دستگېر خروټی

 
په افغانستان کي د دموکراسۍ او واکمنۍ ستونزې
په زړو او ناکامو سياستونو کي د نويو حالاتو له پاره ځواب نشته


افغان اوسنی دولت د لېږد د مرحلې دولت دی او د لېږد د دوران په دندو کي کله کله د دولتونو او نظامونو پشې شوېږې او له اوږو څخه د پرون د درانه پيټی په را کوزولو کي پاتې راځې. افغان دولت دنده لرې چي په پرونۍ بې دولته ټولنه کي دولت او دولتې سيستم جوړ کړې، د ثبات په لور په سياسي، اقتصادي او ټولنېزو برخو کي د ټولنې لارښوونه وکړې او پرون ته د ورگرزيدو مخه ونيول شي. په بل عبارت د افغانستان اوسنی دولت په ټولنه کي د حالاتو د نورمال کولو د دوران يو دولت دی او په دې لاره کي لاس ته راوړنې هم لرې. د ننورمال کولو، د مدنيت په لور د ټولنې لارښونه او د مدرن دولت جوړولو چاره څه ساده او اسانه کار نه دی او تر اوسه په تېره بيا د دولت جوړولو بنيادونه او موسيسې دومره پېاوړې نه دي چي پرون ته د نه ورگرزيدو ژمنه ور کړې. پرون افغانې ټولنه د دولت په نشتوالی کي دومره بې ثباته او بې وسه شوې وه او پيښو داسي دراماتيکه بڼه خپله کړې وه، چېرې چي هر چا د هغه څه د پيښدو انتظار کاوه چي هېڅ چا يې د پيښدو او ليدو غوښتنه نه درلوده.
په افغانې دودېزه ټولنه کي د سيستم جوړولو دنده وخت او پراخې هڅې غواړې. دا د جوړيدو په حال کي سيستم نه د کومې خاصې ايديولوژې په بنياد جوړېږې او نه دا په هغه سوسيالستې مود په قومانده ور کولو تر سره کېږې. د سيستم جوړول يوازي د دولت کارهم نه دی. دا د ټولنې او په تېره بيا د روشنفکرانو کار هم دی. روشنفکران په دی کارکي لويه ونډه لرې. روشنفکران کولاي چي ټولنه د نوی سيستم د جوړيدو او د بدلونونوپه چاره کي گډون کولو ته وهڅوې. همدارنگه د سياسي سياليو په ډگر کي د پرونی عادت له مخې د سياسي گوندونو دنده واک ته د رسيدو په خاطر د سيستم او واکمنې کمزورې کول او له پښو غورزول نه ، بلکې د ناخوالو او نیمگړتياو په انتقاد کولو د سيستم له جوړيدو او پېاوړتيا سره مرسته کول دي.
په افغانې دودېزه ټولنه کي د سيستم جوړولو او د ټولنېزاو فرهنگي ژوند تر منځ پراخ او ژور توپېر موجود دی. په افغانستان کي له يوې خوا يو سيستم په جوړيدو دی چي ټولنه د ټولنېزو تړونونو او يا ټولنېزو قراردادونو په وسيله اداره شي او له پرونی حالت او پرونی جوړښتونو راووزې. خو له بلې خوا افغانې ټولنه تر اوسه د قبيلوې جوړښتونو زورورې ځانگړتياوې ساتې، قبيلوې ذهنيت پېاوړی پاتې کېږې، په ټولنېز ژوند او د يوه ځانگړی وگړی په ژوند، برخليک د دودونو پنډ او دروند پيټی د پرون په شان زور راوړې. په ټولنه کي
