رسیدن به آسمایی : 23.08.2008؛ تاریخ نشر در آسمایی : 24.08.2008

اسدالله زمری

 

د افغان جرم

 

د زړه ژور زخمونه مې ګنډلي نه دې چا

ځګېروې او اوسیلې یې اوریدلي نه دي چا

د ژوند له نغري نه مې ایرې وې تل په برخه

لمدې غوښې دتن مې تل داغلې نه دې چا؟

د هېلو له وجود نه مې لمبې دې تل ختلې

دا سوې ارزو ګانې مې ژغورلي نه دې چا

طبیب راته جلاد شې شوکران مې مخ ته کېږدي

له حاله مې په مېنه هېڅ پو ښتلې نه دې چا

 

۲

دیار او یارانې په لټون اوړم په دښمنو

چې لاس مې وراوږد کړي دي پريکړي نه دې چا؟

د غرو او صحرا کاڼی یم له هر څه نه یم لیرې

په سهوه کې خواږه ماته کتلي نه دې چا

پردي د پرديتوب په جرم ، خپل د خپلولۍ

نادودې خپلې مانه سپمولي نه دې چا

اسمان ته که لاس جګ کړم نو تندرونه په ما اوري

یا داسې څه چې هیڅ هم اوریدلي نه دې چا

جنون به هم شي تنګ په ما که ور یې شمه غېږ ته

رټلي په دنیا کې هیڅ منلي نه دې چا

سزا دعمل حق ده خو زما په حق کې نه

د ښو په بدله کې بد راکړي نه دې چا؟

چې څه به شي را پیښ نور راته پته یې لا نشته

زما دلارې پای ته لا لیدلي نه دې چا

تندیه ته دې مات شې چې دې مات راته ورمېږ کړ

درانه فکرونه سپکو ته ساتلي نه دې چا

هېڅ پوه نه شوم د ژوند په خوند زمریه تر دې دمه

زما د تقدير لېکی لا لوستلي نه دې چا

۸۰۶۰۲۰۰۱