نمایشگاه عکسهای تاریخی در کابل

افغانان ۱۳۰ کاله پخوا

په دې نندارتون كې شاوخوا يو سل او پنځوس داسې انځورونه نندارې ته وړاندې شوي، چې په كې د افغانانو د كابو يوې پيړۍ د ژوند حالات ښودل شوي.

دا نندارتون د اغاخان د ټولنې په همكارۍ د شنبې په ورځ د كابل په بابر بڼ كې پرانیستل شوې، چې د يوې مياشتې لپاره به دوام وكړي.

په دې انځورونو كې د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو انځورونه موجود دي د بيلګې په توګه د كابل بالاحصار دې، د غزني بالاحصار دې د جلال اباد، كندهار او د نورو سيمو كې د تاريخي اثارو انځورونه موجود دي."

دا نندارتون په كابل په جنوب لويديځ كې په بابر بڼ كې پرانيستل شوې، چې په خپله يوه تاريخي سيمه ده او له بل لوري د ځاى د پراخوالي له كبله زيات خلك كولې شي ورشي او خپله ماضي، چې د يو انځوريز تاريخ په بڼه نندارې ته وړاندې شوې وګوري.

د دې نندارتون څخه ليدنه وړيا ده او خلك اړ نه دي، چې د هغې لپاره ټكټ واخلي

له يوې مياشتې وروسته ددې نندارتون ټول انځورونه د بريتانيى د دولت د يوې ډالۍ په توګه افغانستان ته وركړاى شي

د دې نندارتون له پاى ته رسېدو وروسته دا انځورونه به افغان دولت او د افغانستان ملي ارشيف ته د بريتانيى د دولت د يوې ډالۍ په توګه وركړاى شي

په دې نندارتون كې تر ډيره د درېو اروپايي او په ځانګړې ډول بريتانوي عكاس جيمز رټري د سترګو ليدلې حال د انځورونو په بڼه ښودل شوي، چې په بېلابېلو وختونو كې يې افغانستان ته سفرونه كړي وو.

د دې نندارتون د جوړوونكو په وينا دا انځورونه د افغانستان د تاريخ هغه مهمه برخه وه، چې يو ځلې بيا دغه هېواد د نړۍ د سترو ځواكونو د توجه په مركز بدل شوې وو او اړيكې يى خورا مهمې بلل كيدلې.

افغانستان د كابو يوې پيړۍ اصلي انځورونه په لندن كې د بريتانيى په عامه كتاب تون كې ساتل كيږي

د افغانانو ژوند
افغان امیران
افغان غازیان
 
کابل ښار
د کابل بالاحصار

چای لا هم د افغانانو اصلي څښاک دی
د افغانستان د كابو يوې پيړۍ اصلي انځورونه او عکسونه په لندن كې د بريتانیا په عامه كتابتون كې ساتل كيږي او اوس د هغې له مخې اخيستل شوي انځورونه په كابل كې نندارې ته وړاندې شوي دي.

زنان پادشاهان، خوانین و ملاک آن زمان از چشم دور بین و آدم های بیگانه دور بودند، از این رو عکسی از آنها نیست. آنها را تنها در نقاشی ها می توان دید

کابل قدیم
صد و پنجاه عکس و نقاشی که افغانستان صد سال گذشته رانشان می دهد به نمایش گذاشته شده اند