لېکوال : عزېز نسین

ژباړن : عزت الله پېژاند
 

ديموكراسي بنده ده


د هغه تر راتګ وړاندې مې يې په اړه ډېر څه اورېدلي وو . هغه نهه كاله په امريكا كې لوړې زده كړې كړي وې . له داسې يو چا سره مې د كتو له امله د غرور احساس كاوه .
د مخكنيو مالو ماتو پر بنسټ مې نوموړى د فزيك ښوونكى په ذهن كې بشپړ انځور كړى و ، خو كله چې مې وليد نو په خپله تېروتنه پوه شوم . ځكه زموږ شپېتو تنو له ډلې څخه يوه هم نومړى په واقعي توګه نه و انځور كړى .
كله چې د لومړي ځل لپاره ټولګي ته راننوت پنځه تنه زده كوونكي يې ولاړ او پوښتنې يې ترې وكړې .
نومړو چې زموږ د ټولګي ټنبلان وو ، وويل :
- صيب دا ځاى يې نه دى راته ويلى .
- په موږ چا نه دى ياد كړى .
نوي ښوونكي له اسوېلي سره زياته كړه :
- عجيبه ده چې تاسې څنګه دې صنف ته راغلي ياست ؟!
دا خبره د حسن د ځورېدو لامل شوه او ويې ويل :
- تاسو په داسې ځاى كې پوښتنې وكړې چې موږ
ګرد سره نه دى ويلى .
نوي ښوونكي نوري ته مخ او ويې ويل :
- لطفاً تاسې تشريف راوړئ !
نوري چې هـيڅ يې د داسې پېښې تمه نه لرله تختې ته ودريد او ښوونكي ترې وپوښتل :
- هرڅه چې مو د منځني ښوونځي له فزيك څخه ياد دې ويې واياست .
نوري يوازي وكولاى شو چي د فزيك كليمه پر ژبه راوړي. وروسته رنګ الوتى او ارام ودرېد .
نوي ښوونكي مو د فزيك پر لوست سربېره له يو بل شي سره هم مينه لرله ؛ هغه داچې هرڅنګه چې شونې وي د فزيك تر څنګ د ديموكراسۍ په اړه هم څه را وښيي .
ښه مې ياد دې چې تر هغه مهاله څوك د ديموكراسۍ له نوم سره نه و اشنا او زموږ د هېواد روڼ اندو هڅه كوله چې د وېتامينو نومان ياد كړي . البته دا يادونه مې ځكه وكړه چې پوه شئ چې د يموكراسي زموږ هېواد ته د ويتامينو تر راتګ كلونه وروسته راغلې ده .
پر نوموړي ښوونكي مو د (ديموكراسي سالار ) نوم كېښود .
د فزيك د هر ساعت نيمايي د امريكا ديموكراسۍ ته ځانګړى و . د هغه زړه هـيڅكله اجازه نه وركوله چې له امريكا او ديموكراسۍ څخه يې سترګې پټې كړي .
پر نوموړي كال موږ (60) تنو د فزيك په اړه هيڅ نه كړه زده، د ديموكراسۍ په برخه كې مو زده كړه چې يو بل ته د
(اې) ، ( هلكه) او (يارانه) پر ځاى (ښاغلى) ، (صاحب) او ( قربان ) ووايو . دويم شى مو د ټولګي د كړكيو د خلاصولو او بندولو
موضوع ښه زده كړه .
ديموكراسي سالار به د فزيك د لوست په جريان كې وويل :
- ښاغلو كه هوا توده ده كړكۍ به پرانيزو ؟
دا وخت به د 60 تنو زده كوونكو اوازونه د ګڼ اوازو سندرو
په څېر اورېدل كېدل :
- صيب خلاصوو يې . . . خلاصو يې .
خو زيات وخت به د ټولګي يو دوو ټنبلانو نارې كړې :
- صيب تړو يې . . . تړو يې .
