م. اکبر کرگر


 

 د عقل او جنون جګړه د ننګیال په  آثارو کې


د ناول په پای کې خبرې راټولوي : هغه چې سپينې سترگې اوپند پنډ بريتونه يې لرل بيا راژوندي شويدي . دليوانو په بڼه راژوندي شويدي . اوله نويو ليوانو اوزړو بگوو سره دښار ښکار ته وتي دي . ښار ټول په ليوانو بدل شويدی . هغه ناپايه تيارې کوڅې اوهغه تورتم چتونه په ليوانو بدل شويدي . له ماتو اوړنگو جوماتونو نه داذانونو پر ځای دزړو بگوو چغې راځې اودانگورو له بربنډو پيغلو نه ډکې هغه پيالې له وينو نه ډکی دي .
بگوو هغه ښوونکې بې پته کړه ويې تښتوله اوبيايې ووژله . زموږ دکوڅې دجومات هغه سپين ږيرې ملا يي وواژه اوهغه دمينې اوښکلا ددنيا شاعر يې وواژه اوټول ښار يې وواژه . ښاپيرۍ ولاړه ده . ښاپيرۍ چيغې راته وهي . ښاپيرۍ خوب ته راځي او ښاپيرۍ په ويښه راته راځي . هغه بيا دوينو تږې ده اوهغه بيا جل وهلې ده . ښاپيرۍ بيا وينې رانه غواړي . د هغه زاړه ديو وينې او د زړو بگوو اونويو ليوانو وينې .
خو زه ستړې شوي يم اوله ليوانو سره جگړه نه شم کلوې . ( ۱- ۷۶)

 



ترمخه تر دې چې ننگيال موږ وسيزي اوله موږ ولاړ شي . له کابله پيښور ته راغی . دا هغه وخت و چې چې په کابل کې د چا خبره ددستار سړي يا کم اويا نور پاتې نه وو . ان تردې چې نور ه هستي خو لا څه کوې چې دخلکو اوديوه نسل دسرکښو مړو هډوکې هم دپيښور په بازارونو کې اوپه کارخانو کې داومو موادو په توگه وپلورل شول . اوله هغه وروسته ننگيال پيښور کې و.
داوار ننگيال هغه پخوانې شوخ وشنگ ننگيال نه و . دې داوار زوريدلی اوکړيدلی و . ځکه خو يې علايم اواثرات په څيره اواکر کې هم بريښيدل . دا وار دننگيال په تن اووجود کې دوه متضادي برخې يعنې عقل يا خودي او په بل اړخ کې بې خودۍ اوتيښته يوه داسې پړاو ته رسيدلې وه چې نور يي د عقل ورميږ مات کړې و .بې خودۍ اوتيښتې دهغه دتن اوروان دمملکت واگی دطالبانو په څير نيولي و او که د هغه دتن اوروان دهيواد کوم کلې کنډر پاتې وو نو هغه به هم دهغه دتحت الشعور دمورچو له برکته و چې هغه يي بيدارپرې ايښې و.

اوس ننگيال زموږ په منځ کې نشته خو دهغه ((سيورې)) زموږ تر منځ ژوندی دی . سيوري دهغه دناول نوم دی . سيوري دشاعر دويم يا مستعار نوم هم دې . اوداچې ولې هغه سيوري غوره کړ. دا هم يوه خبره ده .
هغه يو شاعر و . ليکوال و . هستونکی و . دژوند هستوونکی اودښکلا هستوونکی . نو بده به نه وي چې يو وار دهغه دشعر اوخلاقيت په رڼا کې دژوند سره دهغه ليوالتيا راوسپړو .

