دستګېر خروټی


يو غوايی او دوه انقلابونه


انقلابونه “ يو شان کول” غواړې، خو د افغانې ټولنې يووالی په توپېرونوکي دي.


ليکنه د يوه المانې فيلوسوف په خبرو پيل کوم هغه وايې:
١ ـ موږ به همدې حالت ته ادامه ورکړو او انسانان به د سيستم قربانې کېږې.
٢ ـ د يوه قهرې انقلاب په هکله به فکر وکړو، چېرې چي به سيستم ړنگ شي او انسانان به يو ځلبيا له سره پيل وکړې، که چېرې دوې څه پيدا کړې او له هغه ځايه پيل وکړې.
٣ ـ موږ به د سيستم برخې وساتو او له کوزې خوا به دموکراتيک کول پيل وکړو. زه باور لرم چي  له کوزې خوا د ټولنې جوړول تر ټولو ښه لاره ده.
ټولنه د يوه ژوندی ارگانېزم په توگه په حرکت او بدليدو کي دی او ټولنه بايد په حرکت کي وي او بدلون ومومي. د ټولنې ژوند په هميشنې وده او بدلون کي دی. د ټولنې دريدل د ټولنې لويدل دي.
يوازې تدرېجې بدلونونه او رفرمونه کولاي شي په سم لوری د ټولنې د ودې او حرکت لارښوونه وکړې. د پرمختگ په لور د يوې سالمې ټولنې ځانگړتيا په دي کي دی چي پرانيستې وې. د نويو په وړاندي منونکې وې او د هغوې په وړاندي زغم ولرې. د نويو منل د موجودو د غورځولو په مانا نه دي. تدرېجې بدلونونه او رفرمونه نه يوازی د پرمختگ په لور د ټولنې له حرکت سره مرسته کوي، بلکې په ټولنه کي د ړنگونکو او وژونکو انقلابونو مخه هم نيسې. کارل پوپر په ټولنه کي د انقلاب د مخنيوی له پاره په رفرمونو ټينگار کوي.
هغه ويل چي انقلاب ټوله جامعه دا او هغه خوا کوي او په دي کارکي لوې اشتباگانې کېږې، کومې چي نه جبران کېږې او په زرگونو او ميليونوخلک به ددې لويو اشتباگانو بيه پريکوې.
په انقلابونو کي ددې تضمين نه شته دی چي ټولنه دي په غلط او ناورين راوړونکی لاره ولاړه نشي او نه ددې ډاډ شته دی چي په ټولنه کي هر څه بې ځايه نشي. انقلابونه ددې وړتيا لرې چي موجود سيستم ړنگ کړې، خو ددې وړتيا نه لرې چي نوی سيستم په پښو ودروي. انقلابونه د ټولنې د سياسي، اقتصادي او ټولنېزو بنيادونو د ړنگولو وړتيا لرې، خو د هغو د جوړولو په کارکي پاتې راځې. په تدريجي بدلونونو کي د نويو د منلو تر څنگ د موجود سيستم برخې هم ساتل کېږې.
ټولنه د جادوگر د جنډې په شورولو او برکت نه خوزېږې، بلکې ټولنه د بنيادونو، ارزښتونو او جوړښتونو په اساس پايې او حرکت کوي او انقلابونه او په تېره بيا ايديولوژيک انقلابونه همدا بنيادونه بې ځايه او له منځه وړي او په ځای يې له پخوا څخه د جوړشويو اصولو سره سم د نويو بنيادونو جوړول غواړې، کوم چي په ټولنه د زور پوسيله تحميل کېږې او پايله يې د هراړخېزې بدمرغې په لور د ټولنې لارښوونه ده.
انقلاب هم د نورو وسيلو په شان د يوې موخې د لاس ته راوړولو وسيله ده. انقلاب په عمده توگه د ټولنېزو چوړښتونو د ړنگولو وسيله ده او انقلاب په يوه ټولنه کي د زور زياتی، خشونت، قهر او وژلو فرهنگ ته پراختيا ورکوي. په افغانستان کي د ثور د اومې او اتمې انقلابونو د افغانې ټولنې اقتصادي، ټولنېز، سياسي، فرهنگي ... بنيادونه بې ځايه او ړنگ کړل او له افغانې ټولنې سره يې هغه څه وکړو چي څونامې له اندونزي او د هغې سېمې له نورو هيوادونو سره وکړل. خو په دي توپېر چي د افغانې څونامې تر شا د طبعي ړندو ځواکونو په ځای انسانې ځواک عمل کاوه. د ثور د اومي او د ثور د اتمي انقلابونو افغانې ټولنه داسي وځپله او دومره “ لوي اشتباگانې” وشوې چي په ميليونونو افغانان يې د جبران کولو په کار کي بې وسه دي.
انقلاب ضرورت نه دی.
د مارکس د وړاندوينې خلاف په هغو ټولنو کي چي دموکراتيک سيستمونه لرې واک د انقلاب له لارې نه ځای په ځای کېږې او نه دلته انقلابونه کېږې. په دي هيوادونو که کمونستان او چپ ځواکونه هم د ټاکنو له لارې واک تر لاسه کوي. د مارکسيزم خلاف پرونې واکمنان نه ځپې، سابېريا ته يې نه لېږې او نه يې بندي کوي، بلکې هغوې دموجودو واکمنو په اپوزسيون بدلېږې او بيا واک ته د رسيدولو له پاره کار او هڅې کوې.
