12 تنه پر يوې ٢٢ کلنې ښځې جنسي تېرى وکړ
فيض آباد ـ تالقان
دليندۍ ٨مه ،پژواک خبري اژانس
يوپخواني سيمه ييز قوماندان له خپلو وسلوالو سره د بدخشان ولايت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې پر يوې ځوانې ښځې تېرى وکړ .
د شمال ختيځ زون دسرحدي پوليسو د ٨لمبر لوا قوماندان مل پاسوال سيد حبيب سعيد خيلي ، نن د تخار ولايت په مرکز د تالقانو په ښار کې د يوې خبرې غونډې په ترڅ کې ادعا وکړه چې يو تن پخواني سيمه ييز قوماندان مجتبى له خپلو ١١وسلوالو سره په يوې ٢٢ کلنې ښځې جنسي تېرى کړى .
هغه زياته کړه چې د ښځې پر بدن او مخ د وهلو ټکولو نښې له ورايه ليدل کېږي .
سعيد خيلي ادعا وکړه ، کله چې د دې ښځې دوه ماشومانو چيغې وهلې نو وسلوالو د هغوى په خوله کې متيازې وکړې .
هغه زياته کړه چې هغوى پردې ښځې د تېرې په تور د روانې اونۍ د عملياتو په ترڅ کې د شهر بزرګ په ولسوالۍ کې دوه وسلوال په داسې حال کې ونيول چې خلکو پرې د تېري شاهدي ورکوله او ښځې د تېري کوونکيو د اعدام غوښتنه کوله .
د شمال ختيځ زون د سرحدي پوليسو د ٨ لمبر لوا قوماندان د دې ښځې له خولې چې د هغې نوم يې په ډاګه نکړ وويل چې قوماندان مجتبى هغې ته ګواښ کړى و چې که چېرې چاته شکايت وکړي ، نو وبه وژل شي .
د هغه په وينا ، قوماندان مجتبى له خپلو کسانو سره تښتېدلى دى .
د بدخشان ولايت د ښځو د چارو رئيسې ذيفنون ناطق ، پژواک خبري اژانس ته وويل چې هغوى د پېښې په اړه دقيق معلومات نلري او که چېرې داسې کوم کار شوى وي په کلکه يې غندي .
ناطق زياته کړه چې په بدخشان کې تر اوسه داسې دردوونکې پېښه نده شوې او کېداى شي چې دغه تېرى د اعتراض په ډول د ښځو دغونډو لامل شي .
د بدخشان د ښځو چارو رئيسې زياته کړه چې هغوى دا پېښه په جدي ډول تعقيبوي .
د هغې په وينا، په روان کال کې ، په بدخشان کې د ښځو د ځان وژنې دوه پېښې رامنځته شوې دي ، خو حقوقي پېښې لکه د ښځو وهل ټکول، په زياته کچه هغوى ته رسېدلي دي .
همدا رنګه په شمال ختيځ زون کې د بشر د حقونو د خپلواک کميسيون رئيس محمد ظاهر ظفري دا جنسي تېرى په کلکه وغنده او هغه يې له انسانيت څخه يولېرې عمل وباله ، ده پژواک خبري اژانس ته وويل : (( دا تېرى نه يواځې يو جنايي جرم دى ، بلکې د يوې سيمې د ننګ ، غيرت او عفت مسئله ښيې . ))
د هغه د څرګندونو له مخې ، په ښځو باندې دا ډول تېري پخوا هم د شهر بزرګ په ولسوالۍ کې ترسره شوي دي خو ستونزه داده چې سيمه ييز چارواکي د عاملينو پر وړاندې اقدام نکوي .
هغه زياته کړه چې د پېښې د څېړلو لپاره به سيمې ته يو پلاوى واستوي .
د روان کال په ترڅ کې د بدخشان ولايت په ګاونډي ولايت تخار کې هم جنسي تېري ترسره شوي دي .
د تخار ولايت د فرخار ولسوالۍ د کراني کلي اوسېدونکې ٦٠ کلنې ښځې ( دولت) پخوا پژواک خبري اژانس ته ادعا کړې وه چې د يارلس تنو وسلوالو غوښتل چې د هغې ١٢ کلنه لور په زوره له ځانه سره بوځي ، خو لور يې په کور کې نه وه ، او دا يې يوه نامعلوم ځاى ته بوتلله او په ټوليز ډول يې پر هغې جنسي تيرى وکړ .
(دولت) ، د تخار ولايت د ښځو چارو رياست ته تللې وه او له دولت څخه يې د تېري کوونکيو مجازات غوښتى و .
عبدالمتين سرفراز ـ جعفر طيار