دشاعرپه توگه :
ننگيال يو بې بديله شاعر و . دخپل عصر اودوران دفرهنگي هڅو اوتلاشونو يوه څرگنده اوځلانده نمونه وه . خلاق شاعر و . ډير اثار يې پريښودل اوپه لږه موده کې يې ډيرې هستونې وکړي چې پښتو ژبه به يې نه هيروي .
شعر اوناول دوه جلا ژانرونه دي . خو مو‎ږ کولی شو دننگيال دغه دوه جلا هستونې هم سره جلا اوهم په يوه رواني مسير کې وڅيړو . اودا ځکه چې دهغه ناول لکه دهغه شعر اودهغه شعر لکه دژوند نامراده . کيسه .
له ژونده تيښته ‘ له عقله تيښته اودخبرتيا اودخودۍ له نړی وتل نه يوازې دهغه په ناول کې ډير اوچت ځليږي بلکې دهغه شعر ته يي هم رنگ اوخوند ورکړي دی . دشعر په برخه کې خو ويلې شو چې نوموړې په دې معرکه اوجگړه کې دومره زمول شوي اوټپې شويدي ‘ چې اوس يې دسر په بيه دغه جگړه گټلې ده .ديوه ليکوال په قول(( دشعر حکم ديو ډول لوبې حکم دی . چې هر چا دغه لوبه بايلوده نو هغه وړونکی شو . )) .
سارتر وايي : دشاعر تکل دانه دی چې ماتې اوتباهې په خپل سر اواراده دنړۍ سير ته داخله کړي . حقيقت دادی چې دهغه سترگی يوازې ددونيا ماتې اوبربادې ويني . )) ډير زيات فکتورونه اوعناصر شته چې دننگيال په شعر خبرې کولې شو اوڅه پرې ويلې شو .
دپلار مړينه مې وليده
اودوروڼو زړه چاودون هم
لوږې مې ډيرې وزغملې
اوتندې هم
خو يوه يي دومره دردوونکی نه وه
لکه : نشهچې نه وي پوره
اوښيښه پای ته ورسي . ۱۳۷۰-۶-۱۷ کابل
اويا داچې :
خوب ته سرود
خوبه څادر راباندې وغوړوه ‘
نورمې ويده کړه چې له ويښې نهمې کرکه راځي
زه چې ويده يم ويښ يم
خوبه ! څادر راباندي وغوړوه !
خوبه قربان دې شم
نور ماته ددې ورځو دا بربنډې پيغلې مه راښيه
زه يي دسترگو په هندارو کې
داور اودسکروټو اولمبو ازانگې نه شم ليدای
خوبه ! ما بوځه بيا دهغو تورو شپو غيږې ته
زه خپله لاره بې له شپو په رڼو ورځو کې موندلای نه شم
ورځ مې دسترگو په هندارو کې اورونه کري .
خوبه ويده مې کړه
څادر راباندې وغوړوه !
۱۳۷۴ـ۷ـ۳۰ کابل

