رهنورد زرياب


د داستان په هكله يو څو خبرې


لومړى به وګورو چې داستان څه شى دى؟
زما په فكر دې پوښتنې ته داسې ځواب وركولاى شو:
_ داستان يوه هنري پديده ده.
دلته سملاسي دوهمه پوښتنه رازېږي:
_ هنري پديده څه شى ده؟
زما په فكر دې پوښتنې ته بايد داسې ځواب وركړل شي:
_ د ليكوال (هنرمند) د ذهن په واسطه د واقعيتونو غبرګون ته هنري پديده وايي.
آيا دايو بشپړ تعريف دى؟
_ نه . دلته داخبره د يادولو وړ ده چې د غبرګون په دې عمليه كې واقعيت د ليكوال له ذهني شتمنۍ، رواني توكيو (عناصر)، فكر، خيال او عواطفو سره ګډېږي اويو له بل سره راكړه ? وركړه كوي. د ګډېدلو او راكړې ? وركړې داعمليه هومره پېچلې ده چې سمه پېژندګلوي يې ډېرې ستونزې لري.
د واقعيت ، عواطفو، خيال، فكر، رواني توكيو او ذهني شتمنۍ په هكله خبرې، ډېرې تخصصي او پېچلې دي. موږ دا ټول همدلته پرېږدو او راځو د داستان تعريف ته.
ومو ويل چې:
_ داستان يوه هنري پديده ده او دا پخپله د ليكوال د ذهن په واسطه د واقعيتونو غبرګون ته وايي. په دې عمليه كې واقعيت- لوي وي كه وړوكى ? د ليكوال (هنرمند) له ذهني شتمنۍ، رواني توكيو، فكر، خيال او عواطفو سره ګډېږي او يو له بل سره راكړه ? وركړه كوي. له دې راكړې- وركړې څخه وروسته واقعيت بيا زېږي. دا نو تش واقعيت نه بلكې بيا هستول شوي واقعيت دى. يوه هنري پديده ده، په بله ژبه يو انځور دى، يوه سندره ده، يو شعر دى، يوه ننداره ده، يوداستان دى، يو فلم دى، يوه مجسمه ده، يوه نڅا ده. موږ دلته په انځور خبرې نه كوو، په سندره خبرې نه كوو، په ننداره خبرې نه كوو، په فلم خبرې نه كوو، په مجسمه خبرې نه كوو، په نڅا خبرې نه كوو. ټول يوې خواته ږدو او يوازې په داستان باندې رڼا اچوو.
ومو ويل چې داستان يوه هنري پديده ده او بيا مو وويل چې هنري پديده يعنې څه؟ اوس د داستان په تعريف كې يوه بله جمله زياتوو:
- داستان يو ادبي ډول دى.
دلته دا پوښتنه رامينځ ته كېږي چې:
- ادبي ډول څه شى دى؟
ځواب وركوو:
- ادبي پديدې په څو ځانګړو څانګو وېشل كېږي چې هرې څانګې ته يو ادبي ډول ويل كېږي. لكه شعر، ننداره، داستان او د فلم كيسه. د خبرې د بشپړتيا لپاره بايد ووايو چې ځنې څېړونكي ژوند ليك او يونليك هم په ادبي ډولونو كې شماري.
ومو ويل چې داستان يو ادبي ډول دى يا په بله ژبه د ادبياتو په نړۍ ورګډدى. او بيا مو دا هم وويل چې ادبي ډول څه شى دى؟. اوس د داستان په نوره پېژندګلوي كار كوو او دا پوښتنه وړاندې كوو چې: د داستان د جوړولو عام توكي (عناصر) څه شى دي ؟ يا په بله ژبه داستان له څه شي څخه جوړېږي؟
ځواب داسې دى:
- د داستان د جوړښت عام توكي كلمې دي يا په بله ژبه داستان د كلمو په مرسته جوړېږي (ليكل كېږي).
دلته بايد داخبره وكړو چې ټول ادبي ډولونه د كلماتو په مرسته جوړېږي. كه كلمې نه وي ادبي ډول مينځ ته نه شي راتلى. پام وكړئ :
- د انځور جوړونې عام توكى رنګ دى. له رنګ څخه پرته انځور نه جوړېږي.
- دنڅا د جوړښت عام توكى د وجود د غړو حركت دى. له حركت څخه پرته نڅا نشي كېداى.
