غفور ليوال

 

کله چې ته خپه شې

 

کله چې ته خپه شې
کله چې ته خپه شې
زه مې له ځان سره دا پریکړه وکړم
چې څه موده دې له لیدلو نه زړګی صبر کړم
ووایم پریږده چې ته خپله را پخلا شې ،زما لیدو ته راشې
کله چې ته خپه شې
زه مې ټوټه ټوټه غرور راټول کړم
ووایم پریږده چې ستا سترګې له ژړا ډکې شي
او په بند ستوني راته ورو ووایې :
ګرانه ما مه هیروه
کله چې ته خپه شې
زه مې د اوښکو چینې وتړم د غم په تیږو
او خپلې سترګې له غوسې ډکې کړم
څو تا په دې پوهه کړم :
(چې دا ځل ټوله ملامته ته یې )
کله چې ته خپه شې
زه په خالي لارو کې ستا د ګام آواز لټوم
چې ګوندې بیا به راشې
پوهیږم نه، چې ولې
ستا په راتلو باندې باور لرمه
کله چې ته خپه شې
ځمکه ځای نه راکوي
غواړم چې راشې ، یو او بل ووینو
زه مې د سترګو په ګیلو باندې تا وپوهوم
(چې دا ځل ټوله ملامته ته یې )
او ته د سترګو په ګیلو باندې ما وپوهوې
( ګرانه ما مه هیروه

 

 غزل

مه وایه چې سترګو کې مې تش د خمار سره اوسي
دلته خو زما هم یو وړوکی غوندې زړه اوسي

څه په درز چمبه وهي او ګډې شي ګیډۍګیډۍ
دنګې چټې پیغلې چې سر خیلې د واده اوسي

لمره دعا نشم کړای چې کلي ته دې وبولم
دومره اور خو راکړه چې لاسونه مې تاوده اوسي

سم به وي ، خو کم به وي،زړه ستا د قد دربار نه دې
ستا د بڼو کور دې دلته ټول پکې کاږه اوسي

سیند ورنه راوړي سپینو اوبو کې سور د وینو رنګ
ښکاري چې بر کلي کې لا اوس هم پښتانه اوسي