دستگېر خروټی

"حقيقت له موږ سره دی"


هر څوک د حقيقت پلټنه کولاي شي، خوحقيقت د هېچا په مالکيت نه بدلېږې.
د بشريت په تارېخ کي د حقيقت موندنې د هميشنيو هڅو ترڅنگ په هميشنې توگه دا پوښتنه:  " حقيقت څه شی دی" هم موجوده وه. په دې اوږده لاره کي به يوه دعوه کوله چي بشپړحقيقت يې موندلی، بل بيا په خپله ځان حقيقت بالو. نورو بيا د عوه کوله چي حقيقت له دوې سره دی. وايې
 بودا دعوه وکړه چي حقيقت يې تر ونه لاندي وموند او مارکس بيا حقيقت په طبقاتې مبارزه او نړيوال پرولترې انقلاب کي تر لاسه کړ. وروسته وروسته په تېره بيا په سياسي ژوند کي دواړو چپ او ښی افراطه په حقيقت د مالکيت درلودلو ادعاوې وکړې او دې ډول ادعاگانو د بنسټ پالنې او د نورو په وړاندي د کرکي، نفرت اود منفي ذهن د درلودلو له چارې سره په بې سارې توگه مرسته  وکړه. زه دلته له دې پوښتنې: " حقيقت څه شی دی"  سره چي په ظاهرکي  ډېره ساده معلومېږې، خو ځواب يې دومره ساده نه دي کار نه لرم. دا د پوهانو کار دی. خو دومره  واېم هغه ځواکونه چي حقيقت  خپل مالکيت گرزول غواړې او يا خپل نظريات په بشپړ حقيقت بدلوي د بشريت په تارېخ کي  د بل هر ځواک په پرتله ټولنې او په تېره بيا انسانان او د هغوې ژوند او هستې له گواښ سره مخامخ کوي. د بشريت په تارېخ کي د لويو انسانې ناخوالو، لويو او اوږدو جگړو او لويو برباديو د پېل ټکې همدا "موږ حقيقت يو" دی.
په افغانستان کي له بده مرغه حقيقت يو ځل دچپ افراط او بيا د ښی افراط  د واکمنيو په ولکه کي را ايسار شو. يو په بل پسي اول کمونيستان او بيا طالبان د حقيقت په مالکانو بدل شول. او د حقيقت پلټنه  هم د عقل، استدلال او منطق په ځای له پخوا څخه د جوړشويو اصولو په چوکات کي تر سره کيدله. د دوې دواړو نظريات يوازنی حقیقت وو او  له دوې سره دوښمنې له حقيقت سره دوښمنې وه. له دوې سره دوښمنې  له انقلاب او بيا هم له خدای سره جگړه وه. د دوې په اصولو کي  شک او ترديد کول  له خيانت او کفر څخه عبارت وو او ټول هغوې چي د واکمنو په شان يې فکر نه کاوه او يا د نورو نظرياتو خاوندان وو د حقيقت ضد بلل کيدل او له هغوې سره ديالوگ کول، سازش کول او جوړه کول په حقيقت او په اصولو له معاملې کولو څخه عبارت وو د افغانستان د وروستيو کلنو تارېخ، تجربې او واقعيتونه په ښکاره توگه د ناخوالو او يو په بل پسي د ناورينونو د پړۍ دروند پيټی د هغوې په اوږو وراچوې چي ويل يې : " حقيقت با ما است" او يا "حقيقت له موږ سره دی".
هر څوک کولاي شي د حقيقت په کار کي برخه واخلې. هر څوک کولاي شي د حقيقت پلټنه وکړې او هر څوک کولاي شي له حقيقت څخه دفاع وکړې، خو هيڅوک نه په حقيقت د مالکيت درلودلو دعوه کولاي شي او نه حقيقت د چا په مالکيت  بدلېږې. هر څوک حق لرې د حقيقت  د پيدا کولو هڅه وکړې، خو هېڅ څوک  ددې دعوه نشي کولاي چي حقيقت له دوي سره دی. که حقيقت له دي او هغه وگړی او يا له دې او هغې وړې ډلې سره وي. دا نور څه شی دي او له دې نورو سره به څه وي.  دا نور غلط دي، منحرفين دي او په کږه لاره روان دي يا بايد سم او تسلېم شي او که نه وهل او ځپل يې له حقيقت څخه د دفاع  په منظور قانونيت لري.