- د مجسمې جوړونې عام توكي داړتيا وړ اومه مواد دي. له اومو موادو څخه پرته مجسمه نه شي جوړېداى.
اوس داسې ځاى ته ورسېدو چې داستان له نورو ادبي ډولونو څخه جلا كړو. ددې جلا كېدنې لپاره دا پوښتنه وړاندې كوو:
- د داستان د جوړښت ځانګړي (خاص) توكي كوم دي؟ يا داستان د يوه ادبي ډول په توګه له كومو توكيو څخه جوړېږي؟
ځواب به داسې وي:
د داستان د جوړښت ځانګړي توكي دادي:
الف: زمان (وخت)
ب: مكان (ځاى)
ج: اتلان (خلك)
د: پېښه (حادثه)
هـ: خبرې ( ډيالوګ)
و: ستاينه ( توصيف )
ز: روايت
* د داستان جوړښت وخت غواړي. له دې توكي څخه پرته داستان نه شي ليكل كېداى. ځكه داستان د وخت په بهير كې مينځ ته راځي.
* د داستان جوړښت ځاى غواړي. له دي توكي څخه پرته داستان نه شي ليكل كېداى. ځكه داستان په يوه يا څو ځايونو كې پېښېږي.
* د داستان د هستېدلو لپاره اتلان characters په كار دي . داكېداى شي چې انسانان وي، ځناور وي او ان دا چې څپې، باد، ورېځ او داسې نور شيان وي.
* د داستان د هستولو لپاره پېښه په كار ده. له پېښې څخه پرته داستان نه شي ليكل كېداى.
* خبرې يا ډيالوګ د داستان لازمي توكى دى خو كله نا كله داسې داستانونه هم لولو چې ډيالوګ نه لري.
* د داستان په هستولو كې ستاينه ډېره ونډه لري. ددې لپاره چې وخت، ځاى، اتلان، پېښه او ډيالوګ ښه او روښانه مفهوم وړاندې كړاى شي، بايد وستايل شي.
* روايت هم د داستان د جوړښت اصلي توكى دى او د داستان له هستونې سره ډېره مرسته كوي.
ددې لپاره چې ددي توكو ارځښت روښانه شي، اوس يو لنډ داستان ليكو او بيا په هغه كې د پاسنيو جوړښتي توكيو په پېژندنه باندې خبرې كوو:
د داستان نوم دى: سړي او ستوري.
داستان پېلېږي :
ماښام و. د دوبي يو ماښام. ستوري يو ? يو په اسمان كې راڅرګندېدل. هرڅه په ماښامنۍ تودوخه كې ډوب وو. تيارې چې ورو ? ورو ډېرېده، په ټوله سيمه وزر غوړولى و.
دوه ماشومان په بېړه په داسي يوه لاره روان وو چې نور لارويان پرې نه ښكارېدل. دواړه اووه كلن وو.
يوه كاوباى پتلون درلود او بل سپين كميس پرتوګ اغوستى وو.
دا ماشومان چې يو د بل په ګاونډ كې اوسېدل، د لامبو ليواله وو. د همدې روځې په ماسپښين هم دوى دلمبلو لپاره سيند ته تللي وو. هوا توده وه او په اوبو كې ډوبېدلو دوى ته ډېر خوند وركاوه. دوى دواړو له نورو ماشومانو سره يو ځاى په سيند كې څوساعته ولمبل . دسيند اوبه د دوى تر ملا پورې وي.گ دوى يو بل په اوبو كې وځغلول، يو بل ته يې اوبه وشيندلي، په اوبو كې ډوب شول او غېږې يې ونيولي.
ناڅاپه يې پام شو چې لمر ډوبېږي.
يوه وويل:
- پوهېږې چې ناوخته دى!
بل ماشوم وويل:
- ځو به چې شپه شوه.
دواړو په بېړه جامې واغوستې او ګړندي روان شول. كله چې خپلو كورونو ته نژدې شول، هوا پوره تياره شوې وه. د دوبي ماښامنۍ تودوخه په توله سيمه خوره وه او ځلانده ستوري د اسمان په لمنو كې ځليدل.
هغه ماشوم چې سپينې جامې اغوستې وې په وېره وويل:
- ډېر ناوخته شو!
ها بل وويل:
- هو ناوخته شو.
او د ځلانده ستورو خوا ته يې وكتل. كوچنيو ځلانده ستورو ټول اسمان نيولى وو. دا وخت دا ستوري هغه كوچنيو الماسو ته ورته وو چې په توربخونه شنه ټوټه باندې شيندل شوي وي.