تر دې بې ډولۍ او شور ماشور ورسته به په ټولګي كې ديموكراسي پيل شوه :
- صيب خلاصوو يې !
- صيب نه يې خلاصوو !
- ګرمۍ پاخه كړو !
- يخ كباب كړو !
نوري او شوكت د نومړي ديموكراسۍ د دوو مخاليفو اړخونو شعاريان وو . كه نن شوكت ويلي واى چې كړكۍ پرانيزو، سبايې د نومړي خبرې عكس وايه ، خو نوري له كومې تګلارې پرته هر كله او هر وخت د هغه د خبرو مخالف و . كله_كله دغه سرسختي مخالفين په غير ارادي توګه همږغي كېدل هم او په دې توګه به يې په ګرمو ورځو كې كړكۍ بندې او يخ كې پرانيستې پرېښودې .
د كړكيو پر پرانيستنې او بندلو به نيم ساعت تېر شو . كله چې به زده كوونكي چپ شول ديموكراسي سالار به ويل :
- هيله كوم چې يو استازى له هغې ډلې څخه چې د پرانيستو كړكيو پلوي ده ماته يوڅه نوره توضيح راكړي .
دلته به و چې ديموكراسي به پيل شوه . كله چې به جدي او يو بل ته به مو په يارانه ، خرجان او داسې نورو نومونو خطاب پيل كړ نو سالار صاحب به په مبارزه كې راولوېد ، او ويل به يې :
- ښاغلو په ديموكراسي كې خرجان او يارانه نه لرو ، ښه به
داوي چې يو بل ته په صاحب وواياست . هغه موږته دا خبره
بيا - بيا كړې وه . موږ به هم په عادي او نارمل حالت كې يو بل ته د احمد صاحب ، محمد صاحب ، حسن صاحب او حسين صاحب خطاب كاوه ، خو د غوسې پر مهال مو يو بل د خره له نامه څخه نه بې برخې كاوه .
د زنګ له ږغ سره به موږ د ښونځي اڼګړ او سالار صاحب به په بېړه ادارې ته ولاړ . د نومړي له وتلو سره به مو نارې پسې وهلې :
- ژوندۍ دې وي ديموكراسي ! . . .
هغه كال مو د فزيك ساعتونه پر داډول تېر او سالار صاحب ډاډه شو چې ديموكراسي يې په ښه توګه راښوولې ده.
هغه غوښتل چې خپل دغه برياليتوب د ښوونځي د مشرانو په مخكې هم وښيي، ځكه يې نو يوه ورځ زياته كړه :
- بچيانو ځانونه چمتو كړئ ، خيال مې دى چې د شنبې په ورځ د ښوونځي په لوى سالون كې د ديموكراسۍ كنفرانس وركړم. تاسو به ياست چې هلته به په ښه ډول له هغې څخه دفاع كوئ .
زموږ په ټولګي كې درې ګروپونه په تياري بوخت شول . د سالارصاحب د غو ښتنې پر بنسټ د هر ګروپ ټنبل ترين كسان دې كار ته غوره شول .
د شنبې په ورځ ټول زده كوونكي د ښونځي تالار ته راغلي وو . سالار صاحپ زموږ د ښونځي پر ښوونكو سربېره د نورو هغو ښوونكي او ملګري هم رابللي وو ، چې يوازي دده د ملګرو شمېر 50 تنو ته رسېدى .
نوري او شوكت د تالار په دوو خواو كې ځانته ډلې چمتو كړي وې.
احمد او محمد هم خپل پلويان د تالار په يوه څنډه كې په تمه كښېنولي وو. هغه ورځ د ټولو كارونو ترتيب ښه سنجول شوى و . په تالار كې يو وړوكى ږغ هم نه تر غوږ كېدى . فكر كوم چې د ښوونځي له تائسيس څخه دا تالار د لومړي ځل لپاره دداسې سكوت شاهد و . آن زموږ د ښوونځي د ښوونكو پسپسك هم ونه شو كړاى چې دا سكوت مات كړي . د برخوالو له څېرو څخه څرګندېده چې دا اصول يې ډېر خوښ دي .