همدارنگه پانگه واله ټولنه په هغه لور روانه ده چي د مارکس له وړاندوينو سره د ځمکې او اسمان واټن لرې. مارکس وړاندوينه کړې وه چي پانگواله ټولنه په خپله وده کي داسي یوې نقطې ته رسېږې چي منځنۍ طبقه له منځه ځې او په ټولنه کي يوازې دوه طبقي پاتې کېږې: پانگه واله طبقه چي پرولتريا يې ځنځېر کړې او پرولتريا
چي د پانگه والو په له منځه وړلو کي له دي ځنځېرونو پرته بل څه له لاسه نه ورکوي. خو په پانگه والو ټولنو کي نه يوازي منځنۍ طبقه له منځه نه دي تللې، بلکې وده يې کړې او پېاوړې شوې ده. د دنمارک پانگه واله
ټولنه په دو برخو نه دي ويشل شوي. دلته هغه دمارکس پرولتريا چي له ځنځېرونو پرته بل څه نلرې نه تر سترگو کېږې. په دي هيواد کي نه کله انقلاب شوی او نه داسې نښانې شته دي چي د انقلاب په لور د ټولنې لارښوونه وکړې. دلته کمونستان او سوسياليستان هم د انقلاب په هکله خبرې نه کوي. همدا دم په چين کي چي اقتصاد په تېزې سره غوړېږې ور سره جوغت په همدغه تېزې سره منځنې طبقه وده کوي. په چين کي د قهري انقلاب موخه د کمونستې ټولنې جوړول وو. خو په عمل کي کمونېزم په دي هيواد کي له فيودالېزم څخه د پانگوالې په لور له قهر، دردونه، توهينونو او سپکاوی ډکه د گذار او لېږد مرحله وه. تارېخ تراوسه داسي ټولنه نه دي ثبت کړې چي يوازي په دو طبقو پرولتريا او پانگوالو ويشل شوي وي.
يو شمېر په دی باور دي که په فرانسه کي انقلاب نه واي شوی نو په فرانسه کي دموکراسي منځ نه راتلله.  خو ناروي، سويډن، دنمارک ...بې له انقلاب دموکراسي ته رسيدلې دي او ددې هيوادونو اقتصاد له فرانسي څخه پېاوړی او هم ثبات لرونکی دی.
په افغانستان کي نه يوازي طبقات او طبقاتې جوړښتونه مشخص او روښانه نه وو، بلکې د طبقاتې پولو په پرتله په ټولنه کي قومې، ژبنی او مذهبې پولې روښانه او پېاوړې وې او اوس هم پېاوړې پاتې کېږې.
په ټولنه کي طبقاتې هويت د قومې، مذهبې او ژبنې هويتونو په پرتله نه يوازي د صفر تر درجې کمزوری وو، بلکي د ټولنې په ذهنيت کي ځای هم نه و موندلی. په افغانستان کي نه هغه طبقه موجوده وه چي د انقلاب له لارې يې د ټولنې د بدلون ماموريت درلود او نه په ټولنه کي د انقلاب تمه کيدله. ټولنې نه د انقلاب غوښتنه کوله او نه يې د هغه انتظار درلود. په خپله د افغانستان د خلک دموکراتيک گوند هم دومره ژر د انقلاب هيله نه کوله. دا گوند نه يوازي انقلاب ته چمتو نه وو، بلکې د واک د تر لاسه کولو او بيا د هغه د ساتلو کارته هم چمتو نه وو. گوند دومره امکانات، ظرفيتونه او ټولنېزه اډانه نه درلودل چي هم واک سمبال کړې او هم د واک ساتنه وکړې. د ثور له انقلابه وروسته په بېړه د گونديانو واکمنې جوړه شوه او په گوندکي هرې ډلې هڅه کوله په واک کي د زمری ونډه تر لاسه کړې. د بلې هرې برخې په پرتله د واکمنو انرژې او وخت
د گوند په د ننه کي د واک په سر په شخړو ختميدله.
