دستگېر خروټی

غوښتنې او پوښتنې

 د افغانستان په وجود کي

د ډيورند کرښه  د اشيل پونده "Achilles' heel" ده


راځې  بهرنې ځواکونه وباسو تر څو خپلواکي تامېن شي.
په دې تگ لاره کي به د افغانستان او نړۍ د اوسنيو حالاتو په ځای د پيښو د ساده کولو په دود او همدارنگه به په ساده او کلاسيک منطق تکيه وکړو.


 
په هغه هيواد کي چي بهرنې ځواکونه وې خپلواک هيواد نه بلل کېږې.
په افغانستان کي بهرنې ځواکونه شته دي.
ـــــــــــــــــــــــ
افغانستان يو خپلواک هيواد نه دی
." 


د مطلب د پوهاوی له پاره به دکلاسيک منطق به يوه بله بيلگه هم وړاندي کړم:
 
ملايان ژېرې لرې.
الف  هم ژېره لرې
ــــــــــــــــــــ
الف هم ملا دی
.


هو! راځې بهرنې ځواکونه به وباسو. خو پوښتنه داده چي په هيواد کي به  د سولې او ثبات ساتنې په کار کي  د دې ځواکونو الترناتيف  څه وي او  د بهرنيو ځواکونو د وتلو پايلې به څه شی وي؟ له پايلو به يوه پايله د افغانستان تجزيه کيدل نه وي؟
بهرنې ځواکونو به وباسو. ددې کار په کولو سره به چپ او ښی افراط خوښحاله شي. سکترېزم به هم را ته لاسونه وټکوې. روسان او آیرانيان به هم خپله سمپتې و ښيې او په افغانستان کي به يې د خپلو موخو د تر لاسه کولو لارې هموارې شې. په ايران او روسيه برسېره پاکستان هم په بې صبرې سره د داسي حالت انتظار باسي او افغانستان به  په تېره بيا د روسيې، ايران او پاکستان د نفود په سېمو وويشل شي. همدا اوس  روسان  د شمال له لوری تر هندوکشه د خپل  نفوذ سېمه بولې او پاکستانيان بيا د جنوب له لوری بيا تر هندوکشه د خپل   نفوذ د سېمې دعوه کوي. سره ددې چي  چپ او ښی افراط او ورسره يو شمېر ناسيونالستان  د بهرنيو ځواکونو د وتلو نارې وهي، خو دوې نه پخپله الترتاتيف دي او نه په دې هکله پوښتنو ته ځواب ورکولاي شي.
نوالترناتيف څه شی او څوک دي؟   الترناتيف به طالبان وي؟
هو! که الترناتيف طالبان وي.  نو راځې چي طالبانو ته  ښه راغلاست ووايو. ددې ښه راغلاست پايلې به څه وې؟  ددې ښه راغلاست توجيه به څه وي او ‏ راتلونکو نسلونو ته به مو ځواب څه وي؟
  موږ هغه ځواک ته ښه راغلاست  وايو چي نه  نوی ځواک دي او نه د موجود حالت په پرتله يو ښه الترناتيف بلل کيداي شي. طالبان نه يوازي نوی ځواک نه دی، بلکي  طالبان هېڅ ډول مشخصه سياسي، ټولنېزه او اقتصادي تگ لاره نه لرې. د طالبانو د تگلارې مرکزي ټکی د " مذهبې بنسټ پالنې" واکمن کول دی. په بل عبارت د مذهبې ديکتاتورې جوړول دي او  مذهبې ديکتاتورې او د هغې پايلې هم  د افغانانو له پاره کوم نوی شی  نه دی. دواړه طالب او بنسټ پالنه هغه څه دي او هماغه شان دي چي پرون وو. په سياسي مبارزه کي چي کله يو گوند او يا يوه ډله ماتې خورې او يا واک له لاسه ورکوي په خپل کار، تگلارو، شعارونو او چلند له سره غور کوي او هڅه کوې خپلې کمزورې خواوې پيدا او هغه سمې کړې تر څو بيا په سياسي ډگر او سياسي ژوند کي سيالې کولو ته ځان چمتو کړې، خو طالب نه يوازي هغه څه دی چي پرون وو، بلکې تر اوسه يې دا اوس پيدا نکړ چي د جگړې او زورزياتی په ځای د سياست او پوهاوی لاره غوره کړې.