د “ ټولنېزو تړونونو” په وړاندې مقاومت او مخالفت هم پېاوړی دی. په بل عبارت ويلاي شو چي له يوې خوا د داسي سيستم د جوړيدو هڅه روانه ده چي په سياسي، ټولنېز، اقتصادي، فرهنگي او مذهبې برخوکي په پلورالېزم ولاړ وي او د اوسيدونکو تر منځ برابرې تامين کړې، خو له بلې خواپه ټولنه کي هغه ځواکونه پېاوړي پاتې کېږې، کوم چي د يو شان کولو او پرون ته د افغانې ټولنې د ورگرزولو هڅه کوي. اصلې ستونزه همدلته دی. اصلې تضاد همدلته پروت دی. د ټکرونو او جنگونو منبع همدلته دی. په افغانستان کي اصلې جگړه د مدنيت او قبيلوې جوړښتونو، د ټولنېزو تړونونو او دودونو، د پرمختگ او وروسته پاتيوالی، دروشنگرې او تاريک فکرې او بلاخره د گلوبالېزم او ترايبالېزم تر منځ دی. د طالب جگړه د مدنيت او پرمختگ په ضد د قبيلې او د گلوبالېزم په ضد د ترايبالېزم جگړه ده. طالبان غواړې افغانستان قبيلوې جوړښت ته په شا وروگرزوې، چېرې چي به په قومې او مذهبې لحاظ افغانې پلوراليستک ټولنه يو ځل بيا په خپلواکو ټولنېزو گروپونو وويشل شي او يو ځل بيا د پښتون، ازبک، هزاره او تاجک خپلواکې لښکرې جوړې شې او افغانستان به يو ځل بيا له نورې نړۍ څخه گوښه شي.
کله چي د قبيلې او ترايبالېزم په هکله خېرې، بحث او ليکنې کېږې ډېره اشاره پښتنواو پښتون قوم ته کېږې. همدا ډول يو شمېر روشنفکران د “ قبيله سالار” قبيله سالارې” و “ حاميان قبيلوې”... عبارتونو په يوه اړخېزه توگه په کار اچوې. دا نه يوازې بې انصافې ده، بلکي دا له ترايبالېزم، قبيلوې جوړښت او قبيلوې ذهنيت څخه نېمگړی درک هم دی او له نيمگړی درک سره جوغت دا ديوه قوم په وړاندي له کرکي ډک يو چلند هم شمېرل
کېږې. د افغانستان فرهنگ په کلې توگه يو قبيلوې فرهنگ دی او په دي فرهنگ کي قبيلوې چلند او ذهنيت ، کوم چي په ويش او توربورگنيو تکيه کوي پېاوړی نفوذ او تاثېر لري. په افغانستان کي له بده مرغه هېڅ قوم تر اوسه ددې وس نه دی پيدا کړی چي له قبيلوي ذهنيت او چلند څخه ځان وژغورې. تر اوسه د ملې هويت او ملې انديښنې د ودې په لاره کي ستونزې شته دي، کومې چي د ترايبالېستې ذهنيت او چلند پايلې بلل کېږې.
سکترېزم هم د ترايبالېزم ځانگړتيا ده. سيکترېزم چي قومونه ويشي، د قومونو ترمنځ کرکه او ټکرونه ايجاد وي. د نورو په وړاندي له زورزياتی څخه کار اخلې د خپل عمل توجيه يوازې په ترايبالېزم کي موندلي شي. په افغانستان کي دواړو قومې اومذهبې سکترېزم او سکتريستې چلندونو کرکه ايجاد کړه، واټن يې ايجاد کړ، وسله وال ټکرونه او لوې ناخوالې يې منځ ته راوړې. همدارنگه نه يوازي په ټولنه کي دواړو قومې او مذهبې سيکتريست تمايلات پېاوړې پاتې کېږې، بلکې د يو شمېر روشنفکرانو په ليکنو او په اصطلاح څېړونو کي د سکتريستې تمايلاتو پېاوړې او ښکاره نښانې ليدل کېږې. په دې ليکنو کي په څرگنده د يو قوم په ضد درېځ نيول کېږې او دا يا هغه قوم په پرونيو او يا اوسنيو ناخوالو پړ بلل کېږې. شوونېزم چی د قومې برترې په غوښتنه تکيه کوي هم د ترايبالېزم ځانگړتياده.