څو شېبې ورسته سالار صاحب د دريځ (سټيج) شا ته ودرېد او نوموړى سكوت يې په خپله پرا نيستونكې وينا مات كړ . هغه د ديموراسي او ګټې يې ، ديموراسي او ښوونه و روزنه ، ديموكراسي او د امريكايي ټولنې پرمختګ او ديموكراسي او روغتيا په اړه تر اوږدې وينا وروسته زياته كړه :
- درنو دوستانو اوس ستاسو پام د دوو ډلو زده كوونكو بحث او مجادلې ته چې ديموكراسي يې په ښه توګه زده كړې ده را اړوم .
نوري زه پر اوږه وټپولم او را څخه ويې پوښتل :
- اُو . . . ته د چا پر خوا يې ؟
- زه د هغو پر خوا يم چې وايي خلاصې دې شي .
- ډېر ښه چې هېر دې نه شي . . . د څنګ ملګري ته دې هم ووايه چې ياد يې وساتي .
وروسته موږ ټول چمتو او ښه پو هېدو چې دا خبرې اترې
د نندارې لپاره دې او سالار صاحب غواړي چې د ښوونځي مدير ته يې وښيي ، ځكه چې زموږ د ښوونځي مدير له ديموكراسۍ او دېته ورته كليمو څخه ښه نه راتله . د مدير دا خبره " بابا
ديموكراسي څه كوئ " مې هم په وارو - وارو له ادارې څخه
اورېدلې وه .
يوه ورځ سالار صاحب په بېړه له ټولګي څخه بهر او له دې سره سم موږ ټولو نارې كړې :
- ژوندۍ دې وي ديموكراسي !
وروره خداى دې له بدې ورځې وساته ؛ څو ثانيې لا تېرې شوې نه وې چې مدير صاحب په غوسه ټولګي ته راننوت او نوري يې يو ټينګه لغته وواهه . څرنګه چې هغه د مدير څلور برابره و نو د مدير لپاره يوه نه فتح كېدونكې كلا وه . ديموكراسي پاته او مدير صاحب تر درې ، څلور ګامه شاتګ وروسته له دېوال سره وجنګېد . تر ځان سمبالونې وروسته د شوكت پر لور وخوځېد او غوښتل يې چې دا ځل هغه تر لغتو او سوكانو لاندې كړي ، خو سمدستي يې پام شو چې شوكت هم تر نوري كم نه دى . هغه د خپلې غوسې ارامولو لپاره د يو ډنګر او كمزوري زده كوونكي په لټه كې شو او دا بدبختي زما په برخه شوه .
مدير صاحب ټكولم او ما نارې وهلې :
- مدير صيب په خداى كه زه وم . اخ زه نه وم ، زه بېله خلاصېدو او بندېدو د ديموكراسۍ په شي لا نه پو هېږم .
دوه، درې ښوونكي په سختۍ وتوانېدل چې د هغه د سوكانو او لغتو څخه مې راوباسي .
په خپلو غوږو مې واورېدل چې مديرصاحب يو ښوونكي ته وويل :
- په دې شيانو د معصومو ماشومانو افكار مسموموي .
ددغوگ جرياناتو له مشاهدې څخه ښه پوهېدم چې د سالار صاحب او ښوونځي د مدير تر منځ پټ او ښكاره سوړ جنګ روان دى . په دې مې هم ښه سر خلاصېدى چې نوموړى جنګ به په دوى كې يو ګټي . خو زما زړه تر ډېره غوښتل چې سالار صاحب بريالى شي ځكه كه هغه دا جګړه نه واى ګټلې نو زموږ د ټول كال هغه زده كړه چې د بندولو او پرانيستلو په
برخه كې مو د اصلي لوست پر ځاى كړې وه بې ګټې كېدله .
