دستگېر خروټی


روشنفکران او د خپلواکې اندیښنې خوارې

د روښانتيا ځانگړتيا د عقل او پوهې په ازادي او خپلواکي ده


روشنفکری يا Intellectualism ترټولو د مخه له هغه څه عبارت دی چي د ‍شيانو، د موجوداتو، حالاتو، دودونو، باورونو، د پرون، نن او سبا په هکله شک او پوښتنه را پورته کړې. روشنفکرې هغه څه دی چي په خپل کار کي په دليل، استدلال او منطق تکيه کوي او دا د هغو وگړو ځانگړتيا ده چي د عقل، خرد او آزمايش په بنياد د پيښو او شيانو څېړنه او راسپړنه کوي. دا د هغو وگړو ځانگړتيا ده چي نوې انديښنې، نوي فکرونه او نوي
ابتکارونه ايجادوي او د حالاتو په هکله د قضاوت کولو په کار کي د پرونيو حکمونو او دگمونو په ځاي په خرداو پوهه ډډه لگوې. روشنفکرې له روښانتيا " روشنگرې" سره اړيکې لرې او په دي لحاظ يوه مدرن مفهوم دی. د روشنگرې دوران د انديښنې اود استبدادي او نه بدليدونکی تفکر تر منځ د جگړې دوران دي د روشنگرې ځانگړتيا د عقل او پوهې په ازادي او خپلواکي ده. په بل عبارت روشنگرې د عقل او انديښنې له خپلواکې څخه عبارت دی،چېرې چي د څېړنو، پېږندونو، تحقيق کولو او پايلو اخستلو په کار کی انديښنې او پوهه له قوم، قبيلې، مذهب او ايديولوژي څخه خپلواک وي. روښانتيا په بشپړ حقيقت او په نه بدليدونکو حکمونو د علم او نسبيت له بری څخه عبارت دی، چېرې چي علم له دين، کليسا او نه بدليدونکو حکمونو خپلواکه کېږې. په علم، پوهنه او له دي جملې په سياست کي نه بشپړ حقيقت شته دی او نه د مطلقو اصولو په معيارونو سنجول کېږې. همدلته دی چي د علم او دين تر منځ د پولو د جلا کيدو پوښتنه منځ ته راځې او همدلته دی چي دين او سياست له يو بل څخه جلا کېږې. که دين له بشپړ حقيقت څخه خالې شي نور دين نه دی او که علم د بشپړو حقيقتونو په مجموعه بدل شي نور علم نه دی. په بل عبارت که علم په بشپړ حقيقت بدل شي نور نو بيا د پوښتنو کولو، شک ښودلو، څېړنو کولو او راسپړلو ضرورت هم له منځه ځې. په دين کي مرکزي مسله له ايمان څخه عبارت دی، خو په علم کي دا شک کول او ترديد درلودل دي چي مرکزي ځای لرې. دين د حتمي او ترديد نه منونکو احکامو قلمرو دی او د منلو په کار کي يې د " ولې" او " څنگه" له پاره ځاي نشته دی. خو علم د ترديد درلودلو او د نسبېت قلمرو دی اويوازي د ټولو شيانو نسبې والې يو علمې حکم بلل کېږې.
افغانې ټولنه او په تېره بيا ددې ټولنې روشنفکران په بشپړه توگه روښانتيا ته ضرورت لري. په افغانې ټولنه کي او همدارنگه د روشنفکرانو په منځ کي د سنجولو او قضاوت کولو په کار کي د خپلواک تفکر په ځاي دي او هغه ټولنېز گروپ ته په وفاداريو او يا ددې او هغو دگمونو په پېروي تکيه کېږې. په افغانې ټولنه کي ستونزه ددې او هغې ډلې پوسيله دگم پالنه او تقليد کول نه دي، بلکې اساسي ستونزه په واکمن ټولنېز ذهنيت کي دی. په ټولنه کي په خپلواکه توگه د انديښنې کولو دود په کلکه کمزوری دی. په هغه ټولنه کي چي وگړې ازاد او خپلواک نه وي يوه ازاده ټولنه نه دی. د يوې ټولنې ازادي په ټولنه کي د وگړو د ازادي په معيار سنجول کېږې او په ټولنه کي ازادي او خپلواکې د وگړو په ازادي او خپلواکې سره پېل کېږې. تر څو په ټولنه کي د سنجولو او قضاوت کولو په کار کي د خپلواک تفکر دود پېاوړی نشي د د موکراسي د بری او د پرمختگ هڅې به هم بريالې نشې. دا د روشنفکرانو دنده ده چي په دي کار کي له ټولنې سره مرسته وکړې او دنده د خپلواکې انديښنې په بنياد د ټولنې روزنه، په ټولنېزذهنيت کي بدلون، په تقليد، وفاداريو او پېرويو غلبه کول دی. که غواړو چي افغانې ټولنه په خپل برخليک واکمنه شي. په هغو ځواکونو او هغو ذهنيتونو غلبه په کار دي، کوم چي نه پرېږدي ټولنه بالغه او اوسيدونکي يې بالغ شي.
