اجمل تورمان

 

زړونه ماتيږي خو بې غږه ولې ؟


زړه


خدايه يو غټ زړه راکړې
لکه د غره په شانتې
خو چې د کاڼي نه وي
 

د باران څاڅکي

 

 

يو کوچني ډنډو د  اوبو کې

څاڅکو ، څاڅکو د باران کړې کړۍ جوړې

وچکالي، لويه بيديا

کوچنی ډنډ، د باران څاڅکي

او

کــــــړۍ

            کــــــــړۍ

                          کــــــــــــــــــــــــــــــــــړۍ .

 

***

؟

زما تصوير هم په اوبو کې

ستا تصوير هم په اوبوکې

زه يوازې درته ګورم

ته مې اخلې په لاسو کې

شين منګی دې ځواني مرګ شه

زنداني دې کړمه ولې  ؟

 

 

هېر او ياد

 

نيا مې مړه ده

ما نه دې هېرې د دېوانو ښاپېريو کېسې

کوڅه کې پروت دی يو پړونی

او څو پلنې د موټرو د ټايروونو کرښې

 ***

سپين فصل 

 

سږ مې له خدايه دغه فصل داسې سپين غوښتی دی

لکه د ستورو لوی سيند

لکه دا ستا د پاولۍ داره کميس  مسته پړکېدلې لمن

لکه د شا دوشمشېره د زيارت سپينې کاغذي کوترې

سږ مې د ا فصل سپين تک سپين غوښتی دی

خو نه د ځان لپاره

زه نور د واورو سړي نه جوړوم

د يخمالک او برف جنګۍ وختونه تېر دي رانه

تاته برفي نه دروړم

خو سږ دا فصل بيا هم سپين غواړمه

وچو ويالو لپاره

خړو باغو لپاره

د يو شين فصل د راتلو لپاره

***