محمود نظری

لشمک

په پښتو لېکل شوی« آیا دموکراسی داسی وی؟» نومی طنزی کتاب د کتاب نړیواله جایزه وګټله او لیکوونکي ته یې بلنه ورکړه شوه چې په مراسمو کی د ګډون لپاره امریکا ته ورشی. خو د دې کتاب لیکوونکی لا پخوا د د داسی جدی کتاب په لیکلو د چارواکو له دیموکراسی له لاسه غرو ته تښتېدلی وو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دې خبر په اورېدو چي پښتو کتاب په انګریزی ژباړل شوی او جایزه یې وړی ده یوه ورځ عمومی رخصتی اعلام کړه او په ورځپاڼو کي داسی یو اعلام خپور کړ:

« ګرانو هیوادوالو مبارک مو شه!

هر چا چی د «آیا دموکراسی داسی وی ؟» د کتاب لیکوال -چې موږ همدا اوس اوس پوه شو چی هغه یو لوی شخصیت دی- مړ یا ژوندی د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته تسلیم کړی یو لک  ډالره جایزه ورته ورکول کیږی».

د هری لوری نه ښکاريان ، چرسیان او ټېکه داران د ډکو توپکو، ښکاری سپو آن ټانکونو او لاسی بمونو او چورلکو سره د  لېکوال په لټه خپاره او په ګرځیدو شول.

په ځنګله کي د يوې ډلې مشر ته  د یوې وني په سر کوم شی تر سترګو شو، نو خپل نوکر ته یې ورو وویل:

- زه وني ته خېژم او ته د دی دوه رګه سپی خوله خلاصه که! زه د وني ښاخونه ښوروم که هغه را ولوېد نو سپی هغه داړوی او تښتېدای نه شی او که خدای ناخواسته زه راولوېدم، نو ته ژرد توپک ماشه کشوه او سپی وله !

او هغه وو چې ښکاری له ونې را ولوېد او سپی مړ شو.

د یوې بلې ډلې مشر ته هم په یوه ونه کي یو تور شی تر سترګو شو نو د هاوان غرنی ډزی یې پرې پیل کړې او هغه وو چي تښتېدلی لیکوال چې خپل دواړه لاسونه یې پورته نیولی وه ځان تسلیم کړ او ګوری موری ونیول شو.

ښکاری نیول شوی لیکوال ته وویل :

- وايه څرنګه مړینه غواړې؟

ضربه مرمی ، د توپ خوله، د ټانک د زنځیرلاندی، د مړو نڅاه...خپله یې غوره که زه ډیر دموکرات سړی یمږ

لیکوال چې د دموکرات سره یې حساسیت د رلود ورته په ژړا شو او په ننواتی یې ورته و ویل:

- دا  ووایه چی زه دی مړ په کار یم یا ژوندی؟

ښکاری وروسته له یو لنډ توخي وویل :

- فرق نه لری !

لیکوونکی لاسونه د هندوانو د سلام غوندی ورته ونیول او هغه ته  په زاری وویل:

- ته خو شکر ښه پوه سړی مالومیږی څوک چي مړ شی د هغه وزن دوه چنده کیږی زما وړل به درته ګران شی.

ښکاری نوکر ته وکتل چې ته څه وایي:

نوکر ناری کړه :

- هو صایبه! رښتیا ده !

لیکوال ورو وویل :

- تاسو به ستړی شی، که زما منۍ ما تر خپل مقصده پوری ژوندی بوځۍ بیا هورې هر څه چی کوی ! او رښتیا زه مو څه په کاریم؟

ښکاری شونډه ورته بوڅه کړه او ویي وویل :

- دولت په تا جایزه ایښی ده!

لیکوال له غروره په بریتو کي وخندل او لاس یې پر بریتو تیر کړ او ویي وویل :

- نو تاسو ولی ناحکی (ناحقی)  زما وینه پر غاړه اخلی  پریږدی چی هغوی خپله ما ووژني.

ښکاری لکه سودا ګر سور او سپین شو او ویي ویل :

- موږ ته د دې کار ګټه څه ده؟ زه خپله ارمان لرم  چی یو انسان مړ کړم ...

لیکوال  په خبرو کي یې ورولوید :

- زه به دا ټوله سامان تر هغه ځایه لکه پلنډي در سره په شا یوسم!