 
  رښتيا " حقيقت له موږ سره دی"  " يا حقيقت با ما است"   مانا څه دی؟
هغه ډلې چي " حقيقت له موږ سره دی" د عوه کوي ځان  پوره او بشپړ بولې،  دا ډلې نېمگړی لوری نه لرې دوې پوره او نظريات يې بشپړدي. دوې غلطې او اشتباه هم نه کوی. دوي خپل نظريات په مقدساتو بدلوي او نور يې په پېروي کولو مکلف کېږې. نورو ته منحرفين او مرتد او  نظريات يې د حقيقت ضد بلل کېږې.
دوي په تېری کونکی توگه د نورو نظرياتو خاوندان توهين کوي او په ټيټه سترگه ورته گوري. خو په عمل کي حقيقت په خپل مالکيت بدلول او يا خپلو نظرياتو ته د مطلق حقيقت بڼه ورکول نه يوازي د شيانو له واقعيت څخه بيگانگې ده، بلکې  له پوهې او علم څخه هم بيگانگې شمېرل کېږې. پوهنه او علم ناتمام او بدليدونکي شيان دي او هميشنۍ څېړنې او پلټنې ته ضرورت لري او هيڅکله په حقيقت د مالکيت درلودلو دعوه نه کوي. دا پوره او بې نيمگړتياو ښاغلي  په ځاي ددې چي د شيانو او پيښو لاملونه او دهغوې تر منځ اړيکې وڅېړې خپلې نظريې په بشپړ حقيقت بدلوي. دوې نه وايې چي نن دنيا څه ډول دی او څه بايد وشي.  دوې په خپل کار کي د پوهنې او علم په ځای  د يوې ناروغې ايديولوژې  او نه بدليدونکو دگمونو پېروې کوې او د پيښو په پېږندنه کي پاتې راځي. همدارنگه  دا ډول يوه دعوه کول د پخوانې زمانې يوه زړه ځانگړتيا ده، کومه چي په ځانگړې توگه  د منځنيو پېړيو د هغو وگړو خصوصيت وو چي په هر اړخېزه او بشپړه توگه د خپل عقل او خرد د کار اچولو په کار کي بې وسه او پاتې راغلې وو. ناپوه وو، کبرجن وو، مغرور وو، عيب او نيمگړتيا نه منوونکي وو. همدا اوس په قبيلوې چاپيريال کي د هغو وگړو شمېر کم نه دی چي له يوې خوا په بشپړه توگه ناپوه، خو له بلې خوا ځان پوره او بې عيبه بولې او عيب ويل يې له  دوښمنې څخه عبارت دی.  
په حقيقت د مالکيت دعوه کول دهغو ديکتاتورانو ځانگړتيا دی چي خپل نظريات د خپل واک د ساتلو په منظور په بشپړ حقيقت بدلوي او ځان او خپلې نظريې له نيمگړتياو او اشتباگانو خالې بولې او نور د دوې او د دوې د نظرياتو په پېروي مکلف کېږې.
" حقيقت له موږ سره دی" ، " زور حق دی" ، " یوازې موږ پوهېږو" يو بل ته ورته او يو له بل سره مرسته  کوونکي مفهومونه دي. " حقيقت له موږ سره دی" ، " زور حق دی" ، " یوازې موږ پوهېږو"  عبارتونه د حاکميت او واک له مسلې سره په اړيکو کي رامنځ ته کېږې او د حاکميت د توجيه کولو په لاره کي ورڅخه کار اخستل کېږې. د تارېخ  په اوږدو کي د حاکميت په سر په جگړو او سياليوکي د زور تر څنگ حاکميت ته د قانونيت ورکولو پوښتنه هم موجوده وه.