خو اوس بيرته خپلې لومړی خبرې ته راځو اوهغه دننگيال په خلاقيت کې دعقل اوجنون جگړه ده . هلته چی جنون بری مومي اوعقل محاکمه کوي . جنون ديو فاتح په توگه هسکه غاړه دريږي اودعقل ورميږ ماتوي . گورو اودسيوري په ناول کې ددغه فرضيي پلټنه کوو.
دسيوري ناول :
ناول يوه سمبوليکه ژبه لري .
دويښتيا اوخوب دحالت کيسه کوي .کله دتفکراتو له سمندره را پورته کيږي اوکله هم په غوپه حالت کې کيسه کوي .
که ووايو چې دغه ناول دشاعر دژوندانه دشرايطو په وړاندې يو تريخ اوقهرجن گوزار دی بده به نه وي . کيسه دکلي څخه پيل کوي . دساده توب اوسپيڅلتيا څخه . له کوچنيوالي اومٍعصوميت اوپاکۍ څخه اوبيا پر بازاري ژوند اوبازاري سياستونو بدوايي . (( ماشومان غلا اولوټ نه پيژني اوهغوۍ ته دچم‘ اوفريب نومونه نه دي زده اوهغوۍ ته دشهوت لوليو سترگکونه نه دي وهلي . ))(۱ـ ۳ مخ )
کيسه کوي وايي : ((هلته دهغه بلې کوڅې دپای په هغې خوا کې دتورتمو چتونو لاندې دعقلونو وژنه ‘ دپيالو جگړه ‘ کنځاوي اوبازاري سياستونه اوهلته دهغه ښاري بڼ دگڼ ځنگله په مينځ کې دچرسو اوافيونو دلوگيو جنډې اودونو دډډونو تر شا همجنس بازي اوپه پټه په غيږو کې ديوه او بل تخنونه . )) (۱ـ ۳ مخ )
په دې ليکنه کې ليکوال دژوند په لومړيو پړاونو کې له يوې سر سختې اوبې رحمه مبارزې سره مخامخ دی . دی دعقل دوژلو په تکل کې دی . اودعقل سره دوښمنې کوي .
ولې له عقل سره ؟
له عقل سره دمعاصر انسان مبارزه څه نوې خبره نه ده . ديونگ په قول چې زموږ سرنوشت په داسې رسۍ تړل شويدی چې ورځ په ورځ تنگيږې . هغه په دی ټينگار کوي چې دا طبيعت نه دی بلکې دانسان نبوغ اوخبرتيا ده چې دانسان په غړۍ کې يي تناب اچولی دی .
دانسان دپيداّيښت په اسطوره کې کله چې انسان يا بابا ادم دمعرفت ميوه خورې نو دزياتو ستونزو اوکړاوونو سره مخامخ کيږي . دادانسان عقل اوخبرتيا اوپوهه ده چې انسان په عذاب اخته کوې . پروميتوس له خدايانو اور راوتښتاوه . اور چې دانساني پوهې اوتعقل سمبول دی. انسان ته يي راووړ خو په نتيجه کې په زيات يا ابدی رنځ اخته شو او ړوند شو . ( ۵- .. )
همدارنگه اوديپوس وايي : نه شم کولې چې په حقيقت سترگې پټې کړم .سيزيپوس چې هومر يي ډير هوښيار اوعاقل انساني موجود بولې ‘ په عبث اوبې گټې توگه ډبره دغره تر سره پورته کوې اوبيرته ترې رارغړې . ازادي اودمسوليت منل داسې يوازينی انسانې نړۍ ده چې دنورو موجوداتو پر عکس انسان په کې يوازې دژوندي پاتې کيدو له پاره هڅه نه کوي بلکې غواړي انسان په کې فردي ازادۍ ته ورسيږي .
نهيليستي ادبياتو اواگزستانسيالستي فلسفې دانسان دازادۍ اواسارت مسٍله راوړاندې کړه اوفردې ازادۍ ته رسيدلو مساله هماغه ډول ناحله پاتې شوه .
خو له اسطورو ی څيړنو اودهغو له پيامونو سربيره په معاصرنړيوال فرهنگ کې زيات داسې کسان وو چې دعقل څخه فرار اوتيښته يي غوره کړې اودخپل وخت له حالاتو سره يي دژوند دنفې له لاري ځواب اومبارزه کړي ده .
صادق هدايت ‘ همينگوې البرت کامو ‘کافکا ‘ .... يي هم دفکر له مخې اوهم دعمل له مخې څرگند مثالونه دي . کيدای شي دا خبره له ماسره څوک ونه مني خو زه ددې شاهد يم اودهغه اثار اوپه تيره دهغه وروستي شعرونه ددې شاهد دي چې دننگيال دژوند پای هم يو ډول ځان وژنه وه
دا ډول نهيليزم يا دناميندۍ فکري بهير دننگيال په اثارو کې په ډاگه ځليږي . هغه په دې پوهيږي چې ديوه داسې تورتم دهليز په خوله کې ولاړ دی چي بل سر يي نه مالوميږي خو هره شيبه دژوند شيبې څښې اودخپل عمر لنډون په خپلو سترگو گوري . هغه وايي :
((زه مې له عقل نه کرکه لرم .)) .
نااميدي اونهيلي دننگيال په اثر اوشعرونو کې خپل اوج ته رسې . (( سترگي غړوم گورم چې دجونگړي پر هغې برخه کې يو انځور دميز پر سر ستونه راته کوي دديدن ست .. هغه خو کلونه کلونه نشته اوله خاورو سره خاورې شوي ده .))(۱ـ ۳۹ )
يا داچې :
((دالبوم دپيل يو شمير نور تصويرونه بيخې بل ډول راته ښکاري لکه زما دهيواد چې نه وي لکه دبل ځايه چې راغلي وي هغوۍ هم په پوځي يونيفورم کې چې دپړانگانو رنگ لري سمبال دی له گوليو سر ه سمبال دي اوپه لاسونو کې يي ټوپک شنه شويدي . سترگې يي تور اوسپين رنگونه نه لري سترگې يي لکه دنيل هسی شنی دي . ))(۱ـ ۶۱ مخ )
څرگنده خبره ده چې دهغه البوم دهغه دهيواد تاريخ دي . داسې تاريخ چې په جنگونو کې جوريږي اوله جنگونو هسک ته رسي . همدارنگه دا په واقعيت کې له حالاتو اوشرايطو څخه دليکوال يو ډول داسې عکاسي اوانځور کښنه ده چې هڅه کوي بشپړه يي کړي خو که نه بشپړيږي سبب به يي داوي چې دناول نيالگی لا په پښتو ژبه کې ډير تنکی دی اوپاڼو يي لا سيوري نه دی کړي . وگورۍ داثر ۳۷ مخ کټ مټ شعر دی ‘ هغه دشعرژبه دناول ليکلو له پاره کارولي ده . خو دتاٍمل وړ ده .