نوکر یو وار په چیغو او زاریو د ښکاري په پښو ولوید او مځکی ته یې سوکان بند کړه او سر یې پر ځمکی ځمکی واهه

- صایب دی ښه وایي، په خدای ښه وایی!

ښکاري له لږ سوچ  وروسته سر وګرزاوه او د نوکر د  ژړا  له امله  تر ښار پوری ‍د لیکوال  د  ژوندی پریښودو امر ورکړ.

لیکوال ټول سامان پر شا کړ او نوکر د سامانو پر سر کیناست او د ښار په خوا رهی شول.

په لاره کي لیکوال څو ځله نوکر ته وویل:

- د خدای لپاره کته  شه!

نوکر په غوسه ورته وویل:

- ما تا له مرګه خلاص کړ نو  څنګه  کته شم.

لیکوال په عجز ورته وویل :

- ته مي تر هغه درمخه وژنې!

نوکر خوله ورته بوڅه کړه او ویې وویل:

- مردن درویش چه پس چه پیش .

ښار ته تر ننوتو نه مخکی ښکاری بیا لیکوال ته وویل:

- وایه څه ډول مړینه غواړی؟

لیکوال ورته په ننواتی وویل:

- هو ما مړ کړه! هر ډول چي ستا خوښه وی!

ښکاری خپل نوکر ته وکتل هغه د لیکوال خبره په خمارو سترګو د سر په اشاره رد کړه.

نو ښکاری د اعلام تر دفتره د د لیکوال د ژوندی پاته کیدو امرتمدید کړ.

ستړی ستومانه لیکوال، نوکر او سامان د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر عمومی وره راورسول او بیا ښکاری او نوکر خوار لیکوال په پوری وهلو وهلو د جایږی دفتر ته بوتلل.

هلته یو مامور ترې وپوښتل:

- دا څوک دی؟

ښکاری لیکوال ته وویل:

- مامور ته سلام وکه!

لیکوال وویل:

- سلام!

ښکاری وویل :

- دا هغه لیکوال دی چي تاسو جایزه پرې ایښی ده‎.

مامور بیا رییس ته تیلفون وکړ او هغه بیا وزیر ته . وزیر وپوښتل:

- مړ دی که ژوندی؟

مامور د ښکاری نه وپوښتل:

- مړ دی که ژوندی؟

ښکاری لیکوال وتخول. لیکوال په خندا شو. ښکاری ناره کړه :

- هو ژوندی دی.

وزیرپه غوسه او چیغو وویل:

- کاشکی مړ وای!

مامور و ښکاری ته وویل :

- کاشکی مړ وای!

ښکاری خپل نوکر یوه ټينګه لغته وواهه او په غوسه یې یوه څپیړه لیکوال ته ورکړه او ویې ویل:

- ما نا حقه دا ستاسو خبره و منله دا خلک زه ښه پېژنم اوس همدا خبره راته بهانه کوی.

مامور صایب غوږی کښېښودله ، د تسلیمدو سند یې ښکاری ته ورکړ . د لیکوال په تندی یې یو لمبر وواهه او د چرسی ماما خانه سامان په جمع کي یې قید او دیپو کی یی قید کړ او دو تنو شاهدانو د دیپو قفل مهر او لاک   کړل او مامور و چرسی ماما ته وویل :

- نن پنجشنبې ده، تر شنبې رخصتی ده، تر هغه چي وزیر صایب راځی هغه به دلته په ګدام کي وی.

لیکوال چې ا وږې یې ټوک ټوک شوی وی یوه کارتن ته ډډه ولګوله هری خواته د موږکانو اتڼو نه وه. د لیکوال په مغزو کي د موږکانو د ژوند په هکله یوه سوژه پیدا شوه . د موږکانو اتڼ وو، ده په سوژی چرت وهه خو د نس چوچو په عذاب کړی او د خوړلو د شی پسی په ګرځیدو شواو له ځان سره یې ویل :

- چې داسی شیان لیکی دا دی پای.