واکمن گوند د افغانې ټولنې په هکله کاذبه اگاهې او نيمگړې پوهه درلوده. دې گوند په خپل کار کي له يوې خوا په يوه ايديولوژي چي له افغانې واقعيتونو سره يې ډډه نه لگوله او له بلې خوا يې له نورو څخه په تقليد کولو او کاپې کولو تکيه کوله. گوند د ټولنې د ستونزو په څېړلو او بيا هغوې ته د حل په پيدا کولوکي د ټولنې د واقعيتونو په ځای او د پيښو د لاملونو په ځای کتابونو ته مخه کولو تر څو هلته د پېږندنې او حل کومه نسخه پيدا کاندي. په يوه ټولنه کي دا کدرونه دي چي پلانونو او تگلارې عملې کوي. گوند په ځای ددې چي د ټولنې او کار دضرورت په بنياد دا ستونزه حل کړې ددې مسلې له پاره يې د لنين حکومونه ته مراجعه کوله. ببرک کارمل د گوند په لسم پلنوم کي وايې: « لنين ضمن طرح و اساس گذاري اصول سياست کدرها توضيح ميدارد، مراجعه کنېم. لنين تحت مفهوم خصوصيات سياسي و وفاداري به انقلاب را مدنظر داشت»
د افغانستان د خلک دموکراتيک گوند د اپوزوسيون په حالت کي د واکمنو او استبداد انتقاد او غندنه کوله د دموکراسي، برابرې او د بيان د ازادي پلوي يې کوله، خو کله چي دا گوند په خپله واکمن شو بې له ځنډه يې د يوې انديښنې د واکمنې اعلان وکړ او دا يې روښانه کړه چي دلته يوازي هغوې ته د ويلو او ليکلو اجازه ورکول کېږې چي د انقلاب او واکمن گوند په خدمت کي وې. نورمحمد تره کي وايې: « موږ هغو ته د فعاليت اجازه ورکو چي د انقلاب مخالف نه وي» . همدارنگه په دي هکله غواړم د گوند په نهم پلنوم کي د ببرک کارمل خبرې را يادې کړم. هغه وايې:« کميته مرکزي ح.د.خ.ا. محتوی ايديولوژيک ، سياسي و جهت فعاليت مطبوعات، راديو وتلويزيون را معين ميسازد.» هغه زياتوي: « ژورناليستان حرف حزب را به توده هاي انقلابې برساند» . نجيب په گوندي کنفرانس کي وايې: « ژورناليستان، کوم چي په ورځپاڼو، راديو او تلويزيون کي دنده تر سره کوي د انقلاب د کرونولوجې او د ملې مصالحې په هکله خپل مکلفيتونه په ښه توگه نه عملې کوې.»
د افغانستان د خلک دموکراتيک گوند د واکمنۍ په پرتله شاهې او د محمد داوود جمهوريت ډېر دموکراتيک او د نورو او مخاليفينو په وړاندي زغم لورونکي وو. همدي گوند هم په هغو واکمنيو کي د کار کولو او خپرونو اجازه درلوده.
د ثورانقلاب له ځانه سره دخلکو د ازادي او نيکمرغي په هکله هېڅ ډول پيام نه درلود. د ازادي او په تېره بيا د انسان د ازادي په لور تر ټولومهمه او بنيادي مسله د انديښنې او فکر ازادي دی. خو انقلابې واکمنو نه يوازي په دې لاره کي يو گام پورته نه کړ، بلکې هڅه يې کوله د مارکسيستې ايديولوژې په بنياد انديښنې او فکرونه، پوهنه، زده کړه، ټولنه، اقتصاد، سياست، عدالت، قضاوت ... يو شان کاندي. انقلاب يو شمېر ايديولوژيک حکومونه د حکومت کولو په اصولو بدل کړل چي مخالفت کول يې له انقلاب سره دوښمنې وه. د ثور انقلاب د ټولنې د موجود سيستم د ړنگولو په کارکي بې سارې وړتيا وښودله، خو د نوی سيستم په جوړولو کي په شرکونکي توگه پاتې راغی.
د ثور انقلاب په ټولنه کي د داسي تفکر د واکمن کولو هڅه وکړه چي د ټولنې له مادي او معنوي جوړښتونو او ارزښتونو سره په بشپړه توگه بيگانه وو. همدارنگه گوند د ټولنېزې پايگاه په بشپړه نشتوالی کي د سياسي واک د لاس ته راوړولو هڅه وکړه اوگوند خپله تگلاره او پلانونه د ټولنېز شعور په ځای د انقلابې شور او احساساتو په مټ تطبيق او پلې کول.
دثور انقلاب يو ناورين راوړونکی انقلاب وو. دثور انقلاب نه يوازي ضرورت نه وو، بلکې يوه لویه تارېخې تېروتنه او غلطي وه. د ثور انقلاب يو بې لوزمه انقلاب وو. دا بې خلکو او بې پرگنو انقلاب وو.  دا د نړۍ يوازنی انقلاب ته خلک په پيسو اخستل کيدل. د انقلاب په موقع په افغانستان کي نه د واک خلا منځ ته راغلې وه او نه خلکو د ننی نيپال په شان د سيستم د بدلون غوښتنه کوله. لکه چي وويل شو گوند هم د داسي څه هيله نه درلوده. نورمحمد تره کی د محصلينو له مجلې سره په خپله مرکه کي د ثور انقلاب له يوه نوی بينس موټر سره پرتله کوي چي يو غريب سړی يې په ناڅاپه توگه تر لاسه کړې. خو انقلاب وشو. او دا چي ولې وشو په ځواب کي يې له ماسره هغه څه نشته چي ورباندي باور وشي، خو د ما له پاره په کمزوری گمان دا د گوند له خوا د واک له پاره د واک تر لاسه کولو يوه کودتا وه او په پېاوړی گمان دا د يوې افغانې پروژې په ځای يوه بيگانه پروژه وه. هغه وخت هغه څه چي ډېر د پام وړ وو هغه د محمد داود د تگلارو په هکله د روسانو تشويشونه او په افغانستان کي د هغوې پټ او ښکاره فعاليتونه وو.