دا ددليکوال دوخت اوشرايطو يو انځور دی داسې انځور چې په سمبوليکه ژبه يي رسم کړې او دخپلې کرکې په رنگونو يې نور هم ځلولې دی . ليکوال له دغو کرکه لري . دپړانگانو له رنگه اوچې په لاسونو کې يې ټوپک شنه شويدي . طبعا هغوۍ دليکوال دهيواد نه وو .
(( مورمې په دې ارتې اوپراخې نړی کې ايکې يوازې همدا زه درلودم . )) په دې عبارت سره ليکوال خپل ارزښت يوواربيا په ډاگه کوي . په داسې ډول چې کله يي ځان ته فکر کيږي اوپر خپل ځان خبرتيا پيدا کوې نوپيښې ورپسې شميري . په دې عبارت سره هغه يو ډير عاطفي تار راکاږي . مور پخپله هم دعواطفو دونيا ده . اودمور دکلمي په لوستلو طبعا هر چا ته خپله مور ورياديږي . اوبيا ژوند له همدغه ځايه پيل کيږي . دژوند پيلامه اوديوه با ارزښته لړۍ پيل . خو کله چې انسان په دې لړۍ کې شعور ته رسيږي دخودۍ اوبېخودۍ په جگړه کې پرې جنون غلبه پيدا کوې . نو هغه دخيام خبره سړي ته ورياديږي چې وايي :
((ديو جام شرابو له پاره مې خپل دفتر اوپټکی وپلوره ..
بيا هم بس نه ده .
کاشکې چې کولای مې شوای
‘ستوري لمر اوسپوږمی گروه کړم
افسوس چې جيب مې تش دی . ))
اوبيا پلار يادوي په دې ډول : .
((پلار مې په هغه لومړ ي کال چې ښار ته راغلو ليوانو رانه وخوړ۶۸)) . کيسه ديو ډول رواني ناانډولۍ داستان دی . ددې منشاٍ دهغه وخت روان سياسې حالت اودژوندانه ستونزي اوله هغو تيښته ده .
يوه ترخه يادونه دلته اړينه بريښي . :
موږ واوريدل چې دننگيال پلار ورځ دمخه په يوه داسې بس کې چې دښووني اوروزنې مطبعې ته روان و اوهلته يې کار کاوه . دبم پر اثر والوت بس ټول وسو اودهغه دپلار غوښې هم دبس دباډۍ پورې ونښتې . دا تراژېکه پيښه وه . زه اوزرين انځور ددوعا په نيت دهغه کور ته ولاړو ‘ په شاه شهيد کې اوسيده . د۱۳۶۱ يا ۶۲ کال و . هغه په يوه کوچنې کور کې اوسيده ان تر دې چې په کوټه کې يې دناستې له پاره څه نه و . موږ دوعا وکړه اودهغه غم مو ولوست . چې اوس له دغه غمونوڅخه چې دټول ماحول له هغو سره يو ځای شوي اوبيرته دشاعر دحساس ذهن له صافي را بهر شوي او يو ښکلي هار ترې جوړ دی ولوست .اوس دهمدغه درده دهغه دشعر اوناول په ژبه دغه دغم سندره ده چې اوس دنسلونو دژبې ورد ده .
ننگيال دژوند اودښکلا شاعر دی . خو په دې مفهوم پوهيږي چې داژوند څومره لنډ اوتنگ دې نوځکه ترې فرار غوره کوي او عقل محوکوموی .
وايي کله چې يوه امريکايي ليکوال ان سيکستون ته په ۱۹۶۳ کې دسيلو پاټ ځان وژنه ورياده شوه وويريدله اووي ويل (( دا زما مرگ دى ۪ )) يوولس کاله وروسته په څلورو پوښونو کې پوښل شوي وه چې يوپوښ يې دهغې دمور پورې اړه درلوده ۪ په يوه روان گاډي کې ناسته اوله گاراج سره نږدې يي خپل ژوند له لاسه ورکړ ۪