بیا یې د ټولو ګونیو ،کارټنو او پېټیو سرونه یې خلاص کړه خو د خوراک کوم شی یې ونه موند او د یوی قطی په لیدو یې سترګې وبرېښدی په هغه کي ګریس وه. د قطی سر یې په ډیر ربړ خلاص کړی یوه لپه یې په خوله کړه. خو هغه یې زړه ونیوه ځکه بې ډوډۍ یې خوند نه کول، نو د ډو‌ډۍ په لټه شو. دا چي وایي جوینده یابنده است ده هم د موږک د وژلو په دوا لړل شوی وچی ډوډی چي موږکانو هغه نه خوړله پیدا کړه هغه یې را ټوله او خاورو یې ترې پوه کړې او د ګریسو سره یې په مزه مزه وخوړله د اوبو یوه ډبه چي پری لیکل شوی وه واتر فریږ په سر پورته کړل او د شکر ایستلو وروسته اوږد اوږد وغځید.

د یخنی نه په عذاب شو نو څو ګونی یې سوری او واغوستی د  ویده کیدو وخت چي شود ګدام د وره د مخی سپی قسم کړی وو چي ترې ویده به نه شی.  لیکوال ډير ورته په غوسه وو او ټوله شپه یې غاښونه ورته چیچل.

کله چی په شنبې لس بجې د ګدام ور پرانیستل شو د لیکوال سترګې لومړی پر سپی ولګېدی دې خوا هاخوا یې وکتل چي کومه ډبره پیدا کړی خو هلته یې و نه موندله نو بهر راووت چي کومه ډبره پیدا کړی او له سپی نه قصد واخلی.

وزیر د یو مامور سره یې پوس پوسی وو او د موبایل تیلفون نه یې خبرې کولې . یو ګړی وروسته یو قفس لرونکی موټر راورسید د لیکوال له سترګو د خوشالۍ اوښکې راتوی شوې هغه فکر کاوه چي دا سپی چي دی یې دوې شپې خوب ته نه وو پرې ایښی وژولو ته بیایی . ده په زړه کي له وزیره مننه کوله او ویل یې: «انسان بیا هم انسان دی.»

لیکوال هڅه کوله د سپی په نیولو کي له هغو سره مرسته وکړی چي و نه تښتی. خو هغه دوه کسه راغلل او د سپی پر ځای یې لیکوال قفس ته واچوه، قفس یې پسی قفل او موټر حرکت وکړ.

لیکوال سر وښوراوه او له ځانه سره یې وویل : «غلط یې کړل ، غلط یې کړل... سپی یې غلط کړل...

هغو لیکوال راساً ژو بڼ ته یووړل.

د ژوبڼ کارکوونکی نه پوهیده د دی ژوی نوم څه دی د ژوو دایره المعارف یې راوغوښت چي  دی د دایره المعارف له انځورو سره پرتله کړی.

یوه ویل:

- دا ګوریلا ده !

بل ویل:

- نه، د ده بارخو ګان ویښتان نه لری.

یوه ویل:

- کانګرو ده!

بل ویل:

- نه ،دی دوې پښې لری....

لیکوال ته یوه ښه سوژه ور پیدا شوه. له ځان سره یې وویل: « نور جدی طنزونه نه لیکم، لکه دا نورو ټوکی لیکم او طنز ورته وایم ، نور هم نه پوهیږی چې دا طنز دی که ټوکه. خلکو  هان ښکنځلو ته هم طنز وایی ... کی بیا می طنز لیکل نو په مستعار نوم یې نشروم لکه چټک یا ملخک یا لشمک... »

خو د لشمک نوم ورته خوند ورکړ. له خوشالی یې له ګونیو سره یو څرخ وخوړ، د ګریسو ډکه خوله او مخ یې د لاس په شا پاک کړ او په خندا خندا سر ښوراوه او ویل یې: « لیکوونکی:  لشمک لشمک»

د لشمک په اوریدو  ژوبن دواړه کارکوونکی دوې پښی یی درلود او  دوې نوري یی هم پور کړ او په منډه منډه له کړکۍ نه وتښتیدله.

د سبا ورځی په ورځپاڼو کي لیکل شوی وه: « د کلتور وزیر د ډیر کار او مصروفیت له امله هیر کړی وو چی دی خپله د « آیا دموکراسی داسی وی؟» لیکلی ... د کلتور وزیر د کتاب د څو پاڼی له لوستلو وروسته  يه یاد شول چې دا کتاب ده خپله لیکلی دی او پرون ماښام  د جایزی د اخیستلو  لپاره امریکا ته ولاړ». او د همدغو  ورځپاڼو په څلورم مخ کي یو وړوکی خبر خپور شوی وو : « د کابل په ژو بڼ کي لشمک لیدل شوی، له دی وروسته مو په ځانونو پام کوی!».