رسیدن به آسمایی:  25.12.2010 ؛ نشر در آسمایی: 27.12.2010

اسدالله زمری

 

څلوریځې



عمر

ماشومتوب د شګو څلی وو ، باد یووړ

ځلمیتوب د اور بڅری وو ، باد یووړ

د پوخوالي میوه شنه رانه ورسته شوه

زړښت هم د ایرو تلي وو ،باد یووړ



تاب

اوښکې وچې مې ډېر غم کړې په لېمو کې

ساه مې ووته له تنه په سلګو کې

تن مې وريت او زړه مې وچاوده عالمه!

څوک به تاب راوړي پنځوس کاله لمبو کې؟



۲۰۰۵/۵/۱۷



مشال

د ژوندون د کږلیچونو کړاوو کې

د زمان د حوادثو په څپو کې

ستا د مینې د مشال په رڼا درومم

د احساس او تعقل په تلوسو کې

 

عشق

ښکلیتوب د ژوندانه دی د عشق زړه کې

جهان پروت دی په سجده دده په وره کې

عظمت دی ، که عزت دی او که پت دی

همه واړه دي ټول شوي دې کاله کې