ناڅاپه دغه ماشوم يو ستورى وليد چې له خپله ځايه وخوځېد او تر يوې لنډې ګړندۍ ځغاستې وروسته ورك شو.
ماشوم په بېړه وويل:
_ ودې ليدل چې يو ستورى بې ځايه شو.
هغه ماشوم چې سپينې جامې يې درلودې وويل:
- بې ځايه نه شو، ولويد. پوهېږې چې هر سړى په اسمان كې يو ستورى لري. كله چې دا سړى مري ، ستورى يې لوېږي.
لومړي ماشوم پوښتنه وكړه :
- ته په دې خبره څه پوهېږې؟
ملګري يې ځواب وركړ:
- مور مې ويلي و.
لومړي ماشوم بيا پوښتنه وكړه:
- خى اوس څوك مړه شول؟
ملګري يې ځواب وركړ:
- هو!
لومړى ماشوم وويل:
- او.. هو ? بېچاره !
او دواړو په تګ كې بېړه وكړه. هغه ماشوم چې سپينې جامې اغوستې وې وويل:
- زما پلار ډېر ناروغه دى. كله نا كله بېسده كېږي. مورمې ټينګار كړى وْ چې ژر راستون شم.
ملګري يې وويل:
- راورسېدو پخېر.
بيا يې خداى پاماني وكړه او د خپل كور خواته وخوځېد. هغه ماشوم چې سپينې جامې يې درلودې، يوازې د خپل كور په لور ولاړ.
كله چې خپل كورته ورسېد، وې لېدل چې د كور ور پرانستى دى او د دوى څو ګاونډيان هلته په خبرو بوخت وو.
ماشوم كورته په ننوتلو كې بيړه وكړه.
څراغونه روښانه وو او ښځو په كوټو او انګړ كې ژړل. ماشوم د خپل مور د ژړا غږ وپېژاند او له ځانه سره يې وويل:
- خدايه څه شوي دي؟
دده مشره خور په ژړا كې راوړاندې شوه او دده سريې په غېږ كې ونيو. ماشوم تروره شانتې پوښتنه وكړه:
- څه خبره ده؟
خور يې په ژړاكې ورته وويل:
- پلارمو مړشو!
ماشوم بې پامه اسمان ته وكتل. ټول اسمان كوچنيو ځلانده ستورو ډك كړى وو او داسې ښكارېدل لكه كوچني الماس چې په توربخونه شنه ټوټه شيندل شوي وي. د ښځو د ژړا غږ ښه په زغرده اورېدل كېده.
سبا سهار له لمرخاته څخه لږ وروسته، هغه ماشوم چې سپينې جامې درلودې، د خپل كور مخ ته خپه او ستومانه په خاورو ناست وو او شنه اسمان ته يې كتل چې كوچني ملګرى يې له ليرې راښكاره شو او ورو-ورو وړاندې راغى. دى هم ډېر خپه و او بې له دې چې څه ووايي، غلى د خپل ملګري څنګ ته كيناست.
دواړه څه موده غلي و. لږ وروسته هغه ماشوم چې سپينې جامې درلودې پوښتنه وكړه:
- هغه ستورى دى په ياد دى چې تېره شپه ولويد؟
ملګري يې خپل سر وخوځاوه او ويې ويل :
- هو!
لومړى ماشوم وويل:
- هغه زما د پلار ستورى و!
او دواړو پاس اسمان ته وكتل چې ستوري پكې نه ښكارېدل.
دا داستان مې ځكه په بېړه وليكه چې د داستان جوړښتي توكي پكې څرګند كړو.
لومړى راځو زمان ته. لكه چې تاسو وينۍ زموږ په دې داستان كې د وخت بهير شته. دې بېلګو ته پام وكړئ:
1- د دوبي ماښام چې ماشومان كورته تلل.
2- د يوې روځې ماسپښين چې ماشومان په سيند كې لمبيدل.
3- د لمر لويدلو مهال، هغه وخت چې ماشومان خپلو كورونو ته ستنيدل.
4- هغه وخت چې هوا ډېره تياره شوه.
5- سبا سهار هغه وخت چې لمر راختلى و.
6 - دا د زمان ښكاره توكي دي. ددې روښانه توكيو په څنګ كې د وخت د توكي كليت د داستان په كليت كې داسې نغښتى دى چې په سترګو نه ښكاري.