همدا دم په نړۍ کي واک ته د قانونيت ورکولو په  هکله دوه ډوله پرنسيپونه شته دي. يو يې د دیکتاتورې او ديکتاتورانو او بل يې  د دموکراسي پرنسيپ دی. په دواړو  دموکراسي او ديکتاتوري کي بنسټېزه مسله داده چي څوک پريکړې کوې او د وروستې خبرې واک له چا سره دي. ديکتاتوران واک ته د قانونيت ورکولو په کار کي د زور د وسيلې تر څنگ يو ډول فکري سيستم او يا ايديولوژي ته هم ضرورت لري، خو په عمل کي دلته يو دی چي پريکړي کوي او د وروستې خبرې واک ورسره دي. په دموکراسي کي دا خلک دي چي واک لرې او سياسي پريکړې کوي او د خلکو اراده دواړو واک او پريکړو ته قانونيت  ورکوی. په ديکتاتوريو کي د واک،  د واکمنو د قانونيت  او د پريکړو کولود حق په هکله په هميشنې توگه دا  پوښتنه منځ راځي: دی سړی او يا د وړې ډلې ته چا حق ور کړی چي  واک ولرې او د ټولنې په هکله پريکړې وکړې.؟
همدې پوښتنې ته د ځواب ورکولو له پاره دي چي ديکتاتوران  مذهب  يا دا او هغه ايديولوژي  مرستې ته را غواړي او دعوه کوي  چي " تارېخ"، "خلک" او "حقيقت"  له دوې سره دی اودا دوې دي چي تارېخ جوړوې. همدارنگه ديکتاتوران داسي اصولو ته ضرورت لري چي د دولت او ټولنې تر منځ پولې له منځه يوسي او د ټولنې خپلواکې نفي کړې تر څوکولاي شي د هر چا د برخليک په هکله پريکړه وکړې. حقوق او ازادي يې واخلې، د ژوند، اقامت او مالکيت حق يې سلب کړې او په  خصوصي ژوند او چارو کي يې لاسوهنه وکړې. د دي ډول چلند ښه بيلگه  په افغانستان کي د طالبانو واکمنې وه.
څورلسم لويې وايې: "L, etat cest mio"  دولت یعنې زه.
نازيستانو ويل: "د رهبر اراده دواړه قانون او حق دی"   هېرمن گورينگ د هيتلر په هکله  وايې: " زه هېڅ ډول وجدان نه لرم د ما د وجدان نوم ادلف هيتلر دی". رودولوف هيس د د هيتلر په هکله په خپله راديويې وينا کي وايې: " هغه هميشه حق وو او هميشه به حق وي".
فاشيستانو ويل:  " موسلېنې هميشه حق دی"
ببرک کارمل د هندې ژورنالست پرېم چانداريا د يوې پوښتنې د ځواب په يوه برخه کي وايې: « ما با خوشبېنې برحق انقلابې و علمې به آينده مي نگرېم. زمان به نفع انقلاب ما عمل ميکند. حق با ما است ...پېروزې ما يک امر حتمې است».
 دلته به بې ځايه نه وي چي په تارېخې لحاظ حاکميت ته د قانونيت ورکولود منبعو او د حاکميت د شکلونو په هکله یادونه و کړم. په تارېخ کي حاکميت ته د قانونيت ورکولو په کار کي درې منبعي رول لري، کومې چي د حاکميت ځانگړتياوې او بڼه  ټاکي.
    ١ ـــ   منبع  زور دی. په دي ډول حالت کي زور او يوازي زور عمل کوي اود  " زور حق دي"  عبارت توجيه کونکې دنده تر سره کوي، کوم چي په افغانې سياسي فرهنگ کي پېاوړی ځای لرې. د زور پوسيله توجيه کونکی حاکميت د حاکميت لمړنی شکل دی چي د غالبو يا زورور حاکميت ته هم ورته ويل کېږې. په اوسنی افغانستان کي دلته او هلته د جنگ سالارانو حاکميت د زور د حاکميت بيلگې دې. 