انقلاب د مستبدينو او وژونکو د روزولو ښوونځی دی  انقلاب او جنگونه ټولنې ځپې، ټولنې ړنگوي او په ټولنو کي هر څه بې ځايه کوي. په افغانستان کي په تېرو دريو لسېزو کي انقلابونو او جنگونو افغانې ټولنه بدله کړه، په دي ټولنه کي ډېر شیان بدل او بې ځايه شول او افغانستان هغه افغانستان نه دی چي ديرش کاله پخوا وو. دلته په انقلاب پسي انقلاب، په جگړه پسي جگړه، په ناورين پسي ناورين، په مېرغضب پسي مېرغضب، په مستبد پسي مستبد او په تېري پسي تېری راغی. په دي انقلابونو او جنگونو کي يو له اسمانه ځمکې ته را کوز شو او بل له ځمکي اسمان ته جگ شو.
په انقلابونو کي حالات او پيښې ځان ته داسي څرنگوالی غوره کوي چي د پيښو لوبغاړي يې هم له درک کولو څخه عاجز پاتې کېږې. د بيلگې په توگه نه په فرانسه کي روبيسپېر په دي پوهيدو چي د هماغه انقلابيونو په وسيله به گيوتن ته سپارل کېږې چي دده پېروان وو او “ ژوندی دي وې روبيسپېر” نارې يې وهلې او نه تر ه کي په دي پوهيدو چي د هغه چا پوسيله به وژل کېږې چي کلنو کلنو يې “ ژوندی د وي تره کي” “ گوند او تره کی روح او وجود دي” “ گوند او تره کی نوک او وورې دي” “ ستر ښوونکی”... نارې وهلې د بشريت په تارېخ او په ځانگړې توگه د افغانستان په تارېخ کي د انقلابونو په دوران کي د لويو مستبدينو او وژونکو نومونه ثبت شوې دي. انقلاب له ډېرو وړو وگړو پيشوا، رهبرکبېر، نابغه، امام معظم، امېرالمومنېن... جوړکړې او هغو ته چانس ورکوي چي د ميليونو خلکو د برخليک، ژوند، حقونو، ازاديو او راتلونکي په هکله پريکړې وکړې. انقلابونه وړو او اتفاقي وگړوته امکان ورکوي واک په خپل مالکيت کي راولې او هڅه کوي په يوه ټولنه کي د ژوند په ټولو برخو واکمن شي، ټولنې ته، ټولنېز ژوند ته او د انسانانو خصوصي ژوند ته قومانده ورکړې، د هېڅ ډول قانون پروا ونه کړې، ځانونه له قانون څخه پورته وگڼې او خپله اراده په قانون بدله کړې. همدارنگه انقلاب او جگړه له ډېرو عادي او مهربانو خلکو حرفوي وژونکي جوړوي او د انسانانو وینې تيول ورته د اوبو څښلو په شان اسانه کار ښکارې.
په هره هغه ټولنه کي چي “ پيشوا بزرگ ” ، “رهبرخردمند” ، “ لوی رهبر” ، “امير”... ته اړتيا پيدا شوه په هغه ټولنه کي نه يوازي په خپله د ټولنې ازادې له منځه ځې، بلکې د وگړو د ازادي فاتحه هم اخستل کېږې. “پيشوايان” ، “ رهبران” او “ امامان” له خلکو گلې او رمې جوړول غواړي اوله خلکو سره د ځناورو په شان چلند کوي. په مذهبې ديکتاتوريو کي خلک گناهگار او ناپوه شمېرل کېږې چي رهبر، امام، ملا او لارښوونې ته ضرورت لرې. د کابل په کوڅو کي به طالبان په کلاشينکوفونو برسېره له ډانگو سره هم گرزيدل چي د هغوې  په وسيله د خلکو لارښوونه وکړې. په مارکسيسزم کي بيا زيارايستونکې د ټولنېزې اگاهې د نه لرلو له کبله رهبر،رهبر کبېر، نابغه او لارښونې ته ضرورت لري. په انقلاب او انقلابې حالاتو کي دا له يوې خوا “ گناهگار” او له بلې خوا د “ ټولنېزې اگاهې نه لرونکي” دببرک کارمل په قول “ توده هاې منجمدفکر” د خمينې په قول “ گله” د ټولنې او سياست په کار کي د گډون وړتيا نه لرې. د دوې وړتيا د پیشوایانو په پېروې کي دی. د وگړو له ازاديو سره دوښمنې هم له همدي ځایه پېل کېږې چي په ټولنه کي د “پيشوا” او “رهبر” اړتيا پيدا شي او دا اړتيا په جنگونو او انقلابونو کي په ښه توگه پلې کېږې. رهبر او پيشوا ته د اړتيا درلودلو مانا دا هم دي چي د ټولنې اوسيدونکي د ټولنې د لارښوونې په کار کي پاتې راځې او له دې امله لارښوود او رهبرې کولو ته ضرورت لري. ددې خبرې مانا دا هم دی چي اوسيدونکي له خپلو عقلونو څخه د کار په اخستلو کي بې وسه کېږې. په هغه ټولنه کي چي د “پيشوا” ضرورت پيدا کېږې د ټولنې اوسيدونکي په مريدانو او پېروانو بدلېږې او دا ډول يوه ټولنه يوه بالغه ټولنه نه شمېرل کېږې.
