د ارواښاد اسحاق ننګيال پنځوسمه کليزه ولمانځل شوه

 

د2006 ع کال دنومبر په دولسمه نېټه دبلجيم په بروکسل کې دافغانانو دکلتوري ټولنې له خوا دپښتو ژبې دډېر وتلي او پياوړي اديب او ځوانيمرګ شاعر ارواښاد اسحاق ننګيال دزېږېدوپنځوسمه کليزه ديوې علمي ياد غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه . دغه علمي ياد غونډه چې په هغې کې دبلجيم ، جرمني او هالنډ يو زيات شمېر مېشتو افغانانو ، ليکوالو او شاعرانو ګډون درلود دمازيګر په درې نيمې بجې پيل شوه او دشپې تر ناوخته يې دوام درلود . غونډه دحاجي رحمت ګل له خوا دسپېڅلي کلام دڅو ايتونو په تلاوت پيل شوه او بيا دغونډې چلوونکي حاجي محمد امين باوري مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه ، دغونډې پروګرام يې معرفي کړاو دارواښاد ننګيال په مشهور شعر« ښکاري ته » يې دياد غونډې علمي برخه پيل کړه . په پيل کې ښاغلي نجيب احمدزي په بلجيم کې دافغانانو دکلتوري ټولنې مشر خپله پرانيستونکي وينا واوروله . ښاغلي احمدزي دارواښاد ننګيال پر ژوند ، شخصيت او آثارو لنډه رڼا واچوله او بيا يې دهغو کارونوګذارش وړاندې کړ چې دارواښاد ننګيال دپنځوسمې کليزې په وياړ ترسره شوي وو اوپدې لړ کې يې په پخه توګه دننګيال او دده مېرمنې دقبرونوجوړول ،دقبرونودپاسه دګنبدې دکار پيل ، دمهترلام بابا په ښار کې دننګيال په نامه ديوې مهمې لېسې نومول ، ددانش خپرندويه ټولنې په زيار او همت دننګيال دآثارو بيا چاپ او په بلجيم او لغمان کې دعلمي ياد غونډو جوړول ياد کړل . تر پرانيستونکي وينا وروسته دپيغامونو په لړ کې دکندهار دکلتوري حوزې دافغان ولس مرکې پيغام چې ډاکتر طارق رشاد رالېږلی وښاغلي انجينر حضرت سادات ، په جرمني کې دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې پيغام ښاغلي ډاکتر صابر ، په هالنډ کې دافغاني کلتوري ټولنې پيغام ددغې ټولنې مشر ښاغلي رحمت ګل ځواکمن ، په هالنډ کې دسلام فرهنګي ټولنې پيغام ښاغلي عتيق باوري ، دبېنوا فرهنګي ټولنې پيغام ښاغلي عبداله احسان ولوستل او ښاغلي امين کټوازي دافغان ادبي بهيراو رشاد کره کتنې دپيغامونو يادونه وکړه . تر پيغامونو وروسته دمقالو وار راورسېد ، دمقالو په برخه کې لومړی دپښتو ژبې دوتلي ليکوال ، کره کتونکي او کيسه ليکونکي زرين انځور مقاله چې سرليک يې و: « دننګيال سيوری ، په افغانستان کې دلويو غميزو دروند سيوری » دښاغلي حاجي احمدشاه امين له خوا ولوستل شوه . ورپسې ددري ژبې پياوړي ليکوال ، څېړونکي او شاعر ډاکتر صبوراله سياه سنګ دارواښاد ننګيال په اړه خپلې شخصي خاطرې او خپله مقاله د « هشت سال بدون ننګيال » ترسرليک لاندې واورول . ډاکتر سياه سنګ په بلجيم کې دافغانانو کلتوري ټولنې ته د « زما احساس » ترسرليک لاندې دارواښاد ننګيال يوه ځانګړې ناچاپه مرکه او همداراز دناچاپه عکسونو يوه سې ډې د تحفې په توګه ډالۍ کړل . دريمه مقاله ډاکتر خوشال روهي دننګيال ديوازني راپاتې ناول « سيوری » په هکله واوروله چې سرليک يې و : « ديوه ټپي اروا پريشانه سيوری » .
تر مقالو وروسته مشاعره پيل شوه او په سر کې ښاغلي احمدشاه باوري لکه څنګه يې چې دپيغامونو او مقالو ترمنځ دارواښاد ننګيال ښکلي شعرونه اورول ، بيا په خپل خواږه غږ دننګيال يو ښکلی شعر دېکلمې کړ . ورپسې ډاکتر صبوراله سياه سنګ دننګيال درې مشهور شعرونه آس ، کب او برخه چې په دري ژبه يې اړولي وو واورول او بياپه وارسره ښاغلو مبارز ساپي ، خيال محمد کټوازي ، جاوېد احمدزي ، نسيم ستوري دډاکتر کبير ستوري شعر ، صديق اله اکبري دننګيال يو شعر او په پای کې احمدشاه باوري خپل يو طنز ګډونوالو ته واورول . دمشاعرې تر ختم وروسته دچايو او ډوډۍ لپاره نيم ساعت تفريح ورکړل شوه او بيا دټنګ ټکور برخه پيل شوه . دټنګ ټکور په برخه کې تکړه سندرغاړي نادر صديقي ، وتلي طبله غږوونکي صنم ګل اوارمونيه غږوونکي بشير جان ډېرې ښکلې سندريزې نندارې وړاندې کړې او چټو ځوانانو يې په مستو اتڼونو بدرګه وکړه . ياد غونډه دشپې څه باندې لس بجې پای تاه ورسېده .
اتل