اوس راځو د مكان توكي ته. همغسې چې تاسو وليدل داستان مكان لري. لكه دا بېلګې.
1- داسې يوه لاره چې نور لارويان پكې نه ښكاريدل.
2- د سيند غاړه او د اوبو مينځ.
3- د ماشومانو كورونو ته نژدې سيمه .
4- د يو ماشوم د كور انګړ.
5- هغه خونې چې ښځو پكې ژړل.
6- د پلار مړي ماشوم د كورمخه.
دلته هم داخبره د يادولو وړ ده چې د مكان ددې ښكاره توكيو په څنګ كې د مكان كليت د داستان په كليت كې نغښتى دى.
د كيسې اتلان :
1 - هغه ماشوم چې سپينې جامې لري.
2 - ددې ماشوم پلار چې مري.
3 - ددې ماشوم مور.
4 - ددې ماشوم مشره خور.
5 - هغه ښځې چې ژاړي.
6 - هغه ماشومان چې په سيند كې لامبي.
7 - هغه ګاونډيان چې د مړي د كور مخې ته ولاړ دي.
8 - هغه ماشوم چې كاوباى پتلون لري.
پېښه:
1 - د لمر لوېدل.
2 - هغه ستورى چې لوېږي.
3 ? ديوه ماشوم د پلار مړينه.
په دې داستان كې د خبرو يا ډيالوګ توكي دا دي:
1 - په لاره كې د دوو ماشومانو خبرې.
2 - په سيند كې د همدې ماشومانو خبرې.
3 - له خپلې خور سره د يوه ماشوم خبرې.
4 - په سبا سهار د دوو ماشومانو خبرې.
ددې ښكاره خبرو په څنګ كې، كېداى شي چې په داستان كې داسې غير مريي خبرې هم وي چې اغيزه يې د ټولې كيسې په بهير كې څرګندېږي.
اوس د ستاينې يا توصيف په هكله خبرې كوو. توصيف د يوه چا يا يوه شي ستايلو ته وايي. په داستانونو كې له ستاينې څخه ډېر كار اخيستل كېږي. د كيسې د اتلانو د ظاهري او فزيكي حالت د پېژندنې لپاره، د كسانو د ضمير د پېژندنې لپاره، د زمان او مكان د ښودلو لپاره، د خبرو يا ډيالوګ د طرز د روښانتيا لپاره او ? اوس به راشو خپل داستان ته:
1 - د لندې كيسې په پيل كې د دوبي د ماښام په هكله خبرې ستاينې دي.
2 - د ماشومانو د تګ څرنګوالى او د دوى جامې ستاينې دي.
3 - په سيند كې د ماشومانو لمبل ستاينه ده .
4 - د ستوري د لويدلو په وخت كې د يوه ماشوم وېره ستاينه ده.
5 - د هغه ماشوم خبرې چې وايي (ډيرنا وخته شو) ستاينه ده.
په همدې لنډكي داستان كې د ستاينو نورې بېلګې هم شته چې ستاسو پام به يې ځانله اړولى وي.
له ستاينې سره چې د خيال نازكې او پېچلې اغيزې يوځاى شي، انځور ترې جوړېږي او دې ته انځور جوړونه (تصوير سازي) وايي. داجمله (او داسې ښكارېدل لكه كوچني الماس چې په يوه توربخونه شنه ټوټه باندې شيندل شوي وي) د انځور جوړونې ښه بېلګه ده.
د داستان د جوړونې يو بل ځانګړى توكى روايت دى. روايت هغه خبرې دي چې ليكوال يې كوي او همداخبرې داستان پر مخ بيايي.
زموږ په لنډكي داستان كې روايتونه دادي :
1 - دوه ماشومان په لاره روان وو،
2 - دا دوه ماشومان تللي وو چې په سيند كې ولامبي،
3 - دې او څو نورو ماشومانو څو ساعته ولمبل،
4 - نا څاپه يې پام شو چې لمر ډوبېږي،
5 - ناڅاپه ماشوم يو ستورى وليد چې وځغليد او بيا ولويد،
6 - بل ماشوم پوښتنه وكړه،
7 - كله چې خپل كورته ورسيد، د كور ور يې پرانستې وليد. د دوى څو ګاونډيان هلته ولاړ او په خبرو بوخت وو. ماشوم په بېړه كورته ننوت. ښځو په خونو كې ژړل. ماشوم د خپلې مور غږ وپېژاند او له ځانه سره يې وويل.
