ته راتلونکې بې کچه ګټې دافغانستان دژئوپوليتيک موقعيت ترڅنګ يو بل ستر ﻻمل دی چې د«ديموکراسۍ» او« بشردحقونو»نړيوالو ټيکه دارانولښکرو يې له امله دی جګړه ځپلي ليری پروت هېواد ته را هۍ کړي دي .

«له سړې جګړې وروسته يوازې دتيلو اوګازو زېرمې نه وې چې منځنۍ ﺁسيا يې په يوه سترا تېژيکه سيمه بدله کړه،بلکې افغانستان دنړۍ ٥ ٧په سلوکې هيروئينو توليد او له هغې نه ترلا سه شوې سترې ګټې چې ملياردونو ډالرو ته رسېدې دنړۍ دمافيا،مالي مؤسسواوڅرکښو(استخباراتي) ادارو پام ورواړوه . »( ١)

دادکوکنارواوهيروئينوکاروباردامريکا اودهغه دانډيواﻻنوپه کاري پلان کې هغه وخت وردننه شوچې کله په پاکستان کې دافغانستان ددولت په خلاف دمجاهدينوپه نامه تنظيمونه جوړ اودپيسو اووسلو مرستې ورسره پېل اودتريننګ مرکزونه يې پرانيستل شول .

دپاکستان دکورنيو چارو پخوانی وزير نصرالله بابر، په هغه هېواد کې دافغاني مجاهدينو لومړنی تنظيموونکی،په مخدره موادو کې دامريکادڅرکښۍ دمرکزي ادارېCIA دلاس لرلو په باب وايي : «پخوا دلته پودر(هيروئين) نه وو،...هغه وخت پورې دلته له چرسو نه تېل ايستل کېدل،دادپوډرو کاروبار CIA شروع کړ...

همدااوس اطلاع شته چې دافيوم په زراعت اومحصول کې زياتره د CIAلاس دی دهغوۍ په هوايي جهازونوکې يوې بلې خوا وړل کېږي . » (٢)

هو ،کله چې لا افغانستان ته سورپوځ نه و ننوتې،اودافغانستان په خلاف لا په پاکستان کې جوړو شويو جهادي تنظيمونو ته دلوېديځ مرستېﻻ د«سپينوچکونو»ترکچې نه وې رسېدلې ،دترياکو توليد په افغانستان اوپاکستان کې يوازې دسيمې لګښت پوره کاوه ،په دې اړوند:« دالفرد مک کوي څېړنې ښيي چې په افغانستان کې چې په افغانستان کې دCIAله عملياتو نه يو کال وروسته،دافغانستان _پاکستان سرحدي سيمه په نړۍ کې دهيروئينو په سترې توليدونکې سيمې بدله شوه.دغه توليداتودامريکا دمتحدوايالاتودکورني لګښت په سلوکې ٠ ٦ پوره کاوه ...

دهيروئينو سوداګري نبغ په نېغه دCIA له لارې کېده. دافغانستان په خاوره کې دمجاهدينوپه پرمختګ سره هغوۍ په کرونګرو باندې دکوکناروکرتحميل کړ.ترڅو«دانقلاب ماليات» ورکړي،دپولو خوا يانې په پاکستان کې دافغاني مجاهدينومشرانو او سيمه ييزو سازمانونودپاکستان څرکښۍ ادارې ISI په ملاتړ دهيروئينو دتوليد په سلونو لابراتوارونه جوړکړل »(٣)

همدا کسان وو چې دپودرو کاروبار يې دخپلو« مرستندويانو»( امريکا اوانډيوالان يې) په هدايت او ملاتړ پېل کړ اودادی بيا يې هم دهغوۍ په موجوديت کې پراخوي،په٢٠٠٥کال کې دافغانستان له ٣٢ ولايتونو څخه په٨ ٢ کې کوکنار کرل شوي وو .

د«The opium economy in Afghanistan :An international problemپه افغانستان کې دترياکو اقتصاد: يوه بېن المللي ستونزه »کتاب خينو فکتونو ته د هيروئينو دتوليد په باب ستاسوپام راړوو:

_ « دروسانو په وخت کې (البته امريکا پلوه سرچينې دافغانستان دخلکوديموکراتيک ګوندواکمني دخپل غرض له امله دروسانوواکمني بولي) : له ٠ ٨ ٩ ١ تر٩ ٨ ٩ ١ ____ له ٢٠٠ ټنو تر ١٠٠٠ ټنو پورې

_ دمجاهدينو په وخت کې : له ٩٠ ٩ ١ تر٤ ٩ ٩ ١____له١٥٧٠ټنوتر٣٤١٦ ټنو پورې

_ دطالبانوپه وخت کې: له ٥ ٩ ٩ ١ تر٢٠٠١: په٩ ٩ ٩ ١ کې٤٥٦٥ ټنه،په٢٠٠٠ کې ٣٢٧٥ ټنه ، او په ٢٠٠١ کې١٨٥ ټنه

دکرزي حکومت (يادمجاهدينو دويمه پلا واکمني) : په ٢٠٠٢ کې ٣٤٢٢ ټنه » (٤)

ديادونې وړده چې په ورستيو کلونو دامريکايي اودنړېوالې ټلوالې دپوځونو په موجوديت کې دتوليد کچه په اريانوونکې توګه اوچته شوې ده.

