د دوستی فرهنگي ټولنې اعلاميه

سويډن دمالموښار 2006.07.15

دبن دنړيوال کنفرانس په پايله کې د مؤقتي اداري دجوړېدو او په افغانستان کې دبهرنيو هيوادو په ځانگړې توگه دامريکادمتحده ايا لاتو لخوا دافغانستان سره هر اړخيزو مرستو اوپه هيواد کي ددموکرسي دپلي کولووعدې افغانانو او نړیوالو دخوښی باعث وگرځيده .په رښتيا سره داسي فکر کېده چي پسله ديرش کلن کورنی ناورين څخه به يو ځل بيا افغان ولس دا امکان تر لاسه کړي چې دسولي او ارامی په فضا کي نوی ژوند پيل کړي . دټولو ستونزو ، ناخوالو او نيمگړتيا سره په هيواد کي نوی اساسي قانون جوړ اودپارلمان لپاره ټاکنې تر سره شوې ،افغانانو دخپل فعال گډون پوسيله ولسمشر وټاکه . دغو او يو نيم نوروکارو دنړيوالو او افغان ولس اميدواري روښانه راتلونکې ته پيدا کړه .

مگر دوخت په تېرېدوسره ټولي هغه پرېکړي چې دبن ،برلين ،توکيو ،لندن ،توکيو،پکن او دنړی دنورو هيوادو په پلازمېنو کې دافغانستان په اړوند وشوې زيات شمير يې دوعدو په څير دکاغذ پر مخ پاته شوې چي دوخت په تير ېدو سره به يې ځاي نړيوال ارشيف وي ،ډير لږ و ئي عملي بڼه اخيستې ده . پدغه هيواد کې دبې وسلې کيدودپروگرام (ډي ډي آر او ډايار ) پروسه چي دهيواد دبياجوړونې او سولې دراتگ لپاره يې داساسي پله په نامه يې يادولاي شو په ډيره نيم گړې توگه تر اوسه پر مخه درومي ؛سالمه دولتي اداره جوړه نشوه ،پارلمان ته په زياته کچه جنگسالارو او يو شمير هغو کسانو چې دبشر دحقو قو دنړيوالو سازمانو لخوادجنگي مجريمينوپه نامه نومول شوي وه لار پيداکړه. په دولتي ادارو کي په بې ساري کچه اداري فساد، رشوت ، اختلاس ،واسطه بازی ، غيري مسلکي او نا سالمه عدلی اداره،دجنگي وړتيا نه لرونکی پوليس ،اردو،او امنيتی دستگاه ، په ټولودولتي مقامونو کې دشخصي او تنظيمې اړېکو پر بنياددغير مستحقو او مسلکي پوهې نه درلودونکو کسانوګمارل ؛ خلک نه يوازي پر حکومت بې باوره کړه ، بلکي اوس دخلکو بې باوري او ناراضی هغې کچې ته ورسيدل ، چې دپرديو په هڅونه دهيواد ملي امنيت له دومره گواښ سره مخامخ شوچې هر ه ورځ تر بلې په هیواد کې نارامی اوله دولت څخه دخلکو فاصيله زياتيږي . له بده مرغه د حکومت له خوا په دې اړوند هيڅ دا ډول ګام نه دی پورته سوی، چې پر دغه بل شوې اوردي اوبه وپاشی . ټول خلګ پر اداري فساد او رشوت نيوکي لري، حکومت ئي هم مني چې په دولتي ادارو کې رشوت او اداري فسادخپل ورستيو پژاونوته جگ شوی دی ، دخلکو سره دلازمو مرستو او مؤثروکارونو دسرته رسېدو وعدي کيږي ،ولي متاسفانه تچر اوسه عملا هيڅ يو داسي گټور اقدام ندی تر سره شوی چي ولس دي دحکومت په پلوی راوهڅوې . په افغانستان کې د قوي مرکزي حکومت دجوړيدو بهرنيو او کورنيومخالفينو له پورته په گوته شو ناخوالوڅخه خپلو شومو موخوته په رسېدو سره دادی يو ځل بيا دطالبانو دحرکت په نامه امنيتي حالت له دومره گواښ سره مخامخ کړی چې افغانان او نړيوال يې فرېشانه کړېدي . ددېرشوزرو څخه تر زياتو روزل شوی مسلکي بهرني پوځ په موجوديت کې دهيواد په پلازمېنه کي هم امينت نه لېدل کيږي ،هر ورځ دهيوادله گوټ گوټ څخه دځان وژنو ،مخامخ او دخرپ او ترپ حملو دطالبانو لخوا دولسواليوسقوط او داسي نور زورونکی راپورونه دنړی په مطبوعاتو کې يو په بل پسي نشريږې . کيداي شي ووايو چې ددغو حوادثو دتلفاتو شميره تر پنځو زرو اوړې .له بدمرغه ددغو تلفاتو لويه کچه ملکي او بې دفاع وگړي دي .

