نیک محمد ولاړ

د ابلیس چټه لور

 

 

د ابلیس یوه مسته ښکلی چټه لور ده

راغلې بې ویزې افغانستان ته په شرور د ه

رانیسی عاشقان په یوه نا مریی موسکا

کوی هغه کارونه چي نه دی کړی تر اوسه بل چا

له هغې ورځی ځینی مشران ورته په لرزا دی

له ځوانانو نه سپین ږیری ډیر ورته وار ختا دی

وایی لاس ته راوړل یې ډیر دی اسان

ځکه ببرږیري او بې ږیری پسی دی روان

پسی سرګردانه شول ناببره کومندانان

چا ګریوان وشلاوه ورته شوله لیونیان

یوه پسې ځغستله بل ورته په کمین شو

يو ورته نڅېدی بل پسې مجنون شو

د چا له سترګو خوب تللی او حیران وو

بل کچکول په لاس پسی روان وو

ِپر هغې غله ټګماران خورا دی ګران

هم چم بازان هم دی خایین کومندانان

خواږه وړونو او دوستان اچوی په جنګ

هغې خوښېږی هغه چې نه وی بند په ننګ

د چا سره یې چې شپه وی تر سهاره وی نشه

خلک له عزت ورته ولاړ وی لاس پر نامه

د چا پزی ته یې چې بوی دعطروو رسیږی

ږغ یې پنډ په لاره انډی په انډی کیږی

په جفا یې ږغ نری سر په چا ځړېږی

لکه چنجی هری خواته په نس څکېږی

چاو موند وصلت د هغې په ریاست

قاچاق، اختلاس مخدره مواد و او رشوت

چاخرڅه کړه قواله د وطن چا غیرت

چاورته پیل کړه قصابی د خپل ملت

دالاس په لاس ګرځی د ګلانو غنچه ده

څوک یې په ګنډه وهی دابیا پټه کیسه ده

دهر چا په لاسو کي مروړل کیږی

څوک یې ښکلوی څوک ورته سپلنی کیږی

یو ورځ میلمه د وزیر بله ورځ د باچا ده

دا بلا ښه تر تحصیله، صداقته ا وفاه ده

چاته ګرانه له ځانه ، ناموسه او عقبا ده

هم له وطنه هم له غیرت او هم له وفا ده

 

دا دی بلا سره وایي لمونځ دی روا

ګرچی ناولۍ یې بدن دی په ناړو د ګناه

د دې د ابلیس د چټی لور لقب دی بلا

په اصل کي د سیل مرض ده او وبا

د خلکو یې خوښه نڅاه چهچا ده

ګرچی دا له اصله توره ګډرا ده

په نخرو کشوی ورو ورو افغانستان

ډیره مینه یې له چا نه جوړوی بې ښکره حیوان

وفا نه لری جفا یې هنر او پېښه ده

پرته هر ګړی په غیږ کي د یوه ده

غلا ، اختلاص، احتکار یې نخښه ده

خپله مورد ناروغیو خوځینو ته ادویه ده

 

د هغی د وصلت عاشقان دی بې شمیر

هغه رانیسی هره ورځ ارزانه مریان ډیر

د لته وایی افغان مریان دی څومره ارزان

بوش ویل زموږ نانزکی دی لا ترې ګران

زما نه یو راز واوره که نه وی دا بلا

نه به وی ولسمشر نه کابینه نه به وی شورا

غربی دیموکراسی یې هم لمسۍ ده ناروا

اصلی پلار یې بوش دی که باور کو ی پر ما

که ستا هم د دې بلا د میلمه کیدو ده تلوسه

ولاړ وایی د دی لیلا اصل ادرس ده ډالر پیسه