د Nepotism ريشې هم په منځنيو پېړيو او په قبيلوې جوړښت او خپلويو کي پيدا کېږې. په افغانستان کي تر اوسه پوري نيپوتېزم په دولت کي او په ادارو کي د وړتيا او مسلک په پرتله بر او لوی لاس لرې. د امريکايې
طيارو تر وزرو لاندي کابل ته په راننوتو سره د ښاغلی ربانی په وسيله د دولت پوستونه د يوه گوند د پلويانو او په يوه قوم پورې د تړليو کسانو تر منځ ويشل د ترايبالېزم تر ټولو ښکاره او څرگنده بيلگه وه.
ځېنې بيا په افغانستان کي قومې او مذهبې توپېرونه ددې هيواد د غېرې طبعي جوړښت لاملونه بولې..
دا لاندي جمله په اريايې سايت کي د ښاغلی بغلاتی له ليکنې را اخستل شوې: »حقيقت اين است که افغانستان کنونی کشور غيرطبيعی است. درآن اقوام و مليتهای گوناگون باويژه گی ها و رسوم جداگانه و زبان و مذاهب متفاوت زنده گی می نمايند»
مخکې تر دې چي د پورتنی ويشونکی او کرکې پيدا کونکي حکم په هکله خپل نظر څرگند کړم له ښاغلی بغلانی څخه پوښتنه کوم د مرستې په توگه د لسو هغو هيوادونو نومونه واخلې چي هلته قومي، ژبنی، فرهنگی او د رواجونو توپېرونه نه وي؟
پورتنی حکم او قضاوت د مدرنې ټولنې او تارېخ پېږندنې په ځای يوازي د ترايبالېزم او مونېزم په منطق کي توجيه پيدا کوي. دا ډول حکم يوازي د سکترېزم او د ټولنې د ويش او تجزيې په منطق کي توجيه پيدا کوی. دا حکم له ملت جوړونې او د اوسنيو ټولنېزو جوړښتونو چي پلورالستيک ځانگړتياوې لرې بيگانه او د پېړيو زوړ قبيلوې منطق دی، په کوم کي چي ملت او هيواد له توپېرونو پرته د يوه قوم، يوې ژبې او يوه مذهب په بنياد جوړېږې. دا ديوه هيواد او يوه ملت په ځای د قبيلې خصوصيت دی. پورتنی حکم نه يوازي د ښاغلی بغلانې د ويشوونکی او ترايباليستې چلند يوه پېاوړې بيلگه ده، بلکې نوموړی غواړي افغانستان قبيلوې خپلواکو جوړښتونو په شا وروگرزوي او طالبان هم د ورته موخې د لاس ته راوړلو له پاره جگړه کوي. اوسنۍ نړۍ د توپېرونو نړۍ ده او اوسنې هيوادونه د توپېرونو هيوادونه دي. د اوسنۍ نړۍ له ٩٥٪ زيات هيوادونه په قومې او مذهبې لحاظ پلوراليستک او توپېرلرونکې ځانگړتياوې لرې او هغه پاتې هم په چټکې سره له قومې او مذهبې مونتيک حالت څخه په را وتو او څوگونې قومې او فرهنگې بڼه غوره کوې.
په نوی ترايبالېزم کي د يوه قوم، د يوه نژاد ... په بنياد د هيواد جوړولو پورتنی منطق د هيتلر د قومی پاکونې او د اپارتايد له کرکې ډک سياست او د يو شان کولو په ناورين راوړونکی ايديولوژې کي قانونيت تر لاسه کوي.