 طالبانو په افغانستان کي د واکمنۍ چانس تر لاسه کړ. هغوې د کلنو له پاره واکمن وو. هغوې نه يوازي د افغانستان خپلواکي يرغمل کړه، بلکي ددې هيواد هر وگړي  په ځان، په ژوند، په راتلونکي او خپله څېره هم خپلواکې له لاسه ورکړه. خپلواکي له حاکميت او حاکميت له خپلواکې سره تړلې مفهومونه دي. د خپلواکي زړی له حاکميت څخه عبارت دی. بې له حاکميته خپلواکي يو بې مانا شی دی. خپلواکی هغه وخت واقعيت موندلې شي، چېرې چي خلک د حاکميت تمثيل کونکي وي، چېرې چي هر وگړی د سياست او واک په کار کي گډون کولاي شي، چېرې چي خلک خپلواک وي، چېرې چي هر څوک په ځان، په ژوند او راتلونکي واکمن وي، چېرې چي وگړې خپلواک شخصيت او هويت ولري او چېرې چي د وگړو فکرونه او انديښنې  خپلواکي وي. طالبانو په افغانستان کي د خلکو د حاکميت په ځاي د يوه سړی حاکميت جوړ کړ او افغانې ټولنه د همدی سړی  په يرغمل بدله  شوه. د طالبانو واکمنې افغانې ټولنه په يوه تړلې او ايديولوژيک ټولنه بدله کړه او دلته يوازي يوه سړی وو چي ازادي يې درلوده او يوازي يو سړی وو چي حاکميت يې تمثيل کاوه او د وروستې خبرې حق درلود. خلکونه یوازي په هيواد او خاوره د حاکميت حق له لاسه ورکړ، بلکې په ځان يې هم  حاکميت له لاسه ورکړ او خلک له ډېرو ابتدايې حقونو او ازاديو بې برخې شول. طالبانو د خپلې واکمنۍ په وخت نه يوازي د  منځنيو پېړيو په لورد افغانې ټولنې لارښوونه کوله، بلکې د ودې، پرمختگ، فرهنگ او تارېخ په ضد يې جگړه اعلان کړه او په ډېره لويه بې پروايې سره يې د انسان او انسانې آرزښتونو په وړاندي له کرکې او نفرت ډک چلند کاوه. د طالبانو واکمنې افغانستان د تروريستانو د پوټيدو او روزنې په مرکز بدل کړ او د نړۍ امنيت هم يې له گواښ سره مخامخ کړ. طالبانو نه يوازي خپلواکې تامېن نه کړه، بلکې د افغانستان موجوديت يې هم له گواښ سره مخامخ کړ.
طالبان همدا دم د خپلواکې په هکله خبرې او د خپلواکي شعارونه ورکوي، خو د خپلواکي په هکله د طالبانو د واکمنۍ درسونه په زړه پوري دي او موږ بايد له هغوې زده کړو. د طالبانو واکمنې په ډېره څرگنده توگه وښودله چي خپلواکي د بهرنې لوری تر څنگ کورنی لوری هم لري. په بل عبارت خپلواکې د بهرنې دوښمن تر څنگ کورنی دوښمن هم لرې.  د خپلواکې په هکله د موږ پرونی درک او پوهاوی يو اړخيز او نيمگړی وو. موږ فکر کاوه چي دا يوازي بهرنې ځواکونه دي چي د يوه هيواد خپلواکې له منځه وړې، خو د طالبانو واکمنې ددې نظريې په نيمگړتيا حکم ورکړ او دا یې ثابته کړه چي دا يوازي بهرنې ځواکونه  نه دي چي د هيواد خپلواکې له منځه وړې، بلکې په هيواد کي د ننه  ديکتاتوران، مستبدين او مذهبې بنسټ پالنه هم په ډېره ځورونکې او ځپونکي توگه خپلواکې له منځه وړې. طالبانو نه يوازي د افغانستان، بلکې د هر افغان خپلواکې له منځه يوړه. دا د طالبانو استبداد او ظلمونه و چي د افغانستان خلکو د بهرنې ځواکونو هر کلی وکړ او هغوې ته يې ښه راغلاست ووايو. افغانستان ته د امريکانو د راتگ لاره هم طالبانو همواره کړه.
د افغانانو په خپلواکي به  د طالبانو د تېری يوه تازه بيلگه را وسپړو همدادم د طالبانو پوسيله د ښوونځيو په سوزولو سره  په لس گونو زره ماشومان له زده کړې او پوهې محروم کېږې. دوې به ناپوه لوېږې او دوې به  له دنيا او ځانه بې خبره لوېږې. دوې به د ټولنې په فرهنگي، اقتصادي او سياسي ژوند کي بې برخې او بې روله پاتې کېږې. دوي نه خپلواک شخصيت ته وده ورکولاي شي او نه په خپلواکه توگه د ټولنې په کار کي گډون کولاي شی. دوې به د ژوند په ډېرو برخو کي په نورو پوري تړلې وي.  دا ځکه چي ناپوه او بې سواده انسانان خپلواک انسانان نه دی او په هغه ټولنه کي چي انسانان خپلواک نه وي  يوه  خپلواکه ټولنه نه شمېرل کېږې. طالبان د ښوونځيو په سوزولو سره غواړې د نسلونو خپلواکي له منځه يوسي او د لسېزو له پاره ټولنه  او د ټولنې اوسيدونکي نورو ته اړ او محتاج وساتې.   په دې نړۍ کي چي علم او تکنولوژي په چټکې سره وده کوي او د ژوند ټولې برخې په خپله ولکه کي راولې د ناپوهو خلکو ځای به چېرې او رول به يې څه وي؟