ادبې هنرمند دمضمون په توگه هميشه دمرگ انځور باسې خو ددوې بې انډوليو ډير لږ دهغو په ژوند کې خوښي راوستې ده ۪

مشهور فارسي ليکوال صادق هدايت هم ځان يوازې احساسوي ليکي :(( موږ ټول سره يوازي ېو ‘ بايد تير نه ووځو ‘ ژوند يوډول زندان دی . بيلابيل ډول زندانونه . خو ځيني دزندان په ديوال باندي انځور کاږي اوپه هغه باندې ځان مشغولوي . اوځيني غواړي وتښتي . خپل لاسونه بې ځايه ټپي کوي . اوځيني خو ماتم کوي . خو اصلي خبره دلته ده چې بايد ځان تيرباسو . هميشه بايد ځان تير باسو . خو داسې وخت هم رارسيږي چې انسان له ځان تير باسلو هم ستړې کيږي . ))(۴ـ ۹۲ مخ )
يا داچې :
(( په ژوند کې داسې ټپونه شته چې دخورې په څير روح په کراره په انزوا کې خوري . اوتوږي يي . ))(۳-۷ بوف کور ۳ مخ )

((زه يې يوازې سيوري ته ليکم چې دڅراغ پر مخ په ديوال لويدلې ده . بايد ځان ورته معرفي کړم . ))(۷ـ بوف کور ۴ مخ )
دغه دوه احساسه يعنې دژوند پوچوالی اوديوازې توب ډار په بيا بيا سره دهدايت په اثارو کي تکراريږي . (( ايا دغه ټول ژوند يو دخندا وړ کيسه نه ده اويو دنه باور اواحمقانه مثال نه دی ؟ )(۴ـ ۹۱ مخ )