د دموکراسي کمزورې او نا انډوله وده همدا دم په افغانستان کي نه يوازې د دولت جوړښت، کوم چي د درو برخو تر منځ د واک په ويشلو تکيه کوی د ودې او جوړښت په حالت کي دی، بلکي په ټولنه کي يوه بله لړلۍ هم د شکل نيولو او جوړيدلو په حالت کي دی او په دي لړلۍ کي هم اصلي مسله د لورو تر منځ د واک ويش اودهر يوه د خپلواکې درلودل دي. دا “ دولت” ، “ مارکيت” او “ مدنې ټولنه” دي. دموکراسي يوازي د حکومت،قضا او پارلمان تر منځ د واک له ويشلو او د دې ارگانونو د خپلواکي درلودلو څخه عبارت نه دی، بلکي دموکراسي په لويه کچه او په بنسټېزه توگه په ټولنه کي په درو خپلواکو جوړښتونو دولت، مارکيت او مدنې ټولنې باندی تکيه کوي. دموکراسي په بنسټېزه توگه د خلکو چاره ده. په يوه ټولنه کي د دموکراسي په هکله د خلکو پوهه او درک مهم دی او همدارنگه بنسټېزه مسله دا ده چي خلک د دموکراسي د اصولوپلې کولو ته چمتوشي. د دموکراسي وده او پراختيا په افغانې ټولنه کي له يوې خوا د دموکراتيک فرهنگ وده او له بلې خوا په موجود سياسي فرهنگ کي د بدلونونو غوښتنه کوي. خو په افغانې ټولنه کي د سياسي فرهنگ، کوم چي د ټولنې د عمومي فرهنگ يوه برخه ده بدلون څه اسانه کار نه دی. تر اوسه په دی ډگر کي د دموکراتيکو بدلونونو چاره په بې سارې توگه ورو او پڅه ده. د افغانې ټولنې په سياسي فرهنگ کي د سياسي پلورالېزم په ځاي ديو شانته سياسي جوړښت اواستبدادې واکمنې اصل پېاوړی او برترې لرې. همدارنگه په دي فرهنگ کي د ټولنې په ځاي، د انسان او انسانې ارزښتونو په ځای د يو شمېر انسان ځورونکواو وژونکو دودونو او د هغوې د پېروې پالنه کېږې او د انسانانو او په تېره بيا د نر او ښځې د برابرې اصل له مقاومت او مخالفت سره مخامخ دی.
سره له دې چي د دموکراسي زړی د انسان د انديښنې او فکر له ازادي څخه عبارت دی، خو په افغانې ټولنه  کي واکمن فرهنگ د فکر او انديښنې د ازادي منلو او د هغو په وړاندي زغم درلودلوته چمتووالی نه ښيې.
د انديښنې او فکر د ازادې په وړاندي د واکمن فرهنگ له زور او گواښ څخه ډک درېځ له سړی سره په  افغانستان کي د دموکراسي د بری په هکله شک را پيدا کوي. په افغانستان کي د اوږدې مودې له پاره د پرمختگ، ټولنېز عدالت او د هيواد د هوساېنې ضد ځواکونه له واکمن فرهنگ څخه د سياسي وسيلې په
توگه کار اخلې.
په افغانستان کي دموکراسي نه يوازې ډېره ځوانه او دپېل په مرحله کي دی، بلکي د دموکراسي وده  نامتجانسه او ناهم اهنگه ده. سره ددې چي په افغانستان کي د حاکميت او سياسي ژوند په برخو کي د خلکو برخه اخيستنه د حساب وړ لاس ته راوړنې او بري لرې، خو دا نه ټوله دموکراسي ده او نه تر اوسه هغه بنيادونه، ارزښتونه او جوړښتونه دومره پېاوړې دي چي د دموکراسي بری تضمېن کړي. په عراق کي هم دوه درې ځلې په ميليونونو عراقيانو په ټاکنو کي گډون وکړ او يا په بل عبارت په سياست کي يې برخه واخيسته، خو دا په عراق د دموکراسي په مانا نه دی. په عراق کي د دموکراسي په ځای د کورنۍ جگړې وېره په ډېريدو دی. د دموکراسي په کارکي تر ټولو مهمه مسله په ټولنه کي د پراخې او پېاوړې مدنې ټولنې موجوديت دی، کومه چي له دواړو دولت او مارکيت څخه په خپلواکه توگه عمل کوي. مدنې ټولنه له يوې خوا په ټولنه کي د دموکراتيک فرهنگ له ودې سره مرسته کوي، پلورالېزم ته وده ورکوي او له بلې خوا په ټولنېز ژوند کي د خلکو د فعال گډون پراخ امکانات منځ ته راوړي. خلک د خپلو گټو او غوښتنو په بنياد په داوطلب سازمانونو کي را ټولېږې. اتحاديې او اتحادونه جوړوي او دا ډول اتحادونه د دموکراسي په کار کي ډېر مهم رول تر سره کوي. په طبعې توگه د خلکو د گټو او غوښتنو تر منځ توپېرونه شته دي او د توپېرونو په بنياد د اتحادونو جوړول په ټولنه کي د دموکراسي د ارزښتونو او په تېره بيا د پلورالېزم له ودې سره مرسته کوي. د پلورالېزم وده د واک ټولنېزه پايگاه پراخوې او د مدنې ټولنه وده د واک او ټولنې تر منځ واټن لنډوې.