٢ ـــ  منبع مذهب او ايديولوژي دي. هغه دولتونه چي د خلکو له خوا نه وي ټاکل شوي او د خلکو ملاتړ ورسره نه وي د خپل قاونونيت له پاره مذهب او ايديولوژي ته مراجعه کوي. په دې ډول حالت کي د مذهبې حاکميت د قانونيت منبع الهي دی.  همدا دم  په ايران کي اخوند خامنه اي له قانون څخه  په داسي حال کي لوړ مقام لري چي نه خپل م‍شروعيت له قانون څخه اخلې او نه هم ايرانيانو هغه ته مشروعيت ورکړی دی. خو خامنه يی هم پيشوا دی او هم هر ايرانې د هغه د حکم په پلې کولومکلف بلل کېږې. بې خدايه حاکميتونه لکه کمونېزم خپل حاکميت له ايديولوژي او ايديولوژيک حکمونو څخه اخلې اوله  " حقيقت له موږ سره دی" ، " موږ پوهېږو" " تارېخ له موږ سره دی" عبارتونه څخه د واکمنۍ د  توجيه کونکي په توگه کار اخستل کېږې.
د افغانستان تجربې په څرگندو او روښانو بيلگو سره وښودله هغه واکمنې چي په خلکو او د خلکو په ارادو تکيه نه کوي هم په واکمنۍ کي د ننه او هم له واکمنۍ څخه د باندي د خپلو مخاليفينو په ضد توطيې او دسيسې کوی او په خپله هم د توطيواو دسيسو ښکار کېږې. هغه حاکميتونه چي خپل مشروعيت له دين او ايديولوژې
څخه اخلې دينې او ايديولوژيک حاکميتونه ورته ويل کېږې.
٣ ـــ منبع خلک دي. په دي حالت کي حاکميت ته د خلکو پوسيله قانونيت ورکول کېږې.  په دموکراسي کي خلک يوه وگړی او يا يوې ډلې ته  ديوه معلوم وخت له پاره د دندو د اجرا کولو له پاره واک او صلاحيت ورکوي او په دموکراسي کي ددې ضرورت نشته دي چي " خلک له موږ سره دي" او يا " حقيقت له موږ سره دی".  دلته په عمل کي پخپله خلک دي چي واکمن ټاکې، واک ته قانونيت ورکوي او خلک پخپله د حاکميت منبع گڼل کېږې. هغه حاکميت چي خپل مشروعيت له خلکو څخه اخلې د خلکو حاکميت ورته ويل کېږې.
    سياسي پلورالېزم او "حقيقت با ما است"
 په افغانستان کي د سياسي ژوند او دسياست په ډگر کي " حقيقت له موږ سره دی" عبارت  په تېره بيا د چپ افراط له لوری په پراخه توگه په کار ولويد او اوس هم  دا او هغه وړه ډله " حقيقت له موږ سره دی" دعوه کوي." ما پېروز ميشوېم، چون حقيقت و صداقت با ما است"- ددې جملې په ويلو او ليدلو سره له سړی سره پوښتنه پيدا کېږې: دې ښاغلو ته چا دا حق ور کړی دی چي حقيقت په خپل مالکيت بدل کړې او يا دوې په کوم حق او صلاحیت  دې ډول يوې دعوې ته قانونيت ورکولې شي چي حقيقت له دوې سره دی؟  دا ښاغلې نه وايې: دا کوم او څه ډول حقيقت دي چي له دوي سره دی.  لاندې جملې ته هم پام وکړې.
« دوستان " نهضت اينده" که خود را به پلورالېزم سياسي معتقد ميدانند»- دا پورتنې دوه حکمونه د " اينده له سايت" څخه اخستل شوې دې.
