نیک محمد ولاړ

طنزیه لنډۍ :

کرزی صاحب!

کرزیه ته چې دلته ناست یي

 زموږ د ويري نه رپيږي اندامونه

 

موږ به تري ولي خوشحال نه يو 

ټول غربیان یي راته ټيټي سترګی كړنه

 

شینوک مو لکه باز له سر تاوېږي
 زموږ ماشومان د اختر ته نه پرېږدينه

 

کرزیه دومره زياتى مه كړه
 هیواد زموږ دى ته د پردو مه اچوه لاسونه

 

د کرزی سترګي اثري دي
چه ما ته وګوري چشمک را ته كوينه

 

کرزیه زور دې رامعلوم شو
 ناتو ته په دواړو لاسو کوی سلامونه
 

چې تر څو دلته د پردو پوځونه ګرځي
 خاورې به وكړم کرزی ته سلامونه

 

کرزیه ستا به څه ښادي وي
 چې میندی دې تل په ښېرو كې يادوينه
 

قلم به ټينګ ګوتو كې نيسم

 د تاریخ په كتاب كې ستا کړه وړه لیکمه

 

کرزی داسی په بریتو کی خاندی

چي د پنجوایي د ماشومانو اختر یې ولیدنه

 

 

کرزیه! بمونه څنګه خوندور دی
د یوه غړم سره اویا میندی بوروینه

 

د کرزی په غوروپر مه ختا وځه

 چی ځای یې راشی سر چپه خبری کوینه

 

چی دا بوش وی کرزی به باچا وی
 بوش کله داسی چپنه کی پیدا کولای شینه

 

کرزیه! ستا پټه خوله جار شم
 دا بمونه به د خلکو په قسمت کی وینه

 

خبری کوه د کمیسیون غټی غټی
 ستا دې قسم وي که نه وایی سم حالونه

 

د کرزی ویش ته می خندا ده

نورو ته وړوکی ډالر موږته راکوی غټ غټ بمونه

 

ناتو په سیخ وپیلم ایتلاف کباب كړم
 څو د حقوق بشر استازی راځي و به سوځمه