 که  طالبان بياراځې پايلې به څه وې؟
    ١ ـــ  پيل شوې دموکراسي به ناکامه شي. د حقونو او ازاديو په برخه کي لاس ته راوړنې به له منځه ولاړې شې. يوه کورنۍ جگړه به پېل شي. په کابل کي به يوه هر اړخېزه انارشي خپره شي. هر څوک او هر شی به مصونيت له لاسه ورکړې. د کابل په ښار کي به يو ځل بيا د کرکي، نفرت او بدل اخستلو لمبې پورته شي او په انسان  د انسان په پت او کرامت به  بې باکه  تېري پېل شي.  ددې ښار کوڅې به  د جگړې په سنگرونو او ښوونځې به د جگړې په مرکزونو بدل شي.  قومې خپلواکې لښکرې او قومې ايتلافونه به  جوړ شي. جنگ سالاران به بيا دا امکان تر لاسه کړې چي د خپل واک خپلواکې سېمې جوړې کړې. يو ځل به بيا  سياست،  سياسي تگ لارې او قضاوتونه  د قوم، ژبه، سېمه او مذهب  په معيارونو سنجول کېږې. د شمال اتحاد به نوی شي. د روسانو او ايرانيانو لاسوهنې به نه يوازي پراخه شي، بلکې په ښکاره به خپل پوځې مرستې پېل کړې او دا ځل به  د مزار او  د مرکزي افغانستان په لور د طالبانو لارې په کلکه تړل شوي وې.  په شمال او مرکزي افغانستان کي به خپلواک دولت يا دولتونه جوړشي او دا به په سېمه کي د روسيې او ايران د بشپړ نفوذ د تامېن له چارې سره مرسته وکړې.
٢ـــ د طالبانو واکمنې به د پښتنو په سېمه کي محدوده شي. دلته به هماغه د پرون په شان د شرعې تطبيق پېل شي. ښوونځې به وتړل شي. ښځې به څلورو دیوالونو ته په شا ور وگرزول شي او هر کور به دښځو په زندان بدل شي. د ودې او پرمختگ کارونه به معطل شي لاس ته راوړنې به له منځه يوړل شي. دلته او هلته به انسانان په ونو ځړول کېږې. دلته او هلته به د انسانانو سرونه پرې کېږې. دلته او هلته به ښځې په ډبرو وژل کېږې او دلته او هلته به د انسانانو لاسونه او پشې پرې کېږې. دا سېمې به بې له شکه د منځنيو پېړيو په لور ور وگرزي او هغه حالت به واکمن شي، کوم چي پرون په افغانستان او نن په وزيرستان کي واکمن دی. دلته به د بنسټ پالنې په وړاندي وطن او وطنپالنه، ملت او ملت پالنه په کلکه کمزورې شې. دا سېمه به د پاکستان او په تېره بيا د پاکستانې بنسټ پالنې د نفوذ، تېريو او غورزيو په سېمه بدله شي. دلته به سميع والحق او هغه ته  ورته مولاناگان ددې عملې امکان تر لاسه کړې چي د طالب تگلارو،  حکمونو او فتواگانو ته لوری ورکړي او د پيښولارښوونه وکړې. په دې سېمه کي به يو اسلامې حکومت اعلان شي او دا سېمه به له نړۍ څخه جلا کاندي او دا ډول حالت به  ددې عملې امکانات منځ ته راوړي چي دا سېمه د ترور په ضد د جگړې  په مرکز بدله شي. همدارنگه دا سېمه به د نړۍ د تروريستانو د روزولو په مرکز بدله شي او دا به د پښتون قوم په تارېخ کي ددې قوم تر ټولو لويه او تباکونکې انسانې، فرهنگې، سياسي او ټولنېزه بايلنې وي او په ډېره لويه بيه به ورته تمام شي. قومونه غلطې او اشتباگانې کوي خو بريالی قوم هغه دي چي له خپلو غلطيو زده کړې. دا ځل اشتباه به ډېره دردونکې او له اوږدو خوږو ډکه وي چي ددې قوم له پاره به بې سارې،  ژورې او په ځينو برخو کي نه تلافې کيدونکې سياسي، فرهنگې، اقتصادي او انسانې پايلې ولرې. 
     ٣ ــ د طالبانوپه راتگ سره به  افغانستان تجزيه شي، افغانې ټولنه به وويشل شي او ملت به مات شي. نوې پولې  به جوړې شي او نوي هويتونه به رامنځ ته شي. دا ځل به طالبان د " افغانستان اسلامې امارت"   په ځای   ممکين  " د وزيرستان اسلامې امارت" او يا... اعلان کړې. دا به د سېمې په سياسي نقشه کي د افغانستان په ويشلو برسېره د نورو سياسي بدلونونو لاره هم همواره کړې. په ټوله سېمه کي به کړکيچ او بحران
خپور شي " د وزيرستان  اسلامې امارت"  کوم چي د پولې د دواړو لورو برخه به په کښی وي  کيداي شي د يو خپلواک هيواد په توگه  خپله غوښتنه را پورته کړې او دا به په  پاکستان کي د کورنۍ جگړې او ددې هيواد د تجزيې لاره هم همواره کړې او يا به له پاکستان سره د يو ځای کولو لاره خپله کړې او په دا ډول حالت کي به د ډيورند د کرښې په ځای د يوې بلې پولې په هکله خېرې کوو، کومه چي به د افغانستان له زړه څخه  تېرېږې.