له يوې خوا د دې دعوه کول چي " حقيقت له موږ سره دی" او له بلې خوا د سياسي پلورالېزم پلوي کول  پرادوکس دی،  تناقض ويل دي او يا هم له کلماتو سره لوبې کول دي. دا ممکنه نه دی چي  يوه ډله دي ځان د حقيقت مالکه و بولې او ورسره جوغت د سياسي پلورالېزم پلوي وکړې. پلورالېزم د توپېرونو د منلو په مانا دی. په پلورالېزم کي حقيقت د هېچا مالکيت او د هېچا په ولکه نه دی. پلورالېزم په تېره بيا د نظريو په برخه کي د څوگونيتوب او اختلافونو په مانا دي. پلورالېزم د گټوپه برخه کي هم په توپېرونوتکيه کوي. سياسي پلورالېزم  د توپېر لرونکو آرزښتونو او همدارنگه د توپېر لرونکوتگلارو په مانا  دی. سياست په لمړۍ درجه کي د رنگارنگ انديښنو، آرزښتونو او گټو ډگر دی.  پلورالېزم په سوله کي  دمتضادو گټواو اختلافونو د گډ ژوند کولو سيستم دی. په پلورالېزم کي يو د بل منل شته دی. په پلورالېزم کي د يو بل په وړاندي ز غم، سازش، تېريدل او روغه جوړه کول شته  دی. په پلورالېزم کي بنسټېز آرزښتونه له درناوی او زغم څخه عبارت دي. په ځانگړې توگه سياسي پلورالېزم د سياست او سياسي ژوند په ډگر کي د گوندونو او سياسي ډلو تر منځ  انډول او موازنه ساتې. پلورالېزم د دموکراسي  بنياد او بنسټ جوړوي. په بل عبارت دموکراسي د سياسي پلورالېزم، اقتصادي پلورالېزم، فرهنگي پلورالېزم، مذهبې پلورالېزم او  ټولنېز پلورالېزم په مټو ژوندې او وده کوي. د دموکراسي زړی  څوگونيتوب دی او د موږ دنيا د توپېرونو او څوگونيتوبونو دنيا ده. موږ انسانان هم له توپېرونو او په توپېرونوکي پيدا او لوي شوې يو او په توپېرونو کي ژوند کوو. څوگونيتوب د انسان  فطرت  دی. څوگونيتوب د هرې ټولنې يوه عينې ځانگړتيا او  ټولنې د څوگونيتوب په بنياد وده کوي. که  " حقيقت" له يوې سياسي ډلې سره وې نو په عمل کي پلورالېزم نفې کېږې او ځای يې د يو شان کولو ايديولوژيکې تگلارې ته  سپارل کېږې او نه يوازي ټول بايدد هغې ډلې په شان شي  چي حقيقت ور سره دی، بلکې د ټولنې او واکمنو تر منځ اړيکې  د فرمان ورکوونکو او فرمان وړنکو په اړيکو بدلېږې.