کامو هم له نهيليزم څخه پيل کوي . دهر ډول عيني اوذهني نظامونو نفي کوي اومرگ دانسان دحتمي برخليک په توگه په گوته کوي :
نه شو کولې ژوند ته له وخت څخه تر مخه په ارزښت قايل شو . داانسان دی چې دسيزيپوس په څير په خپل عمل سره ژوند ته مانا ورکوي .
البرت کامو په سقوط کې بيا هم هر څه نفي کوي خو لکه څنگه چې مفاهيم نه دې بدل شوي نو په دې اساس لوستونکي بيادپيل مفاهيمو ته راکاږي . دمثال په توگه دبابل دبرج دميکزيکو سيتي شرابخانه ده . راوي اومخاطب له رښتينگويانو څخه دی . په کاتوليک مذهب کې ددوزخ له پيژندنې اعتراف دتعميد عسل ‘ دپاک لمنو قاضيانو تابلو دا ټول شيان موږ داسې ځای ته رسوي چې له ژان باتيست کلمانس څخه زموږ ددوران داسې تعميد کوونکې جوړيږي يا ترې داسې دروغجن پيامبر جوړيږي چی زموږ واقعي څيره په هغه کې ځليږي . (۳ـسقوط سريزه )
کامو دقهرمان له خولې ليکې : (( يوې خواته ښکلا ده اوبلې خواته مات شوي اولوټل شوي دي هر څومره چې دا کار سخت وي .خو زه غواړم دواړو خوا وته وفادار پاتې شم . ))(۳-سريزه )
ځان وژنه په هماغه ډول چې کله په يو لړ هيجاني نندارو کې منعکس کيږي يو ډول اعتراف دی په دې خبره اعتراف چې له ژوند څخه وروسته پاتي يو اويا دهغه په مانا نه پوهيږو . ښه به داوې چې ډير بې لارې نه شو . اواشنا اوپيژندل شوي کلمات اومفاهيم راواخلو . دا چې اعتراف کوو: (( چې نور په کړا نه ارزيږي )) دا بس دی . ژوند کول البته هيڅکله اسان کار نه دی زموږ چلند زموږ دوجود په فرمان دی . اوزيات دلايل لري . چې لومړی يې عادت دی . هغوۍ چې په دواطلبانه توگه مرگ غوره کوي داښۍ چې په غريزي توگه ددې عادت په خنده اوره ځانگړنه اوورځينۍ بې مفهومه هڅو اوکړاو په مانا پوهيدلي دي
دکامو په باور دفکر کولو پيل دله منځه تللو پيل دی . اوټولنه ددې ډول پيلامو دپوهيدنې له پاره زيات امکان نه لري . خوره دانسان په دننه کې ده . اوپه هماغه ځای کې ده چې انسان بايد دهغه په لور ولاړ شي . نو بايد دغه وژونکي لوبه چې دتن اووجود روښنايي له رڼا څخه تيښتې ته رابولي تعقيب اوپر هغه پوه شو . ))
ويليم ستايرون ناول ليکوونکي دژوند په اړوند چې له ديپريشن سره يي مبارزه کړې ۪ په خپل اثرکې وايي : دا يو ليدونکې تياره يا تورتم دی ۪ )
همدارنگه په خپل ناول کې ددې خبرې خبر داري ورکوي وايي : اوس پوه شوم چې دديپريشن اودځان وژنې مفکوره زما دخلاقيت اوژوند په اوږدو کې يو له بله سره تړلې خبره ده ۰
زما په ناول کې درې اساسې کرکترونو ځانونه وژلي دي ۪ ))اودننگيال ناوليټ هم دغم نامو اوليدونکي تورتم اونهيلۍ ډک دی .
دمساپرو په دې ډله کې زما دوړوکتوب دشيبو هغه ملگري هم وه . هغه هم له خپلې کورنۍ سره په دغو سرگردانه کوڅو کې سرگردانه وه سپين ږيري پلار يي چرته په مزدورۍ لگيا وو اودې بيا دښوونځي لاره ونيوله کلونه وروسته بيا دښوونځي مزې لنډ شو . (۱ـ ۱۱مخ )
ايا داد هغه دعشق ناکامه کيسه نه ده ؟
موږ وويل دشعر ژبه دهغه دناول بستر دی .
سپين ږيري دخپلو ټولو وړو زړو سره راغلی وو خو زما دخواږه ماشومتوب ملگرې دهغوۍ په منځ کې نه وه . دهغې دنگې اوچناري ونې پر مساپرو کجاوو سيوري نه کاوه . اوموسکا يي دخوړ تيږې نه وې راويښې کړي . (۱ـ ۱۲)
اوبل ځای وايي :
اکا مالمه نه ښکاري ‘ مالمه رانغله ؟ (۱-۱۲)
ماليمه دښار گوليو وخوړه . په سيوري کې دا برخه دخوب اوخيال تر منځ حالت دي . هيڅ چاته دخبري اصلي پته نه وه څرگنده چې مالمه ولې دوه وارې مړه شوه . اوماليمه ولې په څو مياشتو کې دوه ځلې ځوانيمرگه شوه ؟(۱-۱۲)
ليکوال دپيريانو اوشيطان سمبول يادونه کوي . بازاري سياستونه دهغه دشعور چيغه ده دموجوده شرايطو په وړاندې .
((دښار دهغې کوڅې دپاېې په هغې خواکې چې دتورتمو چتونو لاندې دپيالو جگړه لگيا وي عقلونه په کې وژل کيږي کنځاوې اوبازارې سياستونه ‘ همغلته مې خپل عقل وژلې دی اوپه ژرگونه ځلې مې وژلې دی خو کله چې دادی کلې ته راغلې يم دلته هغه تورتمې کوڅې اوتورتم چتونه نشته دلته پيالې سره جگړه نه کوي اودلته عقلونه نه وژل کيږي . (۱ـ۱۷)