راځې د اوسنی حالت ملاتړ وکړو.
د اوسنی حالت  څخه ملاتړ کول دواړه کورنۍ او نړيواله  توجيه هم لرې. دافغانستان اوسنۍ واکمنۍ ته د خلکو له خوا او په دي هيواد کي بهرنيو ځواکونو ته نړيواله ټولنه قانونيت ورکوي. په توجيه او قانونيت برسېره به دلته  د ساده کولو د دود او د کلاسيک منطق په ځاي د افغانستان او جهان د بدل شويو او هميشه بدليدونکوحالاتو په بنياد تلنه وکړو، کوم چي د يوه اړخ په ځای اړخونه لرې اود زړو کليشو په ځای نوي ځوابونه غواړي. دلته د خپلواکي په هکله پرونی او کلاسيک منطق او د د نولسمې پېړې دگمونه  نه د اوسنيو پيښو تصوير ورکولاي شي او نه  له موږ سره د يوې ښې تگ لارې په جوړولوکي مرسته کولاي شي. پورته د کلاسيک منطق بيلگه به دلته بيا را واخلو:


     په هغه هيواد کي چي بهرنې ځواکونه وې خپلواک هيواد نه بلل کېږې.
په افغانستان کي بهرنې ځواکونه شته دي.
ــــــــــــــــــ
افغانستان يو خپلواک هيواد نه دی
." 