د pluralism  پلورالېزم  دوښمن  monism دی او مونېزم د هر ډول بنسټ پالنې او بنياد گرايې اساس دی. مونېزم د کرکې او فانتېزم د ايجاد اساس دي.  په بل عبارت  د پلورالېزم تر ټولو بد دوښمن " يو شان کول"  دي. يو شان کول يوه پخوانې او زړه تگلاره ده چي په سياسي، مذهبې او ايديولوژيک  برخوکي د ټولو لورو يو کول غواړي چي کارل پوپر يې د ټولو ناخوالو ريشه بولې.  د افغانستان تجربو په څرگنده توگه وښودله چي " يو شان کول" څومره سترې او هر اړخېزې انسانې او ټولنېزې ناخوالې او ستونزې له ځان سره راوړې. " حقيقت له موږ سره دي" د "يوشان کولو" د ړنگونکې تگلارې  بنياد جوړوې او واکمنو ته اجازه ورکوی په ټولنه  کي د يو شان کولو او د يوې نظريې د واکمن کولو هڅه وکړې.  په يوه  ټولنه کي د فکرونو د يو شان کولو او يا د يوه فکر د واکمن کولو موخه دا دي چي  په ټولنه کي دولت  دټولنې د يوې برخې استاذی او د هغې  ساتنه کوي او خپل  واک ته د خلکو په ځای د ايديولوژې پوسيله قانونيت ورکوي. هيتلر د نازيزم او استالين هم د کمونيزم پوسيله خپلو تگلارو او واک ته قانونيت ورکاوه. نازيانو ته يوازنی حقيقت " خالص ژرمن نژاد" وو، هغوې د همدې حقيقت په بنياد ځان ته اجازه ور کوله چي نور " نژادونه" له منځه يوسي او يا يې د " خالص نژاد"  تابع  وگرزوې.  په ستر! شوروی کي د پرولتريا واکمنې يوازنی حقيقت وو او استالېن د همدې حقيقت په  بنياد د شلو ميليونو په شاوخوا روسان مرگ ته وسپارل.
دلته به د پلورالېزم سره په ارتباط کي د طبقاتې مبارزې په تېره بيا د نه پخلاکيدونکي طبقاتې مبارزې يادونه هم وکړم. له يوې خوا د طبقاتې مبارزه او له بلې خوا د پلورالېزم پلوي کول بيا هم پرادوکس او تناقض ويل دي. په طبقاتې مبارزه کي تگلاره داده چي يو لوری مات شي او له منځه ولاړ شي.  " پرولتريا تارېخې رسالت لرې چي پانگوالې له منځه يوسي". خو په پلورالېزم کي تگلاره يو دبل نفي کول نه دي. د پلورالېزم په وجود کي اختلافونه او مخامختياوې د ديالوگ او پوهاوی له لارې حل کېږې، نه د انقلاب، نه د کودتا او نه د يو بل دنفي کولو له لارې. په پلورالېزم او په تېره بيا په سياسي پلورالېزم کي هر څوک د واک په چاره کي گډون کوي، خو په طبقاتې مبارزه کي سياسِت هم طبقاتې کېږې او ټول په سياست کي د گډون له حق څخه بې برخې کېږې. په طبقاتې مبارزه کي واک د يوې طبقی په ولکه کي راځې. مارکس ليکي: « مبارزه طبقاتې ناگزېر به ديکتاتورې پرولتاريا ميانجامد... دولت دوران گذ ار... چېزې جز ديکتاتورې پرولتريا نمې تواند باشد».
په پورتنی عبارت کي اصل په سياست کي د ټول  گډون نه دی. دلته  اصل  دموکراسي او پلورالېزم هم نه دی، بلکې ټينگار په ديکتاتورې او هغه هم د يوې طبقې په ديکتاتورې دی. هغوې چي له يوې خوا د طبقاتې مبارزې پلوي کوي او حقيقت خپل مالکيت بولې د پلورالېزم غوښتنه يې غولونه  او د ښه نيت په حالت کي دا ډول يوه غوښتنه  مسخرې ته پاتې کېږې.
دا  "حقيقت با ما است" د افغانې چپ افراط لاسته راوړنه نه، بلکې دا لکه چي پورته ياده شوه د  ديکتاتورانو او ايديولوژيک واکمنيو  منطق دی. دا د ديکتاتورانو او ديکتاتوريو فلسفه ده. دا د هيتلر، موسولينې او استالېن منطق دی. دا د بنسټ پالنې، فانتېزم او افراط منطق دی. په دي کاذب منطق کي حقيقت هم د پوهنې او علم په شان طبقاتې، قومې، مذهبې، گوندي... بڼه  پيدا کوي. "  حقيقت با ما است"  دهغو ځواکونو ځانگړتيا ده چي د نورو په وړاندي کرکه خپروې، وسله وال ټکرونه او جگړه لمسوي.
