رسیدن به آسمایی: 25.04.2010 ؛ نشر در آسمایی: 28.04.2010

اسدالله زمری


د آذر معبد


جّل د هجران یمه وهلی د میرو تږی یم
د خورو زلفو د ماښام او د تیارو تږی یم
لږه مې َدمه ده آرزو ستا د ښکلا دیره کې
د قد شمشاد ته دی په زغرده د کتو تږی یم
لږه زما د عشق دنیا ته رڼایی راوله
د تا د مستو ښکلو سترګو د جلوو تږی یم
کله نا کله لاس راکاږه د بیوزلو په سر
زړګی مې وایی چې تل ستا د مسیدو تږی یم
څه درواغجنې ،دوکه بازې،جفا کارې ښکاري
د غماز سترګو ته مدام د وړندیدو تږی یم
د زمانې د بد رنګیو او دوکو نه شوم موړ
په ټول جهان کې د اخلا ص د پیمانو تږی یم
مخ دی لمبه ،شونډې سکروټې دي،لوګی دې زلفې
د آذر دی معبد ته زه تل د سجدو تږی یم