افغانې ټولنه انقلابونو او جگړو دومره بې وسه کړه چي په سرگردانه توگه په “ ناجي” او “ اتل” پسي گرزيدله او هيله يې درلوده چي هغه به د نيکمرغي په لور ددوي لارښونه وکړې. همدارنگه انقلابونو او جگړو ټولنه داسي وويشله او دومره ژوره ټولنېزه بې باورې يې منځ ته راوړه چي هر څوک د خپل “ ناجي” او “اتل” په لټه کي شول، خو په دواړو حالاتو کي له بده مرغه هر ځل د ناجي په ځای له میرغضب سره، له مستبد سره او له جنگ سالار سره مخامخ شول. همدا بې وسه او سرگردانه خلک يوه د انقلاب او خلکو په نوم، بل بيا د خدای او مذهب په نوم او هغه بل بيا د ژبې، قوم او سېمې په نوم وځپل، ووژل، وشړل او بې کوره يې کړل.
انقلابونه نه يوازي د مستبدينو د روزلو ښوونځې دي، بلکي جمعي وژنو، د زرگونو او ميليونونو انسانانو  وژنو ته هم قانونيت ورکوي. استالين په ميليونو روسانو د انقلاب د ساتنې او، تارېخې جبر په نوم ووژل. نچايف په خپل کتاب - د راتلونکې ټولنې د جوړښت بنياد- کي د يوه انقلابې ځانگړتياو په هکله ليکې: « له پاره ددې چي ښه انقلابې پاتې شو بايد هر ډول مهربانې، نرمش، خپلوې، دوستې،مېنې، حق پېږندنې، شرافت... لرې وغورزو. هغه څوک چي د ډېرې کمې مهربانې احساس کوې انقلابې نه دی.  انقلابې يوازې يو علم پېږنې او هغه د ړنگولو او نابود کولو علم دی... انقلاب چاقو، دار، طناب په  مقدساتو بدلوې.»
خمينې: « انقلاب خون تازه ميخواهد... ما هر قدر که ميکشيم ازين دانشگاها هستند»
امېن: « موږ په افغانستان کي لس زره فيودالان لرو، ټول له منځه وړو، نوره مسله حل کېږې. افغانان يوازي زور په رسميت پېږنې»
ببرک کارمل: « نسل ها بايد از انقلاب دفاع کنند»
په افغانستان کي په زرگونو روشنفکرانو په دې هيله چي انقلاب به د ټولنې ستونزې په يو ځل او د هميشه له پاره حل کړې سياسي عمل کولو، ديالوگ او پوهاوی ته شا وروگرزوله. رښتيا هم په زرگونو روشنفکرانو د ټولنېز عدالت او په ټولنه کي د برابرې د بسيا کولو خپلې ټولې هيلې په انقلاب پورې تړلې وې او باور يې درلود چي انقلاب به د سترگو په رپ کي دا زړه دنيا ړنگه او په ټولنېز عدالت او برابرې ولاړه يوه نوې دنيا به جوړه کړې. دي انقلابې روشنفکران د سياست او پوهې په ځاي د ارمانونو، کوم چي د بشر له لوړو او عالې ارمانونو شمېرل کيدل پېروې کوله. له انقلاب سره مېنې اواحساساتو دومره غلبه کړې وه چي سياست ته د زورزياتې او د نورو د نفي کولو د وسيلې په توگه کتل کيدل. په افغانستان کي د ثور انقلاب په ډېره پراخه پېمانه او ژوره توگه د سياسي عمل، ديالوگ او پوهای ځای کرکې، زور، جبر او د زرگونو انسانانو ځورولو ته ورکړ او دې ځورولو په خپله د انقلابيونو او د هغوې لمن هم ونيوله چي د کلنو له پاره يې د انقلاب له پاره ستونزې گاللې او جگړه يې کوله. وايې چي انقلاب خپل زامن خورې، خو په افغانستان د انقلاب زامنو يو د بل د وژلو او څېرلو چاره له هماغو اولو ورځو پېله کړه. په انقلاب کي د ننه هم د انقلاب د بچيانو تر منځ د عقل او خرد ځای احساساتو او بدل اخستلو نيولی وو. د ديالوگ او بحث ځای ټوپک او کلاشينکوف ته وسپارل شوی وو.