کانت وايې: روښانتيا له خپل غوښتونکی نابالغتوب څخه د انسان ژغورل ديپه اروپا کي په روښانتيا سره د خپلواک فکر کولو او په شيانو د خپلواک قضاوت کولو لاره خلاصه شوه او انسان د پيښو، شيانو، حکمونو... په هکله د شک کولو اجازه تر لاسه کړه او شک کولو په شيانو او حکمونو د انتقاد کولو دروازې پرانيستلې اوهمدارنگه په اروپا کي همدي شک کولو،د نيمگړتياو منلو او انتقاد کولو د پرمختگ پراخ امکانات منځ ته راوړو. ددې پورته لنډې توضيح په اساس ويلاي شم: روشنفکر هغه څوک دی چي هرې پديدې، هر جوړښت او هرې مسلې په هکله پوښتنې را پورته کړې او د هغو په هکله د خپلواکې انديښنې په بنياد د بيا بيا را سپړلو، څېړلو او ازمايښ کولو کار ته ملا تړې. دا ډول يو روشنفکر نه خپلې څېړنې او لاس ته راوړنې مطلقې بولې، نه علم ته د يوه بشپړ شوی شی په سترگه گورې او نه خپلې لاسه ته راوړنې په مطلقو او بشپړو حکمونو بدلوي. د علم په کار کي د نړۍ ځلانده او مخکښې څېرې او له دي جملې انشتېن په خپلو څېړونو او تجربو کې سره ددې چې مثبتو پاېلو ته رسېدو خو هېڅکله ئی هم خپلې نظرېې قطعې او مطلقې نه بللې. د روشنفکر له پاره له انتقاد او آزمايش څخه د باندي نظريه وجود نه لري او بريالۍ نظريه هغه دی چي تر هميشنی انتقاد او هميشنی آزمايش لاندي وي. هغه نظريه چي له انتقاد او ازمايش څخه راوزې نه يوازي نظريه نه دی، بلکې د علم په قلمرو کي هم خپل ځای له لاسه ورکوي او په تېره بيا په ټولنه او د سياست په ډگرکي د دا ډول نظريې! د په کار اچولو په صورت کي د علم په ځای ددې او هغې ايديولوژي په منطق کي توجيه پيدا کولاي شي. له انتقاد او ازمايش څخه د نظريې د را وتلو مانا دادي چي دا نظريه بشپړه او په مطلق حقيقت بد له شوې ده او دا ډول يوه نظريه! نور بدلون، ودې او پراختيا ته ضرورت نه لري.
روشنفکر ددې او هغې مسلې په هکله له عمل کولو مخ کي ددې او هغې مسلې د پېږندنې کار پېل کوي. د مسلې پېږندنه او د مسلې ښه پېږندنه د عمل کولو له بری سره مرسته کوي. دبدې پېږندنې او يا نه پېږندنې په صورت کي د عمل کولو نتيجه هم بده او ړنگونکې وي. هغه روشنفکران چي له ټولنې او سياست سره سر او کار لرې دې ته اړ دي چي ټولنه، ټولنېزې اړيکې، ټولنېز جوړښتونه او يو په بل ددې جوړښتونو تاثير، پيښې او د پيښولوری درک کاندي. په افغانې ټولنه کي دواړو چپ او ښې لورو په داسي حالت کي د ټولنې د بدلون کولو عمل پېل کړ چي دا ټولنه او د هغې جوړښتونه او ددي جوړښتونو د عمل کولو مضمون او لوری يې نه پېږاند. د عمل کولو په دي ړنگونکي چاره کي د ټولنې په نه پېږندنې برسېره دي گوند او هغه گوند، دي او هغه ډلې د داسي فکري سيستمونو پېروې کوله چي له انتقاد او ازمايش څخه راوتلې او " بشپړ" شوې وو. دي ځواکونوپه خپل کار کي د سياست ځای ايديولوژې او د عقل ځاي احساساتو ته ورکړ او ددې ډول عمل کولو پايله په ټولنه کي د سيستم ړنگول، د ټولنېزو بندونو شليدل او په يوه نامعلوم لوری د افغانې ټولنې ټيل وهل وو. دوي همدارنگه د علم او پوهې په ځای د تقليد کولو او کاپې کولو لاره ونيوله چي پايلې يې په بې سارې توگه ځورونکې وي.