"حقيقت له موږ سره دي"  مانا دادي چي ټولنه، خلک او په تېره بيا مخالفين او د بل ډول نظرياتو خاوندان حقيقت لرونکې ډلې ته سر ټيټ کړې، متابعت يې وکړې او د نظرياتو په پېروانو يې بدل شي. ور سره جوغت نوموړې  ډله دا حق تر لاسه  کوې چي  ټولنې، فرهنگ، اقتصاد او د ژوند کولو څرنگوالې ته  قومانده او امر ورکړې. "حقيقت له موږ سره دي" مانا دا هم  دی چي رهبر يا ديکتاتور له قانونه لوړ وگڼل شي. هغه د ټولنې د قوماندان په توگه ومنل شي او د ژوند په ټولو برخو کي د هغه د امرونو، وستورونو او لارښوونو بشپړه پېروي وشي. ددې مانا دا هم دی چي رهبر شپون او خلک هم رمه او ياگله وشمېرل شي او دا هغه حالت دي چي ټولنه  سرپرست او پيشوا ته ضرورت لري او تجربې ښيې چي د سر پرست ضرورت د ټولنې د ناباليغتوب په صورت کي منځ ته راځې. هغوې چي خپل اصول په بشپړ حقيقت بدلوي ټولنې ته د يوه نابالغ موجود په سترگه گوري. همدارنگه  هڅه کېږې  په ټولنه باندي له پخوا جوړې شوې نظريې د يوه مطلق حقيقت په توگه تحميل شي. 
" حقيقت له موږ سره دي"  مانا دادي چي د ساده وگړو قربانې چي  وژنې کوي او ځانونه وژنې  هم توجيه پيدا کړې، کوم چي گمان کوي د انقلاب، قوم او دين دوښمنان وژنې. همدادم په افغانستان کي د ښوونځيو زده کونکې او د هغوې ښوونکي هم د خداې د دوښمنانو په نوم مړه او سرونه يې پرې کېږې. د  ماشومانود ښوونځېو د ړنگولو او سوځولو او همدارنگه د طالب له لوری د پوهنې، علم، پرمختگ او بيا رغونې په ضد اعلان شوې جگړه ته هم د همدي منطق پوسيله قانونيت ورکول کېږې .

" حقيقت له موږ سره دی" ددې عملې  امکانات منځ ته راوړې چي په اسانې سره انسانان د نظرياتو او  اصولو قربانې شي او بياد کرکې او ټوپک  په يووالی کي حرفوې انسان وژونکي وروزې چي له وژلو او ځورولو خوند اخلې. دلته له انسان سره د هغه د انسانيت په بنياد نه، بلکې د هغه د هويت په بنياد چلند کېږې او له دې او هغې ډلې، له دې او هغه قوم، له دې او هغه  مذهب، له دې او هغو نظرياتو سره د اړيکو په بنياد د انسان په هکله قضاوت کېږې. دلته انسان ته نه په هغه سترگه  کتل کېږې او نه انسان هغه  تصوېر لري، کوم چي د بشري حقونو په نړيواله اعلاميه کي ورکړل شوي دی. د بشرې حقونو په نړيواله  اعلاميه کي انسان يو خپلواک او ازاد موجود دی چي د انديښنې او تفکر ازادې لرې او د ځان، ژوند او راتلونکې په هکله په ازاده توگه پريکړه کوي اود يوه خپلواک شخصيت  توگه د ټولنې په چارو او له دې جملې په سياست کي گډون کوي.
