داستاد حکيم تڼيوال دشهادت له امله

په اروپا کې دافغاني کلتوري ټولنو ګډې جرګې اعلاميه

 

په ډېرې خواشېنۍ سره خبر شووچې دافغانستان پياوړی  ملي ، علمي او فرهنګي شخصيت، د کـــــابل پوهنتون پخوانی استاد او دپکتيا والي استاد حکيم تڼيوال دهېواد او  انســـانيت ددښمنانو له خوا په شهادت ورسېد ، انا لله وانا اليه راجعون .

شهيد استاد تڼيوال چې يو عمــــر يې دهېــــواد دسوکـــــــالۍ ، آبادۍ ، پرمختګ او رښتيني خپلواکۍ په لار کې نه ستړې کېدونکي هـلې ځــلې کړي ، دروسانو ديرغل په مهال يې دملي او اسلامي مقاومت په ليکو کې دسياسي او قلمي جهاد مورچل تود ساتلی و ، دجلاوطنۍ پر مهال يې دافغانستان دپوهنتونونوداستادانو ټولنې ، دآزاد افغانستان د ليکوالو ټولنې او د افغانستان د کلتـــــوري ټولنې په جوړېدو کې مهــمه ونډه واخېسته . استاد تڼيوال د روسانو تر وتو وروسته پــــه افغانستان کې د سولې او ملي واکمنۍ دټينګښت په موخه شهيـــــد جنرال کټوازي ، شهيــــد کړوخېـــل او يوشمېر نورو ملي شخصيتونو ترڅنګ د سولې او ملي تفاهم د شوری په جوړېدو کې هم نه هېرېدونکې هلې ځلې ترسره کړې .

پداسې حال کې چې همدا اوس يوشمېر منفورې څېرې ، جنګي جنايتکاران او جنګسالاران  لا هم په يو شمېر سيمو کې واکمنان دي ، د استاد حکيم تڼيوال شهـــــادت چې شخصيت يې دعلم او حلم په ګاڼه پسولل شوی و، يوځل بيا د هېواد د دښمنانوهغه پخوانی هوډ څرګندوی  چې غواړي د افغانستان ملي شخصيتونه ترور، تهديد او د مبارزې له ډګر څخه بهر کړي .

موږ د هېواد او انسانيت په وړاندې دغه کرغېړن جنايت په کلکه غندو ، د استاد حکيم تڼيوال روح ته د مغفرت دعا کوو ، او د قادر متعال له دربار څخه  د شهيد استاد کورنۍ ، دوستانو او ټولو هېوادپالو افغانانو ته د جميل صبر غوښتنه کوو .

په درناوي