اوس داسې ځاى ته رسېدلي ياستو چې ووايو چې دا توكي (عناصر) هېڅ يو په يوازېتوب سره داستان نه شي جوړولاى. ددې لپاره چې يو داستان وليكل شي، دا ټول توكي په كار دي. ددې توكيو تر مينځ ديالتيكي تړون ضروري دى په بله ژبه دا توكي يو له بل سره راكړه ? وركړه كوي، يو پر بل اغيزه شيندي او اغيزه مني. له دې ټولو سره ? سره دا توكي بېلابېلې بڼې درلودلاى شي.
ددې لپاره چې د داستان جوړونې د پاسنيو توكيو ترمينځ د ديالتيكي اړيكو بېلګې وړاندې شوي وي، بيا هم خپل لنډ داستان ته ګورو:
1- ماښام دى او دوه ماشومان خپلوكورونو ته بيړه كوي. ماشومان په وېره كې دي. دلته ګورو چې د زمان توكي ( ناوخته كېدلو) د داستان پر اتلانو يا ماشومانو اغېزه كړې . كه چېرته په دې داستان كې د ماشومانو پر ځاى دوه مشران راغلي واى، ماښام او ناوخته كيدلو به پر دوى دومره اغيزه نه واى كړې.
2- ماشومان څو ساعته په اوبو كې ولمبيدل. دا څرګندوي چې د مكان توكي ( سيند) چې د لامبو لپاره ښه ځاى دى پر ماشومانو اغيزه كړې او هغوى يې خوشاله ساتلي دي. په عوض كې د ماشومانو حالت پر زمان اغيزه كړې او د وخت تيرېدل نه احساسوي.
3- ناڅاپه د لمر لوېدلو ته متوجه كېږي، يعنې پېښه پر ماشومانو اغېزه كوي، هغوى بېړې ته هڅوي او وېروي يې. ماشومان په بېړه جامې اغوندي او دخپلو كورونو خواته روانېږي. دلته د اتلانو حالت، روايت ته لاره پرانېزي.
4- په لاره كې يوه ماشوم په وېره وويل:
- ډېره ناوخته شو!
بل دا خبره ومنله:
- هو ناوخته شو!
لكه چې وينئ چې جملې ډېرې لنډې دي او د اتلانو يا د ماشومانو حالت د خبرو يا ډيالوګ پر توكي اغيزه كړې. وخت هومره لنډ دى چې خبرې بايد ډېرې اوږدې نه وي.
5- په دې وخت كې يو هلك يو ستورى وليد او په بيړه يې وويل:
- ودې ليدل چې يو ستورى بې ځايه شو؟
بل ماشوم وويل:
- بې ځايه نه شو، ولويد. پوهېږې چې هر سړى په اسمان كې يو ستورى لري. كله چې داسړى مري، ستورى يې لوېږي.
لومړي ماشوم پوښتنه وكړه:
- ته په دې خبره څه پوهېږې؟
ملګري يې ځواب وركړ:
- مورمې ويلي و.
لومړي ماشوم بيا پوښتنه وكړه:
- خى اوس څوك مړه شول؟
دوهم ماشوم ځواب وركړ:
- هو !
لومړي ماشوم وويل:
- او? هو? بېچاره !
لكه چې وينئ په اسمان كې د يوه ځغلنده ستوري د لوېدلو په شان د يوې غټې پېښې له امله د داستان په خبرو اترو يا ډيالوګ اغيزه پرېوزي او ماشومان په دې هكله ډېرې خبرې كوي.
دلته ددې خبرې يادول ضروري دي چې كله نا كله د ستاينې (توصيف) او روايت توكي هومره سره نژدې كيږي چې پېژندګلوي يې ګرانه شي.
داسې بېلګې هم شته چې د ستاينې او روايت توكي سره يو وي. راځۍ چې په پاسني لنډكي داستان كې داخبره روښانه كړو:
1-د داستان په يوځاى كې لولو: (دې دواړو له نورو ماشومانو سره يوځاى څوساعته په سيند كې ولمبل. اوبه د دوى تر ملا پورې وې. دوى يو بل يې په اوبو كې وځغلول. يو بل ته يې اوبه وشيندلې، په اوبو كې ډوب شول او ?.)
