بسم اله الرحمن الرحيم

په کن‍دهار کې د ملکي خلکو د وژنې په اړه

د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې اعلاميه

 

په ډېرې خواشينۍ سره مودخبري رسنيو له لارې خبر واخېست چې د ناټو او نړيوال ائتلاف د ځواکونو په بمباريو کې يو ځل بيا په لسګونو عام او ملکي افغا نان په شهادت رسېدلي دي ، انا لله وانا اليه راجعون.

موږ د کندهار په پنجوايي کې په بې رحمۍ او بې پروايۍ سره د لسګونو بې ګناه افغانانو وژل ، چې زياتره يې ښځې او ماشومان وو، په کلکه غندو او دا عمل د انسانيت او نړيوالو کنوانسيونونو په وړاندې څرګند تېری او جنايت ګڼو .

له بده مرغه دا لومړی ځل نه دی چې دناټو او امريکا په ړندواو بې مسووليته بمباريو کې يو زيات شمېرعام او بې ګناه افغانان وژل کيږي . د دغو پېښو تکرار کېدای شي داسې اندېښنې را پورته کړي ، چې ګواکې بهرني ځواکونه له افغانانو سره د مرستې لپاره نه ، بلکې د غچ اخېستو او يا نورو اهدافو لپاره راغلي دي . د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه د شهيدانو کورنيو ته د خپل ژور خپګان او غمرازۍ مراتب وړاندې کوي او د پېښې په اړه دا لاندې ټکي څرګندوي :

ــ زموږ په اند په جګړه کې د ملکي وګړو له ژوند سره بې پروايي به په افغانستان کې دسولې راتګ ډېر ګران کړي ، د مخالفينو ليکې به نوره هم پياوړي شي او په نتيجه کې به د ناټو تلفات او لګښتونه لا ډېر شي .

ــ ناټو بايد له خپلو وسله والو مخالفينو سره دجګړې دقيقې لارې ولټوي او چېرته چې ديو ملکي فرد دوژل کېدوامکان هم موجود وي ، بايد له ړندو عملياتوڅخه ډډه وکړي .

ــ که ناټو رښتيا غواړي په افغانستان کې سوله راشي ، بايد د افغانانو ژوند ، عقيدې او کلتوري ارزښتونو ته په ارزښت قايل شي ، له ړندو بمباريو څخه کلکه ډډه وکړي ، د بمباريو قربانيانو ته د نړيوالو معيارونو سره سم تاوان ورکړي او د بې کوره شويو کورنيو لپاره سمدستي د استوګنې آبرومند امکانات برابر کړي .

ــ له جنګي اسيرانو سره بايد د نړيوالو قوانينو له مخې چلند وشي او د جنګياليو مړو ته د بې احترامۍ کلکه مخه ونيول شي .

ــ د مخالفينو د لټون په پلمه هېڅوک حق نه لري چې د افغانانو عقيدوي او کلتوري ارزښتونه تر پښو لاندې کړي . ناټو بايد دا درک کړي چې افغانستان کوم اروپايي هېواد نه دی ، دلته  د کور حريم او ناموس تر ټولو ارزښتونو لوړ ګڼل کيږي .

ــ موږ له طالبانو او نورو جنګي ډلو څخه غوښتنه کوو چې د خپلو جګړه ييزو عملياتو په ترڅ کې د ملکي خلکو ژوند ته کلکه پاملرنه وکړي او له دوی څخه د انساني ډال په توګه استفاده ونه کړي . دوی بايد د هغو خلکو له ژوند سره چې دوی يې د آزادۍ او ژغورنې دعوې کوي ، بې پروايي ونه کړي .

ــ موږ دافغانستان د ولسي جرګې او مشرانو جرګې پر استازو غږ کوو چې که رښتيا د ولس استازي وي ، بايد د خپلو بې ګناه هېوادوالو وژنه محکوم کړي او د پېښې له تکرار سره د جرګې په غونډو کې د نه ګډون ګواښ اعلام کړي .

ــ موږ دبشري حقونو له نړيوالو ټولنو څخه غوښتنه کوو چې دغه ډول پېښې په کلکه وڅاري ، پر بشري حقونو هر ډول تېری رسوا کړي او عاملين يې په نړيواله کچه محکوم کړي .

په افغانستان کې دسولې او نېکمرغۍ په هيله

دټولنې دمشرتابه جرګه