پدغو څلوروکلنو کې دافغانستان په جنوب شرق،بيا په شرقي سيمو او دادی دايوه مياشت کيږي يو ځل بيا دغرني هجوم په نامه دطالبانو او تروريستانو دجرړو دايستلو په خاطر دبهرنيو پوځيانولخوا دپاک کاری عمليات پيل شوی دی .تر کومه ځايه چي دعملياتوپلي کول نه سنجول کيږي او ددولت دمخالفينو تاکتيک ته په دقيقه توگه پاملرنه نه کيږي په زابل ،کندها ،روزگا،او هلمندکي دملکي خلکو دتلفاتو کچه دهرې ورځې په تيرېدو سره لوړېږي .

که څه هم بهرني ځواکونه دانه مني چې ملکي وگړې په عملياتو کې زيان وينې او دولت هم ورسره هم غاړی دی ،خو انکار نه کيدونکي شواهد او علايم چي دهمدا دغربي راډيوگانو لخوا خپرېږې ،پر دغه ټکو چې وايي ملکي وغړو ته کوم زيان نه دي رسېدلی او دافغانستان ددفاع دوزارت دنطاق دغه پرده گرانه جمله چې که :دسلو طالبانو دله منځه وړلو او يانيولو لپاره يو ملکي کس ته هم تاوان ورسېږې ولسمشر يې له چاسره نه مني دبطلان کرښه راباسي . موږ پدې عقيده يو چي همد اوس ديوه طالب لپاره کلي اوښارونه دهوايي ړندو بمباريو قرباني کيږې ،دتيري پنجشنبې په ورځ دټولو نورمونو خلاف دهلمند دولايت دنوزاد دولسوالی پر بازاراو دهغه پر شاوخواکليو بيرحمانه هوايي بم اوری چې دنوزاد دولسوالی بازار يي په خرابو بدل کړ ، تر 100 ډير دکانونه وران سوى اوتر ((200)) زيات ملکي وگړې لويو او وړودخواږه ژوند دلاسه ورکول ، زموږ ددغي ادعاڅرگنده بيلگه ده .

نن د1385 زکال دسرطان په 24 نيټه تر لس ځله زيات دنوزاد دکړېدلو خلکو اوازونه چې ددغو وحشيانه حملو او بم اوريو په هکله يې خبري کولې دآزادی راډيو او نورو راډيوگانو له لاري خپرې شوي . له بده مرغه دلته هم ښاغلی عظيمي داردونطاق او دهلمند والي دعادت له مخي پر ټولو حقيقتونو سترگي پټوي او دراډيوگانو خبرلوڅي دغلطو راپورونو په خپرولو تورن کړه . اوس مهال ولسوالۍ په کنډواله بدله شوې، سرايونه ، دکانونه او يو شمير د هستوګنې کورونه وران شوي او د سيمې ګڼ شمير اوسيدونکى له سميې څخه کډه کولو ته اړ شوي دي .

په سويډن کي ددوستی فرهنگي ټولني مشرتابه جرگه په افغانستان کې ددغه هيواد داوسېدونکو لپاره دارام او مطمين ژوند دراوستلو ،ددموکراسي دپلي کولو ،ټولنيزعدالت ،دښځو او ماشومانو له حقه دفاع ، دهيروئينودپټو او ښکاره سوداگرو پر خلاف دنړيوالو ځواکونو دمبارزي ملاتړ کوي ،ديولړ عيني اړتياو له مخي دبهرنيو پوځي ټولگيو موجوديت ددغه هيواد په گټه بولو؛مگر په هيڅ ډول دانشو منلاي چې دسولي او امنيت تر دښمنانو دي په پوځي عملياتو کې دبې دفاع ملکي وګړودمرګ اوژوبلې کچه لوړه او يو ځل بيادي دا هيواد په کنډوالواو قبرستان بدل شي .

