رسیدن به آسمایی: 25.10.2010 ؛ نشر در آسمایی: 29.10.2010

ارسالی پروین پژواک

 

د علومو په اکادمۍ  کی د داکتر نعمت الله پژواک  د وينا  پښتو ژپاړه

 

د لړم ٢٣ کال ١٣٦٩  کابل  د نوامبر ١٣ کال ١٩٩٠

 

ښاغلى محتا‌ط د جمهور رئيس مرستيال، ګرانو ميلمنو او د افغانستان د جمهوريت د علومو د اکادمۍ پوهانو،

رښتيا چى په دى روانه اونۍ کى د علومو په اکادمۍ کى ډيره لويه او ارزښتناکه ګام واخيستله شوه او هغه د آزادو، مستقيمى او سرى انتخاباتو سرته رسول و چى د اکادمۍ په ديپارتمنتونو،  انستيتونو او نورو علمى مرکزونو کى د رهبرى لپاره وشوه.

نن مونږ او تاسى ټول د علمومو د اکادمۍ د رئيس او د هغه د مرستيالانو د انتخاباتو جريان پخپله وليدل چى کاملا په يوه کراره، آزاده او د تفاهم نه ډکه په فضا کي تر سره شوه.  په دي خاطر ېه د علومو د اکادمۍ د کمسيون د رئيس په توګه، د دولت، حکومت او د عالي کتوونکى کمسيون لخوا خپل مبارکۍ او خوښۍ د زړه له کومۍ تاسو ټولو پوهانو ته چى د اکثريت د رايو د ګټلو له لارى دى مقامونو ته ټاکل شوى ياستى وړاندى کوم، مخصوصا منتخپ رئيس کانديد اکادميسن عبدالکبير رنجبر او د اکادمۍ مرستيالانو ښاغلو داکتر ميوندى او داکتر لودين ته.

زه هيله کوم چى د علومو د اکادمى دغه نوى ټاکنۍ په هيواد کى ثاپته کړى، مخصوصا په عملى کړيو کى چى انتخاپي ټآکنى زياتره ګټه وري، هراړخيزى او قناعت بخښونکي دي.  او زه هيله کوم چى د علومو اکادمۍ ټول پوهان د فکر او عمل په ډګرونو کى د اکادمۍ په برى او د پوهانو د علمي څيړنو په کار کى يو له بل سره مرسته وکړى.   ز د علومو د اکادمۍ مشري ته ډاډ ورکوم چى هر څه د حکومت په امکان او توان کى وى د اکادمى او د هغۍ د پوهانو د پرياليتوپ په لاره کى به ونه سپموى.

زه بايد يوه ټکى روښانه کړم چى د علومو اکادمۍ د حکومت د چوکات يوه برخه ده او ټول اجراآت او صلاحيتونه يى د روانو قوانيونو او د مرراتو لاندى راځى او د هغه پودجه هم يوازى د حکومت د مالى امکاناتو په حدودو کى ټاکل کيږى.

آوازى اوريدل کيدلۍ چى د علمومو په کادمى کى د انتخاباتو کارول پى د جنجالو او شور ماشور نه به امکان ونه لرى، خو تاسو عملا ثاپته کړه، چى نه!  دا ټولى چټى او بيځايه خبرى وى.  له دى خاطره زما مننه او خوښى تاسو ټولو سره که کانديد دي او که که راى وکونکى اړيکى پيدا کوى.

د هر څه نه زيات چى زما د خوښى او هيلى سبب وګرزيد د تفاهم، ملګرتيا او آزادۍ نه ډکه فضا وه چى د ټاکنو په دى درى ورځو کى موجوده وه، او زه پوره باورى يم که داسى آزاده او مناسبه فرصتونه د افغانستان سييڅلو خلکو ته هم ورکړ شى، څنګه چى دوى د تاريخ په اوږدو حساس شيپى احساس کړيدي، او د هيواد برخليک يى سره ټاکلي دي، دوى کولاى شى چى اوس هم د سلاو، مشورو او جرګو پر بنسټ د هيواد پرخليک وټاکى او د دى وروروژنى او کورسوزونۍ جګړى خاتمه ورکړى.

نن د افغانستان د خلکو هيله او غوښتنه د افغانى حزبى مشرانونه که دننه په هيواد کى دي او يا بهر، دا دى چى دوى بايد د هوياد لوړى ګټى زياتره په سترګو وساتى او خپل دريځونه يو بل ته نژدى کړى او دا وينه پهول پاي ته ورسوى.  او د خپل کوچنۍ، حزبى، دله ايزى او فرکسيونى ګټو پسى نه ګرزى.