اوسنې واقعيتونه نه يوازي د پورتنی کلاسيک منطق په خلاف بل څه وايې، بلکې اوسنې واقعيتونه په کلاسيک منطق کي توجيه کيداي نه شي. په يو شمېر هيوادونو او له دې جملې په جرمنې او جاپان کي بهرنې ځواکونه شته دي، خو هېڅوک هم ددې دو هيوادونو د خپلواکي په هکله شک او پوښتنه نه را پورته کوي او هيڅوک نه وايې:


  
په هغو هيوادونو کي چي بهرنې ځواکونه وي خپلواک هيوادونه نه دي.
په جرمنې او جاپان کي کي بهرنې ځواکونه شته دي.
ـــــــــــــــــ
جرمنې او جاپان خپلواک هيوادونه نه دي


   سره چي په موجوده واکمنې کي  ناخوالې، نيمگړتياوې، فساد او نه وړتياو شته دي،  سره ددې چي وده او پرمختگ پڅ دي.  سره ددې چي بې وزلې او خوارې پراخه دی، سره ددې چي د سياسي، حقوقي، ټولنېزو او اقتصادي برخو تر منځ د جوړښت او ودې په کار کي بې انډولې شته دی،  سره ددې چي واکمن او په تېره بيا ولسمشر د لويو او ضرورې پريکړو په کولو کي  بې زړه او ريسک منلو ته چمتونه دي، خو د افغانستان د ژغورولو او موجوديت حکم داوسنۍ  واکمنې ملاتړ کول دی. لکه چي  وويل شو خپلواکي له حاکميت سره اړيکې لرې او خپلواکي هغه وخت آرزښت لرې چي خلک د حاکميت په کارکي گډون وکړې. د افغانستان خلکو په خپل تارېخ کي د لمړی ځل له پاره د بهرنيو ځواکونو په وجود کي ددې امکان تر لاسه کړ چي د  سياست او واک په کار کي گډون وکړي.
په اوسنی حالت کي د خپلواکې په نوم د بهرنيو ځواکونو د ايستلو غوښتنه نه يوازي يوه گواښونکې تېرايستنه ده،  نه يوازي کورنۍ جگړې ته ورگرزيدنه ده، نه يوازي د ويشلو او تجزيې په لور د افغانستان ټيل وهنه ده، بلکې دا د افغانانو په ځای  د بيگانگانو پلان او استراتژې دی، کوم چي نه غواړي يو ثبات لرونکی او اباد افغانستان ووینې.

راځې په حالاتو نوی نظر وکړو
         راځې له پرون څخه د تقليد او کاپې کولو په ځای د نړۍ او افغانستان د نويو واقعيتونو په بنياد قضاوت وکړو. راځې له ايديولوژيک زندان څخه د ځانونو په ژغورولو سره  ددې نويو حالاتو په بنياد خپلې کړنلارې تيارې کړو. راځې د احساساتو، وفاداريو، پېرويو او عواطفو له اسمانه را کوز شو او د نظرياتو او پيښو په وړاندي د غصې، قهر او زورزياتی په ځای له زغم، عقل او خرد څخه کار واخلو. راځې په خپلو نظرياتو او څېړونو کي نيمگړتياوې او تېروتنې  ومنو دا ډول يو چلند به بې له شکه له یوې خوا د ستونزو له حل سره مرسته وکړې او له بلې خوا به  موږ ته د فروتنې، زغم، درناوی او تواضع روزنه هم راکړې. همدارنگه به دا ډول چلند له موږ سره مرسته وکړې چي مخالفين او د نورو نظرياتو خاوندان  په خيانت، جنايت  او کفر تورن نه کړو.
دا ډول چلند به موږ ته ددې امکانات را په برخه کړې چي له مخاليفينو سره بحث او ديالوگ ته کښينو. د ما مطلب د پرون نفي کول نه دي، پرون نه نفي کېږې، بلکې مطلب مي دادی چي ننې پيښې د پرونيو حکمونو او اصولو په معيارونو نه سنجول کېږې.
     تارېخ په ډېرو څرگندو او روښانه بيلگو سره ښيې چي د ټولنې  په وړاندي تر ټولو ړنگونکی او تباکونکی گواښ د پرونيو دگمونو او له پخوا څخه د جوړ شويو اصولو په معيار د ټولنېېزو پيښو سنجول او بيا هغوې ته لوری ورکول دي.  همدارنگه نه يوازي د افغانستان تجربه، بلکې د ډېرو هيوادونو تجربې ښيې چي په ټولنه کي هر اړخېز بحران، ټکرونو او څپڅپانده حالت هغه وخت پېل کېږې چي د ټولنېز ژوند او واکمن تفکر تر منځ هم اهنگې له منځه ولاړه شې. ټولنه مخ ته ځې او بدلون مومې، خو پرونې اصول او دگمونو له دې بدلونونو سره په
ټکرکي راځې او ټولنه د بحرانونو په لور بيايې.