« د٢٠٠٢کال داګست دپنځلسمې نېټې درپوټ له مخې په دغه کال کې په ٧٤٠٠٠ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي » . (٥)

پورتنۍ بېلګې «له خروار نه دموټي په توګه » دي،چې دترياکو او هيروئينو په باب دامريکا دمتحدوايالتونو دکرغېړنو کړنو ماهيت بربنډوي،او«له مخدره موادو سره دمبارزې » !! دتېرايستونکو ډنډورو دپوچوالی په ترڅ کې دا هم په ډاګه کوي چې، هغه دکوکنارو په نامه په شنوکروندو دزهرو شيندل ، له يوې ډرامې پرته بل څه نه ؤ ، چې پايله يې دچاپيريال مسمومول او په راتلونکې کې دنويو زيږېدونکو وماشومان دمعيوبتيا خطردې .

دځنګلونوموڅه حال دی؟

زموږ دهېوادله ټول ٦٥٢٠٩٠٠٠ هکتاره مساحت څخه٨٦٧٠٠٠ هکتاره يا په سلوکې٣٣ ، ١هکتاره ځنګل دی . دبين المللي لاسوندو( سندونو) له مخې له دغه ځنګل څخه له٩٠ ٩ ١ کال نه تر٢٠٠٠کال پورې هرکال ٢٩٤٠٠ هکتاره ځنګل له مينځه تللی ،چې کال کې په سلو کې ٥ ٢،٢کېږي .دځنګلونودله مينځه وړلود پېل وخت ( ٩٠ ٩ ١)،له هغه مهال سره سمون لري چې دهېوادګڼ ځنګلې سيمې لکه کونړ او پکتيادافغانستان دمرکزي دولت له ولکې بهر وې اويا يې دسولې دپروګرام له مخې مخالفينو ته پريښې وې (لکه دکونړولايت).اوپه ځنګلونوباندې دسيمه ييزو تنظيمي قومندانانو ارې ښخې وې .چې په غېرفني او ډېره بې رحمانه ډول يې له مينځه وړل اوپاکستان ته يې قاچاق کول.دې کار په هېواد کې دمجاهدينو دتنظيمي دولت په واکمنېدوسره ښکاره بڼه غوره کړه .چې ځايي خلکو په وينا څوڅو واره دځنګل په سر دقومندانانو دخپل منځي اختلافونو او لانجو له امله ورته اورهم اچول شوې دی .

دامهال داوسني اسلامي دولت په واکمنۍ اودامريکاپه مشرۍ دنړېوالې ټلوالې دپوځونو په شته والي کې؛ «له٢٠٠٠زڅخه تر ٢٠٠٥زکال پورې دځنګل دله مينځه تللو کچه په سلو کې له٨ ،٢٩ څخه تر ٩٢، ٢٩ ته رسېږي . په مجموعي ډول افغانستان له٩٠ ٩ ١ څخه تر٢٠٠٥زکال پورې په سلوکې٨ ،٣٨ ځنګل چې ٤٤٢٠٠٠ هکتاره کېږي له مينځه تللی دی .» (٦)

دپورتنيو ارقامو اوفکتونو له مخې ،په دې کې داړنګ بړنګ (شک اوشبهه) کوم ځای نه پاتې کېږي چی،په دغودواړو برخو_دکوکنارودکروندو پراختيا اودځنګلونو سوزول_زموږدهېواد اوخلکو دتباهۍ په نيت ديو مخکې نه جوړشوي پلان له مخې ترسره کېږي . ددې پلان ترشادنړۍ داوس مهال دبې سياله کانګستر جورج بوش استخباراتي اداره، نړېواله مافيا،سيمه ييزې ګډګټې ادارې،اوپه افغانستان کې دهغوۍ« له غوايي نه په وزغۍ(غدود)» قانع،ټوپک سالارچوپړيان_« استادان» !!، «مرصېبان»!! ولاړ دي .يانې« غل دسارابيتي له کوره».

له بده مرغه« دکور بيتيان »بيا هم، دنوروپه زور، په زور کې دي اودغه زور زموږدجګړو ځپلي ټاټوبي دهسکېرلي انسان دتباهۍ له لارې دځان دشتمن کېدو اودلويديځ د«ملي ګټو» دتأمين له پاره کاروي.

تر څوچې داستره لوبه روانه وي ،نو دکوکناروکروندې به پراخېږي، اوځنګلونه به موترهغو سوزول کېږي چې B52 اودنړېوالې ټلوالې نورې پوځي الوتکې دچرکې هګۍ هم له هوا نه وکتلای شي او دهېواد ځنګلونه موداسې سوکړه اوشاړې مېرې شي ،اودومره شين بوټی په کښې پېدا نه شي چې انسان لا څه چې چرګوړی ترې هم تر لاندې پټ نه شي.

اخځليک

١_"نړيوال کېدل اوجګړه"پرکتاب ليکنه ﺁريايي ويب پاڼه

٢ _دوطن له مجلې سره دپاکستان دکورنيو چارودوزير نصرالله بابر مرکه دوطن پيغام ويب پاڼه

٣ _ نړيوال کېدل اوجګړه"پرکتاب ليکنه ﺁريايي ويب پاڼه

٤ _ The opium economy in Afganistan:... ٢٣ مخ

٥_ همدغه کتاب ٩ ٤ مخ

٦ _Rain forest:mongabay.com