 

د افغان واکمنۍ ستونزې

١ ــ په ټولنه کي سياسي، اقتصادي او حقوقی جوړښتونه په بې انډوله توگه وده کوي . د سياست، دين ، فرهنگ او دموکراسي تر منځ ټکرونه ځان ښيې. کله کله دا ټکرونو دومره جدي او لوېږې چي نه يوازي په افغانې ټولنه کي د ننه پيښې تر خپل سيوری لاندي راولې. بلکې له نړۍ سره هم د افغانستان اړيکې په کلکه متاثر کوي. د حقوقي او د ازاديو د برخې په پرتله د سياسي او اقتصادي برخو وده چټکه ده. قضا نه يوازې له بدلونونو لرې پاتې کېږې، نه يوازي خپلواکې نه لرې، بلکې د زوړپالنې، زور، زورسالارانو او پيسو په يرغمل بدله شوې او په ډېره اسانې او بې پروايې سره حق په ناحق او ناحق په حق بدلوې. د قضايې د خپلواکۍ مانا يوازي له واکمنواو زورورو څخه د خپلواکۍ په مانا نه دی، بلکې له هر ډول دينې او غېر دينې ايديولوژې څخه هم د خپلواکې درلودلو په مانا دی. په سياسی او حقوقې جوړښتونو کي بې انډولې او په تېره بيا د حقوقو او ازاديو د برخې پڅه وده په ټولنه کي د ټکرونو لامل کېږې او په نړيوال ډگرکي افغانستان گوښه کولاي شي. افغانستان په ځان متکي هيواد نه دی او د ژوند په ټولو برخو کي به د اوږدې مودې له پاره د نړيوالې ټولنې په مرستو تکيه کوي. افغانستان د روان کال د فبرورې په مياشت کي د لندن په کنفرانس کي ددې ژمنه ورکړه چي د بشرې حقونو د نړيوالې اعلامېې د اصولو سره سم به په افغانستان کي د وگړو د حقونو او ازاديو ساتنه کوي او په دې برسېره افغانستان په اساسي قانون کي د بشرې حقونو او ازاديو د ساتنې او مرعات کولو ژمنه ورکړې او همدارنگه په اساسي قانون کي د دين په ازادې هم ټينگار شوی. د اساسي قانون په اومه ماده کي ويل کېږې:  دولت د ملګروملتو د منشور، دبين الدول د معاهدو د نړېوالو ميثاقونو چې افغانستان دهغو سره تړاو لري، او د بشري حقوقو د نړيوالې اعلاميې رعايت كوي...»
د بشرې حقونو په اتلسمه ماده کي ويل کېږې: « هر څوک د فکرې، وجدانې او دينې ازادې حق لرې، په دي حق کي د دين يا عقيدې د بدلولو او همدارنگه
يوازې يا له نورو سره په گډه او په ښکاره او يا په پټه د تدريس، عبادت او مناسکو د پر ځای کولو له لارې د خپل دين يا عقيدې د څرگندولو ازادې هم شامله ده».
