فاروق فردا





غزل
پر كږ ليچونو به راوليږو ډيوې بلې ساتو
د شپو له زړونو نه تېرېږوډيوې بلې ساتو
څوك مو جبونه څوك مو زړونه څوك ماغزه لټوي
د غلو په كلي كې او سېږو ډيوې بلې ساتو
تياره محفل كې له ډيوو سره په دار وختو
موږ د ډيوو په سر مړه كېږو ډيوې بلې ساتو
ستوري شهيد بې قبره ګرځو خو قاتل مو ورک دی
لمر ته له لارو نه خندېږوډيوې بلې ساتو
موږ د آسمان په شان دزړه لمنه شنه ساتله
اوس ترې باران په شان ورېږو ډيوې بلې ساتو




غزل
ومې ليده راغله د پلو څنډه يې شاته کړه
ماهم دکلونو د نظر تنده پرې ماته کړه
ما چې پکې نه ويني له خاله ورنږدې يمه
ته ورته ای خدايه د ښکلا هينداره ماته کړه
تېر ځل دروازې نې (* )د نظر په کاڼو وويشتم
مور يې شوه په قاره خپله لور يې زر کلا ته کړه
ما مې د زړه وينې په منګول کې ورته تويې کړې
دې د سترګو جام کې له يو ګوټ سره هوا ته کړه
ما له لېونتوبه د مچکو سين کې ډوبه کړه
دې وېلې آشنا پر لېونتوب دې څه ورزياته کړه
*نی د نه يې مخفف.

غزل
چا وې د خدای دمخ له نوره ورېدلي پېغلې
پر مخ دزمکې زموږ تر غېږې رسېدلي پېغلې
د پېغلو سترګې د جنت دنعمتو نښې دي
تر موږه مخکي په خپل خوب کې چا ليدلې پېغلې
زما څنګل ته يو ځل وګورۍ چې څه نه وايې
خواږه خوبونه په وارونو پرې ليدلي پېغلی
نن د آدم او د حوا کيسې چې نه کوو موږ
ځکه زلمو نه هرې لورې ترهېدلي پېغلې
پخوا د سترګو په ليندو د ست په کاڼو ويشتم
اوس د پلو لاندې په مچو شرمېدلي پېغلې
خدای مو قبوله کړه د پېغلو د باران پوښتنه
چې هرې لورې ته اوس ګورو غوړېدلي پېغلې






پسرلى
اوه،
څومره ښايسته يې پېغلې؟
خدای دې نظره مكړه
زلفې دې شنې
سترګې دې شنې
والۍ دې شنې
شينكی پړونی دې له ملانه تاو دى

اوه
څومره ښايسته او زرغونه يې پېغلې!
زما په زړه كې خو دې شنه مينه را كرله.
پوهېږې؟زموږ كلي كې
لكه چې ته يې داسې هيڅ شى نشته
ولې سپېرې سپېرې دي
ونې سپېرې
دېرې سپېرې سپېرې دي
ژبى سپېرې دي زموږ
سپېرې خبرې كوو
سترګې سپېرې دي زموږ
يو بل ته ستړي په سپېرو سپېرو كتلو شولو.
ته راته ووايه چې نوم دې څه دى؟
- نوم مې؟
زه دسپرلى پېغله يم
هركال راځم
پردې ښارونو او پر كليو ګرځم
پر خلكو شنه شنه سوغاتونه ويشم.
- د پسرلى پېغله ده!!!!!
د پ
س
ر
ل
ي.
(زموږ په کلي کې د شنو خنداوو نښې نشته
زموږه ميندې زړې شوي ندي
خو تور ټيکري له سره نه بدلوي.
دغه څو کاله کې چې زه پوهېږم
زموږ پر کلي د خندا او د خوښيو وچکالي راغلې
موږ د رنګوو سين کې،
لمبا خو څه چې مخ او لاس لاتازه کړي ندي
ځلمي،د شنو ټيکريو لاندې
زموږ دکلي د نيمزالو او د پېغلو د مستيو او خنداوو د پړقاوو
د ليدو او آورېدو خوبونه هم هېر کړي.
د پېغلو سترګو د ځلميانو شنو سترګکو پسې لارې وکړې
شنه دسمالونو کې تاو کړي، يوه هينداره،شنه خالونه،په مريو ښکلې شوې د رنجو کڅوړه
پېغلې د کلي د ويالې غاړه کې بيا نه مومي
او په پلو کې دمنګي تر لاندې
د مور له سترګونه يې نه پټوي.
که چېرې دا راشي زموږ کلي ته....)

يه شنې لمنې پېغلې!
تا ته لمنه در وړم
ستا له لمنې نيسم
تازده والله ووايه
زموږ دكلي خواته كله راځى؟




مسکو اپرېل ٢٠٠٧