زه فکر کوم چى د افغانستان خلک پس له دي نه د زياتره وينۍ بهيدل توان او حوصله نه لرى او نه غواړى چى خپل او د خپل د کوچينيانو ځانونه د يوې خاصۍ کړۍ د ګټو او ارزښتونو لپاره په خطر کى واچوى.

لازمه ده چى دا رهبران د وخت او د خلک په غوښتنو باندى ځانونه ښه پوه کړي او لکه چي د ملګرو ملتونو ورستى پريکړه د ټولو افغانى رهبرانو نه چى د افغانستان په کشاله کى سره جګړه لري غوښتى ده چى يو پل سره د خبرو اترو لپاره کينى او د افغانستان کشاله د سوله ايزى له لارى نه حل کړى.

د جګړى په لا اوږدولو باندى ټينګار کول د افغان او افغانستان سره دښمنى ده، او هر څوک چى دا کار کوى پوهان د هغه سره په مخالفت کى ودريږى.

پس له دى نه زه ګومان نه کوم چى د افغانستان خلک د پټو او کپسول شانتى شعارونو تر اغيزى لاندى لکه "د هيواد نه ساتنه" يا  "د اسلام نه ساتنه"  يو د بل پر ضد ودريږى او يو پل ووژنى.

که سياسى رهبران سره يو ځاى کيږى، خپل دريځونه سره نژدى کوى او يو بل ته ځينى پخښنى کو‌ى بل کوم هيڅ خطر هيواد ته متوجه نه دى.   که بيا هم ځينى نور رهبران کوم سياسى مقصد او يا کوم بل ډله ايز غرض ځان سره ونه لرى، د افغانستان خلک مسلمان وو، دي او وي به.  له دى سببه د اسلام څخه دفاع ما ته هيڅ مانا نه لرى.   او اوس د شهادت کلمه د افغانستان په مسلمانو خلکو باندى تکرارول ګومان کوم ظلم او ناروا دى.

ګرانو حاضرينو!

پوهان د تاريخ په ټوله موده کى د بشرى ټولنۍ د ړنا او لارښود په شان ګڼل شويدي.  د سقراط نه نيولى تر بودا، د آنيشتاين نه نيولى تر اندرى سخاروفه پورى ټول خپل ژوند د پوهى د پرمختګ او د خلکو د خير او سولۍ لپاره وقف کړيدي.

ګران افغانستان، زمونږ دا لرغونې هيواد هم د نامتو شخصيتونو د روزنې ټاټوبى او ځاى وو.   بوعلى سينا بلخى، حکيم سنايى، خواجه عبدالله انصارى، مير على شير نوايى، خوشحال خان خټک، سيد جمال الدين افغانى، محمود طرزى، فيض محمد کاتب هزاره، احمد على کهزاد، استاد خليل الله خليلى، ګل پاچا الفت او مولانا قربت زمونږ د همدى خاورى نامتو پوهان دي چى ځان او هيواد ته يى سر لوړى تر لاسه کړي.

دا چى ما يوازى د مړو پوهانو چى ددوى ارواح دى خوشحاله وى، نومونه ياد کړل د دى دليل نشى کيدى چى ګواکى اوس مونږ داسى پوهان، عالمان، روحانيون او هنرمندان نه لرو.

نه!   خداى (ج) نه شکر ګذاره يو چى مونږ نن هم په هيواد کي دننه او بهر په لسګونه او سلګونه پوهان لرو چى ځان او هيواد ته يى علمى ارزښتونه رابښلى دي.  داسى پوهان ستاسو په مينځ کى، د علومو په اکادمى او په نورو علمى او فرهنګى موئسساتو کى او زمونږ په ټولنه کى هم شته دى.

زه فکر کوم چى د پوهانو ننى رسالت بايد دا وى چى په هيواد کى سوله او پخلاينه راشى او زمونږ ملى يوالى چى سخت شړيدلى پيا پياوړى شى.   ترڅو سوله نه وى، هيڅ کار نشى کيدى په شمول د څيړنى ستاسو د په زړه پوري موضوعاتو باندى.

پوهان بايد دا زړورتيا او ميړانه ولرى چى خپله عقيده بى له ويرى ووايى ولو که څوک يى د ګورکى* ښار ته هم وشړى.

تاسو د ټولنۍ د بڼ ګلان ياستۍ.  امکان لرى چى تاسو کى ځينو سره دا پوښتنه راپورته چى زما د سولۍ سره څه کار دى؟

تاسو دا فکر کولاى شى که د پوهانو نه دا پوښتنه او خواست ونشى، آيا کيدى شى چى د پوهانو نه بغير د چا نه دا غوښتنه وشى چى دا شخړه حل کړى، نظر ورکړى، ايثار وکړى، زړورتيا وشيى.  نه، دا تاسو ياستى.

