حبيب اله غمخور

جنرال صاحب اغزن سيم يې د حل لار نه ده !

لومړۍ برخه :

دروان کال دسپتمبر په دوهمه ورځ دانترنټ په يوشمير ويب پاڼو کې خبر خپور شو چې دافغانستان او پاکستان تر منځ پر هغه پوله چې د۱۹۴۷ کال نه راپدي خوا ددواړو هيوادو تر منځ دسياسي اختلاف داساسي لامل په توگه پاته شوې ده ؛دسپتمبر په لومړۍ نيټه د اغزن سيم غزول پيل شوي دې .

داخبر په آريايي ،ايرنا او اريانا نت کې نشر شوی : ((دشمالي وزيرستان دغلام خان په سيمه کې داغزن ديوال دجوړيدوکار پيل شوی دی .په خبر کي راغلي چې کابل ددې طرحي پر پلي کولو داسلام اباد سره اختلاف نظردرلودولې اوس د دري جانبه پوځي کميسيون لخوا چې په هغه کې پاکستاني ،امريکايي اود افغاني افسران غړيتوب لري پردي موافقه کړی چي داغزن ديوال دجوړيدوکاردي عملي پيل شي . ))داچې ددې پلان تر شابه څه پراته وي زمان به يې ډير ژرپه کاسه کې راوباسي .

خو جالبه داده چې دډيورنډ کرښه ډير اوږ دتاريخ لري او دڅونفرو پوځيانو کميسيون دهغې دحل اوياهغه دسرحد په توگه په افغانستان دمنلو جوگه نه دي . تر ټولو دحيرانتيا خبر خو داده چي دسپتمبر په څلرمه ورځ يعني دوې ورځ وروسته دآريايي په پاڼه کې دافغانستان ددفاع وزارت وياند دغبرگون په هکله خبر نشر شو چې : دافغانستان او پاکستان تر منځ دسرحد دجلا کېدوپه اړوند انتقادوکړ . په خبر کي راغلي دي چې

ديکشنبي په ورځ دولتي تلويزيون اعلان وکړ چې ددفاع وزارت مسولين دافغانستان اوپاکستان تر منځ دسرحدداغزن سيم پوسيله جلاکول ددې څلوراړخيزکميسيون د صلاحيت تر کرښو لوړ بولي . پدې کميسيون کې دافغانستان ،پاکستان ،امريکا او ناټو پوځي استازي غړېتوب لري . څو ورځې دمخه دپاکستان خبري رسنيو خبر ورکړ چې دهمدغه کميسيون دتصميم پر اساس ددواړو هيوادو سرحد په اغزو لرونکو سيمانو جلا کيږې . همدا ډول ټلويزيون چي ددولتي نظر منعکس کوونکی دی وړاندي وايي داکميسيون ځيني وختونه دتروريزم سره دمبارزي پر اړخونو دبحث لپاره غونډي کوي . همدا ډول ددفاع وزارت وياند محمد ظاهر عظيمي دغه تلويزيوني شبکي ته ويلي چې دڅلور اژخيزه کميسيون دنده ددواړو هيوادو تر منځ دستونزو دراپيداکيدومخه نيول دي ،دسرحد ټاکل ددي کميسيون په واک کښي نه دی . هغه څرگنده کړه چي افغانستان به په هيڅ وجه دپاکستان ددي طرحي سره موافق نه نشي ،او ددې کميسيون په صلاحيت کي هم دا نشته چي ددې ډول مسايلو په هکله دي بحث وکړي ،افغانستان به اجازه ورنه کړې چي داډول طرحې پلې شي .

له بدمرغه ددې دولت ټول جگپوړي چارواکي په خپلو څرگندونوکې دډيورنډ دکرښي اويادپاکستان او افغانستان تر منځ ددغي لانجمني مسلې په اړوند په خبرو کې دغه ټکي ته پاملرنه نه کوي چې کوم سياسي اصطلاحات اونومونه استعماکړي ، يا يي ممکن دوي شعورأ استعمالوي ، که داکار قصدأ کوي په هغه صورت کې دوي هم دافغان ولس استازيتوب نشي کولاي ؛ او نه هم کوم بل څوک بايد ددوي خبري په خپلو پوچو دلايلو کي ددي سند په توگه راوړاي چې دغه يا هغه چارواکي په خپلو خبرو کي داکرښه دسرحد په نوم ياده کړې ده ،ځکه همدا اوس ايران پلوه او پردي پرسته چې دپښتنو ديووالی څخه ويرېږي اودخپل بادار په گټه يي نه بولي دواړې پښې يي په يوه موزه کې اچولي همدا ډول وهې چې دډيورنډ کرښه دپاکستان سره سرحد دی دوي بل هيڅ دليل نلري يوازي وايي پلاني کس داکرښه دسرحد په نوم ياده کړيده اويا کوم عالم ورته سرحد ويلی دی .

