محمود نظري
انساني نمبر پلېټ
د مختلو مذهبو، هیوادو او ملیتو د خلکو د نومونو تلفظول خورامشکل کار دی، هدو د خط له رویه د هغو لوستل هم ژبه رګوی او ځینی وختونه د نوم غلط تلفظ د شخړو او جنګونو سبب ګرځی ځکه په ځینو ژبو کي ځینی توري نه شته د هغه پر ځای د نورو تورو کارول او ویل او یا بل ډول تلفظ ول بله معنا ورکوی.
مثلا دسومالیایي ژبه د پ توری نه لری او انګریږی بیا خ، ړ،ڼ ،غ، ژ او داسی نور توري نه لری .
له دی لپاره چې دا مسُله حل شي د ملل متحد لخوانه هغه هیوادو ته چې بهرني مهاجر په کې ژوند کوی د انسانانو لپاره نمبر پلېټ جوړولو اجازه ورکول شول .
دا نمبر پلېټ، لومړی دوه توري بیا شپږ اعداد او بیا دوه توري لری AB150286cًb لکه :
لومړی تورۍ د جنس معنا لری: ښځه ، نر ، نر ښځی ،نر نری ، ښځه ښځی ،نر کوشنی ، ښځه کوشنی ....
دوېم تورۍ یې د دندې لپاره په کاریږی لکه: ډاکتر ، انجینر ، ګدا ...
او شپږ اعداد یې د زیږیدږ نیټه ده، لومړی دوه اعداد یې د ورځي،دوېم دوه اعداد یې د میاشتي اودرېم دوه نور اعداد یې د زیږېدو دکال دی ، ځکه په دی هیوادو کي سن ډیر مهم رول لوبوي .
د اعداد نه وروسته دوه توري راځی چې لومړی تورۍ یې د سترګو درنګ:ژير . خرمایی، جوزی کشمیشی....(بیله کانټکټ لینزنه) او اخیري تورۍ یې د ذوق لکه فوتبال ، والېبال، ، غیږنیول....
خو ځیني یې زور، زیر او پیش هم لری. دا نمبر پلېټ د کوشنیو څلور کنجه پیتلي لوحو باندی لیکل کیږی چې یو یې پر سینه او بل یې پر شا باید وټومبل شي. ،چې لوحه یې باید سپينه اوپه تورخط ولیکل شی . خو د مشهورو خلکو لوحې بیا په سره خط لیکل کیږی.د یو مشهور سړی لوحه داسي ویل کیږی :
یزک،د سندربول، د ۱۵ د جنوری ۸۸ کال کی زیږیدلی ،شین سترګۍ، بچه باز
په لومړی تورۍ مو دا اشتباه له منځه ځی چې نر دی که ښځه . خلک له شرطو او دعواوو نه خلاصیږی . په دوېم توري د مسلک سوال مو حل کیږی :ډاکتر دی که بنا ،زور والا دی کی پیش والا....
په اعدادو سره مو د هغه سن او د زېږېدود کال مشکل حل کیږی.
د اعدادو نه وروسته په لومړی توري کې د هغه د ژوند او بزنس سره اشنا کیږو او د هغه سابقه لکه چالاکی دغلی او نورو پوهیږو او په اخیري توري بیا په ځانګړی ذوقونه لکه سېګریټ ، خمار... د زور او پیش...سره په ټولنه کې د یو کس د نوم ویل داسي معمول شوی دی:
انډیوالان ورته لومړی تورۍ کاروی او ورته وایي: یږکه زویه !
رسمی خلک دوېم تورۍ کاروی د مسلک د رویه ور ته وایي: مستر سندر بول!
میرمن یې د بای فریند په وخت کي ورته وایي ( ۱۵۰۲۸۶ ) او که واده ورسره وکړی بیاورته وایي: شل کلنه
ډاکتران بیا د عدد وروسته لومړی تورۍ استعمالوی: شین سترګی
او عادی خلک بیا دویم تورۍ کاروی: د فوتبال ګرګي!
خوافغانانو دی کار ته هم ستونزه پیدا کړه ؛ځکه دوی ټولو د زېږیدو نیټه د کال لومړی ورځ وکړی ده ؛ نو متخصیصینود افغانانو و نمبر پلیټ ته یو دریم توری هم ورزیات کړ چې د ږیږیدوخت په کي هم تشخیص شی لکه د یوافغان لوحه داسی ویل کیږی:
نر، بیکاره،01011960،.(46 کلن) لس بجې او دوې دقیقی او یوه ثانیه تور سترګی بیکاره
انډیوالان یې ورته وایي نر ځویه!
میرمن یې ورته وایې: سپین ږیرې! لس بجې او دوې دقیقی او یوه ثانیه دی څوک نه شوای زغملای
ډاکتر بیا ورته وایي تورسترګېه!
عادی خلک بیاورته وایي : بانډاری!
***
د محمود نظری نور طنزونه :
د ؤلسي جرګې او ولايتي شوروا ګانو ټاکنې
مه ژاړه رشوت خوره وای وای بابولاله