د  " حقيقت له موږ سره دی"  پېروان د يوې ايديال ټولنې د جوړولو وعده ور کوې، چېرې چي به ټول ديوه فکر پېروې کوې، چېرې چي به ټول يو شان ژوند کوي، چېرې چي به يو نظر او ايديولوژې واکمنه وې او مخالفين به يې د حقيقت دوښمنان بلل کېږې او په ټولنه کي به د لورو تر منځ د ديالوگ کولو، دواړخېز او څو اړخېز پوهاوی، روغې جوړې او مصالحي،  په سوله کي د گډ ژوند، ټولنېز باور او د يو بل په وړاندي زغم درلودل
په بې مانا عبارتونو بدل شي. واکمنه ډله به د سياسي سيستم زړی جوړوی او د يوه او يا وړې ډلې د ديکتاتورې فرهنگ به چلوې او دا ډول يو حالت  واکمنو ته، کوم چي حقيقت د ځان  مالکيت گڼې امکان ورکوي  چي  په زور تکيه وکړې،  ستونزې  د زورپه وسيله حل او توپېرونو او اختلافونو ته هم د زور په ژبه ځواب ورکړې او له مخاليفينو  وغواړي : " راځې موږ ته راشې حقيقت له موږ سره دی" ؛ " راځې موږ ته تسليم شي موږ زور لرو او زور حق دی" .
په افغانستان کي  تجربو وښودله چي مکتبې او ايديولوژيکو واکمنېو ددې له پاره حقيقت د ځان په مالکيت بدل کړ تر څو د نظريو او په تېره بيا سياسي پلورالېزم له منځه يوسي، تر څو بې له اپوزسيون يوه ټولنه جوړه کړې. تر څو په واک کي د خلکو د گډون مخه ونيسي او ترڅو واک او واکمن د خلکو له څارنې او کنترول څخه وژغورل شې. ترڅو د يوې ډلې او يا د يوه گوند واکمنې تامين شي. مکتبې واکمنيو هڅه وکړه په ټولنه کي  دواړه ټولنېز او وگړنېز ژوند کنترول کړي. همدارنگه دوي او په تېره بيا طالبانو ددې پريکړه کوله چي خلک څه شی زده کړي، څه شی ووايې، څه شی وليکي، څه ډول فکر وکړې، د ژيرې اندازه يې څومره وي،
 څه شي واغوندي او کالو رنگ يې څه ډول وي.  د دواړو چپ او ښی افراط ددې ډول هڅو موخه دا وه چي له پخوا څخه جوړ شوي نظريات او اصول  د يوه مطلق حقيقت په توگه په ټولنه ور ورتپې او د افغانستان او نړۍ  پيښې او پراختياوي د منځنيو او نولسمې پېړيو په معيارونو او آرزښتونو و سنجول شي، خو نوې پيښی او نوې پوښتنې نوي ځوابونه غواړې.
دلته غواړم د دا ډول چلند په هکله د کانت د درېځ يادونه وکړم. کانت په کلکه ددې مخالف وو چي په ټولنه او يا انسانانو له پخوا جوړې شوې نظريې ور و تپل شي. هغه دا کار د انسانې فطرت سره ضديت بالو او ټينگاريې کاوه چي د انسان شعور او خرد د ازاد انتخاب په صورت کي وده اوپرمختگ کولاي شي.
په ټولنه او انسانانو له پخوا څخه د جوړ شويو نظريو او اصولو تحميل کول د نوي کولو، ابتکارکولواو بيا کتلو مخه نيسي، کوم چي په ټولنه کي د ودې او پرمختگ له کار سره مرسته کوي. افغانې ټولنه هغو وگړو او روشنفکرانو ته ضرورت لري چي هېڅکله د مطلق حقيقت په دگمونو نه زنگېږې، بلکې په هميشنې توگه په ټولنه کي د موجود حالت او اصولو په وړاندي شک او پوښتنه را پورته کوي او دپرمختگ په لور ټولنېز شعور ته لوری ورکوي. افغانې ټولنه هغو روشنفکرانو ته ضرورت لري چي د پېږندنې، څېړنې او پايلو اخستلو په کار کي د دگمونو او کاپې کولو په ځای له خپلواک، پلټونکی او انعطاف منونکی خرد او عقل څخه کار اخلې.
کانت د منځنيو پېړيو د تاريکي او د نوی عصر تر منځ پوله له خپل خرد او عقل څخه کار اخستل بولې.