د عبدالرحمن چي له اسلام څخه عسويت ته اوښتی نيولو افغانستان نه يوازي له دواړو کورنيو او بهرنيو ستونزو سره مخامخ کړی دي، بلکي د اساسي قانون د متضادو او له يو بل سره په ټکر کي خواو، د دين او سياست او د دين او حقوقو د اړيکو په هکله يې د يوه ژور او اوږده بحث ضرورت هم را منځ ته کړی دی. دې ستونزې په نړۍ کي له افغانستان سره د خواخوږې او مرستو په هکله ډېرې پوښتنې را پورته کړې دې. که اوس عبدالرحمن د عقلې ناروغ اويا په کوم بل نوم خوشی کېږې. دا به د ستونزې حل نه وي. ستونزه په ځای پاتې ده. دا به لمړۍ او وروستې پيښه نه وي. که سبا دا ډول او يا دې ورته ستونزه پيدا کېږې هغه به په کوم نوم حل کېږې. ددې ډول ستونزو د حل تر ټولو ښه لاره په اساسې قانون کي د بشرې ازاديو او حقوقو په هکله د ورکړل
شويو ژمنو درناوی او مراعات کول دي.
٢ ـــــ په يوه ټولنه کي دولت دنده لرې هغه څه چي دواک او زور وسيلې شمېرل کېږې په خپل کنترول کي راولې. د زور وسيلې په نورو باندي د تاثير او نفوذ درلودلو وسيلې دي. سره ددې چي افغانې دولت په تېره بيا په سياسي او پوځې برخو کي پراخ نړيوال ملاتړ لرې تر اوسه په دې نه دي بريالی شوی چي د واک او زور وسيلې په خپل کنترول کي راولې. په هيواد کي په طالبانو برسېره مليشې او په پراخه اندازه وسلې شته دې. وسلې او مليشې د افغانستان په ډېرو برخو کي د واک او زور د فکتورونو په توگه عمل کوې او د زور خاوندان په همدې وسيلو سره په نورو باندي خپلې ارادې پلې کوې او دا د افغان دولت د نه تاثير درلودلو او د دولتې واکمنې د کمزورې پېاوړې نښانې بلل کېږې. نه يوازې طالبانو، بلکې وسلو او مليشو هم په
افغانستان کي د دولت واکمنې محدوده کړې ده.
٣ ـــــ په يوه ټولنه کي دولت نه يوازي تاثير او نفوذ ولرې، بلکي د خپلې ارادې د عملې کولو وړتيا او  او له خپلې ارادې سره سم تر ډېرې اندازې پايلې هم تر لاسه کړې. په افغانستان کي نه يوازې د دولت د تاثیر او نفوذ وده ورو ده او يا کمزورې پاتې کېږې، بلکې د خپلې ارادې په عملې کولو او بيا د وړ پايلو تر لاسه کولو په کار کي هم لوې ستونزې شته دي. د مدېريت کولواو د دندو د لارښوونې سيستم خوار او ټيټ او بې تاثېره دی. دولت ډېر پلانونه او کميسونونه جوړوې، خو پايلې يې کمې او کمزورې دې. دا ډول حالت په دولت باندي د خلکو باور کمزوری کوي. افغان دولت په بشپړه توگه د خلکو باور ته ضرورت لرې.
دولت د خلکو د باور په صورت کي پېاوړی کېږې. خو د نويو حالاتو وده ښيې چي د افغان دولت ټولنېزه پايگاه  کمزورې پاتې کېږې. دلته او هلته خلک له طالبانوسره مرسته کوي، ورته ځای ورکوې، ډوډۍ ورکوی او ساتنه يې کوي.
په دې کي شک نشته چي پاکستان په افغانستان کي منظمه او پلان شوې لاسوهنه کوې او خپلې موخې لرې، کومې چي تر اوسه نه دي تر لاسه شوې. نه په افغانستان کي د پاکستان ملگرې دولت جوړ شو او نه په يو ځل او د هميشه له پاره د ډ يورند ستونزه حل شوه. په افغانستان کي د طالبانو ماتې د پاکستان د سياست ماتې وه. په دي کي هم شک نشته چي د طالبانو د روزولو مرکزونه په پاکستان کي دي خو دا به له انصافه لرې خبر وې چی د بې ثباتې او جگړې د ټولو ستونزو او لاملونو پړه په پاکستان وغورل شي. دې پوښتنې ته هم ځواب پيدا کول په کار دي چي ولې دلته او هلته خلک د دولت په ځای له طالبانو سره مرسته کوي او دا هم اړينه ده چي د خلکو د نه رضايت لاملونه پيدا او په گوته شي.