ښاپيرۍ دانسان دازادۍ دسمبول په توگه کاروي: (( رښتيا نن ښاپيريو هم راته ليونې وويل :
له غمونو له سوچونو اودعقل دقمچينو له ژوند نه دخلاصون نه دوې لارې دي . فقط همدغه دوې لارې دي چې سړي ته نجات ورکولې شي . سړې دورکو اوسرگردانه اندونو له کندې نه راايستلې شي اوسړې ته لږ تر لږه ارامتيا وربښلی شي . دا لار يوه دښار دهغې بلې کوڅې په پاېې کې دتورتمو چتونو په څنگ کې تيريږي هلته چې دعقلونو وژنه کيږي .... اودويمه لاره په جوماتونو کې ده دمحراب تر څنگه هغه دمغرب په لور ده . ))(۱ـ ۲۱

دښار کوڅې تشې بريښي دکوڅې دپای په هغې خواکې دښکلو اوښايسته زلميو تش سيورې وينم چې لولۍ سترگکونه ورته وهې بربنډيږي اوسيني سړوي (۱ـ۲۵).
اوپه بل ځای کې دتراژيکو وژنو اودانسانيت په وړاندي يو تاريخي وحشت اونه هيريدونکې فاجعه ترسيموي . اوخپله ژوره کرکه دهغه په وړاندي ترسيموي . چې موږ يي اوچت هيومانيزم بللي شو .
((اودککرۍ په لويدو سره هغه سره شوي غوړي پر هغې پرې شوې غاړي واچوي اودغوړيو په اچولوسره هغه بې سره تنه په نڅاه پيل وکړي ناڅي ناڅي دومره ناڅي چې دډيرې نڅا له زوره پر ځمکه گوزار شې په لويدو کې هم ناڅې لاسونه يي ‘ پښې يي اوتنه يي هر يو بيل بيل ناڅي بيرته پر پښو دريږي اوناڅي اوبيرته رالويږي اوليوه خاندي . له ډيرې خندا يي خوله دښار له اوږود والي هم لويه شوي ده . ....۳۲
بده به نه و ي که دشاعر دهيومانيزم په اړوند يوه يادونه غبرگه کړم . هغه دا چې :
ننگيال يو افسر وو . هغه افسري او رتبي پريښودې اوان معاش ‘رتبه پر مختگ يي له لاسه ورکړ . اوهغه چا چې ټوپک په لاس کې درلود . هغو ته يي وويل : ای ښکارې اشنا درته سلام کوم .
خو دهغه په چم گاونډ کې يو بل ډير نازولي شاعر هم و . هغه هم دشعر داورنی ژبې سره لوبي کولي . کله چې مجاهدين کابل ته را ننوتل . هغه ټوپک واخيست اودکلمو پر ځای يي دمرميو غاړکی پر ټټر وپييله . ما دغه تصوير دفاروق زرنگ په جوړ شوي داکومنتري فلم کې وليده .کله چې ځوانيمرگ ننگيال چې دهيومانيزم يو مثال او دشعر پرښتي ته يي ژور درناوې درلود پرتله کوو ‘ نوويلې شو چې هغه تل خپل فقر اوبيوزللي گوره بللې ده . دا شعر ته دننگيال ددرناوي جوگه کيدای شي .
همداراز دهغه دچم گاونډ بل شاعر چې کله يي ټوله روښانفکري او تنور دخپل قومې اوسمتي تعصب کې رنگ کړ . اوپه اوږده قصيده ويلو يي دوخت له امير نه پنځه لکه افغانی تر گوتو کړي .
خو ننگيال ته چې دا چانس ډير ځله حاصل وو . خپل پښتنې غرور اوشعري تقدس يي اميرانو ته دقصيدې ويلو او ستايلوپه خم کې رنگ نه کړ ماليدل چې کله پيښور ته په يوه څادر کې راغلي و . نو يوه شين سهار يي جنازه په دوه لرگو اوهماغه شليدلي څادر کې دلغمان په لور دبي بي سي له دفتر څخه ووتله او دتل له پاره له موږ رخصت شو .