انقلاب له هماغه پېله د خپلو هيلو او ارمانونو خلاف له ستونزو سره مخامخ شو. کله کله به دا ستونزې دومره پېچلې شوې چي د انقلاب دوست او دوښمن به هم په کي ورک شو. يو شمېر د انقلاب د انحراف او يا د انقلابيونو د انحراف خېرې را پورته کړې. بل شمېر ويل چي د انقلاب لاره کږه شوې او يا د انقلاب له اصولو انحراف شوی. نورو به ويل چي دي او يا هغه گروپ انقلاب غلا کړی دی. خو په اصل کي خبره د انقلاب په انحراف او يا د انقلابيونو په انحراف کي نه وه، بلکې خبره په خپله په انقلاب وه. پورتنې خبرې د اصولو په ځای او د يوه عاقلانه سنجش په ځای ددې او يا هغه رهبر او يا ددې او هغه ډلې واک ته د رسيدو له پاره تاکتيکونه وو. د ثور انقلاب له همدي لارې چي ورباندي ولاړ بله لاره يې نه درلوده. انقلاب همداسي شی دی. . نه يوازي د ثورپه انقلاب، بلکې په هر انقلاب د هغه د ارمانونو له مخې نه، د هغه د شعارونو له مخي نه، د هغه
د هيلو له مخې هم نه، بلکې د هغه د پايلو له مخې قضاوت کېږې. بلې انقلاب د ټولنې د جوړولو په ځای د ټولنې د ړنگولو وسيله ده. له انقلاب څخه د انحراف سره جوغت له مارکسيسزم څخه د انحراف او له طبقاتې مبارزې څخه د انحراف خبرې هم تودې وې. خو ستونزه له مارکسيسزم څخه په انحراف کي نه، بلکې ستونزه د انقلاب په شان په خپله مارکسيسزم وو. همدا مارکسيستې ايديولوژې وه چي له زورزياتی، کرکي او وژلو څخه د ډکو انقلابونو توصیه او توجيه يې کوله.


د ثور د انقلاب اساسي موخه د سياسي واک تر لاسه کول وو.

په ټولنه کي د بدلون په کار کي موخه يوازې د واک تر لاسه کول نه دی. تر ټولو مهمه او مرکزي مسله داده چي څه شی به د هغه ځای نيسې. د واک د تر لاسه کولو په کار کي مرکزي مسله د واک د تر لاسه کولو دمخه واک ته د رسيدلو وسيلې ته قانونيت ورکول دی، کوم چي د انقلاب په منطق کي يوه ارتجاعي نظريه او يو بابېزه شی شمېرل کېږې. د بدلون او د واک د تر لاسه کولو په کار کي بله مهمه مسله د انقلابې شور، عاطفي او انقلابې احساساتو په ځای د ټولنېز شعور د درلودلو ضرورت دی. ددې خبرې مانا دادي چي د بدلون په راوستلو سره له موجود حالت څخه د يوه ښه او بهتر الترناتيف ارايه کول دي.
د ثور په انقلاب سره د افغانستان د خلک دموکراتيک گوند له يوې خوا ون‍شواي کولاي د يو ښه او عملي الترناتيف په وړاندي کولوسره د خلکو باور تر لاسه کړې او له بلې خوا يې د واک د تر لاسه کولو په کارکي د سياسي عمل او سياسي وسيلو په ځای په زور او د زور په وسيلو تکيه وکړه گوند له هماغه اولو گړيو د زور د ژبې کارولو ته مخه کړه او تر لويدو پوري يې د زور پوسيلو واک ته قانونيت ورکاوه. واکمن گوند د حاکميت په کار کي په زاړه اصل چي د افغانې ټولنې په سياسي فرهنگ کي له پېړيو پېړيو واکمن دی تکيه وکړه، کوم چي د غالبو حاکميت بلل کيږې او دا د حاکميتونو په تارېخ کي د حاکميت هغه لمړی او ابتداي شکل شمېرل کېږې. واکمن گوند د خپلې ايديولوژې اود نازي المان د حقوق پوه کارل شميت په پېروي سياست د دوست او دوښمن په اړيکو بدل کړ او ټولنه يې په “ موږ” او “ دوې” په “انقلاب” او “ ضد انقلاب” وويشله. په گوند کي د ننه هم د سياست په ځای ايديولوژې او زورعمل کاوه. د پريکړو کولو، تصميم نيولو او د هغو د پلې کولو واک له هغه چا سره وو چي له ځان سره يې د روسانو او يا د پوځ او جنرالانو ملاتړ درلود. دي حالت د گوند په دننه کي هم د سياسي سيالېو ځای شخصي، گروپی او فريکسيونې سياليو ته ورکړی وو، کومې چي د يو بل د وژلو، بدنامولو، دسيسي کولو او کودتاگانو له لارې پلې کيدلې. په گوند کي د واک په سر په سياليو کي ددې او هغه ډلې ځواک او کمزورې د جنرالانو او د پوځې ټولگيو د ملاتړ په اندازه کي وو. له تره کي څخه امين ته د واک په لېږدولو کي، له امين څخه ببرک کارمل د واک په لېږدولوکي او له کارمل څخه نجيب ته و واک په لېږدولوکي د زور، ټوپک او جنرالانو ارادو عمل کاوه. د نجيب له واکمنۍ څخه د بشپړې انارشي په لور د لېږد په کار کي هم د پريکړې او عمل کولو واک له زور اوجنرالانو سره وو. دلته ددې خبرې يادول غواړم چي په افغانستان کي د واک په لېږدولوکي هميشه زور اساسي او ټاکونکی رول درلود او زورزياتی د ټولنې د سياسي فر هنگ زړی جوړوې، خوپه دي هکله د واکمن گوند نوښت د يوې ايديولوژې پوسيله زورزياتی او خشونت ته قانونيت ورکول وو.