خوشحال خان خټک وايى:

د دستار سړى هزار دى

چى دستار تړي په شمار دى

تاسو دستار يا پګړى تړونکى ياستى او ستاسو نه بايد دا توقع وشى.

 

ګرانو خويندو او وروڼو!

په رښتيا سره چي افغانستان د ډيرو مليتونو څخه جوړ يو هيواد دى.   د دى هيواد د خلک مختلفى ژبى، مذهبونه او نژادونه لرى.   مګر راځى چى نوره نړى نه نظر واچوو، د ګاونډيو هيوادونونه به پيل کړو:   پاکستان، ايران، شوروى، چين.   اروپا، افريقا او امريکا ته په سفر وکړو.   کوم هيواد دى چى د يوى ژبى، نژاد، دين او مذهب نه جوړ شويدى.   د امريکى متحده ايالتونه خو په اصل کى د ټولى نړى د کډوالو کور دى.  نو دا څه دي چى د دى هيوادونو خلک يى دومره يو بل سره نژدى او ټينګ ساتلى؟   دا د دوى لرغونى وياړنۍ او د دوى ګډى ګټى د تير، اوسنى او وروستى زمانى لپاره دى.   مونږ افغانان هم له نيکه مرغه ځانته تاريخى وياړنۍ لرو، مونږ ځانته ګډى ګټۍ لرو چى بايد زياتره هغو ته اهميت ورکړو او ژوندى يى وساتو.

په خورا خواشينۍ سره بايد ووايم چى په ورستيو څو کلو په دوران کى د ځينو افرادو لخوا تربګنۍ او دښمنۍ د افغانستان د برابر او ورو شانتۍ ټبرونو، قامونو او مليتونو تر مينځ اچول شويدى او ګټه يى زياتره هغه کسان اخلى چى خپل دريځ په ګوند کمزورى وينى.

زما ګرانو هيوادوالو دا د دى وخت نه دى چى مونږ د افغانستان د خلکو په پرهارنو باندى مالګه وشيندو، مونږ پايد د هغوى درملنه وکړو.

دا ترپګنۍ او دښمنۍ د شوروى لښکرو په شان نه دى چى افغانستان نه ننووتل او بيرته ووتل!   دا دښمنۍ يو وارى چى زمونږ په زړونو او دماغونو کى ځاى ونيول بيا زمونږ په وينو او رګو کى ګډيږى او زمونږ په راتلونکي نسلو کى ورخپريږى.  او بيا به په سل کاله کى و نشو کولى چى دا وينى بهيدل ته پاي ورکړو.

نو د ملى يوالى ټينګښت مونږ ته ډير ارزښت لرى.

تا جدا هستیم انگشتان افگاریم ما

مشت اگر گردیم از آن دندان ها خواهد شکست!*

 

درنو خويندو او وروڼو!

په پښتو کى يوه وينه ده چى وايى:

که ېه ووايم چى زه يم           او ته ووايى چى زه يم           نه به ته يى، نه به زه يم

او که زه ووايم چى ته يى       او ته ووايى چى ته يى           هم به ته يى، هم به زه يم

 

زه بخښنه غواړم چى ستاسو وخت مى ونيوو، او يو څه وسيع خبرى مى وکړلى.   مګر راځى چى د سولى او د ملى وحدت په لاره کى هڅه او هاند وکړو او د افغانستان د ملى وحدت د دښمنانو کودګرۍ او دسيسۍ شڼدۍ کړو.  زه يو ځل پيا دا مقامونه منتخب رئيس او مرستيالانو ته يى د زړه له کومي تبريک وايم او له تاسو نه مننه کوم.

 

·         اندری سخاروف د لیوند برژنف د زمانى د شوروى يو ډير پياوړى او نامتو ذره وى پوهاند او د بشر د حقونو د لارى ټينګ مبارز وو.   دى به هر چيرى او هر وخت کى د شوروى د خلکو لپاره بشر آزادى او حقوق غوښتل او په لاره کى يى مبارزه کولى.   تر څو په پاى کى برژنف دى جزا د ګورکى وړوکۍ ښار ته تبعيد کړ او تر سخت څارنۍ لاندى يى وساتل.

·         دا د استاد عبدالرحمن پژواک د ښکلى شعر يوه برخه ده چى ژباره يى داسى ده:

تر څو چى مونږ يو بل نه بيل يو، لکه ژوبلى ګوتى په شان يو

که سره يو موټى شو، نو بيا به د دښمن غاښونه