د روشنفکر دنيا د هميشنيو بدلونونو دنيا ده. د روشنفکر ځانگړتيا له چټکو بدلونونو او پرمختگ سره په ملتيا کي ده او ننۍ نړۍ چي په بې سارې تېزې سره ځان بدلوې، مخ ته ځې د روشنفکرانو په وړاندې نوې او نوې پوښتنې ږدې چي يوازي په خپلواک عقل، خپلواک خرد، خپلواکه پوهه ازمايش کولو او بيا ازمايش کولو تکيه کول د هغوې ځواب ورکولاې شي. شنفکران د بدلونونو پلوي کوي او د عدالت او واقعيت په دفاع کي را پورته کېږې. دا ډول روشنفکران کولاي شي د پرمختگ په لور د ټولنې لارښوونه وکړې. دوي کولاي شي د ستونزو د حل په هکله او په هغو د غلبې کولو په هکله نوې نظريات او نوې انديښنې وړاندي کړي.
د روشنفکر ځانگړتيا د شته شيانو او په تېره بيا په ټولنېز او سياسي ژوند کي د شته جوړښتونو په وړاندي تر هغود ښو الترناتيفونه په پيدا کولو او وړاندي کولوکي دي. پرونيو الترناتيفونو ته د ټولنې ورگرزول او يا د پرونيو زړو حکمونو او دگمونو په بنياد د التر ناتيفونو پيدا کول د روشنفکرې او روشنفکرانو ځانگړتيا نه ده.
د روشنفکر ځانگړتيا په تېره بيا د ټولنېزو، فرهنگې، ټولنېزو، سياسي ... پديدو په پېږندنه کي له يوې خوا له کرکې، نفرت څخه په خپلواکې کي او له بلې خوا د مسلو او ستونزو په څېړلو کي له احساساتو او عواطفو څخه د ځان په ژغورولو کي دی. زه دلته په همدې هکله د خپلې يوې پخوانې ليکنې يوه برخه را کاپې کوم.
" يوې بلې مسلې ته هم پام په کار دی چي له علم او علمې مفهومونو سره د انسان اړيکې د عاطفې او احساساتو په ځای د شک، څېړنې او بيا کتنې اړېکې دې. که علم د مقدساتو او ممنوعاتو.. په قلمرو بدل شي نو بيا کيداي شي سړی ور سره عاطفې او احساساتې اړيکې ولرې او په دې صورت کي به علم هم علم ته نه پاتې کېږې. د علم قلمرو د شک کولو، بيا څېړلو او بيا نظر کولو قلمرو دی. زموږ په ټولنه کي له مسايلوسره او له دې جملې له سياست سره اړيکې تر ډېره ځايه عاطفي او احساساتې بڼه لرې. دواړو چپ او ښی افراط له سياسي او ټولنېزو مسلو سره اړيکو ته عاطفوې او احساساتې رنگ ور کړی دی. همدا وجه ده چي د بدليدونکومفهومونو په ځای نه بدليدونکې مفهومونه ورته ښه ښکاري اوهمدا وجه ده چي په شيانو او مفهومونو باندي شک کول او يا په هغوې باندې بيا نظر کول ورته انحراف، گناه او کفر ښکارې."
يو شمېر څېړونکي روشنفکران د ټولنې وجدان بولې. په دې ډول حالت کي روشنفکران هغوې دې چي د ټولنې پيښې او د هغوې لوری درک کړي. په ټولنه کي بحران راوړونکي لاملونه وښيې. د ټولنې ناخوالو او نيمگړو لورو ته گوته نيسي او ټولنې ته ددې بحران راوړونکو لاملونو او ناخوالو په هکله خبر ورکوې او ددې ناخوالو د ادامې په صورت کي ټولنه د هغوې له پايلو خبره کړې. همدا دم چي افغانې ټولنه له لويو گواښونو او کړکيچونو سره مخامخ دي. روشنفکران دنده لرې په ژوره توگه گواښونه او کړکيچونه، د هغوي لوري، د هغوې عمل کول، د هغوې څرنگوالی او لاملونه درک او وپېږنې او افغانې ټولنه له شته گواښونو او د هغوې له پايلو خبره کړې. دا کار هغه روشنفکران کولاي شي چي په خپلو کارونو کي له قومې، ژبنيو، مذهبې او گروپې کرکو او تعصوبونو څخه خلاص وي او په خپل کار کي داحساساتو او عواطفو تر تاثېر لاندي نه راځې.


نور بيا