ښاغلي عظيمي صاحب ته بايد څرگنده شي چي دافغانستان په تاريخ کي له هغه ورځې نه چې دافغانستان او پاکستان تر منځ دډيورند دکرغېړني کرښي لانجه يي پر خپل سر دځان ميراث گرځولئ دډيورند کرښه دسرحد په نامه نه ده ياد کړې ،يعني زموږ او پاکستان تر منځ تر اوسه سرحد نه دي ټاکل شوی . پاکستان يي سرحد بولي خو افغانان داورسره نه مني ،جدي غوښتنه مي داده چي دغه ټکي ته ديوه تاريخي اصل په توگه ټول دولتي چارواکي په خپلو خبرو کي پاملرنه وکړي .

تاريخ شاهد دی چې د ډيورنډ كرښه د كرښي دواړو خواووته له هماغه پيل نه د منلو وړنه وه ، داميرعبدالرحمن په وخت كي كله چي دي كرغيړني كرښي افغانستان په دوه برخو وويشه د كرښي نه هاخوا پښتنو او بلوڅو د انګليسي استعمار په وړاندي خپلو مبارزو ته ادامه وركړه، د كرښي نه ديخوا افغانان ولس هم تل د دي كرښي په وړاندي خپله كركه اونفرت ښودلی دی ، د ډ يورنډ د كرغيړني كرښي سهيلي خواته دپرتو قومونو دسر نو يشت دعادلانه حل په هکله تقريباً د هيواد د ټولو سياسي غورځنګونو او روښان اندو مبارزينو د كړنلارو په سرليكه كي ځاي درلود.

دا چي ولي پاکستان په زياته سپين سترگۍ دډيورند دکرښي پر سردښمني نه پرېږد ې غواړم پدې په هکله چي څوک پر حق دی دډيورنډ دکرښي په اړوند لنډي څرگندوني ته ستاسو پاملرنه را اړوم :

انګريزي استعمار د صنعتي انقلاب په بركت نږدې ټوله اسياتر خپل تسلط لاندي راوستل او انګريزانو ټول هند قبضه كړ. د منځنۍ اسيا د لاندې كولو د پاره د روسانو او انګريزانو ترمينځ د سترې لوبې سيالي پيل سوه خو افغانانودڅلويښتوكلونو په موده كې په افغانستان باندې دانګريزانو دوه يرغلونه شنډ كړل . له هغه وروسته انګريزانو، په داسې حال كې چې روسانو منځنۍ اسيا نيولې وه دروسانو دحملو اونفوذ څخه د هندوستان د ساتلو د پاره په کوزه پشتون خوا کې چي افغانستان خاوره وه دخپل نفوذدساحې دپرختيا لپاره پر عبدالرحمن باندي د سياسي او پوځی فشارد راوستلوپه فکر کي شول تر څو هغه د ډيورندلاين تړون لاس ليک ته حاضر کړې .

انگريزانودبرتانوي هند دباندنيو چارو سر سلاکار ډيورند په مشری يو هيئت د ۱۸۹۳ كال د نومبر په دولسمه كابل ته ورسيدپسله څلويښت ورځو خبرويي دعبدالرحمن خان سره د ډيورنددکرښي په نامه لوزنامه لاس ليك كړ او دافغنستان له بدني څخه يې نږدې نيمه بدنه جلا کړه .

د ډيورند په لوزنامه کې د دواړو خواوو د نفوذ سيمې و ټاكل شوې او هرې خوا دا ومنل چې د بلې خوا د نفوذ په سيمه كې به مداخله نه كوي . ديادولو وړ يې بولم چې دډيورنډ په موافقه کې دکرښي نوم په کاروړل شویدی ، پداسي حال کې چې انگليسانو په ۱۸۷۳ م کال کې کله چي دسيستان سرحد د(سرگولد سميټ) په سرپرستۍ د (مکمهان) لخوا دايران سره وټاکل شودسرحد کليمه ويل شوېده، نه دکرښي .ولې دافغانستان سره په موافقه کې دکرښې کليمه استعمال شوې ده،دغه ټکي ته بايد لوستونکی پامرنه وکړي چې ددپلوماتيکو اړېکو او اسنادو په وخت کې هره کليمه او جمله خپل ځانته خاص مفهوم اومعنی ورکوې . په خپله ډيورند هم په كال 1897 كې په يوې مركې كې ويلي وچې "... د هندوستان د خوا قومونه بايد داسې ونه ګڼل شي چې دننه د برتانيې په سيمه كې پراته دي. هغوى يوازې په تخنيكې لحاظ زموږ تر نفوذ لاندې دي، يانې دا چې تر هغه ځايه چې په امپراطورى اړه لري، او تر هغه ځايه چې دوى زموږ نفوذ ته تسليميږي يا موږ په هغو باندې نفوذ كوو."