  دڅه مودي راپدې خوا دزابل ،کندهار،اروزګان اوهلمند شاوخواسيموکي دناسنجول شوو پوځي عملياتوپه ترڅ کې ښځې ، ماشومان، او بيګناه انسانانو ته زړه بوږنوونکې مرګ ژوبله وراوښتې ، زيات شمير دکليو او وړو ښارونواوسيدونکی دخپلوکورونوڅخه کوچېدوته اړشوی او دستونزونه په ډکو شرايطو کي شپې سباکوي . دولتي ناخوالو او نړی وال ائتلاف دپوځی ځواکونو لخوا د نيمگړي جگړه ايزې پاليسی مخ ته بېول ، تېروتني او خپل سری د بحران په رامېنځ ته کېدوکي بنسټيز رول لوبولی دی . د پوځي عملياتو په وخت د سيمي د خلګو سره د ائتلافي پوځي ځواکونو نا وړه چال چلنداودهغوي سپکاوی يو د هغو اساسي لاملوڅخه شميرل کيږي ، چې د طالبانو د غښتلي کېدو او د مرکزي حکومت نه د خلکو دليرې توب او خوابدی عمده لامل گڼلاي شو. کله چي پر خوښيوپر محفلونو بمباری کېږي او د خلګو خوښي په غم بدلېږي، بېګناه خلک د ناسمو راپورونو په پايله کي نيول کېږي اوپه پټو زندانو کې ځورول کېږي ،يا د تلاښيو په وخت کي بهرنيان د خلکو کورونو ته پر خپل سر ورننوزي او ياددوي دروازي په لغتو ورباندي خلاصوی او د ښځو په وړاندي د افغاني او اسلامي کلتور منلي اصول له نظره غورځوي ،طبعي خبره ده چې دهر مخالف خبري به پر دوي مثبت تاثير ښندي او دوي به ددولت پرخلاف دځان په گټه دروي .
دټولني مشرتابه جرگه په داسې حال کى چي په افغانستان کې دسولي دټينگښت او افغانولس دژوند له ښيرازي او بسيايني سره سخته علاقه لري ؛ دغه سپېڅلي هدف ته درسېدو په موخه ، په افغانستان کې دائتلافي قواوو پوځي عمليات چي ولسي خلک هم پکښې په نښه اووژل کيږي ،کلي،کورونه، يې ويجاړېږې اومقابل لورى ته يوځل بيا دلته د يوې بلي کورنى جګړې امکانات برابرېږي، په کلکه غندى ، د داډول ړندو اوورانوونکوعملياتو چې دملکي خلکوتلفاتو کچه ورځ په ورځ زياتوي ژرترژره دريدو غوښتنه کوو . دافغانستان له مشرتابه اوپه دولتي واک کي دشريکونوروملي شخصيتونواوسياسي اړخونواو روڼ اندو، نه هيله لرو چي دافغاني خپل منځي تفاهم له لارې ددغي کورنی ناخوالودعواملو په برطرفه کولو کې گټور گامونه اوچت کړې .اودائتلافي قواووعملياتو پلي کولوميتودبايد داسې تنظيم شې چې ملکي وګړي پکښي مصؤن پاته وي . موږ په بهر کې دټولو فرهنگي ټولنو او ملي شخصيتونو څخه غوښتنه کوو چې دخپلو امکاناتو څخه په استفادي سره دې داروپايي هيوادو دولتي چارواکې ددغه ټکی په ناوړه پايلو خبر کړي کوم چې همدا اوس په افغانستان کې هره ورځ دخپل سرو پوځي عملياتو په پايله کي بيگناه انسانان ژوند دلاسه ورکوي . يو ځل دا هيواد دنړيوالو انترناسيوناليستي مرستوپه نامه او اوس ددموکراسی دراوستلو او بيا رغاونې تر نامه لاندي دبم اوريو په لمبو کې سوځوي . پدې ټکي دپوهيدوسره چې ددغه ملي تاوتريخوالي اساسي جرړي په کورکي دننه او له هيوادنه بهر بايد وايستل شي ،دړندو پوځې عملياتو پر خلاف خپل ږغ اوچت کړی . زموږ ټولنه په هيڅ ډول نه غواړو چې په جهان کې يو ځل بيا دپخواني شوروي اتحاد په دودداروپا.امريکا او کاناډا په کوڅو او بازاروکې دافغانانو پر مخ لاړې تف کړي . جگړه ،وژنه او ورانونه دافغانستان داوسنی روان کړکيچ دحل لاره نه بولو. ددې ستري ملي ستونزي دحل لپاره بايد ژر تر ژره دنړيوالوسازمانو، ملگرو ملتو او امنيت شوراپه مرسته گټور او اړين گامونه اوچت شي . پر هغو هيوادو سياسي فشار وارد شي کوم چي په افغانستان کي داوسنی نا امنی اساسي عاملين گڼل کيږې .

دافغانانو څخه موغوښتنه داده چي نور دخپل هيواد له ورانی او خپل ورور له وژنی څخه لاس واخلی اودخپل هيواد ددښمنانو دناوړه موخو دپلي کولو لامل مه شی .

ددوستی دفرهنگي ټولني دمشرتابه جرگې په استازيتوب

حبيب اله غمخور