دا جل ، دا برسات

شوګير چې درته شپو پر څڼو مات راوړی دی
يو خوب مې درته سترګو کې سوغات راوړی دی

دا ډک جام چې نن رېږدي په لاسو کې د فرعون
موسی له کوه طور ځنې تورات راوړی دی

دا چا ويل چې وږې د پښتون شولې حجرې؟
دې وږو ميکائيل ته هم خيرات راوړی دی

شېبه پر لمبو سره ده او شېبه پر ګلو سره
دې خاورې کله جل، کله برسات راوړی دی

ساعت وروسته رازېږو دا ساعت خير دی چې مرو
تقدير راته بس دغسې سوغات راوړی دی

سپېڅلی مسلمان دی خو يې زده نه شوه سجده
دې قام ته خدای د خپل غرور ذکات راوړی دی

کابل ۳۱/۵/۱۳۵۷
 

خيبري تنده

ټول عمر درنه ده سپکېدو ته چې يې پرې نږدئ
خاوره پښتنه ده او پردو ته چې يې پرې نږدئ

پرې ږده خيبري تنده چې بيا په وينو ماته شي
ګرمه معرکه ده سړېدو ته چې يې پرې نږدئ

سره چې وړي اورونه په کمڅو کې د پښتو ناوې
ښه ده چې لمبه ده لوګېدو ته چې يې پرې نږدئ

زلفو د جانان ته چې څو سرې وينې غوټۍ نشي
لار په وينو سره ده وچېدو ته چې يې پرې نږدئ

نن مې د خوشحال توره چې بيا هوس د شرنګ لري
تاوه په شرنګ ښه ده چوپېدو ته چې يې پرې نږدئ

ګورئ چې آسمنا کې وريځ د ستورو د لار پل وهي
ورځ خو لا اوږده، ده تورو شپو ته چې يې پرې نږدئ

وړي يې چې غرور ته ثريا په جام د سترګو کې
نېغه مو شمله ده کږېدو ته چې يې پرې نږدئ

کابل ۱۷/۹/۱۳۶۴


دا کلی مه ورانوئ !

دا کلی مه ورانوئ!
دا کلی مه ورانوئ!
ګورئ چې هلته د شنو ولو د شنوسيورو لاندې
ګورئ د شنې ويالې تر څنګه د جلګو دپاسه
يو کوچنی پروت دی
يو کوچنی ويده دی
او ، تر وړې لوپټې لاندې
په خوب وړو سترګو
د ناز په غېږه کې کوچني شينکي خوبونه و يني.

دا کلی مه وارنوئ!
دا کلی مه ورانوئ !
ګورئ چې هلته لکه زرکې زموږ د کلي نجونې
ګورئ چې هلته د بامو پر سر نورسې نجونې
کتار، کتار د لمر تر وړانګو خپل پيکي جوړوي
او په مينو ژبو
د پېغلتوب غوږ کې د ځوان هوس سندرې بولي
دا کلی مه وارنوئ!
دا کلي مه ورانوئ!
ګورئ چې هلته د هغو سپېرو کوډلو ځينې
ګورئ چې هلته ددې تورې ترږمۍ له غېږې
ساړه زګېروي جګيږې
سوزمن آواز راځي
او اميدوارې ميندې
د انتظار د بڼ د سرو ګلونو لارې څاري
دا کلی مه ورانوئ!
دا کلي مه ورانوئ!