بله مهمه خبره دا ده چې ډيورند او شاته يې دبرتانوي هند حكومت له دغه توافق ليك ځکه دخپل نفوذ دساحې په نام ځکه ياده کړ چې ددوى مقصد داوو کوم وخت چې ضرورت احساس کړي په هغه وخت كې به په افغانستان كې نظامي مداخلي كولوحق ولري ، ځکه ددواړو هيوادو تر منځ کوم رسمې سرحد نه و ټاکل شوۍ کرښې يوازي ددواړو خوا دنفوف ساحې بېلي کړې وې . ويل کيږي چې امير عبدالرحمن خان د دغه لوزنامې فارسي متن لاسليك كړی او هغه نقشه يې نده امضا كړې چې ورسره مله وه. امير عبدالرحمن خان په انګريزي نه پوهيده طبعي ده چې هغه به انګريزي متن نه وي لاسليك كړى .

ډاکتر صاحب کاکړ ليکي :(( ما چې د كابل، نوي ډهلى او لندن په ارشيفي مركزونو كې د امير عبدالرحمن خان د دورې په اړه څيړنې كړي د امير په لاسليك مې د ډيورند د توافق ليك متن نه دی ليدلى . په دې اړه بله غټه موضوع دا ده چې د همدغه انګريزي توافق ليك متن ځينې برخې د تطبيق په ډګر كې د امير د پاره قبولې نه وې، او انګريزانو هم د هغه اعتراضونه ومنل . د پخواني كافرستان د باشګل دره د توافق ليك په متن كې د انګريزانو د نفوذ په ساحه كې ښودل شوې ده، خو په كال 1896 كې چې د ډيورند كرښه هلته په نښه كيدله امير په دې ټينګ شو چې باشګل د افغانستان برخه ده. د هندوستان وايسراى، لارډ الګين د امير اعتراض ومانه او د باشګل موضوع يې "د خواشينۍ وړ تيروتنه" وبلله . بله موضوع د مومندو وه چې د ډيورند د كرښې د نښه كولو په وخت كې امير په هغې باندې هم تېنګ ودريد او ويې ويل چې ټول مومند د افغانستان برخه ده. د مومندو سيمه په نښه نه شوه او امير بيا هلته د سرك جوړولو امر وركړ. په دغه سرك باندې كار هم شروع شو خو د امير له مرګ نه وروسته د سرك جوړولو كار په ټپه ودريد. داسې هم د تورخم برخه د امير د اعتراض په وجه په نښه نه شوه)) .

دډيورنډ دکرښي اوږدوالۍ ۱۷۰۰ ميله ښودل شوی دی چې دهغه جملې نه يې صرف ((۳۰۰)) ميله دډيورنډ په پوسيله په تخنيکي بڼه سروي اوپه نښه شوي ده ، دانور ټوله سيمه بيله فني او تخنيکي سروې نه په نقشه کي په نښه شوې ده . د نقشې له مخې د كرښې په نښه كول د توقع خلاف اوږده شوه او درې كاله يې ونيول . د جغرافيايي او ټوپوګرافي له مشكل نه غير دغې كرښې لوى قومونه او حتى كلي سره بيلول لكه تر كلاني، وزير، شينواري، نورزي، اڅكزي، بړيڅ او بلوڅ . دا هغه قومونه دي چې سره ګډه ژبه، دين، تاريخ، كلتور،ډير گډ ټولنيز او اقتصادي مناسبات لري . ځکه پر دوي دډيورنډ منحوسه کرښه منل دهيچا په قدرت کي نه وه اونه هم تر اوسه دامنل شوېده.

يوقبايلي مشر لطيف اپريدی وايي : هغه مخ دي تورشي ،هغه سردي غوڅ شي چې ددو ورنو په يووالي خفه کيږي ، داڅکزودقوم يوبل مشربيا په ډانگ پېيلې خبر کوي وايي : پشتونخوا زموږ خاورده ،افغانستان زموږ پلارنۍ هيواد دی .

