هيواد شيرزاد

 

په مالمو کې د مور د ورځې په وياړ يوه پرتمينه غونډه جوړه شوه !

 د غبرګولي د مياشتې په 20 نېټه د سويډن د مالمو په ښار کې په سويډن کې دافغانانو دعلمي او فرهنگي مرکز لخوا د مور د ورځې وياړ پرتيمينه غونډه جوړه شوې وه .

غونډه د يوې افغاني پېغلې موسکا اندړ لخوا پرمخ بيول کېده. د غونډې په پيل کې په سويډن کې د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز د مشرتابه جرګې په استازيتوب د ټولنې مشر حبيب الله غمخور لخوا د غونډې برخه والو ته د مور د ورځې په مناسبت د مبارکۍ پيغام وړاندې شو او ددې ورځې پر تاريخچه يې برخه والوته رڼا واچول .

ښاغلي غمخور وويل :  دمور دورځې په مناسبت دشانداره غونډو جوړولو پيل دکومې تاريخي پيښې پايله نده، کاملآ عاطفي بڼه لري او په تاريخ کې ددې ورځې پيدايښت هم يوازې او يوازې د مور د مقام د درناوي او د هغې د هغو زحمتونو او تلاښونو د قدردانۍ په خاطر دی چې مور يې د خپل ماشوم د تربيې او روزلو په لار کې ګالي .
نوموړي پخپلو خبرو کې زياته کړه، د مور د ورځې لمانځل زموږ په هيواد کې دڅو لسيزو راپدې رواج موندلۍ او هرکال تر ۱۹۹۲پورې دجوزاپه ۲۴ ددغې ورځې په ياد دهيواد ديو شمېر ولاياتو په مرکزونو کې غونډې جوړيدې ، پدغو غونډوکې  ددولتي چارواکو ويناوي کولې . ددغې ورځې لمانځنه له هغې لومړۍ ورځې بيا تر ننه متاسفانه تشريفاتي بڼه درلوده . کله چې به هغه وخت هم چارواکو دښځو دحقو قو او هغوی ته په ټولنيز ژوند کې دفعال او نارينه سره دبابر گډون خبرې کولې ښځينه اورېدونکی به حيراني پاته وي چې نن دا چارواکي څه وايي او په عمل کې څه کوي . ددې ټولو ناخوالو سره بيا هم دايو مثبت او گټور گام و .ددې مقدسې ورځې ياددتنظيمي حکومتو او طالب چارواکو په دوران کې داسلام دمقدساتو سره په مخالفت کې کار وبلل شو،او ځان دښځې دحق او آزادۍ خبره پر خوله هم نشوه راوړاي .
د۲۰۰۱ کال راپدې خوا چې دپرديو په مرسته په افغانستان کې دطالبانودرژيم تر نسکورېدو ښاغلی کرزي ته دولتي واک سپارل شوي متاسفانه همدااوس هم زموږ دهيواد دپوره نيمايي وگړو يعنې ښځو او نړيوالو دغولوني لپاره هر چېرې او هره ورځ دښځو دحقو قو ددفاع ، هغوی ته دهيواد په سياسي ،اقتصادي ،اجتماعي او فرهنگي برخوکې دفعال گډون او دهغوی دازاديو تبليغات هرې خوا خپاره دي .
حقيقت خو دادی چې  تر اوسه متاسفانه هغه اړين کارونه چې په هيواد کې يې مور اوپېغله دمنځنيو پيړيو او جنگسالارو دوحشي منگولو څخه خلاصه کړې وای کوم مثبت گام ندی پورته شوی .يوازې په پارلمان کې په نمايشي بڼه ښځو ته دونډې ورکول دهيواد د۱۵ ميليونو ښځينه اتباعو درد نشي دوا کولای . هغه همدا شان زموږ د هيواد په اوسنيو شرايطو کې د ميندو د اقتصادي، سياسي او ټولنيزو ستوزمنو شرايطو او هغو کړاوونو په هکله مفصل معلومات ورکړ کوم چې همدااوس هغوی ورسره لاس په گريوان دي .
د غونډې په دوهمه برخه کې څو تنو افغاني پېغلو د مور د مقام په هکله خپل شعرونه ولوستل چې د غونډې د برخه والو لخوا په ګرمو چکچکو بدرګه کېدل.

 

دشعرونو تر ويلو وروسته دافغانستان داسلامي جمهوريت دمخابراتو وزير ښاغلي اميرزي سنگين ته چې مالموته مېلمه راغلی دی بلنه ورکړه شوه چې دغونډې برخه والوته دافغانستان دسياسي او ټولنيزو حالاتو په هکله خبرې وکړي . ښاغلي وزير دغونډې برخه والو ته دمور دورځې په مناسبت مبارکي وويل او دافغانستان دوضعې په هکله يې لنډې خبرې وکړې،  دغونډې برخه والو ته يې په خپلو خبرو کې وويل چې تاسو له بهره هم کولای شئ دخپل هيواد او هيواد والو سره مرسته وکړئ .
حبيب الله غمخور هغه ته مننې په څرگندولو سره وويل :  په بهر کې موږ ټولو افغانانو ستاسو وزيرانو څخه يوه هيله ده هغه دافغان ولس دزړه اواز ته دانساني احساس او ملي مسوليت په درکولو سره غوږ نيول دي .
د غونډې په درېيمه او وروستۍ برخه کې  په مالمو کې د پېژندل شوو ځوانو سندرغاړولخوا په زړه پورې کنسرټ ورکړل شو. دکنسرت په بېلا بېلو برخو کې دافغاني زلمو او پېغلو لخوا جلا جلا ملي اتڼونه وشول ،چې دغونډې دبرخه والو لخوا په زياتو ولولو او چکچکو بدرگه کېدل .
غونډه چې دماذديگر پر ۷ بجو شروع شوې وه دشپې پر دولسو بجو پای ته ورسېده.