۴ ـــ د کرزي دولت په يو شمېر برخو کي د يو گوندي يا یو گروپې دولت په شان عمل کوي اود ټولنې د يوې ځانگړې برخې د گټو استاذيتوب کوي. په واک کي د بل هر سياسي ځواک په پرتله د مجاهيدينو ونډه پېاوړې ده. په وزارتونو او ادارو کي په پراخه او ښکاره توگه نيوپوتېزم موجود دی. کارکوونکی او مامورين د وړتيا او مسلک د معيارونو په ځای د خپلوې، قوم، ژبې او سېمې په معيارونو ټاکل کېږې. دا ډول ټاکنې نه يوازي د فساد، رشوت لاملونه منځ ته راوړې، نه يوازي د قانون او وضع شويو اصولو د پلې کيدو مخه نيول کېږې، بلکې د دولت او د دولت د دندو موثريت هم له منځه وړې. نيوپوتېزم د دولت ځېنې برخې دومره بې تاثېره او بې کفايته کړې چي يو شمېر ادارې په دي بې وزله او خوار هيواد کي د ورکړل شويو پيسو د په کار اچولو وړتيا او کفايت هم نه لرې.
له بده مرغه په افغانستان کي نيوپوتېزم د يوې مزمنې ناروغې بڼه خپلې کړې ده او هر ځواک يا گوند چي واک تر لاسه کوي تر هغو چي کولاي شي دولتې مقامونه د خپلو پلويانو تر منځ ويشي. کله دولت د واکمنې کورنې د غړو تر منځ ويشل کېږې، کله دولت ددې او هغه قوم د غړو په مالکيت بدلېږې او کله ددې او هغه گوند پلويان د وړتيا او مسلک په ځای د سياسي او ايديولوژيکې معيارونو په بنياد دولت پخپله ولکه کي راولې. د افغانستان د خلک دموکراتيک گوند او طالبانو د خپلې واکمنيو په وخت د بل هر ځواک په پرتله دولت او دولتې مقامونه سياسي او ايديولوژيکې کړل او جمعيت اسلامې بيا د بل هر ځواک په پرتله ژبنی او قومي اړيکې د دولتې مقام د تر لاسه کولو معيارونه وگرزول او همدې هڅو په ټولنه کي د دولت بې تاثېره کيدلو او ړنگيدلو پراخې او عملې زمېنې منځ ته راوړې.
په دموکراسي کي دولتې کارکونکي بل ډول ځانگړتياوې لرې. دلته يو کارکونکی د قوم، ژبه، خپلوې، مذهب، سياست، کورنۍ، انډيوالې په معيارونو نه ټاکل کېږې. دلته معيار وړتيا، کفايت،مسلک او اهليت دی. دلته کارکونکی يو بې طرفه خدمتگار دی چي په کار کي د هېڅ ډول سمپتې او انتې پتی تر تاثېر لاندې  نه راځې. دا کارکونکي په خپل کار کي د سياست، قوم، مذهب ... په ځای د قانون او د کار د اصولو پېرو او له هغو سره سم پريکړه او کار کوي.
٥ ــ د پاکستان په هکله د يوه سم سياست نشتوالی. دا د دولت تر ټولو لويه کمزورې ده چي هيواد يې له لويو ستونزو سره مخامخ کړی دی. د پاکستان او له پاکستان سره د ستونزو او له دې جملې د ډيورند په هکله تېرو حکومتونو هم يوه روښانه او مشخصه استراتژې نه درلوده. په دې هکله تېرو حکومتونو د يوه عملی او مشخص سياست په ځای په شعارونو او سندرو تکيه کوله او هڅه دا وه چي له دې مسلې څخه څومره د خپلې واکمنۍ له پاره گټه کولاي شي. د کرزی حکومت هم په دي هکله د “ وگورو اوانتظار” تگلاره چلوې. د شعارونو او سندرو احساساتې سياستونه د بايللو سياستونه و او د انتظار سياست هم د بری سياست نه دی. له هماغه پېله د افغانستان او پاکستان تر منځ په سياسي لوبه کي د بايلونکی لوری نوم افغانستان دی او په دې برخه کي نه يوازي ابتکار د پاکستان په لاس دی، بلکې پاکستان ډېرې لاس ته راوړنې هم لرې..