هغه سياسي گوند چي د واک د تر لاسه کولو او بيا واک ته د قانونيت په کار کي د خلکو او ټولنې په ځای د زور او ټوپک په وسيلو تکيه کوي، هغه سياسي گوند چي د ملت جوړولو په ځای په انترناسيونالېزم تکيه کوي او دولت چي په افغان پلوراستيک ټولنه کي د ملت جوړولو اساسي ارگان شمېرل کېږې په ټولنه کي بې تاثېره او کمزوری کوي، هغه سياسي گوند چي د دولت ځای گوند او د دولتې ارگانونو ځای گوندي کميټو ته وسپاري او ټولنه په مصنوعي توگه په پورته او کښته طبقو ويشې د ټولنې د ضرورت په بنياد منځ ته راغلی گوند نه شمېرل کېږې. که دا خبره د يوې پوښتنې په شکل کي را پورته کړم. ايا هغه گوند او واکمنې چي خپل مشروعيت د ټولنې او خلکو په ځای له ايديولوژيکې دگمونو، زور او کلاشينکوف څخه اخلې د ټولنې د ضرورت په بنياد منځ ته راغلی گوند او واکمنې شمېرل کيداي شي؟
واکمن گوند ټولنې ته هم د يوې طبعي شی په سترگه کتل، کوم چي د ډېرو ساده اصولو پېروی کوي. د بيلگې په توگه اوبه په هرحالت کي په يوه سطحه درېږې او ټولنې هم بايد اوبو ته په ورته شان په يوه سطحه ودرېږې. افغانې ټولنه هم په شوروی شانته دود جوړه شوې واي. په بل عبارت واکمنو هڅه کوله نوی سيستم د تقليد او کاپې کولو په دود له پاسه د يوه توتالېتر واکمنۍ له لوری او د زور پوسيله پلی شي او دا په طبعې توگه د ټولنې له هر اړخېز مقاومت سره مخامخ شو. د ثور انقلاب او د واکمن گوند ارمانگريو او له واقعيت څخه بيگانه تگلارو په افغانستان کي ديوې لویې او هر اړخېزې وطنې او ملې تراژدې او غمېزې لاره پرانيستله.
پايلې او درسونه
جنگونو او انقلابونو نه يوازي افغانې ټولنه وځپله، نه يوازي دلته سيستم او سب سيستمونه ړنگ شول، بلکې په ټولنه کي يې هر څه بې ځايه کړل. د سياست او سياسي عمل ځای د زور اړيکو ونيو. د سياست پوهنې او  ټولنې پېږندنې ځای دې او هغه ايديولوژی ته وسپارل شو او واک ته هم د خلکو او ټولنې په ځای د ايديولوژيکې اصولو په وسيله قانونيت ورکول کيدو. په بل عبارت د واکمنې د مشروعيت په کار کي د ټولنې او اوسيدونکود ارادې ځای ايديولوژيک دگمونو ته ور کړل شو. له دين څخه هم دې او هغې ډلې د خپلې واکمنۍ او گټو په منظور د يوې ايديولوژې او سياسي وسيلې په توگه کار واخيست. دې ډلو هڅه وکړه چي  سياست مذهبې کړې، خو په عمل کي هغوې مذهب سياسي کړ. هرې انقلابې هڅې او هرې جگړې په خپل وار سره افغانې ټولنه په شا وغورزوله. يو په بل پسي جگړو او انقلابونه افغانې ټولنه وويشله، کرکه، نفرت او واټن يې ايجادکړ او لويه ټولنېزه بې باورې يې منځ ته راوړه، کومو چي ټولنه د کورنۍ جگړې، انارشې او وسله والو ټکرونو په لور ټيله کړله. انقلابونه او جنگونه په ټولنه کي د زورزياتې، خشونت، وژلو او نيولو فرهنگ ته وده ورکړه. انقلابونو او جنگونو افغانې ټولنه دومره بې وسه کړه چي د هر ډول ظلم او تېری په وړاندي يې مقاومت له لاسه ورکړ.
د انقلابونو او جنگونو په ړنگونکو پايلو برسېره د افغانستان پيښو وښودله چي ايديولوژي د يو شان کولو په لور ترايبالېزم ته ورته يوه زړه او ناکامه هڅه ده او انقلاب د پرمختگ په ځای په وحشتناکه توگه د ټولنې بنيادونه ړنگوي او هغه په شا غورزوي. په افغانستان کي د کمونېزم ماتې د کمونيستې ايديولوژي او کمونيستې تفکر ماتې هم دی. په افغانستان کي د طالب ناکامې د مذهبې بنسټ پالنې ناکامې دی. په افغانستان کي د ايديولوژيو ناکامې په دي هيواد کي د “يوشان کولو”د تگلارې د ناکامې په مانا هم دی. د افغانستان پيښو وښودله چي چي دلته د يوه تفکر، ديوه قوم او د يوه گوند واکمنۍ له پاره د بری چانس نشته دی. په افغانستان کي مذهبې ديکتاتورې هم له ناکامې پرته بله لاره نه درلوده.