سالار صاحب تر وينا وروسته يو سپين ږيري سړى چې په لومړۍ كرښه كې ناست و دريځ ته راوبلى او ترې ويې غوښتل
چې د بحث وړ موضوع وټاكي .
سپين ږيري موږ ته مخ او زياته يې كړه :
- بچيانو تاسو اورېدلي دې چې سالم عقل په سالم بدن كې دى . دا حكيمانه خبره د يونان د يو ستر شخصيت ده ، اوس ستاسو څخه غواړم چې ددې خبرې پر درستوالي او نادرستوالي بحث پيل كړئ .
سالار صاحب له سپين ږيري څخه له مننې سره سم موږ ته وويل :
- هليه كوم چې د هغو كسانو استازى چې وايي دا حكيمانه خبره سمه او همدا شان د هغو كسانو استازى چې د نوموړې وينا د نادرستوالي په عقيده دي دريځ ته راشي او د مقابل لوري د نظر له ردولو سره مستند دليلونه وړاندې كړي . البته داخبرې اترې د ديموكراسۍ په چوكاټ او آزادانه توګه صورت نيسي .
له انډيوالانو سره د مخكنيو خبر پر بنسټ مې په لوړ ږغ وويل :
- اجازه راكړئ چې خلاص يې كړم !
برخوال زما په خبره چندان ونه پو هېدل ، خو له پلان سره سم مقابل لور هم اړ و چې په لوړ ږغ ووايي :
- اجازه راكړئ چې ويې تړم !
موږ يو درست كال د فزيك د لوست پر ځاى بېله خلاصولو او تړلو له فكر كولو او له دې لارې د ديموكراسۍ د

اصلي مانا پېژندلو پرته بل څه نه و زده كړي .
دويم ځل مې بيا ناره كړه :
- خلاصوو يې !
زما تر دې ږغ وروسته وېرونكي اوازونه پورته شول :
- وايم تړو يې . . . !
تر دې تېرو ږغونو وروسته هلكان د آسمان كنګرو ته وختل :
- خلاصوو يې !
- تړو يې !
د سالار صاحب پام و چې لومړى ږغ كوونكى زه وم ، ځكه يې نو رانارې كړه :
- اوس نو سټيج ته ولاړ شه او په دې اړه دې خپل دريځ روښانه كړه .
ما چې هيڅ مې داسې نه وه انګرلې په ګوډه او ړنده توګه ځان تر سټيجه ورساوه .
سالار صاحب وپوښتل :
- اكبر صاحب ستا په نظر آيا سالم عقل په سالم بدن كې دى ؟
- قربان اجازه راكړئ چې خلاص يې كړو .
چې مازي مې د خلاصوولو تورى پر ژبه راوړ نو د بندو كړكيو پلويانو نارې كړې :
- ښاغلو اجازه راكړئ چې ويې تړو .
نوري او شوكت خپل شډل او نا تراشه ږغونه پورته كړل :
- اجازه راكړئ چې خلاص يې كړو .
سالار صاحب په بېتابۍ سره وويل :
- اكبر صاحب زما پوښتنې ته ځواب راكړه . آيا سالم عقل په سالم بدن كې دى ؟
زه ددې پوښتنې پر وړاندې بشپړ ګيچ وم خو هغه ادعاګران چې د تالار په لومړيو څلورو كرښوكې يې ځاى
نيولى و يو له بله سره وږغېدل . وروسته د نوموړو له منځه يو پنډ سړى را ولاړ او زياته يې كړه :
- بېله شكه هر څوك لومړى سالم بدن ته اړتيا لري . څنګه چې د يو ناروغ بدن . . .
يو برخوال د هغه خبرې غوڅې او زياته يې كړه :
- كه ستاسو خبره سهي وي نو بايد ټول د كُشتۍ، شمشېر بازۍ او سوك وهنې اتلان پوهان او فروفيسوران واى .
