وکیل سوله مل شینواری

شنډه


ناروغه چې څنگه کتنځي ته راننوته او له خپلې معالجې (درملې) ډاکترې سره يې سترگې ولگېدې، وار له مخه يې د زېلانځ (رحم) عکسونه او نورې لابراتواري کتنې ډاکترې ته پر مېز کېښوول.
ډاکترې لومړی لابراتواري کتنې سترگو ته ونيوې او بيا د عکسونو په کتنو ښه پوره بوخته شوه او چې هر څه يې ښه تر غور او کتنې تېر کړل په کراره يې خپلې ناروغې ته کړل.
- خورې! مه خپه کېږه، دا به د الله (ج) رضا وي.
ناروغې بوږن وخوړ:
- ولې کوم ديار (عيب) دی را کې؟
ډاکترې ورغبرگه کړه:
- هو، خورې!
ناروغې وپوښتله:
- بې درمله دی!؟
ډاکټرې وويل:
- هو!
- مانا دا چې بچی مې په برخليک کې نشته؟
- هو خورې، د زېلانځ نلونه دې بند دي.
د ناروغې په سترگو کې اوښکې وځلېدې، خو ډاکترې ژر په ډاډينې پيل وکړ:
- چې پر ځان جوړه يې، دا لوی نعمت دی، ژاړه مه، په ژړا څه نه کېږي!
ناروغې په ژړا ژړا ورغبرگه کړه.
- ځان ته نه يم خوابدې، پر مېړه مې زړه خوږېږي.
ډاکترې په هېښتيا وپوښتله:
- پر مېړه دې!؟
- هو، پر مېړه مې، ډېر ښايسته ځوان دی.
ډاکترې په خندا ورغبرگه کړه.
- له تا نه، نو به نه وي ښايسته!
- ناروغه هم موسکۍ غوندې شوه او ويې ويل:
- زه څه يم خورې! هغه لکه خدای چې په خپل قلم کښلی وي.
ډاکترې وويل:
- چې داسې ده، بله ښايسته ښځه به وکړي، ته نو ولې ورته خپه يې؟ پر هغه زړه مه سېزه! پر ځان زړه وسېزه، کوم نارينه شنډې ښځې ته کښېني، هغه روغې ښځې دي چې له ناروغو مېړونو سره سر سپېنوي.
ښځه ژر په خبرو کې ورولويده.
- خورې! همداسې چې وايې ده، خو زما مېړه داسې نه دی زه يې په مئينتابه کړې يم.
ډاکترې وويل:
- نو ته وايې چې بنه نه درباندې کوي.
- هو چې زه ونه غواړم، نه يې کوي، خو زما زړه دا چېرته مني، هغه ما ته دا واک راکړی.
- د څه شي واک؟
- د بلې ښځې.
- او تا څه ورته ويلي؟
- بس ما ورته د واده ټټر وهلی.
ډاکتره هکه شوه.
- رښتيا؟
ناروغې ځواب ورکړ:
- هو!
بيا يې ډاکترې ته کړل.
- خو ډاکتر صاحب، که يوه پوښتنه درنه وکړم وبه منل شي؟
- ډاکتره هېښه پاتې شوه.
- چې زما په وس پوره وي، ولې نه!
- بس په وس خو دې پوره ده، تا ته خو بلا ډېرې ځوانې نجونې او پېغلې راځي، کومه ښايسته نجلۍ په نظر نه ده درغلې؟
ډاکترې په خندا ورغبرگه کړه:
- ما ته خو ډېرې ښايسته نجونې ځي راځي او پېژنم يې، ستا مېړه هم ښايسته دی!؟
ناروغې په بيړه ځواب ورکړ:
- ما خو درته مخکې لا وويل چې په ښايست کې جوړه نه لرې.
ډاکتره نوره هم هکه پکه شوه.
- رښتيا وايی!؟
ښځې ځواب ورکړ:
- که باور دې نه راځي، د باندې ناست دی او که اجازه دې وي، غږ ورته کوم پخپله يې وگوره!
ډاکتره پر خندا شوه!
خو خندا يې ناروغه نوره هم پسې وغوړوله:
- ولې خاندې!؟ باور دې نه راځي؟ ځه که نه يې راغواړې، پخپله ورووځه.
په دې خبره ډاکتره بيا پر خندا شوه ...
ناروغې بيا وويل:
- څنگه خاندې؟ ځه بل څوک نشته، يوازې زما مېړه دی چې سودا دې له سره ووځي.
ډاکترې چې څنگه دا خبرې واورېدې، بې واکه يې پښې له ځايه پورته شوې. په ورو ورو يې د وره خوا ته پلونه واخېستل او د کتنځي ناستخونې ته يې سر ورښکاره کړ. څنگه چې بېرته کتنځي ته راننوته، سملاسي يې ناروغه وپوښتله:
- خاوند دی ښوونځی مونځی لوستی؟
ښځې ځواب ورکړ:
- ښوونځی څه چې پوهنځی يې لوستی!
له دې خبرې سره د ډاکترې له خولې هم بېواره ووتل:
- ځه زموږ کورته بله جمعه خواښې او خُسر راولېږه.
ناروغه خورا خوشاله شوه:
- رښتيا !؟
ډاکترې ځواب ورکړ:
- هو!
- پر خوله دې برکت.
- خور دې ده که د تره لور؟
ډاکترې په خندا ځواب ورکړ:
- څه يې کوې، يو څوک به وي، د دواړو به خوښه شي.
ناروغې ټينگار وکړ:
- نه خو، چې موږ ته څرگنده وي، چې په چا باندې مرکه کوو؟
- ځه خو يو څوک به وي، خوښه به مو شي.
ناروغه په زاريو شوه.
- ځه خورې! ته او خدای که به يې نه وايې.
ډاکترې وويل:
سبا ته به يې درته ووايم.
- همدا اوس يې ووايه.
ډاکترې بيا وويل:
- همدا اوس؟
- هو، همدا اوس!
د ډاکترې پر شونډو نرۍ موسکا خپره شوه او بېواکه يې ورو له خولې ووتل:
- هغه نجلۍ زه يم!
***
براتېسلاوا، سلواک
د شپې لس نيمې بجې
د ۲۰۰۷ زېږدي کال د نومبر ۱۲