محمود نظری

 

پام بیمه دی ختمه ده!

 

ډاکټر د يوه سپين ږيري ناروغ نه ډير په عذاب وو هره ورځ به له ده نه مخکي د هغه د کتنځی مخي ته ولاړ وو.

ناروغ:

ډاکټرصیب!

ګليسترول مي لوړ شوی دي!
ډاکټره وينه مي ټيست که!
ډاکټر:

نه ګليسترول دي سم دي .

ناروغ:

- ډاکټره فشارمي سم نه دی!

ډاکټر د فشارد کتلو وروسته ورته وويل:

فشار دي سم دئ.

- ډاکټر ه نس مې باد کوي او هغه هم ټينګولاي نه شم خو ښه خبره دا ده چې ږغ او بوي نه لري

ډاکټر چي خپلی پزې ته دستمال نيولي وواو دوه واري يې په وارختايي د کړکۍ نه بهر کتلی وه وویل:

ښه دا ته يې نو د پزې څاڅکی او دغوږ دوا يې ورته ولیکله

بله ورځ بيا:

ناروغ:

- ډاکټر ه !توخی مې کیږی.

ډاکټره ريزيش ...

دا لا څه کوې د شپي دوي بجو به يې تيلفون ورکړ او ډاکټر به يې د خواږه خوبه را کښينوي :

ـ ډاکټره! د ويګراد ګولۍ رنګ څه ډول دئ؟

ډاکټره! يوه وخورم که دوې !؟

ډاکټر ددی ناروغ د لاسه ځان وژنه وکړه او به قبر کې خوشاله وو چې د ده له شره خلاص شوي دی.

خو ناروغ چې خپل کورني ډاکټر له لاسه ورکړي وو هغه هم مړ شو او د وصيت سره سم هغه يې د ډاکټر nقبر تر څنګ ښخ کړ د شپي ناروغ کرار د ډاکټر تابوت وټکوی:

ډاکټر صايب سلام ! زه دی و پیژندم ؟کوم برقي خو نه پيژني؟

او بل ټک ټک :ډاکټر صیب د چنجانو کومه دوا خو نه لري؟

ډاکټر به تندي خولي راغلي او په غوسه يې ورته وويل :چوپ چې انکر او منکر در خبروم چې مزاحمت کوې روغ هډوکي به درته پاته نشي

بله شپه بیا ناروغ:

ډاکټره! د هډوکو د يو ځاي کيدو دوا (سوپر ګلو) لري ؟

ډاکټرپه غوسه ورته وويل :

ته خبر یې همدا اوس لیک راغی چې په کې لیکل شوی دي ستا بيمه(انکمسپورت) نوره خلاصه شوي ده .

د ناروغ له خولې نه یوه سړه آه ووته

ډاکټرپه پيرزوینی ورته وويل:

ددې پوښتنو بيل درځي .

نور نو ډاکټر کرار پریوت . یوه میاشت تیره شوه. ډاکټر دیغ شو او د ناروغ تابوت يې وټکوی:

د هغه نه ږغ نه پور ته کيده

ډاکټر: د چنجانو دوا غواړی؟

خو د هغه نه ږغ نه پورته کیده