اوس په سېمه کي حالاتو نوې بڼه خپله کړې، حالت په بې سارې توگه پېچلی او چاوديدونکي ځانگړتيا لرې.
د پاکستان د غلطو حسابونو او براوردونو په نتيجه کي په سېمه کي يو ځواک پېاوړتيا او پراختيا مومې چي هر څه ته د کرکې او د دوښمنې په سترگه کورې او د خدای په نوم ځان ته د هر څه کولواجازه ورکوي.
د پښتنو په سېمه کي د ناسيونالېزم او وطن پالنې په ځای مذهبې بنسټ پالنه چټکه او پراخه وده کوي او پېاوړې کېږې. ناسيونالېزم او وطنپالنې مذهبې بنسټ پالنې ته يې بايللې ده. خان، ملک او سپېن ژېری ملا، مولوي او طالب ته بايللې ده. بنسټ پالنه په دې بريالې شوې چي د قبايلو تر منځ د دوښمنيو او توربورگنيو د پېړيو اوږد واټن لنډ او اوس وزېر، مسعود او دوړ د يوه ملا تر قوماندې لاندې په گډه جگړه کوي. په سېمه کي بنسټ پالنه د ژوند ټولې برخې تر خپلې ولکې لاندې راولې. دا سېمه د طالبانو او القاعده په پايگاه بدله شوې ده، کوم چي په دواړو افغانستان او پاکستان کي ثبات او واکمنيو ته يو ښکاره گواښ دی. په ځانگړې توگه دا سېمه د افغانستان ثبات، سولې او خپلواکۍ ته د گواښ سېمه بلل کيداي شي. په سېمه کي په بشپړه توگه نوی حالت را منځ ته شوی. او دا نوی حالت له دواړو افغانستان او پاکستان څخه د نوېو تگلارو د جوړولوغوښتنه کوي. پرونې سياستونه او يا زړو سياستونو ته ورگرزيدل ستو نزه نوره هم پېچېلې کولاي شي. نويو پيښو او پراختياو ته په پرونېو زړو او ناکامو سياستونه کي ځواب نشته دی.
سياست د “موږ يوه خبره ده” او يا “ افاغنه يک گپ است” نه دی. سياست او سياسي درېځونو په بشپړه توگه بدليدونکې ځانگړتيا لرې او په بدليدونکو معيارونو سنجول کېږې. هغه څه چي داېمې دي هغه گټې دې.
په سياست کي د انتظارونواو وگورو په ځای په موجودو او په چټکې سره په بدليدونکو واقعيتونو تکيه کېږې. په سېمه کي د حالاتو بدلون دومره چټک شوی چي ناممکن په ممکن اوممکن په ناممکن بدلوي. د پرونيو هېلو ځای د ننی دوښمن په سنگر بدل شوی او له پرونی دوښمن سره يې د ننيو هيلو د بری له پاره د همکارې ضرورت را منځ ته کړی. په سېمه کي دا وېره شته دی که موجود حالت له کنترول څخه ووزې له ناپوهې، کرکې او ډار څخه جوړ شوی ځواک په يوه زورور سيلاب بدليداي شي چي د نسلونو نسلونو کاراو د هغو د کار پايلې به له ځان سره يوسي. اوسمهال په سېمه کي په منځ ته راغلی حالت غلبه کول د پاکستان او افغانستان تر منځ د مخالفتونو او ناندريو په ځای ددې دو هيوادونو په همکارې کولوکي دی. د افغانستان او پاکستان تر منځ اوسمهاله کړکېچ په افغانستان کي د ثبات په ځای له بې ثباتې سره مرسته کوي.