سرويليم بارتن په قبايلي چاروکي دبرتانوي هند لوي سلاکار په خپلو خاطراتو کې ليکې : مخکښي له دينه چې دډيورند کرښه تحميل شي دغو قومونه تر ۱۵۰ کالو زيات دافغاني شاهانودقلمروجز و،ځکه ددې سيمي اوسېدونکی سره ګډه ژبه،نژاد، او ګډ نه بېلېدونکی كلتورلري په حقيقت کې دانگليسانو له خوا ددوي بيلول دلمر په دو گوتو پټولو معنی لري ،چې هيڅکله شونۍ نه دی .

ځکه دا حيرانونکې نه وه کله چې دوي پوه شول چې د انګريزانو د نفوس په ساحه كې راغلي ملا نجم الدين "ملا فقير" او ملا مانكي او نورو قومي مشرانو په سروالۍ په 1897 م کالكې په يوه لوي پاڅون لاس پورې كړ، انګريزانو د هغوى په مقابل كې له (۷۰۰۰۰) منظم پوځ نه كار واخيست چې په هغو كې ځوان ونستن چرچل هم و. سره له دې هم انګريزانو له هندوستان نه تر وتلو پورې پر هغوي باندې خپل نفوذ ونشو ساتلاي .

د ډيورندكرښه په زور هم ددغو قومونو لپاره دمنلو وړ ونه گرځېده ،يوازي د1920 نه تر 1938 م کال پورې په پر له پسې ډول دغو قومونو اتلس ځله حتى پخپله په هندوستان باندې هم بريدونه كړي دي .

دافغانستان او پاکستان ترمنځ پولي معمولي پوله نده ،افغانانود دغه پولي په هکله داړونده چارواکو خبري او کړه وړه تل جدي څارلي اوپدي هکله يې گوڅ غبرگونونه ښودلي دي .بل هيڅوک نشي کولاي په دغه مسله کي خبري وکړي ،ځکه دا کرښه يوازي او يوازي دپښتنو تر منځ ايستل شوې ده .ځکه پاکستان غواړي دپښتنو او بلوڅو مشرانو دنه هيرېدونکو هيلو اوټينگ هوډ دترپښو لاندي کولو په خاطر غواړي په افغانستان کې ديوه ځواکمن ملي دولت دۍوړېدو مخه ونيسي .

دډيورنډ کرښه دهند تر ويش وروسته :

پسله هغه چي دبرتانوي هند امپراطوري په 1947 م کال کې ړنگه شوه دوه هيوادونه دهندوستان اوپاکستان په نامه منځته راغلل په هيڅ صورت نشي کيداي چي پاکستان دي په سيمه کې دبرتانې ميراث خور اوسي . کله چي دملگرو ملتو په سازمان کې دپاکستان دغړيتوب پر مسله بحث کېد ه د افغانستان استازي يو ياداښت دغه سازمان ته وړاندي کړپه هغه ياداښت کي ليکل شوي وه چي افغانستان دنوي جوړسوي پاکستان سره د سرحداختلاف لري،اودپاکستان دغړېتوب پر خلاف يې رايه ورکړه .

که تاريخ ته پام واړه وپسله عبدالرحمن څخه چي هغه په خپلو خاطراتو کې داسي ښکاره کوي چي غولېدلۍ دی ،اوځيني مؤرخين پر دې ټينگارکوي چي انگريزانو ددي لپاره چي دتزاري روسي دنفوذ مخه يي نيولې وي دکرښي سهيلي خواته قومونوکي بې اتفاقيو ته لمن ووهل ،دامير پرخلاف يې خلک راپارول اوداسي نور.... عبدالرحمن مجبور شو چي دديورند منحوسه کرښه لاسليک کړې .

ما(( دډيورنډ کرښه يادناسور په زخم ))نومي اثر کې تر يوحده په تفصيل سره داموضع څېړلې ده ،خو زه دغبار صاحب اويو شمير نورو تاريخ ليکونکو سره موافق يم چي امير دانگريزانو دسيسو تر تاثيرلاندي راغلۍ دخپل واک دساتلو په منظور يي بيله دېنه چي دولس او حتا ددربار دخلکو سره مشوره وکړي پر خپل سر دډيورنډ سره دامنحوسه اوپه وينو لړلې کرښه چي دناسور دزخم په شکل تر سلو کالو زياتي مودي په دوران کې افغان ولس زوروي لاس ليک کړه . داکرښه يوه پاچا او جمهور رئېس هم نه ده منلې اوټولو په خپل وخت کې ددي مسلې د عادلانه حل وړانديز کړۍ ،خو پاکستاني واکدارو دافغان چارواکو وړانديز نه دۍ منلی ،ددوي چرگ تل يوه پښه لري وايي په هر شکل چې کيږي دافغانستان مشران بايد بيله دولس اوهاخوا دپشتنو اوبلوڅو دقومونو دمشوري نه ددوي سره داخائينانه موافقه لاس ليک او دډيورندکرښه دسرحد په نوم په رسميت وپېژني . دااوس هم ټول تلاښونه او په افغانستان کي بربنډي لاس وهني په همدې موخه کوي .