دلته ګورو چې د ستاينې او د روايت توكي يو له بل سره ګډ شوي دي. كه چېرته ستاينه ځنې ليرې كړو، روايت به داسې وي: (هغه دواړو څو ساعته په سيند كې ولمبل. دوى يو بل په اوبو كې وځغلول، يو بل ته يې اوبه وشيندلې، په اوبو كې ډوب شول او?) دلته موږ توصيفي توكي (دې دواړو له نورو ماشومانو سره يوځاى) او (په سيند كې چې اوبه يې د دوى تر ملا پورې وې) ليرې كړل.
2- يو بل ځاى راځي: (دواړو په بيړه جامې واغوستې او ګړندي روان شول) دلته روايت داسې دى: (جامې يې واغوستې او روان شول).
3- بل ځاى: ( ناڅاپه دغه ماشوم يو ستورى وليد چې له خپله ځايه وخوځېد او تر يوې لنډې ګړندۍ ځغاستې وروسته ورك شو).
ددې برخې تش روايت داسې دى: (ماشوم يو ستورى وليد چې وخوځيد او ورك شو).
دا خبره بايد هېره نه كړو چې موږ دلته د داستان جوړونې ډېر ساده توكي په پام كې نيولي دي خو په خوندورو داستانونو كې دا توكي ډېرې پېچلې بڼې درلودلاى شي. همدا راز لكه څنګه چې د ستاينې او روايت د توكيو د امتزاج امكان شته د داستان د نورو توكيو امتزاج هم له پامه نه شي ليرې كېداى.
اوس راځو دې ته چې كېداى شي د داستان ليكنې ځانګړي توكي لكه زمان، مكان، اتلان، پېښې، خبرې اترې، ستاينه او روايت ښه، اصلي، پاخه، ښكلي، تازه او اغيزناك وي يا بد، بې خونده، زاړه بدرنګه او بې اغيزې. ښكاره خبره ده چې له لومړنيو توكيو څخه ښكلى، خوندور او په زړه پورې داستان جوړېږي او له دوهمو توكيو څخه بدرنګه ، بې خونده او بې اغيزې دا.
لكه مخكې مو هم چې وويل د داستان جوړونې ځانګړي توكي په يوازې توګه داستان نه بلل كېږي. د داستان دهستونې لپاره بايد دا توكي سره واوډل شي. موږ پوهېږو چې هر هنري اثر درې برخې لري: فكر، بديعي او هنري ځانګړتياوې او تكنيكي يا فني ځانګړتياوې. د داستان جوړونې ځانګړي توكي د تكنيك يا فن په واسطه سره يو ځاى كېږي.
يو عالم وايي : تكنيكي يا فني ځانګړتياوې د هنر په هره څانګه كې هغه قواعدو ته ويل كېږي چې د ټاكلي څانګې دلومړنيو يا اومو موادو د كارولو له پاره جوړ شوي وي. له دغه قواعدو څخه پرته هنرمند يا ليكوال خپل اومه مواد په سمه توګه نه شي كارولى.
تكنيك يا فن د داستان په ليكنه كې دوه اړخه لري ياله دوه اړخونو څخه د داستان په هستولو كې ونډه اخيستلاى شي.
لومړى د داستان دتوكيو (عناصرو) په هستولو كې په مجرده توګه.
دوهم د داستان دكليت په جوړولو كې.
دخبرې د روښانولو له پاره يوه بېلګه وړاندې كوو. دا په ياد ولرئ چې دا بېلګه ډېره ساده ده او د داستانونو دهستولو له درانه او پېچلي كار سره نشي پرتله كېداى.
يو تركاڼ په پام كې ونيسئ چې د يوه مېگز دجوړولو لومړني مواد ورته پراته دي. دغه تركاڼ د ميز دهرې برخې دجوړولو له پاره د تركاڼۍ له فن (تكتيك ) څخه كار اخلي او دمېز پښې، صندوقچې، د مخ تخته او نورې برخې جوړوي . همدا تركاڼ وروسته دا مجرد توكي بيا هم د تركاڼۍ دفن په مرسته سره يوځاى كوي او د مېز (كليت ) ترې جوړوي.
لنډه دا چې د داستان ليكوال د داستان جوړونې د ځانګړو توكيو د هستولو له پاره د تكنيك يا فن څخه كار اخلي. همدا ليكوال د داستان د ليكلو يا د داستان دكليت د رامنځ ته كولو له پاره هم له تكنيكونو څخه ګټه پورته كوي . د داستان ليكنې تكنيكونه كه څه هم چې د زده كړې وړ او كسبي دي خو ډېرې پېچلتياوې هم لري او پېژندګلوي يې پوره كار غواړي.

پاى