نوموړي ادعاګران هم زموږ د ټولګيوالو په څېر سره ونښتل .
سالار صاحب په ترهنده او هېښ حالت كې يو ځل بيا له ما څخه وغوښتل چې خپله عقيده څرګنده كړم . په ناچارې توګه مې وويل :
- صيب لكه څو دقيقې وړاندې چې مې وويل زما په عقيده بايد كړكۍ خلاصې كړو .
پر تندي يې يخې خولې راماتې او په هيڅ توګه بريالى نه شو چې د كړكۍ او ټاكل شوې موضوع سره بېله كړي . ما هم له وخت څخه په ګټه خپلو خبرو ته دوام وړكړ :
- څرنګه چې اوس د پسرلي شپې ورځې دې نو د ګرمۍ له امله نا چاره يو چې هغوى خلاصې كړو . ځكه موږ ازادې هوا ته اړيو ، نو ستاسو په اجازه يې خلاصوم .
دا جملې له هغه ځايه پر ژبه راوړم چې يو درست كال مو د فزيك د لوست پر ځاى خبرې پر لرلې . له دې لارې مو د نړۍ ټولې شته مسئلې د كړكيو د پرانيستلو لپاره په زبات رسولې وې .
سالار صاحب زموږ د عقيدې خلاف استازى صمد صاحب حاضر كړ . نوموړي د دريځ شاته له درېدو سره وويل :
- زه د اكبر له عقيدې سره بېخي مخالف يم .
سالار صاحب وويل :
- صمد صاحب تاسو ښه پو هېږئ چې په ديموكراسي
كې (اكبر) نه لرو ، ښه به دا وي چې هغه ته اكبر صاحب وواياست .
- ډېر ښه خو زه له دغه صاحب زاده سره په يوه عقيده نه يم .
په بېړه مې وويل :
- صمد جانه خوله دې سمه ښوروه . زه نوم لرم ، زما نوم صاحب زاده نه دى .
سالار صاحب زياته كړه :
- اكبرصاحب ، اكبر صاحب صمدجان مه واياست ؛(صمد صاحب وفرماياست).
- ښه پك صمد صاحب ! ته له ماسره مخالف يې ؟
سالار صاحب وويل :
- اكبر صاحب هغه ته پك مه واياست . دا د ديموكراسۍ د توازن خلاف كار دى .
دا وخت برخوال هم پر دوو ډلو وېشل شوي وو ؛ يوه ډله يې د سالم عقل او بله يې د سالم بدن پلويان وو . په دې توګه د ښوونځي په تالار كې پر دوو بېلو موضوعګانو خبرې پيل شوې .
په داسې حال كې چې موږ د كړكيو پر پوري كولو او پرانيستلو غالمغال جوړ كړى و برخوالو هم د سالم عقل او سالم بدن په اړه تر داسې اندازې جر و بحث پيل كړى و چې ستونو يې اجازه وركوله .
ښاغلي نوري نارې وهلې :
- بايد خلاصې يې كړو .
حليمي بورګي په بېتابۍ شور جوړ كړ :
- بايد ويې تړو .
ديموكراسي سالار چې د برخوالو په غالمغال كې سربدال او هېښ ولاړ و له پك صمد څخه وپوښتل :
- بچيه بايد كړكۍ پوري كړو ؟
د پك صمد په نظر چې به هر شى ورتلى او د ور او كړيو د تړلو او بندېدو فارمول به پر پلى كېدى يو په بل پسې يې د فزيك ښوونكي ته روښانه او بيانوى .
ديموراتيكې خبرې اترې او مجادله خپل د شدت اوج ته رسېدلې وه . په هېښنده توګه مې ناره كړه :
- اې حملي خره ، څه ته ګورې ؟
خو سمدستي پر سد شوم چې د ديموكراسۍ له اصلو څخه څومره لېري شوى يم .