دلته د پژواک صاحب نظرته ستاسو پاملرنه را اړه وم چې دهغه له نظر سره دافغانستان غوڅ اکثريت ملگری دی ځکه هم اړينه نه بولم دنوروپوهانو نظرونه يو ځل بيا دلته تکرارکړم .

پژواک صاحب په خپل د((پښتونستان)) په نامه کتاب کي ليکې : (( ادغام مناطق مورد نظر در قلمرو پاکستان محض به رضا ورغبت وتصميم ساکنين مناطق مطلوبه ا رتباط می گيرد نه اينکه با خط تحميلي ديورند اکتفا نمايد ووآنهم از لحاظ حقوقي چنين مفهوم را افاده نمی کند.)) پژواک صاحب وژاندي ليکې ((قوانين بين المللي در زمينه به صراحت اشکار مي سازد با ازميان رفتن يک کشورمانند هندبرتانوی تمام قرار دادها وموافقا تيکه از جانب کشورهاي ديگر با ان عقد گرديده است اعتبار حقوقي خويش را ازدست داده ومورد الغا مي گيرند.)) پژواک صاحب دخپلو خبرو دپخلی لپاره دنړی دڅونورو پوهانو نظريات راوړي :

- دبرازيل سياست پوه پوهاند ايکولي ((AcciolY)) دبين المللي قوانينو په نوم کتاب کې ليکي (( نوي هيوادونه نوي شخصيتونه لري ،پخواني قراردادونه له هغوي سره نه دي لاس ليک شوې )) .

- يوبل قانون پوه انزيلاني (( Anziloni)) ليکي : نړيوال قراردادونه دځانگړو خصوصياتو لرونکی دي ،چې يوه هيواد نه بل هيواد ته نشي انتقالې داي ،کله چې يوهيواد دبل هيواد لخوا ونيول شي پر اشغال شوي هيواد باندي قرار دادونه دتحميل وړ نه دي )).

- فرانويس ((Franouis )) دهاگ دمحکمي قانون دان ليکي : (( هغه حقوق او وظايف چې دداسي قراردادوپر اساس منځته راغلي وي دريم گړې هيواد ته په ميراث نه پاتيږي )).

رښتيا خوا داده چي انگريزانو دافغانستان له امير سره دسهيلي سرحد دټاکلو قرار دادنه دی لاس ليک کړی بلکه دډيورند ه موافقي په نامه انگريزانوپه سيمه کي دخپل سياسي نفوذ ساحه بيله کړيده .

دډيورند دکرښي دبرخه ليک په هکله دپرېکړي حق په هيڅ ډول ددولتو صلاحيت نه دی دا دکرښې پر دواړو خواپرتو ولسونو مسلم حق دی چي دکرښې دهاخوا پرتو قومونو خوښه ددوي دسياسي سرنويشت دټاکلو په اړوند پرېکړه وشي . پاکستاني ، امريکايي او دناټو جنرالان ددې حق نلري چي پر خپل سر دپرويز مشرف د هغه کرغېړن وړانديز دپلي کولولپاره لاس په کارشي کوم چې دسيمي دټولو پرتو قومو دنفرت وړ گرځېدلۍ و

زه داسي فکر کوم چي جنرال مشرف به دنن په دغه سفر کي چي کابل ته راځې يوځل بيا دروغجني وعدې او دافغانستان دپيشرفت اوپر مخ تگ سره دخپلي علاقي څرگندوني وکړې او دژورنالستانوسره په خبروکي به داهم څرگنده کړې چې پاکستان دپر مخ تللي او غښتلي افغانستان سره چي هلته سوله او سوکالي وي علاقه لري اوپاکستان به پدي لار کې هر ډول مرستي ونه سپموي . خو ددې په څنگ کښي به دښاغلي کرزي سره دهمدغه لعنتي اغزن ديوال دجوړيدپه هکله هم دپردي شاته خبر وکړې ،ځکه ددي خبر خپرېدل ددغه سفر په درشل کي تسادفي کارنه دی ،پدي باور لرم دغه پوځې کميسيون هم پديښه پوهېږې چې دپاکستان او افغانستان تر منځ سرحد ټاکل ددوي دنده نه ده اونه هم دوي ددي جوگه دي چي پر خپل سره داغزن ديوال دجوړېدو پرېکړه وکړې . پاي نوربيا