بيا خپله خبره له سره نيسو . ننگيال وايي :
((جونگړه مې ورانه ده .ورانه. سوځولې يي ده. همغو ليوانو اوزړو بگوو راته سوځولي وه )). ۳۲
اوبيا په دې برخه کي خپل ځان ته راگرځي . دخپل ځان په وړاندې اودخپل سيوري په وړاندي اودشاعرموجود په وړاندي محاکمه پيل کوي :
دادې څو کاله وشول چې زما سيورې يوازې دی. دشاعر سيوري ورسره نشته. اودشاعر سيورې لکه هغه دباد بڼکه باد ورځنې وړي ده .سيوري مې له تانه دهغه شاعر ملگرې سيوري غواړي .(۱ـ ۳۴
اوپه دې برخه کې په ډاگه خپل لوې هيواد له مړستون سره تشبيه کوي . اودخپل مړستون اوهيواد يوالي جوتوي ‘ چې همدا کار کوي .
(( هديري ته ورځم هديره هغه پخوانۍ هديره نه ده لکه يوه ښار ته چی ورځم لکه يوه ستر اولوې هيواد ته چې مې پل ايښي وي . دمړو هيواد ته دشناختو هيواد ته )) ۳۶
● ●
اوس دپايلې په توگه ويلې شو کله چې دشاعر انه ناوليټ په باب خبري راټولو نو : لازمه ده دارسطو داخبره راياده کړو چې وايي : (( تراژيدي دانسانانو تقليد نه دی . بلکې دعمل ‘ ژوند نيکمرغی اوبد مرغۍ تقليد دی .)) دتراژيدي هدف دانه دی چې دافرادو خصوصې ژوند ددوران يا وخت له اساسي مسايلو څخه جلا منعکس شي . بلکې دادی چې واقعي تراژيک برخوردونه اوشخړې په پراخه مفهوم سره منعکس کړي . دننگيال ناول لنډيز دهغه داثر په پای کې را لنډ شوي دی . هغه ددرد کيسه کوي دانساني درد اودهغه دماحول درد . دهغه په دغه اثر کې دهغه شخصې اوذهني حالت دټولنې دژوندانه دپيښو څپانده سمندر ته لاره کړي اودهنري اثر په توگه دهغه په خلاقيت کې اخښل شويدی .
ناوليټ سره له دې چې ځينې خبرې لري چې په مناسب وخت کې پرې خبرې کوو . داځکه چې دادنقد اوارزونې بحث نه دی بلکې يوازې ځينې فکرې اړخونو ته مو گوته نيولې ده .
خپلې خبرې په وروستۍ جمله پايي ته رسوو : چې په سيده توگه د بې مانا اوپوچ ژوند دپای مانا ورکوې .

((خو زه ستړې شوي يم اوله ليوانو سره جگړه نه شم کولې .))
لندن --۳ نومبر -۲۰۰۶

يادښتونه :
۱- ننگيال اسحاق .سيوری . چاپ دانش کتابخانه ‘ قصه خوانې بازار . پيښور ۱۳۷۷.
۲. اشوري داريوش . شعروانديشه . (چاپ سوم ) نشر مرکز۱۳۸۰
۳. البر کامو. سقوط . ( شورانگيز فرح .) څلورم چاپ ۱۳۷۷.
۴. ارزيابي اثار واراي صادق هدايت . ( گرداورنده مريم دانايي برومند )
۵. داريوش اشوري . عرفان ورنديدرشعر حافظ ‘ ۱۳۷۹ تهران مرکز
دليکوال يادښتونه
۷-صادق هدايت بوف کور ۱۲ چاپ ۱۹۶۹