راځې د جگړې او د هغې د لاملونو په هکله بيا او بيا فکر وکړو
 افغانستان د جگړې په هيواد بدل شوی. نسلونه په جگړه او په جگړېز ذهنيت لوېږې. جگړه د ورځنی ژوند په يوه برخه بدله شوې ده. دا جگړېز حالت به تر څو روان وي؟  کله به دا لعنتې جگړه ختم کېږې. دا يوازي د طالب
جگړه نه ده. دا جگړه  په ايديولوژېک لامل برسېره  پېاوړی جيوپولتيک  لامل هم لري. په دې جگړه کي ايديولوژې جيوپولتيک او جيوپولتيک ايديولوژې ته ضرورت لرې. په دې جگړه کي  جيوپولتيک لامل د خوځونکی، پلان کونکی او لوری ورکونی ځواک په توگه عمل کوي او ايديولوژې بيا دې جگړې ته د قانونيت ورکولو دنده په غاړه اخلې. په دې جگړه کي د جيوپولتيک او ايديولوژېک لورو  همغاړې کول د مولاناگانو او جنرالانو د گډو هڅو او گډ کار ضرورت منځ ته راوړې او همدا وجه ده چي د جگړې تر شا دواړه پاکستانې مولاناگان او جنرالان ولاړ دي. 
       راځې په دي هکله فکر وکړو چي د جيوپولتيک لامل زړی څه دی؟
د افغانستان په وجود کي کمزوری برخه يا د " اشيل پونده" "Achilles' heel"  چېرې او څه شی دی؟
که د پورته  پوښتنو ځواب يو او هغه  د " ډيورند کرښه" وي. نو راڅې دا ستونزه غوڅه کړو، که د همدې مسلې حل  په افغانستان کي د ثبات  او سولې د تامېن کېلې وې. نو راځې په همدي لوری ولاړ شو، خو څه ډول؟
راځې د " ډيورند کرښه" ومنو. خو ددې منلو پايلې به څه وې او څه ډول به قانونيت ورکو؟.
د منلو په صورت کي به د لاس ته راوړونو او بايلنو تر منځ انډول څه ډول وي؟
راځې د " ډيورند د کرښې"  د نه منلو کار ته ادامه ورکړو، خو دنه  منلود ادامې په صورت کي الترناتيف څه دي، څه به کوو، څه کولاي شو او تر اوسه مو څه کړي دي؟   د نه منلو درېځ څومره نړيوال ملاتړ تر لاسه کړی؟ د نه  منلو درېځ مو څومره لاس ته راوړنې لرې او بري مو څه دي؟
  سره ددې چي اوس د واکمنو په خبرو او اعلاميو کي د ډيورند د کرښې په هکله بدلون ښکاري، خو په دي هکله د روان حالت ادامه نه کوم الترناتيف ته پاتې کېږې او نه  له بدمرغيو پرته کومه لاس ته راوړنه  لرې. همدارنگه د ډيورند د کرښې په هکله اوسنی سياست نه سياست ته پاتې کېږې او نه دکومې سياسي استراتژې مشخصې نښانې په کښې ښکارې. دا چلند يوې آرمانگرې ته پاتې کېږې چي د معجزو د پيښيدو انتظار باسي، خو په دي هم نه پوهېږې چي معجزې به کله او څه ډول به پېښېږې. خدايه د هغوې له پيښيدو مو وساته چي د افغانستان په وېر مو کينوې.
په دي هکله به په راتلونکو ليکنو کي خبرې کوو.