حملي بورګى راوړاندې او بېله دې چې د مخكنۍ خبرې په اړه زما په پښېماني پوه شي تر ګرېوان ټينګ او په اوچت ږغ يې وويل :
- خر ته يې، خر به دې پلار وي ! . . .
د ښگوونځي ددې نندارې يوه څنډه د يو په يو مبارزې په يوه صحنه بدله او تر وسه ، وسه مو يو بل ښه سره وډبول . د خداى شكر دى چې شوكت او نوري منځګړيتوب وكړ او زموږ دا شخړه چې اصلي ريښه يې يوه بېځايه شوخي وه پايته ورسوله .
د خلاصو كړكيو پلويانو په بې كچې جوش نارې وهلې او د كړكۍ پرانيستنې غوښتونكي وو . همدا شان د تړلو كړكيو پلويانو هڅه كوله چې خپلې خبرې تر څوكۍ ورسوي .
د ادعاګرانو حالت هم تر موږ كم نه و ؛ غالمغال يې د آسمان غوږونه كڼول . آن زموږ د مدير ناتراشه اواز چې تر هغې ورځې مې په دې ډول نه و اورېدلى هم تر غوږ شو . هغه صحنې ته تر لنډ نظر وروسته ما ته مخ او ويې پو ښتل :
- څه پېښه ده ؟
سالار صاحب بنده نيكټايي او څېري كميس يو اړخ ته
چوپ ولاړ و . د ښوونځي تالار سوځېدلې سيمې ته په يوه ورته ځاى اوښتى و . ما چې د ويلو كوم څه نه لرل ، يوازي داسې نارې وهلې :
- قربان حملي بورګى ، قربان شوكت ، قربان ، . . . !
ښه مې ياد دې چې هماغه شېبه د ښوونځي د مدير په يوه جانانه څپېړه نړۍ را باندې تياره شوه .
بل ښوونځي ته د سالار صاحب له تبديلېدو سره ټول كارونه عادي حالت ته را وګرځېدل .
تر نوموړې ورځې وروسته چې به هر وخت زموږ مدير ټولګي ته راغلى او كړكۍ به يې پرانيستې ولېدلې سمدستي به يې وويل :
- ديموكراسي بنده ده . كړكۍ وتړئ .
او كله چې به يې تړلې وليدې نو د " ديموكراسي بنده ده " جملې په ويلو سره به يې د پرانيستلو امر كاوه .
اوس پك صمدصاحب ، حملي بورګى ، شوكت او ښاغلى نوري زموږ د هېواد له پېژندل شوو سياستمدارانو څخه دي . تاسو هغوى ښه پېژنۍ ، خو ما يې په دې ليكنه كې نومونه اړولي دي . خو بايد ووايم چې په دې اړه د چا تر بار او اغېز لاندې نه يم راغلى .
څو ورځې وړاندې مې سالار صاحب تصادفاً په كوڅه كې وليد ، تر روغبړ وروسته مې پېښه ورياده كړه ، د هغه ذهن ته څه رانه راغلل ، يوازي يې په نيولي آواز دومره وويل :
- دا هېواد او ملت تر هر څه ډېر ديموكراسۍ او سمې روزنې ته اړتيا لري .
 

***

د بینوا د پاڼی نه په مننۍ سره

ديموكراسي بنده ده نور داستانونه - لېکوال : عزېز نسین-ژباړن : عزت الله پېژاند
 

دپيل خبري
مغزنه كوفـته
دتمدن تـوق
سرحدي كـور
ښاغلى صبري
د ښځې لاس دې ښكل كړه
وركېدونكي ټكيټونه
د مينانو روغتون
ګرانې خوښ يې كړه
بهرنۍ په استانبول كې
ديموكراسي بنده ده

ميـــــرزا
بلنليـكــــ
اميـن استـاد
آب و هــوا