پوهاند داکتر محمد حسن کاکړ

 

استاد عتیق الله پژواک

‍د مشرانو جرګې  لپاره کاندید

 

زما د ښونځیو له استادانو څخه یو هم استاد عتیق الله پژواک و. زما د ښونځیو په استادانو کې یوازی دی لا فعال دی او نور یی له بده مرغه هیڅ نه لیدل کیږي.

زه پنځه پنځوس کاله د مخه په غازي لیسې کې د محترم استاد پژواک شاګرد وم. هغه وخت د کابل ښار د څلورو لیسو – غازي ، حبیبي، استقلال او نجات – مدیران خارجیان وو او د ساینسي پوهو او باندنیو ژبو استادان هم خارجیان وو . ساینسي مضمونونه په باندنیو ژبو کې تدریس کېدل. د هغه وخت د پوهنې وزیر – ارواښاد فیض محمد ذکریا – چې د ارواښاد پاچا امان الله په وخت کې هم د پوهنۍ وزیر و ، در ارواښاد نجیب الله توروایانا په شان له شوروی اتحاد سره د سردار محمد داوود د دوستی کولو د سیاست پر مخالفت افغانستان پرښود او په امریکې کې هستوګن شو. دوی یوازني محمدزاییان وو چې په هماغه اول سر کې يي ‍د شوروی اتحاد په « دوستی » کې د افغانستان راتلونکې خړه لېدله ؛ خو نور افغانانو د هغو لاره ونه نیوله- له ښاغلی صبغت الله مجددی نه پرته چې په دغې لارې روان  او بیا  له همدی امله بندی  شو.

محترم استاد پژواک په غازی لیسه کې د فارسي درس ورکاوه. ورسته په یوه موده کې د تاریخ ټولنۍ غړی شو. هلته یې د افغانستان نامتو تاریخ پوه ارواښاد احمد علی کهزاد د یو کتاب- د افغانستان د پخوانی تاریخ – له مخې د ویدي دورې ځینې منظومې په پښتو یا فارسی واړولی او د غوریانو په اړه یی یو مهم کتاب ولیکه او خپور کړ. له هغه وروسته استاد پژواک د پوهنی وزارت ‍د مطبعې سروال شو او په دغې دندې کې ډېر کلونه  پاتې شو. په دی ډول استاد پژواک د خپل عمر زیاتره برخه د پوهې په زده کولو ، د پوهې او پوهنې په خپرولو او ټولنې ته په خدمت کولو کې تېره  کړې ده.

په اصل کې د استاد پژواک ټولو ورونو د پوهنې او کلتور له لارې وطن ته خدمت کړی دی.

یو ورور یې ،  ارواښاد عبدالباقی باغوانیوال، کلونه کلونه په جلال آباد کې د « مشرقی اتحاد» د ورځپاڼې چلوونکی و. بل ورور یې ارواښاد پوهاند فضل ربی پژواک په کابل پوهنتون کې د حقونو  او سیاسي پوهو استاد او یو وخت د کابل پوهنتون سروال و. او ارواښاد عبدالرحمان پژواک خو د وطن یو نامتو سیاست پوه ، لیکوال او د پښتو او فارسی ژبو شاعر تیر شوی دی.

ارواښاد پوهاند فضل ربی پژواک د ارواښاد پوهاند سید بهاءالدین مجروح په شان ، والي توب پرېښود او بیرته د پوهنتون استادی غوره کړه. پوهاند پژواک په افغانستان باندی د شوروی اتحاد له یرغل نه وروسته د پوهنتون د استادانو او محصلانو د هغې عمومي اتحادیې غړی شو چې د شوروی اتحاد یرغل او دهغه د لاس لاندی پرچمی رژیم پر ضد یې په پټه فعالیت کاوه. زه هم د دغی اتحادیې غړی وم. د دغې اتحادیې ځینی کسان د پوهاند پژواک په نوښت په دی نظر شوی وو چې غړی به یې- چې هغه وخت ډېر شوی وو- د پوهنتون په انګړ کې مظاهره کوی.  خو د پوهنوال داکتر محمد عثمان روستار او زما په بندی توب سره ، دغې اتحادیې نور نو د شوروی پر ضد منظم فعالیت نشو کولی.

استاد عتیق الله پژواک هم په کال ۱۹۵۰ کې د پوهنتون د محصلانو په اتحادیه کې د فعال او خوځونکی رول په لوبولو سره د ارواښاد شاه محمود خان د صدراعظمي په وخت کې د څه مودی لپاره په خپل هستوګنځی کې بندی و او زه هلته د هغه د لیدو لپاره ورغلی وم.

د استاد پژواک د کورنۍ د سرکسانو هغسې چې وطن ته د پوهې ، پوهنې او کلتور له لارې خدمت کړی، داسې یې هم د وقار او پرنسیپ ژوند کړې دې. نو ځکه د افغانستان خلک ان په کلیو او بانډو کې هم د پژواک کورنۍ تر اوسه هم په ښه نامه يادوی.

اورېدلی مې دي چې استاد پژواک په راتلونکو پارلمانی انتخاباتو کې د مشرانو جرګې د غړیتوب له پاره ځان کاندید کړی دی. زه د ده په دغه عزم کې د وطن ګټه وینم. نو ځکه د هغه بری غواړم.  زه که څه هم له ننګرهاره په فزیکی لحاظ ډېر لیری او په امریکه کې یم ، خو زړه مې راته وایي چې ننګرهاریان به دی غوره کړی. په دې اړه زه ټینګ دلیلونه لرم. غټ دلیل می دا دی چې استاد پژواک په دغسې کورنۍ پورې اړه لري چې مشرانو یې – لکه چي د مخه مې یاده کړه- وطن ته په خدمت کولو کې ښه نوم ګټلی دی. دی اوس د دغی کورنۍ مشر دی.  پر هغه برسیره د ده خپل شخصیت دی چې هغه یې په تېرو دېرشو کلونو کې یانی په هغې مودې کې چې په وطن او وطنوالو باندې ډېرې سختې سړۍ او تودې راوستل شوې وی ، ټینګ ساتلی دی. له هیڅ هغه سیاسي رژیم سره یې لاس نه دی یو کړی چي هغه د وطن  او وطنوالو په ګټه نه وی تشخیص شوی. له دی امله استاد پژواک ان د چنګاښ له کودتا نه وروسته ، ځان ګوښه ونیوه او د هیڅ رژیم او هیڅ یوې ډلې او داسې هم د باندنیو تر اغیزی لاندی لار نه شو او د پخوا په شان یې په کابل ُ ننګرهار او پېښور کې د خپلو خلکو ترڅنګه د وقار او پرنسیپ ژوند وکړ.  طبیعی ده چې دی به په پارلمان کې هم د وطن او وطنوالو – یانی د ملت – خوا په ټینګه نیسي او د هغو رښتینې استازيتوب به کوی. زه په دی پوره باور لرم ؛ نو ځکه له زړه نه د هغه بری غواړم. زه په دی عقیده یم چې استاد عتیق الله پژواک د ډېرې پاکې سابقی په لرلو او د ملي او اصولي ژوند په کولو سره د دی پوره وړتیا لري چې نه یوازی د افغانستان د مشرانو جرګی غړی وی ، بلکې د هغی مشر هم وي.

 

 

د ۲۰۰۵ کال د جون مېاشت