ننګيار ناآشنا

د شعر خیاطان

رښتيا پال صيب به تاسو پېژنئ او يا به يې نه پېژنئ، ولې زه يې چې څومره پېژنم په رښتيا چې رښتيا پال دئ که د ځينو خلکو تخلصونه د هغوى له عمل او شخصيت سره ډډه نه لګوي نو دا بېله خبره ده خو د رښتيا پال صيب په باب بيا داسې نه ده، ځکه هره خبره يې په رښتيا وي او له دروغو نه سخته کرکه لري. دى وايي چې د مسلمان لپاره دروغ ويل په شرعي ګناه برسېره، سخته اخلافي ګناه هم ده او بايد مسلمان هېڅکله دروغ ونه وايي، لا چې د بل چا دروغو ته هم غوږ ږدي.

په دې رښتيا ويلو د رښتيا پال صيب حال هم دې حد ته رسېدلى چې اوس يې په خپل کور کې هم ځاى نشته، کلي او کليوالو خو لا مخکې ځواب ورکړى و رښتيا پال صيب شاعر هم دى او ليکوال هم او له همدې امله هغه هر څه ته ځير وي او هر څه په غور ګوري .هغه بله ورځ د څه سودا د اخيستلو لپاره بازار ته تللى وم، د سړک پرغاړه روان وم چې چا مې له شا په سترګو غبرګ لاسونه راکېښودل چې هر څه سوچ مې وکړ ومې نه پېژانده ځکه د داسې ځيږو لاسونو خاوند مې لومړى ځل و چې وليده ولې چې د پېښور استوګن خلکو لاسونه خو هغه د چا خبره له مالوچو جوړ دي ورته ومې ويل چې هر څوک ياست ځان راوپېژنئ کنه قسم دى که به مې ځاى ته راوړى ياست.

رښتيا پال صيب پړق وهل ويې خندل ويې ول رښتيا چې بې وفا يې تا چې زما لاسونه ونه پېژندل نو د هيچا به هم ونه پېژنې او په دې کې ورتر غاړې وتم او ستړي مه شي مې ورسره وکړه ورته ومې ويل چې راځه اشنا خداى(ج) په ګوتو راکړې ځکه زه په سودا پسې راغلى يم او بيا د پېښور په بازار کې د سودا اخيستلو لپاره تا غوندې تجربه کار ته ضرورت دى هغه وخندل او ويې ويل چې ځه نو که ښه نه وو خراب خويې آخر زموږ دى او بيا دواړه د پېښور په دا تنګو کوڅو ورسيخ شوو.

دلته بيه کړه او هلته چې په دې کې رښتيا پال له مټې راټينګ کړم او په خندا شو. ورته ومې ويل څه دي خيرت خو به وي؟ هغه مې مټه پرېښوده او خپل پښتورګي يې کلک ونيول او له خندا وران شو.

زه حيران شوم دا خوا، آخوا مې ډېر وکتل خو داسې څه مې ونه ليدل چې سړي ته دې خندا ورولي بيا مې پوښتنه ترې وکړه چې څه ته خاندې؟ آخر ما هم پوه کړه چې درسره ملګرى شم.

رښتيا پال چې لږ ځان دمه کړى و او د خندا ځوښ يې ناست و راته وويل ولې هغه ګنډونکي خياطان نه ګورې څه ړوند خو به نه يې! ورته ومې ويل ولې يې نه وينم هغه دي ښه يې وينم چې له ليلا مي کوټونه او کورتيو نه واسکټونه جوړوي هغه وويل بس همدې ته مې خندا راغله کنه. ورته ومې ويل چې دا خوا څه د خندا کار نه دى، بلکى دا خو يې غټ مهارت دى چې له ليلامي کورتيونه واسکټونه جوړوي او بيا يې پر ما او تا باندې د نوي په نوم پلوري.

رښتيا پال صيب وخندل ويې ويل هو! دا خو بد کار نه دى ولې خندا په دې راغله چې اوس زموږ ځينى شاعران ورته ووايم او که د زړو شعرونو ګنډونکي کټ مټ همداسى کوي لکه دغه خلک چې ته يې ګورې. ورته ومې ويل دا څنګه؟ هغه ويل داسې چې ځينې وروڼه خو يقيني شاعران دي او خداى (ج) پاک ورته د شعر ويلو قريحه او طبعه ورکړې او ځينې بيا داسې دي چې له شعر سره مينه لري خو د ويلو قدرت يې نه لري نو بيا څه کوي؟ ورته ومې ويل څه خبر يم. دا نو تاسو شاعران پوهېږئ چې څه کوي. هغه وويل هغوى بيا داسې کوي چې يو زوړ او د خلکو له نظره لوېدلى شعر پيدا کوي او بيا يې د قلم په بياتې سکڼي او ټوټې يې بېرته سره ګنډي او داسې څه ترې جوړوي چې نه د هغه پخواني شعر آثار پکې پاتې وي او نه پخپله د شعر بڼه لري بس څه ګوډ مات نظم ترې جوړ شي.

ورته ومې ويل دا خو هم عجيب شاعران دي ولې دا وايه چې بيا دغه شعرونه بازار هم لري او که نه؟

هغه وخندل ويې ويل ولې نه! دا پېښور دى دلته د نوي او زاړه او يا اصل او کم اصل توپير چا کړى د همدغو سکڼل شويو شعرونو بيه او مقبوليت زموږ له شعرونو سره هېڅ توپير نه لري چې لا ترې ډېر هم شى ځکه دغه د شعر ګنډونکي نوى شاعران د ورځې او بازار سره سم شعرونه سکڼي او بازار ته يې وړاندى کوي اوس خو تاته معلومه ده چې ښه شعرونه هغه دي چې ښې ډېرې بدې ردې او سپكې سپورې پکې وي، نور يې نو که شعري ځانګړتياوې درلودې او که يې نه درلودې څوک سر نه پسې خوږوي.

ورته ومې ويل چې داسې ده نو بيا نه موږ له چا کم يو او نه په پېښور کې اخبارونه کم دي په دوه درې ورځو کې خو به يو شعر وسکڼو او جوړ کړو هم به مو نوم د شاعرانو په کتار کې راشي او هم به هغه د سابون او ګوګړو پيسې پکې ووځي.

 

پېښور