د طالبانو له ماتې وروسته د افغانستان تجربې په روښانه توگه وښودله چي دا ټولنه د دموکراسي او د نظريو او سياست په برخه کي د پلورالېزم په برکت بيا را ټوله او د ثبات او ودې په لور يې مخه وکړه. افغانې ټولنه هغه وخت د يووالی په لور ولاړه چي توپېرونه، تفاوتونه او اختلافونه ومنل شو او په ټولنه کي يې په سياسي، مذهبې، اقتصادي، قومې او فرهنگی برخو کي د څوگونيتوب او پلورالېزم درناوی وکړ. بې له شکه د راتلونکي په لور له دموکراسي پرته بل الترناتيف نشته دی او د ودي او پرمختگ په لور يوازنی الترناتيف د يوې مدرنې ټولنې ايجاد دی.
مدرنه ټولنه په هميشنی بدلون کي يوه ټولنه ده، کومه چي انقلاب ته ضرورت نلرې. يوه مدرنه او ثبات لرونکي ټولنه هغه ټولنه ده چي خپلې ستونزې او بحرانونه په خپله حل کوې. يوه مدرنه ټولنه د توپېرونو او مخالفتونو ټولنه ده، خو د جنگونو او انقلابونو ټولنه نه ده او دلته مخالفتونو د سياسي عمل، ديالوگ او پوهاوی له لارې حل کېږې.
افغانې ټولنه تر اوسه هم د انقلابونو او جنگونو په وړاندي يوه خوندي ټولنه نه دی. کيداي شي دا ځل تور انقلاب موجودې لاس ته راوړنې له ځان سره يوسي او افغانستان د منځنيو پېړيو تيارو ته په شا وروگرزوی. په افغانستان کي يوازي دموکراسي کولاي شي چي د انقلابونو او جنگونو د بيا پيښيدو مخه ونيسې او همدارنگه په افغانستان کي يوازي مدرنه ټولنه کولاي شي د جگړو او انقلابونو لاملونه له منځه يوسي او د زور، خشونت او يو دبل د نفي کولو په فرهنگ غلبه وکړې.
په مدرنه ټولنه کي هر څه او هر څوک په خپل ځای وي. په يوه مدرنه ټولنه کي نظم او اداره د ټولنېزو تړونونو يا ټولنېزوقراردادونو پوسيله تر سره کېږې. مدرنه ټولنه د “ پيشوا” “ اتل” “ پهلوان” “ امېر”  “ جنگ سالار”... په ځای د ښوونکو، ډاکترانو، مهنديسانو، انجنېرانو او زده کونکو... ټولنه ده. د مدرنې ټولنې ځانگړتيا په دې کي دی چي د کارونو اجرا او مسوليتونو ازادو او خپلواکو انسانانو ته ورپريښودل شي او دفتر د ملا او جنگسالار په ځای د مهنديس، انجنېر... ځای وي. د مدرنې ټولنې ځانگړتيا په دي کي دی چي دملت انديښنې او فکرونه د دموکراتيکو ارزښتونو د پېږندنې او منلو په لور سوق شي.
مدرنه ټولنه د خپلي ودې او بری په کار کي په مدنې ټولنه تکيه کوي، چېرې چي صنفي اتحاديې او داوطلب سازمانونو خپلواک او په خپلواکه توگه عمل کوي دا سازمانونه د گډو گټو په بنياد جوړېږې او د دولت او بازار په وړاندي له هغوې څخه دفاع کوي. په يوه هيواد کي مدنې ټولنه د دموکراسي، د وگړو د حقونو او ازاديو د ساتنې يو ډاډمنه ضمانت کوونکې ده.
په افغانستان کي به د ټولنېز،د انديښنو او سياست په برخو کي پلورالېزم او مدنې ټولنه ددې عملې  امکانات ايجاد کړې چي د ټولنې په کار او د سياست په کار کي د هر ځانگړی وگړی د خپلواک گډون له فرهنگ او کلتور سره مرسته وکړې او دا به همدارنگه په ټولنه کي د خپلواکو وگړو او د هغوې د خپلواک شخصیت له چارې سره مرسته وکړې. يوازي خپلواک وگړې چي له خپل عقل او خرد څخه د کار اخستلو وړتيا لري کولاي شي ځان او ټولنه له قوم پرستې، سکترېزم، شوونېزم او بنسټ پالنې څخه وژغورې. د بشريت د دريو وروستيو پېړيو تجربې په ډېره څرگنده توگه دا حقيقت څرگندوي چي له خپلواکو وگړو پرته نه خپلواک ملت او نه خپلواکه ټولنه جوړېږې.
خپلواکې د هر ځانگړی وگړی له خپلواکې څخه پېل کېږې. په بل عبارت خپلواکې له فردي ازادي څخه پېل کېږې. د يوې ټولنې ازادې د هغې ټولنې د وگړو د ازادې په معيار سنجول کېږې او هر څومره چي د وگړو ازادي پراخه وې په هماغه اندازه د ټولنې ازادې هم پراخه ده. د ټولنې ازادې د يوه ځانگړی وگړی په ازادي کي تضمين پيدا کولاي شی.


دستگېر خروټی